ډېپلوماټ مجلې په یوې خپره کړې مقاله کې ویلي چې د واخان دهلېز له لارې له چین سره د نښلېدو په موخه د نوي جوړ شوي سړک فعالېدل له جدي امنیتي خنډونو سره مخ دي او پرې د سیمهییزې سوداګرۍ پیل کېدل د اوس لپاره ممکن نه دي.
طالبانو د اکټوبر پر څلورمه نېټه په بدخشان ولایت کې د واخان ۱۲۱ کیلومتره ترانزیټي سړک تر درې کلنو هڅو وروسته پرانیست. که څه هم د طالبانو چارواکي دا پروژه د نړیوالو بازارونو او منځنۍ اسیا سره د هېواد د نښلېدو لپاره ستر ګام بولي، خو چین او طالبان د دغه دهلېز په اړه بېلابېل لیدلوري لري.
د مقالې له مخې، طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري پر دغه سړک شاوخوا ۳۶۵ میلیونه افغانۍ چې کابو ۵.۶ میلیونه امریکایي ډالر کېږي، لګولي دي. د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې دا سړک سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیک اهمیت لري او د بهرنیو انجینرانو له شتون پرته د افغان متخصصانو له خوا جوړ شوی دی. دغه راز د بدخشان والي رحمتالله نجیب ټینګار وکړ چې له ۴۵ کلونو جګړې وروسته خلک د هېواد په تر ټولو لرې سیمه کې د داسې لویې پروژې د بشپړېدو شاهدان دي.
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ادعا کړې چې دا دهلېز د چین لپاره د توکو د لېږد تر ټولو نږدې، خوندي او باوري لاره ده او کولی شي چین د عربي نړۍ، ترکیې، ایران او اروپا سره وتړي. ډېپلوماټ مجله لیکي چې دا ادعا له شکونو سره مخ ده، ځکه چین اوس هم له قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان سره مستقیمې پولې او پرمختللې پټلۍ لري او خورګوس بندر هم د چین او قزاقستان پر پوله فعال دی. خو د افغانستان لپاره دا پروژه ځکه حیاتي بلل کېږي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ روان تاوتریخوالی د سوداګرۍ د بندېدو لامل شوی او طالبان غواړي د پاکستان له اقتصادي فشارونو او د کراچۍ او ګوادر له لارو خپله ټرانزیټي تکیه کمه کړي.
سره له دې چې سړک بشپړ شوی، خو چین تر اوسه خپله پوله نه ده پرانیستې او د اکټوبر د څلورمې نېټې د پرانیستې په مراسمو کې یې هم استازي ګډون نه و کړی. چین څه باندې یوه لسیزه وړاندې د واخان پر پوله پوځي سړک یوازې د خپلو ګزمو او امنیتي څارنې لپاره جوړ کړی و او چینایي رسنۍ دا پوله د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لومړۍ کرښه ګڼي. بیجینګ په افغانستان کې د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ (ETIM) له شتون او شاوخوا ۳ زره ایغور وسلهوالو له فعالیتونو سخته اندېښنه لري او له طالبانو یې غوښتي چې دا ډلې بېوسلې او چین ته وسپاري، څو دا دهلېز د سینکیانګ پر ضد ونه کارول شي.
بيبيسي د ټرمپ د مارالاګو کلب او له هغه سره د تړلو سوداګریزو شرکتونو د مالي اسنادو غوښتنه کړې او وايي، دغه معلومات د ټرمپ د تاوان غوښتنې پر وړاندې د دفاع لپاره اړین دي.
د ټرمپ وکیلان بیا وايي، د بيبيسي غوښتنې ډېرې پراخې دي او له قضیې سره مستقیم تړاو نه لري. هغوی دا ادعا هم رد کړې چې ټرمپ له استماعیه ناستې څخه تېښته کوي او ټینګار کوي چې د ولسمشرۍ دندې او امنیتي اړتیاوې باید لومړیتوب ولري.