• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان جګړه؛ د امریکا سمندري ځواکونو د راینو اډه څنګه ونیوله؟

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۵۶ GMT+۰تازه شوی: ۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۴۸ GMT+۰

امریکايي وېبپاڼې «ملټري ډاټ کام» لیکلي چې د ۲۰۰۱ کال د نومبر ۲۵مه، د سپټمبر د ۱۱ له بریدونو نږدې ۲ نیمې میاشتې وروسته، د امریکا سمندري ځواکونو د افغانستان په سوېل کې د «راینو» پوځي اډه ونیوله او د طالبانو پر ضد جګړه کې یې د امریکا لومړني دودیز ځمکني ځواکونه افغانستان ته دننه کړل.

د راپور له مخې، شپږو درنو چورلکو د عرب سمندرګي له یوې امریکايي بېړۍ الوتنه وکړه او د کندهار سوېل لوېدیځ ته یې د سلګونو کیلومترو واټن وهلو وروسته خپل سرتېري د «راینو» هوايي ډګر ته ورسول. دا عملیات د برید جنرال جېمز مټیس په مشرۍ د «ټاسک فورس ۵۸» له خوا ترسره شول او د امریکا د سمندري ځواکونو په تاریخ کې د لرې واټن له مهمو هوايي عملیاتو څخه ګڼل کېږي.

«ملټري ډاټ کام» لیکلي، افغانستان سمندر ته لار نه لري او هغه مهال ګڼو پوځي شنونکو فکر کاوه چې امریکايي سمندري ځواکونه به په دې جګړه کې محدود رول ولوبوي؛ خو د «ټاسک فورس ۵۸» عملیاتو دغه اټکل بدل کړ. د دغو عملیاتو لپاره امریکايي الوتکو د افغانستان پولې ته نږدې په هوا کې چورلکو ته تېل ورکړل. د شپې د دوړو سختو طوفانونو او کم لید هم د چورلکو ښکته کېدل له خطر سره مخ کړي وو.

د راپور له مخې، په لومړي پړاو کې ۶۶ امریکايي سمندري سرتېري هوايي ډګر ته ښکته شول او د سیمې د خوندي کولو چارې یې پیل کړې. څو ساعته وروسته د نورو ځواکونو په رسېدو سره هلته د امریکايي سرتېرو شمېر ۴۰۳ کسانو ته ورسېد.

راینو اډه تر نیول کېدو مخکې د متحده عربي اماراتو د شاهي کورنۍ د ښکار د کمپ په توګه کارېدله. د راپور په وینا، امریکايي استخباراتو دغه سیمه له کلونو راهیسې تر څار لاندې ساتلې وه او د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د احتمالي حضور په اړه یې هم معلومات لرل.

د «ملټري ډاټ کام» په راپور کې راغلي چې د راینو اډې نیول د طالبانو او القاعدې پر ضد د امریکايي عملیاتو لپاره مهم پړاو وګرځېد. امریکايي ځواکونو له دغه مرکز څخه د کندهار پر لور خپل عملیات پراخ کړل او د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې یې د کندهار نړیوال هوايي ډګر کنټرول ترلاسه کړ.

راپور زیاتوي چې د راینو عملیات د امریکا د سمندري ځواکونو په پوځي تاریخ کې مهم ځای لري او د لرې واټن د پوځي عملیاتو د یوې بېلګې په توګه یادېږي. د راپور له مخې، امریکايي سمندري ځواکونه لا هم د راتلونکو عملیاتو د پلان جوړولو پر مهال د دغو عملیاتو تجربې ارزوي.

ډېر لیدل شوي

پاکستان د افغان سوداګرو د ټرانزیټي کانتینرونو د لیلام بهیر ودراوه
۱

پاکستان د افغان سوداګرو د ټرانزیټي کانتینرونو د لیلام بهیر ودراوه

۲

پاکستان په افغانستان کې د خپلو بریدونو له امله د ملکي تلفاتو راپورونه رد کړل

۳

بلومبرګ: امریکا غواړي یو شمېر افغانان پاکستان ته واستوي

۴

د امریکا د پوځ پخوانی افسر: د طالبانو پر ضد جګړه کې پر پاکستان تکیه لړزانده ده

۵

مېوې د لارو بندېدو قرباني؛ د کندهار انارو بیې لوېدلې او بڼوال د باغونو پر پرې کولو غور کوي

•
•
•

نور خبرونه

امریکا او منځنۍ اسیا په ګډه اعلامیه کې افغانستان له پامه غورځول شوی

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۱۷ GMT+۰
100%

د امریکا متحده ایالاتو او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو (سي۵+۱) په وروستۍ ګډه اعلامیه کې د افغانستان هېڅ یادونه نه ده شوې. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تر دې وړاندې د واشنګټن د سیمه‌ییزې تګلارې مهم محور بلل کېده.

اعلامیه د اکتوبر په ۱۹مه د ازبکستان په سمرقند ښار کې د سي۵+۱ د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته خپره شوې او پکې د اقتصادي همکاریو، پانګونې، سیمه‌ییز امنیت او د ټرانس‌کاسپین سوداګریزې لارې پر پراختیا ټینګار شوی، خو د افغانستان نوم پکې نه دی اخیستل شوی.
دا بدلون داسې مهال رامنځته شوی چې امریکا پخوا د افغانستان له لارې د منځنۍ او جنوبي اسیا د نښلولو پر پروژو ځانګړی تمرکز درلود. د ۲۰۲۱ کال په جولای کې، د طالبانو له بیا واکمنېدو څو اوونۍ مخکې، د سي۵+۱ غړو په تاشکند کې د افغانستان له لارې د سوداګرۍ او ټرانسپورټي دهلېزونو ملاتړ کړی و. هماغه کال امریکا، افغانستان، پاکستان او ازبکستان د سیمه‌ییزو سوداګریزو پروژو لپاره د څلور اړخیز چوکاټ د جوړېدو اعلان هم کړی و.
په ۲۰۲۳ کال کې د قزاقستان په استانه کې د سي۵+۱ ځانګړې غونډه هم تر ډېره د افغانستان پر وضعیت راڅرخېده. هغه مهال ګډونوالو د ټول‌شموله حکومت، د ښځو د حقونو او د افغانستان له لارې د انرژۍ او ټرانسپورټي پروژو ملاتړ کړی و.
خو په سمرقند کې په وروستۍ اعلامیه کې افغانستان نه یوازې له اقتصادي بحثونو، بلکې د سرحدي امنیت او ترهګرۍ ضد همکاریو له برخې هم ایستل شوی دی.

سره له دې، د منځنۍ اسیا هېوادونه لا هم افغانستان د مهم ترانزیټي مسیر په توګه ګڼي.

ازبکستان هڅه کوي د افغانستان له لارې پاکستان ته د اورګاډي پټلۍ وغځوي، څو د هند سمندر بندرونو ته لاسرسی ومومي. همدارنګه قزاقستان د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی او د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې یې افغانستان ته د سلګونو میلیونو ډالرو په ارزښت غنم او اوړه صادر کړي دي.

ټایمز اف سینټرل اسیا د راپور له مخې، قزاقستان، ازبکستان او متحده عربي اماراتو هم په سپټمبر کې هوکړه کړې چې د افغانستان له لارې پاکستان ته د اورګاډي دهلېز د جوړېدو امکانات وارزوي.

شنونکي وايي، د افغانستان نه یادول په دې معنا نه دي چې دغه هېواد د سیمې له محاسبې وتلی دی، بلکې ښايي واشنګټن اوس غواړي پر هغو اقتصادي پروژو تمرکز وکړي چې د طالبانو له حکومت سره مستقیم سیاسي تعامل ته اړتیا نه لري.

راپور زیاتوي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ په وروستیو کلونو کې ترینګلې شوې اړیکې، د سرحدي لارو تړل کېدل او د سوداګرۍ خنډونه هم د افغانستان له لارې د سیمه‌ییزو دهلېزونو پر راتلونکي اغېز کړی دی.

د شنونکو په باور، د سمرقند اعلامیه ښيي چې امریکا د منځنۍ اسیا لپاره خپل اقتصادي لومړیتوبونه بدل کړي او دا مهال د افغانستان پر ځای د ټرانس‌کاسپین سوداګرۍ، لوېدیځو بازارونو ته د لاسرسي او د سیمې د معدني زیرمو پر پراختیا ډېر تمرکز کوي.

ګلوبل رفیوجي: نږدې نیمايي افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۴ GMT+۰
100%

د کډوالو د ملاتړ امریکایي ادارې ګلوبل رفیوجي په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته هم میلیونونه وګړي د بشري، اقتصادي او ټولنیز بحران له امله د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.

راپور وايي، دا مهال ۲۱،۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او نږدې د افغانستان نیمايي نفوس د خوړو له ناامنۍ سره مخ دی. همداراز د ماشومانو خوارځواکي بې‌ساري کچې ته رسېدلې او په ۲۰۲۶ کال کې د ۱،۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکو ښځو د خوارځواکۍ اټکل شوی دی.

راپور زیاتوي چې د امریکا له وتلو وروسته یو شمېر هغه افغانان چې له امریکايي ځواکونو او ادارو سره یې کار کړی و، لا هم له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي. د راپور له مخې، زرګونه پخواني ژباړن، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، امنیتي کارکوونکي او نور کسان چې له امریکایي ماموریت سره یې همکاري کړې وه، د خوندي مېشتېدو په تمه دي.

راپور وايي، د افغان ځانګړو کډوالۍ ویزو (SIV) بهیر درېدلی او سره له دې چې د کانګرس له خوا نږدې شپږ زره ویزې منظورې شوې، ډېری غوښتونکي لا هم د امریکا د سفر محدودیتونو له امله له ستونزو سره مخ دي.

د راپور له مخې، افغانستان نه یوازې د پخوانیو امریکایي متحدانو، بلکې د نورو زیانمنو ډلو لپاره هم خوندي نه دی. په دغو ډلو کې بې‌ځایه شوي کسان، راستنېدونکي کډوال، ښځې، نجونې او هغه کورنۍ شاملې دي چې له فقر، وچکالۍ او تاوتریخوالي سره مخ دي.

راپور وایي، له پاکستان نه د سلګونو زرو افغانانو ایستل او افغانستان ته د هغوی ستنېدل پر اقتصاد او محدودو سرچینو اضافي فشارونه وارد کړي دي. همداراز وچکالي، د اوبو کمښت او اقلیمي بدلونونه د هېواد بشري وضعیت نور هم پیچلی کړی دی.

د راپور یوه لویه برخه د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته ځانګړې شوې ده. د راپور لیکوالان وايي، طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر سلو ډېر فرمانونه صادر کړي چې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار، تګ راتګ او نورو بنسټیزو حقونو محدودیتونه لګوي.

راپور زیاتوي چې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو محرومې دي او شاوخوا ۳۰ سلنه نجونې ان د لومړنیو زده‌کړو فرصت هم نه لري. د راپور له مخې، یوازې اووه سلنه ښځې په افغانستان کې په کار بوختې دي، په داسې حال کې چې دا کچه د نارینه وو په منځ کې ۸۴ سلنه ده.

په راپور کې راغلي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د قانوني او ټولنیزو ملاتړونو کمزوري کېدو، جبري ودونو او د ماشومانو ودونو اندېښنې هم زیاتې کړې دي. همداراز افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې د میندو د مړینې کچه پکې لوړه ده.

ګلوبل رفیوجي له امریکا او نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغان کډوالو او هغو افغانانو د ملاتړ پروګرامونه بېرته فعال کړي چې د بیا مېشتېدو یا د اخراج له خطر سره مخ دي او په افغانستان کې د روان بشري بحران د کمولو لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.

روغتیاپالان: طالبانو د سترګو د پردې په عملیاتو بندیز لګولی دی

۵ لړم ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۳۵ GMT+۰
100%

یو شمېر روغتیاپالان وایي، طالبانو د سترګو د پردو د عملیاتو په منع کولو سره افغانستان کې سلګونه ناروغان له داسې درملنې محروم کړي چې کولای شي د هغوی د لیدلو وړتیا بېرته ور وګرځوي.

ډاکټران وايي، دې حکم یو نوی پروګرام درولی دی چې په افغانستان کې د اړمنو ناروغانو د وړیا درملنې لپاره پیل شوی و.

یو شمېر ډاکټرانو او ناروغانو برېټانیايي ورځپاڼې «ټلېګراف» ته ویلي چې طالب چارواکو ډاکټرانو ته امر کړی چې د پردې د پیوند عملیات ودروي، ځکه د دوی په وینا، دا عملیات له اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې دي.

قرنیه د سترګې په مخکینۍ برخه کې شفافه پرده ده چې رڼا ترې تېرېږي. د قرنیې زیانمنېدل یا کدر کېدل د انسان د لید وړتیا په جدي ډول کمولای شي او یا د ړوندوالي لامل کېدای شي. په ځینو مواردو کې د قرنیې پیوند کولای شي د ناروغ لید ښه کړي یا بېرته ور وګرځوي.

په کابل کې د نور سترګو روغتون ډاکټر نور زمان هاشم (مستعار نوم) ټلېګراف ته ویلي چې د دې روغتون ډاکټرانو په تېرو میاشتو کې د قرنیې د پیونډ ۹۰ عملیاتونه ترسره کړي وو، خو د طالبانو له شفاهي امر وروسته اړ شول چې دا پروګرام ودروي.

د هغه په وینا، د قرنیې پیوند ته د انتظار کوونکو ناروغانو شمېر لا هم مخ په زیاتېدو دی. د دغو ناروغانو ډېری ځوانان دي چې په چاودنو، بېلابېلو پېښو او د ویلډینګ له ماشینونو سره د کار پر مهال یې د لیدلو وړتیا له لاسه ورکړې ده.

ډاکټر هاشم وویل چې څو لسیزو جګړو د افغانستان روغتیايي نظام سخت زیانمن کړی او دغه هېواد د سترګو د متخصصو ډاکټرانو او د پیوند لپاره د اهداء شویو قرنیه‌وو له کمښت سره مخ دی.

هغه زیاته کړه: «طالبانو په شفاهي ډول موږ ته امر کړی چې د قرنیې پیوند ودروو. هېڅوک د دې امر د سرغړونې جرئت نه لري، ځکه د سختې سزا خطر شته.»

د راپور له مخې، په جلال‌اباد کې د سترګو په روغتون کې د قرنیې د پیوند پروګرام هم د طالبانو په امر درول شوی دی. دغه پروګرام په افغانستان کې تازه پیل شوی و.

د شمالي امریکا د پاکستاني‌الاصله ډاکټرانو ټولنې، چې د امریکا په ایلینوی ایالت کې مېشته یوه خیریه اداره ده، له ۲۰۱۷ کال راهیسې په پاکستان کې د وړیا پیوند عملیاتو لپاره اهداء شوې قرنیه‌وې برابرولې.

دې ټولنې په روان میلادي کال کې خپل فعالیتونه افغانستان ته هم وغځول او د قرنیې د څه باندې ۱۵۰ پیوند عملیاتو زمینه یې برابره کړه. همدارنګه، درې افغان د سترګو متخصص ډاکټران په پاکستان کې د پېښور ښار ته د دې عملیاتو د ترسره کولو لپاره د روزنې په موخه واستول شول.

ډاکټر فواد ظفر، په دې ټولنه کې د قرنیې د پیوند پروګرام مسوول او په امریکا کې د ظفر میر بنسټ مشر، تلګراف ته ویلي چې په ۲۰۱۷ کال کې د دې پروګرام له پیل راهیسې تر اوسه په پاکستان کې شاوخوا ۱۰ زره ناروغانو له دې خدمتونو ګټه اخیستې ده.

هغه زیاته کړه چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې دا پروګرام افغانستان ته وغځول شو، ځکه په دغه هېواد کې سلګونه ناروغان د قرنیې پیوند ته اړتیا لري. خو د طالبانو امر د دې پروګرام د دوام پر وړاندې جدي خنډ رامنځته کړی دی.

دې ټولنې په یوه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې بندیز لغوه کړي او ډاکټرانو ته اجازه ورکړي چې یو ځل بیا د قرنیې د پیوند عملیات ترسره کړي. دې ادارې ټینګار کړی چې د څو لسیزو جګړو وروسته د افغانستان خلک تر بل هر وخت ډېر تخصصي روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

هغه ناروغان چې د بېرته لیدلو هیلې یې له لاسه ورکړې دي

ټلېګراف په خپل راپور کې د یو شمېر هغو ناروغانو کیسې راخیستې چې د قرنیې د پیوند د بندیز له امله له درملنې محروم شوي دي.

سلامت خان، چې په کابل کې د ګنیو اوبه پلوري، په ۲۰۲۳ کال کې د ګازو د یوې ډبې د چاودنې له امله خپل د لیدلو وړتیا له لاسه ورکړه. هغه د قرنیې د وړیا پیوند پروګرام په اړه تر خبرېدو وروسته روغتون ته ورغی او ټاکل شوې وه چې د وږي په میاشت کې یې عملیات وشي. خو ډاکټرانو وروسته ورته خبر ورکړ چې دا پروګرام د زمري له میاشتې راهیسې د طالبانو په امر درول شوی دی.

خدیجه بیګم، یوه ۴۰ کلنه ښځه چې په جلال‌اباد کې په یوه چاودنه کې یې سترګه زیانمنه شوې، له هغو نورو ناروغانو څخه ده چې د دې پروګرام بیا پیلېدو ته په تمه ده.

هغې وویل چې دوه میاشتې مخکې یې د قرنیې د پیوند لپاره د جلال‌اباد د سترګو په روغتون کې نوم لیکنه کړې وه، خو تېره میاشت ورته خبر ورکړل شو چې طالبانو دا عملیات له اسلامي لارښوونو سره د مخالفت له امله منع کړي دي.

طالبان: د بدن د غړو پېر او پلور د انسان له کرامت سره په ټکر کې دی

تر دې مخکې، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اعلان کړی و چې د دې وزارت د قانون د ۱۸مې مادې د اووم بند له مخې، د انسان د بدن د غړو پېر او پلور او کارول یې، د پښتورګو، ځیګر، سترګو او وېښتانو په ګډون، منع دي.

دې وزارت ویلي وو چې د دې بندیز موخه د انسان د عزت او کرامت ساتل دي او زیاته کړې یې وه: «د انسان بدن ځانګړی حرمت لري او د هغه غړي باید په هېڅ حالت کې د سوداګرۍ او ګټې اخیستنې وسیله ونه ګرځول شي.»

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت همدارنګه ټینګار کړی و چې د انسان د بدن د غړو پېر او کارول د انساني کرامت او د اسلامي شریعت له احکامو سره سمون نه لري.

خو د دې وزارت په خپرو شویو څرګندونو کې دا روښانه شوې نه وه چې ایا د بدن د غړو د پېر او پلور بندیز د ناروغانو د درملنې لپاره د اهداء شویو قرنیه‌وو پیوند هم رانغاړي که نه.

اوس ډاکټرانو ټلېګراف ته ویلي چې طالبانو د شرعي ملاحظاتو په استناد، په شفاهي ډول د دې عملیاتو د درولو امر صادر کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې په یاد شوي خیریه پروګرام کې کارول کېدونکې قرنیه‌وې اهداء شوې وې او ناروغانو د ترلاسه کولو لپاره یې هېڅ پیسې نه ورکولې.

د برېټانیا استازې: په افغانستان کې د نیم نفوس په حذفولو سره تلپاتې سوله نه شي ټینګېدای

۵ لړم ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۵ GMT+۰
100%

په ملګرو ملتونو کې د برېټانیا استازې کیټ فاسټر، د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له عامه ژوند او پرېکړو کولو څخه حذف شوې او د نیم نفوس په حذفولو سره تلپاتې سوله نه شي ټینګېدای

هغې ټینګار وکړ چې د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرو اترو کې باید ښځې مرکزي رول ولري، ځکه د نیم نفوس په څنګ ته کولو سره تلپاتې سوله نه شي ټینګېدای.

کیټ فاسټر د سې‌شنبې په ورځ د امنیت شورا د «ښځې، سوله او امنیت» په غونډه کې وویل چې د ښځو ګډون باید په غونډو کې تر سمبولیک حضور پورې محدود نه وي، بلکې هغوی باید په پرېکړو کې واقعي ونډه او اغېز ولري.

نوموړې د افغانستان وضعیت ته په اشارې ټینګار وکړ چې د یوه هېواد د نفوس نیمایي برخه د هغه هېواد د راتلونکي له جوړولو څخه نه شي محرومېدای او بیا دې د تلپاتې سولې تمه هم ترې وشي.

د برېټانیا استازې د افغانستان د ښځو د حقونو له فعالې تمنا زریاب پریاني څخه په دې غونډه کې د وینا له امله مننه وکړه او ویې ویل چې د امنیت شورا باید د سولې جوړوونکو ښځو او د مدني ټولنې د استازو نظرونو ته پام وکړي او د هغوی د وړاندیزونو پر بنسټ اقدام وکړي.

هغې همدارنګه د هغو ښځو د ساتنې غوښتنه وکړه چې له ملګرو ملتونو سره همکاري کوي او ښايي له ګواښونو یا غچ‌اخیستونکو اقداماتو سره مخ شي.

دې استازې وویل چې د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک له تصویب څخه ۲۶ کاله تېر شوي، خو لا هم په نړیواله کچه د شویو ژمنو او په جګړه‌ځپلو سیمو کې د ښځو د ژوند د واقعیتونو ترمنځ ژور واټن موجود دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک د ۲۰۰۰ کال د اکتوبر په ۳۱مه تصویب شو او د ښځو، سولې او امنیت په اړه د دې شورا لومړنی پرېکړه‌لیک دی.

په دې پرېکړه‌لیک کې د سولې په بهیرونو، سیاسي خبرو اترو او پرېکړو کولو کې د ښځو پر مانادار ګډون ټینګار شوی او له هېوادونو غوښتل شوي چې ښځې او نجونې د جګړې له امله د رامنځته شوي تاوتریخوالي، په ځانګړې توګه له جنسي تاوتریخوالي، څخه وساتي. په دې پرېکړه‌لیک کې د جګړې په مخنیوي، د شخړو په هواري او له جګړې وروسته د ټولنو په بیارغونه کې د ښځو رول هم په رسمیت پېژندل شوی دی.

هغې ټینګار وکړ چې اصلي ستونزه د اغېزناکو لارو چارو په اړه د پوهاوي نشتوالی نه دی، بلکې د ژمنو په عملي کولو کې پاتې راتلل دي.

د برېټانیا استازې اعلان وکړ چې لندن ژمنه کړې، څو تر ۲۰۳۰ کال پورې به د خپلې دوه‌اړخیزې پراختیايي مرستې لږ تر لږه ۹۰ سلنه هغو پروګرامونو ته ځانګړې کړي چې د ښځو او نجونو برابري یې له اصلي یا مهمو موخو څخه وي.

د هغې په وینا، برېټانیا تېر کال په جګړه‌ځپلو سیمو کې د سولې جوړوونکو ښځو او د ښځو د حقونو د مدافع سازمانونو سره شاوخوا ۴.۶ میلیون ډالره مرسته کړې ده.

د برېټانیا استازي همدارنګه په جګړو کې د جنسي تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره د عدالت د تأمین غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې انلاین ځورونه او ګواښونه د ښځو د غږ د چوپولو پر یوې بلې وسیلې بدل شوي دي.

انتونیو ګوترېش: په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه مخ پر زیاتېدو دي

۵ لړم ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۱ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو ځپنه مخ پر زیاتېدو ده او هغوی له سختو محدودیتونو سره مخ دي. نوموړي د ښځو تر مشرۍ لاندې د سیمه‌ییزو بنسټونو پر ملاتړ هم ټینګار کړی دی.

ګوترېش د سه‌شنبې په ورځ، د لړم په ۵مه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په «ښځې، سوله او امنیت» غونډه کې افغانستان د مالي، یمن او سومالیا ترڅنګ د هغو هېوادونو په ډله کې یاد کړ، چې ښځې او نجونې پکې له سختو محدودیتونو سره مخ دي او حقونه یې تر پخوا ډېر ځپل کېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، ښځې او نجونې لا هم له تاوتریخوالي، تبعیض، محرومیت او ناوړه چلند سره مخ دي. د هغه په وینا، نجونې له زده‌کړو محرومېږي، چې د دوی بنسټیز حق دی، او ښځینه سیاستوالې، خبریالانې او د بشري حقونو مدافعانې څنډې ته کېږي او په نښه کېږي.

ګوترېش د ښځو، سولې او امنیت د اجنډا د پلي کولو لپاره د ملګرو ملتونو له اقداماتو څخه د افغانستان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او سوریې د ښځو تر مشرۍ لاندې د سیمه‌ییزو بنسټونو ملاتړ یاد کړ.

هغه خبرداری ورکړ، چې د مالي سرچینو کمښت د ښځو او نجونو وضعیت لا خرابوي او د ښځو ځینې سازمانونه یې اړ کړي چې خپل فعالیتونه ودروي. د نوموړي په وینا، د کلینیکونو او خوندي ځایونو تړل کېدل او د حیاتي بشري مرستو له لاسه ورکول د بودجې د کمښت له پایلو څخه دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، په داسې حال کې چې تېر کال د نړۍ پوځي لګښتونه نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي، بشري مرستې لا هم په پراخه کچه کمېږي.

هغه له هېوادونو وغوښتل، چې د پرمختیايي مرستو په اړه خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او په جګړه ځپلو سیمو کې د ښځو او نجونو د ملاتړ کوونکو سازمانونو تمویل سمدستي بېرته پیل کړي.

ګوترېش د نړیوالو ژمنو او عملي اقداماتو ترمنځ پر واټن نیوکه وکړه او ویې ویل، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک له تصویب څخه ۲۶ کاله تېر شوي، خو په ډېرو مواردو کې «ډېرې خبرې شوې او کافي اقدامات نه دي شوي».

نوموړي ټینګار وکړ، چې د سولې په بهیرونو کې د ښځو ګډون یوازې سمبولیک اهمیت نه لري، بلکې د هغوی مانادار ګډون د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو احتمال زیاتوي. د هغه په وینا، ټولنې هغه مهال پیاوړې کېږي، چې ښځې او نجونې له وېرې او تاوتریخوالي پرته ژوند وکړای شي.

ګوترېش وویل، تېر کال د سولې په ۵۷ بهیرونو کې ښځو یوازې پنځه سلنه مذاکره‌کوونکې جوړولې او د سولې له پنځو څخه په کمو کې لږ تر لږه د ښځو، نجونو، جنسیت یا جنسي تاوتریخوالي یادونه شوې وه. هغه د ژمنو په عملي کولو کې دا واټن «د منلو وړ نه» وباله.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د ښځو د ګډون لپاره د الزامي هدفونو او ونډو ټاکلو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د ښځو اړتیاوې او غوښتنې باید په ټولو خبرو اترو، اوربندونو او د سولې تړونونو کې منعکسې شي.

هغه زیاته کړه، چې ملګرو ملتونو تېر کال د جګړو له امله د جنسي تاوتریخوالي څه باندې ۹ زره او ۷۰۰ پېښې تایید کړې دي او په وینا یې، واقعي شمېرې تر دې هم لوړې دي.

ګوترېش د سولې په ټولو مذاکراتي مېزونو کې د ښځو ګډون، د مالي سرچینو زیاتول او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی درې بېړني لومړیتوبونه وبلل او د تاوتریخوالي د عاملانو د بشپړ حساب ورکولو غوښتنه یې وکړه.

هغه له هېوادونو وغوښتل، چې د ښځو، سولې او امنیت اړوندې ژمنې په خپلو قوانینو او کورنیو پالیسیو کې ځای کړي او د ښځو اقتصادي خوندیتوب تضمین کړي.

ګوترېش وویل: «برابري خوب نه دی، بلکې یوه پرېکړه ده».