ملګري ملتونه: جنسیتي نابرابري د پاکستان ښځې له مصنوعي ځیرکتیا لرې ساتي

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په یوه تازه راپور کې ویلي، په پاکستان کې میلیونونه ښځې لا هم ډیجیټلي خدماتو او مصنوعي ځیرکتیا ته له محدود لاسرسي سره مخ دي او د جنسیتي نابرابرۍ له امله د ټکنالوژۍ له نوو فرصتونو کمه ګټه اخلي.
د راپور له مخې، پاکستان د انټرنېټ د پراختیا او ډیجیټلي لاسرسي په نړیوالو شاخصونو کې ټیټ مقام لري. د هېواد ۸۳ سلنه ښځې د ګرځنده ټیلیفون د کارولو لپاره د کورنۍ د نارینه غړو اجازې ته اړتیا لري، او یوازې ۲۶ سلنه ښځې انټرنېټ ته لاسرسی لري. په کلیوالو سیمو کې دا کچه اووه سلنې ته راټیټېږي.
راپور وايي، که څه هم مصنوعي ځیرکتیا د زدهکړو، روغتیا او اقتصادي فرصتونو د پراختیا وړتیا لري، خو موجودې نابرابرۍ ښايي ښځې له دغو فرصتونو هم محرومې کړي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په وینا، په افغانستان او هند کې د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ تعلیمي پروګرامونو نجونو ته له کوره د زدهکړو زمینه برابره کړې او روغتیايي وسایلو هم د امیندوارۍ د ستونزو په ژر تشخیص کې مرسته کړې ده.
خو راپور خبرداری ورکوي چې مصنوعي ځیرکتیا د جنسیتي تعصب د پراخېدو سبب هم کېدای شي. د بېلګې په توګه، د مخ پېژندنې ځینو سیسټمونو د تورو پوستو ښځو په پېژندنه کې د پام وړ تېروتنې کړې دي، چې د راپور په وینا د معلوماتو د ناسمې راټولونې او پروسس پایله ده.
راپور زیاتوي چې د مصنوعي ځیرکتیا له پراخېدو سره د کار بازار هم بدلېږي. هغه دندې چې ښځې پکې ډېره ونډه لري، د اتومات کېدو له خطر سره مخ دي، په داسې حال کې چې ښځې د مصنوعي ځیرکتیا، معلوماتي علومو او ټکنالوژۍ په برخو کې لا هم کمه ونډه لري. د راپور له مخې، په نړۍ کې یوازې ۲۲ سلنه د مصنوعي ځیرکتیا او معلوماتي علومو دندې د ښځو په واک کې دي.
راپور د انلاین ځورونې د زیاتوالي په اړه هم اندېښنه ښيي. د راپور له مخې، د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوي جعلي او سپکاوی کوونکي انځورونه تر ډېره ښځې په نښه کوي او په پاکستان کې د سایبري ځورونې د ثبت شویو پېښو شاوخوا ۳۰ سلنه له همدې ډول محتوا سره تړاو لري.
د راپور پر بنسټ، نږدې درېیمه برخه ښځینه زدهکوونکې او د کارکوونکو ښځو نږدې نیمايي وايي چې په انلاین فضا کې له ځورونې سره مخ شوې دي. همداراز، د پاکستان د فدرالي پلټنو ادارې ته د ثبت شویو ځورونو نږدې ۹۰ سلنه شکایتونه د ښځو له لوري شوي دي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ټینګار کړی چې پاکستان باید د ښځو لپاره ډیجیټلي مهارتونه، تخنیکي زدهکړې او انټرنېټ ته لاسرسی پراخ کړي، څو ښځې یوازې د ټکنالوژۍ کاروونکې نه، بلکې د هغې د جوړولو او رهبرۍ برخه هم وګرځي.
راپور په پای کې وایي، که د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا په بهیر کې جنسیتي برابري په پام کې ونه نیول شي، نو موجودې نابرابرۍ به لا ژورې شي؛ خو که په عادلانه ډول وکارول شي، مصنوعي ځیرکتیا د ښځو د پیاوړتیا او ټولنیز پرمختګ لپاره مهمه وسیله کېدای شي.
