• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان ایواک د افغان کډوالو د شړلو د مخنیوي لپاره له امریکايي پوځیانو مرسته غوښتې

۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۱ GMT+۰

د افغانانو د لېږد او ملاتړ بنسټ «افغان ایواک» په لویزیانا کې د نیول شویو افغان کډوالو د افغانستان ته د احتمالي لېږد د مخنیوي لپاره له هغو امریکايي پوځیانو د مرستې غوښتنه کړې چې له دغو افغانانو سره اړیکې لري.

د امریکا د ټرمپ ادارې په لویزیانا ایالت کې لسګونه افغان کډوال نیولي او په پام کې لري چې د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې یې د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي؛ هغه اقدام چې افغان ایواک یې د مخنیوي لپاره د امریکايي پوځیانو د مرستې غوښتنه کړې ده.

نیویارک ټایمز د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۳۰مه، د درېیو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په دې ډله کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه. د راپور له مخې، ښايي په دې بهیر کې تر ۱۵۰ ډېر افغان کډوال وشړل شي.

د راپور له مخې، ټاکل شوې لومړنۍ الوتنه د لویزیانا له ایالت څخه د نومبر په دویمه نېټه یا د همدې میاشتې په لومړیو ورځو کې ووځي. د امریکا حکومت پلان لري چې دغه کسان لومړی پاکستان ته ولېږدوي او وروسته یې پاکستان د افغانستان پولې نه واړوي.

نیویارک ټایمز لیکلي چې د امریکا حکومت له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري او له همدې امله نه شي کولای په مستقیم ډول افغانان افغانستان ته ولېږدوي. دغه راز، ځینو افغان کډوالو د امریکايي محکمو له خوا قانوني خوندیتوب ترلاسه کړی او د هغو پرېکړو له مخې نه شي کولای داسې هېواد ته وشړل شي چې هلته د ځورونې یا شکنجې له خطر سره مخ وي.

په راپور کې د هغو کسانو په ډله کې د یوه همجنس‌پال افغان یادونه هم شوې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې له تبعیض او ځورونې سره مخ کېدای شي.

افغان ایواک، چې له امریکايي ځواکونو سره د افغانانو د همکارۍ او د هغوی د ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي، د نیویارک ټایمز د راپور په غبرګون کې پر اېکس لیکلي: «موږ د هغو امریکايي پوځیانو په لټه کې یو چې افغان ملګري یې په دې الوتنه کې د شړلو له خطر سره مخ دي. که تاسو له دغو کسانو څخه یاست، مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ.»

دغه بنسټ تر دې مخکې هم ویلي وو چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې (ICE) له بېلابېلو ایالتونو څخه نیول شوي افغانان لویزیانا ته لېږدولي او د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې د هغوی د ایستلو لپاره ځانګړې الوتنه په پام کې نیول شوې ده. افغان ایواک ویلي وو چې د اکتوبر له ۱۴مې راهیسې یې د امریکا په ۱۱ ایالتونو کې له ۱۵ بېلابېلو توقیف‌ځایونو څخه د افغانانو د احتمالي ایستلو لږ تر لږه ۳۰ راپورونه ثبت کړي دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاند نیویارک ټایمز ته ویلي چې د کډوالۍ او ګمرکونو اداره د احتمالي ایستلو د عملیاتو، د الوتنو د مهالوېش، د مسافرو د نوملړ او د انفرادي قضیو په اړه څرګندونې نه کوي.

ډېر لیدل شوي

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي
۱

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي

۲

موندنې: اسټرالیایي ځواکونو د ملکي افغانانو تر وژلو وروسته د هغوی پر جسدونو وسلې ایښودلې

۳

نرګس نهان او فوزیه کوفي د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د ذاکر نایک څرګندونې وغندلې

۴

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کوکنارو تولید تر پنځه برابره زیات شوی

۵

افغان بزګران: د طالبانو د کوکنارو بندیز بزګران له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي

•
•
•

نور خبرونه

د بې‌ځایه شویو نړیوال بنسټ له امریکا وغوښتل چې افغان کډوال باید افغانستان ته ونه‌شړي

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۸ GMT+۰
100%

د بې‌ځایه شویو نړیوال بنسټ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې وغوښتل، چې افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د جبري استولو لړۍ سمدستي ودروي. دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې د نیو یارک ټایمز د راپور له‌مخې، د ټرمپ حکومت د راتلونکې دوشنبې په ورځ یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته شړي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ (د لړم ۸مه) په یوه رسمي بیان کې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې دا ډول جبري اېستل، که مستقیم وي او که د درېیمو هېوادونو له لارې، افغانان د شکنجې، ځورونې او د طالبانو له لوري د غچ اخیستنې له جدي خطرونو سره مخ کوي.

د دغه بنسټ مشر او بنسټګر اشرف حیدري وویل، چې افغانان باید هغو خطرونو ته بېرته ونه‌شړل شي، چې له امله یې تېښتې ته اړ شوي وو. هغه ټینګار وکړ، چې امریکا کولای شي د خپلو کډوالۍ قوانینو او ملي امنیت د ساتلو ترڅنګ، خپلو افغان متحدینو ته پر خپلو ژمنو ولاړه پاتې شي او د هغو کسانو خوندیتوب تضمین کړي چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.

یاد سازمان په خپله غوښتنه کې روښانه کړې، چې ښځې، نجونې، د پخواني حکومت ملکي او نظامي کارکوونکي، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، اقلیتونه او هغه افغانان چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی، تر ټولو ډېر زیانمنېدونکي دي.

دغه بنسټ له واشنګټن څخه وغوښتل، چې د پناه غوښتنې د دوسیو انفرادي ارزونه یقیني کړي او د هغو افغانانو د استوګنې او بیا مېشتېدنې بهیر ګړندی کړي چې له خطر سره مخ دي.

د بې‌ځایه شویو نړیوال سازمان ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د خپل پرانیستي لیک په تکرارولو سره غوښتنه وکړه، چې د جبري شړلو مخه دې ونیول شي او مدافع وکیل او ژباړن ته دې د پناه غوښتونکو لاسرسی خوندي شي.

دغه بنسټ همدارنګه له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د کډوالو کوربه هېوادونو سره په ګډه یو ډیپلوماټیک بهیر رامنځته کړي، څو بېرته ستنېدل یوازې په خپله خوښه، خوندي او باعزته بڼه ترسره شي.

دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د «افغان ایوک» په نوم د پناه غوښتونکو د ملاتړ بنسټ هم خبرداری ورکړی، چې د ټرمپ اداره ښايي د امریکا تر منځ‌مهالو ټاکنو دمخه یو شمېر افغانان بېرته افغانستان ته وشړي.

یاد بنسټ د امریکا له کانګرس څخه غوښتي، چې د «افغانانو د موقت خوندیتوب» لایحه تصویب کړي، څو د ۱۴۰۸ لمریز کال تر چنګاښ پورې د هغوی د جبري اخراج مخه ونیول شي.

هم‌مهاله نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د جمعې په ورځ (د لړم ۸مه) راپور ورکړی، چې واشنګټن پلان لري، چې را روانه دوشنبه، ۱۵۰ افغان کډوال په یوې ځانګړې الوتکه کې لومړی پاکستان او بیا افغانستان ته په جبري توګه واستوي. د ټرمپ دغې پرېکړې د کډوالو د ملاتړ سازمانونو توند او پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د کډوالو عالي کمېشنري: هېواد ته ستانه شوي ۶ میلیونه افغانان کړکېچ سره مخ دي

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۲:۰۰ GMT+۰
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر عرفات جمال ویلي، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې افغانستان ته ستانه شوي ۶،۳ میلیونه افغانان له کړکېچن وضعیت سره مخ دي. د هغه په وینا، ځینې دغه کډوال بیرته ایران یا اروپا ته ځي، یا وسله والو ډلو سره یو ځای کیږي.

جمال د جرمني له «ایوانګېلیشر پرېس‌دینست» خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د راستنېدونکو دا شمېر د افغانستان د ټول نفوس له ۱۵ سلنې سره برابر دی.

د هغه په وینا، شاوخوا ۶۰ سلنه دغه کسان له ایران او پاکستانه په زور ایستل شوي او د اوسېدو ځای، پیسې او اسناد نه لري.

د هغه په وینا، د میلیونونو کسانو ستنېدل د افغانستان لپاره یو غیرمعمولي فشار دی، ځکه خلک لا له وړاندې له بې‌وزلۍ، خوارځواکۍ او بشري حقونو له سرغړونو سره مخ دي.

جمال خبرداری ورکړی، چې د کار او عاید نشتوالي ځینې راستنېدونکي بیا کډوالۍ یا له وسله‌والو ډلو سره یوځای کېدو ته هڅوي.

هغه ویلي: «ډېری راستنېدونکي ان له څو میاشتو وروسته هم عاید نه لري. هغوی د خپلو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو لپاره د نورو لارو په لټه دي».

د نوموړي په خبره، ځینې کسان بېرته ایران یا اروپا ته ځي او ځینې نور له وسله‌والو ډلو سره یوځای کېږي.

جمال زیاته کړې: «داسې اوازې شته، چې دا ډلې د میاشتې ۵۰۰ ډالره ورکوي. دا په افغانستان کې ډېرې پیسې دي». هغه د کومې ځانګړې وسله‌والې ډلې نوم نه دی اخیستی.

په افغانستان کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر ویلي، د بشري اړتیاوو له زیاتېدو سره نړیوالې مرستې په پراخه کچه کمې شوې او دې ادارې هم د خپلو کارکوونکو شمېر نیمایي ته راکم کړی دی.

هغه ویلي: «موږ اړ شو چې په افغانستان کې له خپلو ۴۰۰ دندو څخه ۲۰۰ له منځه یوسو».

جمال د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې پر چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي: «زما په اند، نړۍ د افغانستان په له پامه غورځولو سره ډېر لنډمهاله فکر کوي».

هغه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د اوږدمهاله ثبات لپاره پانګونه او د کډوالۍ د نویو څپو مخنیوی د اروپایي هېوادونو په ګټه هم دي.

نوموړي افغانستان ته د کډوالو د شړلو لپاره د جرمني د حکومت هڅو ته په اشارې، د سیاسي ځورونې خبرداری هم ورکړی دی.

د هغه په وینا، ښځې، د لږکیو غړي، د پخواني حکومت کارکوونکي او یو شمېر نورې ډلې تر ستنېدو وروسته د تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي.

جمال ویلي: «خلک باید وکولای شي په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي او دې کار ته اړ نه ایستل شي».

له دې اندېښنو سره، هغه ویلي، چې هیله یې تر ډېره خپله افغانانو ته ده، ځکه ډېری یې د هېواد په بیارغونه کې مرستې ته ژمن دي او د راستنېدونکو د منلو لپاره د خلکو چمتووالی د پام وړ دی.

په بلجیم کې د انساني قاچاق په تور د ۳۱ افغانانو محاکمه پیل شوې

۴ لړم ۱۴۰۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۱۰ GMT+۰
100%

د بلجیم په انتورپن ښار کې د انساني قاچاق د یوې لویې شبکې د غړیتوب په تور د ۳۱ افغان نارینه‌وو محاکمه پیل شوې ده. د بلجیم څارنوالۍ وايي، د دغې شبکې غړو هغه کډوال وهل، ټکول او زنداني کول چې د قاچاق پیسې یې پر وخت نه شوای ورکولای. یو شمېر قربانیانو د جنسي تېري ادعاوې هم کړې دي.

د بلجیم دولتي رسنۍ «وي‌ار‌ټي» د دوشنبې په ورځ، د لړم په ۴مه راپور ورکړی چې د دغې شبکې د فعالیتونو په اړه څېړنې درې کاله مخکې پیل شوې وې. د څارنوالۍ په وینا، د شبکې غړو په ټیک‌ټاک کې د «۳۱۳» او «۳۱۳ کریمینل» په نومونو فعالیت کاوه او د انساني قاچاق د عملیاتو ویډیوګانې یې خپرولې.

د څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، دې شبکې منظمه تشکیلاتي بڼه لرله او مشران یې د افغانستان د بغلان ولایت څخه یې د انساني قاچاق چارې مدیریت کولې. د قاچاق له لارې ترلاسه کېدونکې پیسې هم بغلان ته لېږدول کېدې.

شبکې په انتورپن ښار کې یو ځای د کډوالو د اوسېدو او د مالي معاملو د ترسره کولو لپاره ځانګړی کړی و. کډوال به نورو ځایونو ته تر لېږد مخکې په دغه ځای کې ساتل کېدل او د قاچاق پیسې به هم هلته ترلاسه کېدې او ورکول کېدې.

د بلجیم څارنوالۍ وايي، د دغې شبکې ډېری قربانیان نارینه وو، خو ښځې، ماشومان او ان نوي زېږېدلي ماشومان هم په کې شامل وو. د دغو کډوالو ډېری له افغانستان، ترکیې او پاکستان څخه وو او هڅه یې کوله چې د لوېدیځې اروپا هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

د راپور له مخې، د شبکې غړو د ټولنیزو رسنیو له لارې له هغو پناه‌غوښتونکو سره هم اړیکې نیولې چې په بلجیم کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي وو. قاچاقچیانو دغو کسانو ته بریتانیا ته د لېږد وړاندیز کاوه.

د څارنوالۍ په وینا، قاچاقچیانو د فرانسې د کډوالو په کمپونو کې هم د خلکو د ساتلو ځایونه لرل. کډوال به تر هغه په دغو ځایونو کې ساتل کېدل چې د سمندر له لارې بریتانیا ته د لېږد نوبت یې رسېدلی وای.

قاچاقچیانو به کله ناکله تر ۴۵ پورې کسان په یوه نهه متره اوږده ربړي کښتۍ کې ځایول. ځینې کډوال اړ کېدل چې د کښتۍ پر څنډو کېني. د څارنوالۍ په وینا، ځینو کسانو د ژغورنې واسکټونه لرل، خو نورو ته یوازې د لامبو وهلو ربړي کړۍ ورکول کېدې.

دغه شبکه د سربیا او هنګري له لارې هم فعالیت کاوه. کډوال به لومړی د سربیا په پلازمېنه بلګراد کې په کورونو کې ساتل کېدل او وروسته به د هنګري پولې ته نږدې ځنګلونو ته لېږدول کېدل.

د څارنوالۍ د څېړنو له مخې، قاچاقچیانو به په ځینو شپو کې د ۱۰۰ او ۱۵۰ ترمنځ کسان له پولې اړول. لارښودانو به د هر کس د لېږد په بدل کې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ یورو او موټرچلوونکو به شاوخوا ۵۰۰ یورو ترلاسه کول. د شبکې د مشرانو میاشتنی عاید تر ۱۵ زره یورو رسېده.

د کډوالو وهل، شکنجه او جنسي ځورونه

د بلجیم څارنوالۍ وايي، د شبکې غړو د کډوالو د ګواښلو او وېرولو لپاره له کلاشینکوفونو په ګډون وسلې کارولې. هغه کسان چې د قاچاق پیسې یې پر وخت نه شوای ورکولای، وهل کېدل یا د شبکې تر کنټرول لاندې ځایونو کې ساتل کېدل.

یو شمېر قربانیانو د جنسي ځورونې او تېري ادعاوې هم کړې دي. د څارنوالۍ په وینا، ځینې قربانیان تر جنسي ځورونې مخکې د نشه‌يي توکو په وسیله بې‌حاله کېدل. د شبکې غړو د افغان کم‌عمره هلکانو د جنسي ځورونې ویډیوګانې هم ثبت کړې وې.

د راپور له مخې، ډېری تورن کسان اوس د برېښنايي څارنې لاندې دي یا په مشروط ډول خوشې شوي، خو یو شمېر نور لا هم په زندان کې دي.

د محاکمې په لومړۍ غونډه کې څو تورنو کسانو پر خپلو کړنو پښېماني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې تېروتنه یې کړې ده.

د بلجیم څارنوالۍ د شبکې د هر یوه له درېیو مشرانو لپاره تر ۱۵ کلونو پورې د بند غوښتنه کړې ده. د ټولو ۳۱ تورنو کسانو لپاره د غوښتل شویو بندي سزاوو موده شاوخوا ۲۳۰ کلونو ته رسېږي.

څارنوالۍ همدارنګه د دغې شبکې له ناقانونه فعالیتونو څخه د ترلاسه شویو څه باندې درې میلیون یورو د مصادرې غوښتنه کړې ده.

تمه نه کېږي چې محکمه به د لړم تر پای مخکې خپله پرېکړه اعلان کړي.

د جرمني په هوايي ډګرونو کې د افغان پناه غوښتونکو د جبري اېستلو پر ضد لاریونونه وشول

۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۳۲ GMT+۱
100%

یو شمېر افغانانو او جرمنیانو د شنبې په ورځ (د لړم ۲مه) د فرانکفورټ، کولن، مونیخ، بیلفېلډ، لایپزیګ، دوسلدورف، هانوفر او برلین په هوايي ډګرونو کې د افغان پناه‌غوښتونکو د ملاتړ په موخه لاریونونه وکړل او د افغان پناه غوښتونکو د اېستلو پر سیاست یې نیوکې وکړې.

لاریون کوونکو افغانستان ته د پناه غوښتونکو د لېږلو د بهیر د درولو او له طالبانو سره د برلین د همکاریو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

لاریون کوونکو خبرداری ورکړ، چې پناه غوښتونکي باید د ټولنیزو ستونزو مسوول ونه‌ګڼل شي او د هغوی پر ضد باید د «نژادپالنې او کرکې خپروونکو تبلیغاتو» په پراخولو سره د لا ډېر تبعیض زمینه برابره نه‌شي.

د اعتراضونو تنظیموونکو وویل، چې دا لاریونونه د جرمني په بېلابېلو ښارونو کې ترسره شول او ګډونوالو د پناه غوښتنې د حق د ساتنې او بشري حقونو د رعایت پر اړتیا ټینګار وکړ. دغه کمپاین د «پناه غوښتونکو د جبري اخراج د څپې پر ضد په ګډه» تر شعار لاندې پیل شوی دی.

لاریون کوونکو په یوې اعلامیه کې د پناه غوښتونکو د اخراج لپاره د ځانګړو ترمینلونو او توقیف‌ځایونو پر جوړولو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د جرمني حکومت د دغو مرکزونو د پراختیا لپاره لګښتونه کوي، خو په ورته وخت کې د ټولنیزو برخو او روغتیايي خدمتونو بودجې راکموي.

جرمني تر دې وړاندې اعلان کړی وو، چې غواړي د ۲۰۲۸ کال تر پای پورې د مونیخ په هوايي ډګر کې د «بېرته ستنېدو ترمینل» په نوم ځانګړی ترمینل جوړ کړي، څو د هغو پناه غوښتونکو د اخراج او بېرته لېږلو بهیر چټک کړي، چې د دغه هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل د خبریال د راپور له مخې، د لاریونونو تنظیموونکو د پناه غوښتونکو د اخراج د میکانیزم د پراختیا لپاره پر ځانګړو شویو لګښتونو هم نیوکه وکړه.

لاریون کوونکو افغانستان ته د پناه غوښتونکو جبري اخراج وغانده او د دې بهیر د سمدستي درولو غوښتنه یې وکړه.‌ د دغو اعتراضونو د تنظیموونکي اېتلاف یوه ویاند لوکا مولر د پناه غوښتونکو د اخراج لپاره له طالبانو سره د جرمني د حکومت همکاري «سیاسي رسوایي» وبلله.

د لایپزیګ/هاله په هوايي ډګر کې افغانې لاریون کوونکې نسیمې حیدري وویل، هېڅ پناه غوښتونکی باید داسې هېواد ته بېرته ونه‌لېږل شي، چې هلته د ځورونې او تعقیب له خطر سره مخ وي او امنیت او انساني کرامت یې تضمین نه‌‌وي.

د اعتراضونو د تنظیموونکي اېتلاف یوه بل ویاند سینا رایش له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د پناه غوښتنې حق تاریخي مخینې ته په اشارې وویل، چې دا حق له هولوکاسټ څخه اخیستل شوی درس دی او باید وساتل شي.

په مونیخ کې د پناه غوښتونکو د اخراج لپاره د ځانګړي ترمینل د جوړولو پر ضد اعتراضونه هم له څو میاشتو راهیسې روان دي. کاترینا گروته چې د دغو اعتراضونو له تنظیموونکو څخه ده وویل، چې شاوخوا ۶۰۰ کسانو په دې لاریون کې ګډون کړی وو او د یادې پروژې د درولو غوښتنه یې کوله.

هغې وویل: «موږ غواړو هوايي ډګر د انسانانو د هرکلي، تګ راتګ او ازاد تګ راتګ لپاره یو ځای وي، نه داسې ځای چې خلک ترې وشړل شي، تبعیض ورسره وشي او دروازې یې د انسانانو پر مخ وتړل شي».

دا اعتراضونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د جرمني حکومت او د اروپا څو نورو هېوادونو د هغو پناه غوښتونکو د اخراج د بهیر د اسانه کولو لپاره له طالبانو سره خپلې همکارۍ پراخې کړي، چې په باور یې «جرمي» مخینه لري یا د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

افغانان د وېزو د محدودیتونو په لړ کې؛ د سفر قانوني لارې یوه په بلې پسې بندېږي

۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۴ GMT+۱
•
جمشید یما امیري
100%

کابو ټولو هېوادونو افغانانو ته د ویزو ورکړه درولې یا خورا کمه کړې ده. د طالبانو نه‌مشروعیت، بهرنیو جنګیالیو ته د افغان پاسپورټونو د وېش خبرونه او د ویزو له پایته رسېدو وروسته خپل هېواد ته د افغانانو نه‌ستنېدل یې اصلي لاملونه دي. دغه وضعیت افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د طالبانو له ادارې سره په اړیکو کې ابهام، امنیتي اندېښنې، د مخدره توکو قاچاق او له افغان پاسپورټونو څخه په څو بېلابېلو هویتونو د ناوړه استفادې تورونه د دې سختو محدودیتونو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

له دې امله، د ډېرو افغانانو لپاره د سفر، زده‌کړو، درملنې او مهاجرت لارې تړل شوي یا هم خورا ستونزمن شوي دي. یو شمېر هېوادوال وايي، چې له پنځو کلونو هلو ځلو وروسته هم نه‌دي توانېدلي د کوم بهرني هېواد ویزه ترلاسه کړي؛ هغوی داسې احساسوي چې په یوه «جغرافیایي زندان» کې ایسار شوي دي.

په کابل کې یوې سرچینې وویل: «د هر ځای ویزې بندې شوې دي».

په افغانستان کې د حساس امینتي وضعیت له امله، په دې راپور کې له مستعارو نومونو کار اخیستل شوی دی.

پاکستان د افغانانو لپاره د درملنې او سوداګریزو سفرونو یو له مهمو موخو څخه وو، خو د طالبانو او پاکستان تر منځ د ترینګلتیاوو په زیاتېدو سره، د ویزو ترلاسه کول خورا ستونزمن شوي دي.

افغانستان انټرنشنل د یوې افغان کورنۍ د لږ تر لږه درېیو غړو اسناد ارزولي، چې ښیي د ۲۰۲۵ له جنورۍ راهیسې د پاکستاني ویزو د تمدید هڅې یې بې پایلې پاتې شوې دي. دا کورنۍ چې په اسلام‌اباد کې اوسیږي وایي، د یوه غړي ویزه یې لږ تر لږه درې ځلې رد شوې او د دوو نورو غوښتنلیکونه په سیسټم کې بې‌برخلیکه پاتې دي.

په کابل کې یوې سرچینې محمد اسماعیل وویل، مخکې به ځینو افغانانو د پاکستان ویزې په پیسو اخیستې، خو اوس دا لاره هم تړل شوې ده. د هغه په وینا: «یوازې ځینې هغه کسان ویزې ترلاسه کولای شي چې د طالبانو خلاف پوځي فعالیتونه لري یا یې کورنۍ په‌کې ښکېلې وي».

ان هغه افغانان چې کلونه په پاکستان کې اوسېدلي، د ویزو په تمدید کې له ستونزو سره مخ دي. محمد اسماعیل د جمهوریت له سقوط وروسته د خپلو لوڼو د زده‌کړو لپاره له خپلې کورنۍ سره اسلام‌اباد ته تللی وو، خو د ویزو د نه تمدید له امله یې ماشومان بېرته افغانستان ته ستانه او له زده‌کړو بې‌برخې شول.

د هغه لوڼې، هېواد ته د بېرته ستنېدو پر مهال په لسم ټولګي کې وې او درسونه یې نیمګړي پاتې شول. دوی اوس انلاین درسونه لولي، خو د پلار په وینا یې، دا انلاین ښوونځي پوره کیفیت نه‌لري او روښانه راتلونکی نه‌شی تضمینولای. دې کورنۍ څلور کاله په پاکستان کې تېر کړل، خو اوس هم په اسلام‌اباد کې د کور د زړو وسایلو د پاتې کېدو له امله د کرایه کړي کور، کرایه ورکوي.

په کابل کې بلې سرچینې احمد وویل، پاکستان د سیاحتي او سوداګریزو ویزو ورکړه بنده کړې، خو د درملنې ویزې اوس هم په سختۍ ورکول کېږي. د دغې ویزې اخیستل تر دوو زرو ډالرو پورې لګښت لري او د غوښتونکي روغتیایي اسنادو او اوږدې پروسې ته اړتیا لري. ناروغان باید په الوتکه کې سفر وکړي او د اسلام‌اباد په هوایي ډګر کې ډاکټران د هغوی د درملنې اسناد ارزوي. دا ارزونه ځینې وختونه سلیقوي وي او په هره الوتنه کې نږدې شاوخوا پنځه تر شپږ کسان د اسنادو د ستونزو له امله بېرته شړل کېږي.

له دې محدودیتونو سره سره محمد اسماعیل وایي، له پاکستان څخه د يو شمېر افغان ډاکټرانو رااېستل ښه اړخ هم درلود؛ دا ډاکټران اوس د هېواد دننه روغتونونو کې پر کار بوخت دي او د خلکو درملنه کوي.

ایران

ایران هم افغانانو ته د ویزو ورکړه خورا کمه کړې ده. د سرچينو په وینا، دا چې ډېری افغانان ایران ته له سفر وروسته بېرته نه‌راستنېږي، نو ایراني لوري د ویزو ورکولو په برخه کې کړنلارې سختې کړې دي. د ایراني ویزو بیې لوړې شوي او د ورکړې شمیر یې په بې‌ساري ډول راکم شوی دی.

احمد زیاتوي، ایران تر یوه وخته ویزې بندې کړې وې، خو اوس یې بېرته پیل کړي، مګر په محدوده کچه. سوداګریزې ویزې اوس هم فعالي دي او ځینې کسان د پېژندګلوۍ او شخصي اړیکو له لارې ویزې ترلاسه کوي. فریدون چې په منځنۍ اسیا کې افغان سوداګر دی وایي، مخکې د ایران ویزه ارزانه او اسانه وه؛ د ۱۸۰ ډالرو په بدل کې ټوله پروسه حل کېده، خو اوس دا بهیر هم ستونزمن شوی دی.

منځنۍ اسیا

د منځنۍ اسیا هېوادونو هم د افغانانو پر مخ خپلې دروازې تړلې دي. دا هېوادونه یوازې محدودو سوداګرو ته هغه هم د دولتي بنسټونو د رسمي معرفي‌لیکونو او سپارښتنو پر بنسټ ویزې ورکوي. په کابل کې د تاجکستان سفارت فعال دی، خو سیاحتي ویزې نه‌ورکوي؛ البته ځینې شرکتونه د شاوخوا ۳ زره ډالرو په بدل کې نه‌تمدیدونکې ویزې برابروي.

ازبکستان سوداګریزې ویزې ورکوي، خو غوښتونکي یې باید په ځانګړي نوملړ کې شامل وي. د افغانستان انټرنشنل څېړنه ښیي، چې د ازبکستان د انلاین ویزو (e-Visa) په سیسټم کې د افغانستان نوم له فهرست څخه لرې شوی؛ دا که افغانانو ته د ویزو د بندولو په معنا نه‌وي، نو هرومرو د محدودلو ښکارندويي کوي.

100%
عکس: د ازبکستان د ویزو ورکولو د ادارې وېب پاڼه، چې د افغانستان نوم ترې لرې شوی دی.

فریدون وایي، د قزاقستان ویزه مخکې په یوه ساعت کې ترلاسه کېده، خو اوس ویزه او د اقامت کارت ورکول ناشوني شوي، البته رسمي ناستو ته بلل شوي کسان مستثنا دي. د هغه په وینا، روسیې هم افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو او ویزو ورکړه درولې ده. د منځنۍ اسیا، د زرغونې انرژۍ د ټکنالوژیکو تولیداتو د نندارتون پر پاڼه هم په روښانه ټکو لیکل شوي، چې د افغانانو پر مخ د ازبکستان ویزې په موقت ډول بندې شوې دي.

100%

هند

هند، چې په‌خوا د افغانانو د سیاحت او درملنې یو اصلي هدف و؛ د سرچینو په وینا، اوس یې افغانانو ته سیاحتي او تحصیلي ویزې درولې دي. نوي ډیلي، د درملنې ویزې هم په ډېر کم شمېر سره ورکوي.

د احمد په وینا، هند افغانانو ته د ویزو په ورکړه کې ځینې وخت د طالبانو سپارښتنې په پام کې نیسي؛ په ځانګړي ډول د دغې ډلې د غړو په برخه کې. دغه هېواد سوداګریزې ویزې هم په همدې بڼه صادروي. د سرچینو په وینا، هند افغانانو ته د سیاحتي او تحصیلي ویزو ورکړه په بشپړ ډول درولې ده.

د روان کال په غبرګولي کې د افغانستان انټرنشنل خبریال په نوې ډیلي کې د طالبانو له دوو غړو سره ولیدل، چې یوه یې له پاکستان سره د سپین‌بولدک نښته کې ټپي شوی او د درملنې لپاره هند ته تللی وو. هغه ویلي وو، چې د طالبانو د دفاع د وزیر ملایعقوب په مستقیمه امر ورته د هند د سفر زمینه برابره شوې او په کابل کې د هند سفارت د ویزې ورکړه کې مرسته ورسره کړې ده.

هند مخکې د سفر او درملنې لپاره د افغانانو د سفرونو یو اصلي هدف وو، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو سره، دغه هېواد په افغانستان کې خپلې کونسلګرۍ وتړلې او د ویزو ورکړه یې په ټپه ودروله. له دې سره سره، نوي ډېلي له طالبانو سره خپلې اړیکې پياوړې کړې او له تېرو څو میاشتو راهیسې یې د طالبانو د څو وزیرانو کوربتوب کړی دی.

هند د دې ترڅنګ په دغه هېواد کې د پاتې افغانانو ویزې نه‌تمدیدوي او له دې امله، هلته مېشت افغانان؛ په ځانګړي ډول محصلان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.سربېره پر دې، هند په دې وروستیو کې د هغو افغانانو اېستل هم پيل کړي، چې د استوګنې معتبر اسناد نه‌لري.

 ترکیه

ترکیه هم له هغو هېوادونو څخه ده، چې افغانانو ته یې د ویزو ترلاسه کول ستونزمن شوي دي. د سرچینو په وینا، د دغه هېواد د ویزو ترلاسه کولو لپاره ځینې وختونه له ویزه غوښتونکو څخه له ۱۰ تر ۱۵ زرو ډالرو اخیستل شوي؛ البته دغه پیسې په لومړي سر کې د ویزې د کمېشنکارانو له لوري له ویزې غوښتونکي اخیستل کېږي.

د ترکیې د تحصیلي ویزې یوه افغان نوماند افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې سلګونه افغانان له څه باندې درې میاشتې انتظار او د خپلو پاسپورټونو له سپارلو وروسته هم، د خپلې غوښتنې ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.

هغه زیاتوي، چې دغه ځنډ پر مالي تاوان سربېره، د روحي فشارونو سبب هم شوی دی او د نوماندانو تحصیلي فرصتونه یې له خطر سره مخ کړي دي.

د ترکیې د ویزې دغه افغان غوښتونکی زیاتوي: «نه رد، نه مثبت ځواب او نه د پایلې د اعلان کره نېټه څرګنده ده. موږ نه‌پوهېږو، چې د ویزې برخلیک به مو څنګه شي»؟

هغه د ترکیې له کونسلګرۍ، بهرنیو چارو وزارت او مسوولو بنسټونو غوښتي، چې دغه وضعیت ته پاملرنه وکړي او لږ تر لږه، د غوښتنې د ځواب نېټه یې روښانه کړي.

د هغه په وینا، ډېرې کورنۍ د خپلو اولادونو د زده‌کړو د دوام په هیله درانه لګښتونه پرې کوي، خو میاشتې کیږي، چې په تمه دي او ځواب نه‌دی ورکړل شوی.

قاچاقي لارې

د قانوني لارو له بندښت سره، یو شمېر افغانانو پاکستان ته د رسېدو لپاره، قاچاقي لارو ته مخه کړې ده.

د محمد اسماعیل په وینا، د دغه سفر لګښت شاوخوا ۸۰۰ ډالره دی. داسې شرکتونه شته، چې مساپران له کورونو یې را اخلي او د سپین‌بولدک پر لاره د پاکستان خواته بیایي. دغه مساپر په قاچاقي لارو سفر کوي او ځینې وخت درې ورځې په غرو او دښتو کې تېروي.

دا لارې، پر درنو لګښتونو سربېره، جدي امنیتي او نور انساني خطرونه هم لري.

ایران ته هم د قاچاق پر مهال له سرحدونو د تېرېدو پر وخت ډېری کسان د ایراني پوله‌ساتو په ډزو یا د یخنۍ او ګرمۍ له امله ساه ورکوي. د سرچینې په وینا، ایران له امریکا سره تر نښتو وروسته د خپلو پولو د ساتنې امنیت تشدید کړی دی.

 د طالبانو پاسپورټونه

باخبره سرچینې وایي، چې پر ویزو د محدودیتونو یو لامل، وسله‌والو ډلو پورې اړوند کسانو ته د افغانستان د پاسپورتونو د وېشلو او بهرنیو سفرونو لپاره له بېلابېلو هویتونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه د هېوادونو اندېښنه ده.

سرچینې وایي، د ویزو د بندېدو بل مهم لامل دا دی، چې د طالبانو له‌خوا بهرنیو وسله والو ډلو(لکه: اویغور، چیچنیايي، ازبک، قزاق، سوریايي او عربانو) او د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله والو ته زرګونه افغان پاسپورټونه وېشلي دي.

دا کسان په جعلي هویتونو بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کوي؛ ان هر کال له سلو ډېر کسان د حج پر مهال د اسنادو د جعل له امله نیول کېږي او سعودي عربستان د حج د حاجیانو څارنه هم سخته کړې ده.

دغه راز امینتي اندېښنو د طالبانو په خپلو رسمي سفرونو هم اغېز کړی، ځکه تر څو نومونو او پاسپورتونو لاندې سفرونه د دوی پر ډیپلوماټیکو پاسپورټونو هم د ویزې نه لګېدو لامل شوي دي.

نشه یي توکي او لویدیځ هېوادونه

د نویو کیمیاوي مخدره توکو قاچاق هم اندېښنې زیاتې کړي او بهر ته د دغو توکو د لېږد له امله افغانان نیول کېږي چې دا کار د ویزو بهیر نور هم ستونزمنوي.

سرچینې وایي، چې د سیمې هېوادونه پر طالبانو د بې باورۍ، امنیتي اندېښنو او د افغان مساپرو د بېرته نه ستنېدو له وېرې هم افغانانو ته د ویزو په ورکړه کې ‌ډېر احتیاط کوي. د طالبانو د ادارې نه په رسمیت پېژندل هم یو له مهمو لاملونو دی.

دغه وضعیت افغان سوداګر، محصلان، ناروغان او هغه کورنۍ، چې غواړي اولادونه یې د زده کړو لپاره ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو ته لاړشي، له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

100%

دا محدودیتونه یوازې ګاونډیو پورې محدود نه‌دي؛ امریکې، جرمني او بریتانیا د اېس‌ای‌وي (SIV) او له افغانستان څخه د خپلو افغان همکارانو د اېستلو نور پروګرامونه په ټپه درولي دي. یوازې فرانسه افغانانو ته په محدوده کچه ویزې ورکوي. په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت یو پخوانی افغان همکار وایي، پنځه کاله کېږي هڅه کوي ووځي، خو «هېڅ هېواد افغانانو ته په اسانۍ ویزه نه‌ورکوي».