د کراچۍ پولیس چارواکو ویلي، چې د ناقانونه کډوالو پر وړاندې عملیات به نور هم ګړندي کړي او د ښار په بېلابېلو برخو کې به د پلټنې او څارنې بهیر روان وساتي.
د پولیسو په وینا، که امنیتي ځواکونه هر ځای بېاسناده کډوال وویني، سمدستي به یې نیسي او عدلي ادارو ته به یې ور پېژني.
د معلوماتو له مخې، د پاکستان حکومت له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر ۸۰۰ زرو زیات افغان کډوال په جبري توګه بېرته افغانستان ته شړلي دي.
د بشري حقونو د بېلابېلو سازمانونه پاکستان له افغان کډوالو سره په ناوړه چلند تورنوي، خو پاکستاني چارواکي دا تورونه نه مني.
د اسوشیټېد پرېس د یوه نوي راپور له مخې، په افغانستان کې هنرمندان او سندرغاړي د طالبانو له لوري له لګېدلو سختو بندیزونو او ګواښونو سره سره، هڅه کوي خپله پخوانۍ دودیزه موسیقي په پټه ژوندۍ وساتي.
په داسې حال کې چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت هر ډول موسیقي منع کړې او غږوونکي یې مجرمان بللي، په کابل او نورو سیمو کې پاتې شوي هنرمندان وایي، چې د پلرونو دا کلتوري میراث به هېڅکله خاموشۍ ته پرېنږدي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر اسوشیټېد پرېس ته ویلي، چې موسیقي په اسلام کې «حرامه» ده، د «شیطان د خوښۍ وسیله» ګڼل کېږي او انسان د نورو ګناهونو لور ته بیايي. هغه ټینګار کړی، چې هېڅوک اجازه نهلري سندرې واوري، ریکارډ یې کړي او یا سازونه وغږوي.
په پلازمېنه کابل کې د موسیقۍ پخوانۍ مشهوره سیمه «کوچه خرابات» چې کله به د هنرمندانو له ترانو ډکه وه، اوس په بشپړ ډول بدله شوې او د سازونو پر ځای پهکې خوراکي توکي، کالي او د کور وسایل پلورل کېږي.
دغو بندیزونو ګڼ شمېر هنرمندان له سختې بېوزلۍ سره مخامخ کړي دي. یوه ربابغږوونکي ویلي، چې پخوا یې د موسیقۍ د تدریس او پلورنځي له لارې هره ورځ تر ۱۰ زره افغانیو عاید درلود، خو اوس د مزدورۍ له لارې د ورځې یوازې ۱۰۰ افغانۍ ګټي او د خپلې کورنۍ د نفقې په برابرولو کې پاتې راغلی دی.
هغه وایي، پلار یې هم د خپل پلورنځي له تړل کېدو وروسته د سختې روحي صدمې او د زړه د حملې له امله ساه ورکړه، خو دی لا هم کله نا کله په یوه کوچنۍ کوټه کې په پټه رباب غږوي او وایي: «تر څو چې ژوندی وي دغه کلتور به ژوندی وساتي».
بل خوا، په پټو ناستو کې د موسیقۍ غږول اوس تر پخوا ډېر خطرناک شوي دي. یوه بل سندرغاړي چې خپل سازونه لکه هارمونیه، رباب، شپېلۍ او طبله یې پټ کړي ویلي، چې څلور کاله کېږي په هېڅ پټ محفل کې یې سندرې نهدي ویلي، ځکه نه غواړي ماشومان یې بېسرپرسته پاتې شي او خپله بندي شي.
یاد ربابغږوونکي هم کیسه کړې، چې پر یوه پټ بنډار د طالبانو محتسبینو برید وکړ او د بنډار ټول کسان یې ونیول، خو دی وتښتېد. له دې ټولو ستونزو سره سره، افغان هنرمندان ټینګار کوي، چې موسیقي د ټولنې له کلتور څخه نه بېلېدونکې ده او دوی به دا هنر خپلو ماشومانو ته هم ورزده کړي.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېری هنرمندان په ځانګړې توګه سندرغاړي له هېواده ووتل او ځینې یې په ګاونډیو هېوادونو کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو د نهلرلو له امله په ډېرې تنګسیا او محدودیتونو کې شپې او ورځې تېروي.