د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د شنبې ورځې ناوخته (د لړم ۹مه) په یوې اعلامیه کې د طالبانو د ویاند پر وروستیو څرګندونو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې د طالبانو دریځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابېدو اصلي لاملونه پټوي.
اسلاماباد ټینګار کړی، چې طالبان له افغان خاورې د راولاړېدونکې ترهګرۍ د ستونزې په حلولو کې په پرلهپسې توګه پاتې راغلی او د دې پر ځای چې اصلي مسئله حل کړي، پړه پر پاکستان اچوي.
د پاکستان حکومت په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی د هېواد لپاره ترهګري یوه «سره کرښه» ده او د خپلو وګړو د امنیت ساتنه ورته د منلو وړ بحث نهدی. په اعلامیه کې راغلي، چې اسلاماباد به په خپلو پولو کې د هغو ترهګریزو پټنځایونو شتهوالی هېڅکله ونهزغمي چې د دغه هېواد امنیت ګواښي او د خپلو خلکو د ساتنې لپاره به له نړیوالو قوانینو سره سم د هر ډول ګواښونو پر وړاندې لازم اقدامات وکړي.
پاکستان همدارنګه څرګنده کړې، چې د خپلو خلکو د ژغورلو لپاره د دوی کلک هوډ باید د کمزورۍ نښه ونهګڼل شي او د دې ګواښونو د مخنیوي مسوولیت نیغ په نیغه د طالبانو پر غاړه دی.
د اسلاماباد د چارواکو په خبره، نورو ته د ملامتۍ ګوته نیول، تشې ډاډګېرنې ورکول او د پاکستان پر پالیسیو پوښتنې راپورته کول به روان ناورین حل نهکړي او طالبان له خپلو مسوولیتونو څخه نهشي خلاصولی.
په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی، چې د پاکستان ملي امنیت به هېڅکله د طالبانو د بېعملۍ، مسوولیت نه منلو او ناسم لومړیتوبونو قرباني او یرغمل نهشي. پاکستاني لوري ټینګار کړی، چې د طالبانو لهخوا د ترهګرۍ پر وړاندې پرلهپسې بېپروايي د دواړو لورو ترمنځ د عادي او ښو ډیپلوماټیکو اړیکو د جوړېدو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی.
دا تند غبرګون وروسته تر هغه راځي چې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي وو، چې دغې ډلې تل له پاکستان سره د خبرو له لارې د ستونزو د اواري هڅه کړې، خو اسلاماباد پر خپلو تېرو پالیسیو ټینګار کوي او خبرو ته چمتو نه دی.
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر هم خبرداری ورکړی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ دوامداره نښتې او د کرښې په اوږدو کې ناامنۍ د مرستندویه کارکوونکو او ملکیانو ژوند له جدي خطر سره مخ کړی دی.
د اسوشیټېد پرېس د یوه نوي راپور له مخې، په افغانستان کې هنرمندان او سندرغاړي د طالبانو له لوري له لګېدلو سختو بندیزونو او ګواښونو سره سره، هڅه کوي خپله پخوانۍ دودیزه موسیقي په پټه ژوندۍ وساتي.
په داسې حال کې چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت هر ډول موسیقي منع کړې او غږوونکي یې مجرمان بللي، په کابل او نورو سیمو کې پاتې شوي هنرمندان وایي، چې د پلرونو دا کلتوري میراث به هېڅکله خاموشۍ ته پرېنږدي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر اسوشیټېد پرېس ته ویلي، چې موسیقي په اسلام کې «حرامه» ده، د «شیطان د خوښۍ وسیله» ګڼل کېږي او انسان د نورو ګناهونو لور ته بیايي. هغه ټینګار کړی، چې هېڅوک اجازه نهلري سندرې واوري، ریکارډ یې کړي او یا سازونه وغږوي.
په پلازمېنه کابل کې د موسیقۍ پخوانۍ مشهوره سیمه «کوچه خرابات» چې کله به د هنرمندانو له ترانو ډکه وه، اوس په بشپړ ډول بدله شوې او د سازونو پر ځای پهکې خوراکي توکي، کالي او د کور وسایل پلورل کېږي.
دغو بندیزونو ګڼ شمېر هنرمندان له سختې بېوزلۍ سره مخامخ کړي دي. یوه ربابغږوونکي ویلي، چې پخوا یې د موسیقۍ د تدریس او پلورنځي له لارې هره ورځ تر ۱۰ زره افغانیو عاید درلود، خو اوس د مزدورۍ له لارې د ورځې یوازې ۱۰۰ افغانۍ ګټي او د خپلې کورنۍ د نفقې په برابرولو کې پاتې راغلی دی.
هغه وایي، پلار یې هم د خپل پلورنځي له تړل کېدو وروسته د سختې روحي صدمې او د زړه د حملې له امله ساه ورکړه، خو دی لا هم کله نا کله په یوه کوچنۍ کوټه کې په پټه رباب غږوي او وایي: «تر څو چې ژوندی وي دغه کلتور به ژوندی وساتي».
بل خوا، په پټو ناستو کې د موسیقۍ غږول اوس تر پخوا ډېر خطرناک شوي دي. یوه بل سندرغاړي چې خپل سازونه لکه هارمونیه، رباب، شپېلۍ او طبله یې پټ کړي ویلي، چې څلور کاله کېږي په هېڅ پټ محفل کې یې سندرې نهدي ویلي، ځکه نه غواړي ماشومان یې بېسرپرسته پاتې شي او خپله بندي شي.
یاد ربابغږوونکي هم کیسه کړې، چې پر یوه پټ بنډار د طالبانو محتسبینو برید وکړ او د بنډار ټول کسان یې ونیول، خو دی وتښتېد. له دې ټولو ستونزو سره سره، افغان هنرمندان ټینګار کوي، چې موسیقي د ټولنې له کلتور څخه نه بېلېدونکې ده او دوی به دا هنر خپلو ماشومانو ته هم ورزده کړي.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېری هنرمندان په ځانګړې توګه سندرغاړي له هېواده ووتل او ځینې یې په ګاونډیو هېوادونو کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو د نهلرلو له امله په ډېرې تنګسیا او محدودیتونو کې شپې او ورځې تېروي.