د ډلهییز امنیت تړون سازمان د څه باندې ۱۱ ټنه نشهیي توکو د نیولو خبر ورکړی

د ډلهییز امنیت تړون سازمان خبر ورکړی، چې د کسپین سمندرګي په سیمه کې د نشهیي توکو د قاچاق پر ضد د سیمهییزو عملیاتو پر مهال یې ۱۱،۴ ټنه نشهیې توکي کشف او نیولي دي.

د ډلهییز امنیت تړون سازمان خبر ورکړی، چې د کسپین سمندرګي په سیمه کې د نشهیي توکو د قاچاق پر ضد د سیمهییزو عملیاتو پر مهال یې ۱۱،۴ ټنه نشهیې توکي کشف او نیولي دي.
د ډلهییز امنیت تړون سازمان وايي، دغه توکي یې د یاد سازمان د غړو هېوادونو او څارونکو هېوادونو په ګډو عملیاتو کې ترلاسه کړي دي چې پکې د نشهیي توکو د قاچاق ۷۹۰ پېښې پېژندل شوې، د ۱۰۱ قاچاقي ډلو فعالیتونه درول شوي او ۳۷۶ کسان نیول شوي دي.
دغه سازمان جمعه (د لړم ۸مه) د «کانال – کسپین څراغ» په نوم د سیمهییزو عملیاتو د لومړنیو پایلو په اړه ویلي، چې د اکتوبر له ۲۶مې تر ۳۰مې پورې د بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، روسیې او تاجکستان په ګډون د غړو هېوادونو په سیمو کې ترسره شوي دي.
د دغه سازمان په وینا، په عملیاتو کې نږدې ۹ زره امنیتي او پولیسو ځواکونو د غړو هېوادونو له لوري او له دوو زرو ډېر کسان د چین او ایران له لوري برخه لرله. چین او ایران په دې عملیاتو کې د څارونکو هېوادونو په توګه ګډون کړی و.
د عملیاتو پر مهال له ۱۱،۴ ټنه ډېرې منع شوې مادې نیول شوې دي، چې شاوخوا ۱۱ ټنه یې نشهیي توکي، ۹،۴ کیلوګرامه رواني اغېز لرونکي مواد، ۲۳ کیلوګرامه قوي اغېز لرونکي مواد او اته ټنه کیمیاوي مخکیني توکي دي.
د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، په دې عملیاتو کې نږدې ۲۰۰ زره د نشهیي توکو لرونکي بوټي، تر ۱۵۳ زره ډېرې منع شوې ګولۍ، ۲۱۳ میله وسلې او د بېلابېلو کالیبرونو یو زر او ۷۲۲ مرمۍ هم نیول شوې دي.
دغه راز، د نشهیي توکو د اړوند جرمونو په تړاو ۳۷۶ کسان نیول شوي، چې ۱۳۵ یې د داسې هزوادونو غړي دي چې د دغه سازمان غړیتوب نه لري.
د ډلهییز امنیت تړون سازمان زیاته کړې، چې په عملیاتو کې ۶۷۴ هغه انټرنېټي وېبپاڼې هم پېژندل شوې، چې د نشهیي توکو په اړه یې منع شوي معلومات خپرول.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د عملیاتو په ترڅ کې د مالي څار ادارو له ۸۰ زرو ډېرې مالي معاملې هم پېژندلې، چې ارزښت یې له یو میلیارد روسي روبلو اوښتی دی. د دغو معلوماتو پر بنسټ د پیسو مینځلو په تړاو شپږ قضیې هم پرانیستل شوې دي.
د دغه سازمان په وینا، د عملیاتو موخه د نشهیي توکو د قاچاقي لارو پېژندل او تړل، د نړیوالو قاچاقي ډلو د فعالیتونو درول، د نشهیي توکو د ناقانونه تولید د مرکزونو له منځه وړل او د دې سوداګرۍ د مالي سرچینو کمزوري کول ښودل شوي دي.
د امریکا د کانګرس غړې سیډني کاملاګر ډوو د دغه هېواد پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې نوموړي څو ځله له هغو افغانانو سره د امریکا کړې ژمنه تر پښو لاندې کړې، چې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې پر مهال یې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ خدمت کړی دی.
کاملاګر ډوو د نیویارک ټایمز هغه راپور ته په غبرګون کې چې ګواکي د ترمپ دولت غواړي په لویزیانا کې د لسګونو نیول شویو افغان کډوالو له ډلې ۱۵۰ تنه د پاکستان له لارې افغانستان ته واستوي، ویلي چې دغو افغانانو د افغانستان په جګړه کې د شاوخوا ۲۰ کلونو لپاره د امریکايي سرتېرو ترڅنګ اوږه په اوږه مبارزه کړې او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته امریکا ژمنه کړې وه، چې د هغوی ساتنه به کوي.
هغې ټینګار کړی، چې له دغو افغان متحدینو سره د شوې ژمنې نه عملي کول یوازې د هغوی د پرېښودو معنا نه لري، بلکې راتلونکو متحدینو او همکارانو ته هم دا پیغام لېږي، چې د امریکا پر ژمنو باور نه شي کېدای.
د امریکا د کانګرس دې غړې د ټرمپ د چلند په اړه ویلي، چې د افغان همکارانو د خوندیتوب موضوع باید د ګوندي سیاست په توګه ونه کتل شي، بلکې دا د امریکا د ټولو خلکو او د دغه هېواد د نړیوال اعتبار مسئله ده.
د هغې په وینا، هغه افغانان چې له امریکايي ځواکونو سره یې په جګړه کې همکاري کړې، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د امریکا د ساتنې ژمنې ته سترګې په لار وو؛ خو د دې ژمنې نه پوره کول د هغوی ژوند او راتلونکی له ګواښ سره مخ کولای شي.
د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال زرګونو افغانانو له امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکو، امنیتي همکارانو او نورو برخو کې کار کړی و. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغو افغانانو د ایستلو، بیا مېشتېدو او خوندیتوب موضوع د امریکا د کډوالۍ او بهرني سیاست له مهمو بحثونو څخه ګرځېدلې ده.
د افغان همکارانو د برخلیک موضوع په امریکا کې د دواړو ګوندونو د سیاستوالو ترمنځ هم د بحث وړ ده. د کانګرس غړې کاملاګر ډوو د خپلو څرګندونو له لارې د دغو افغانانو د ساتنې ژمنې ته د امریکا د نړیوال اعتبار له زاویې کتلي دي.
د کډوالو د یو بنسټ «اې ار ای پي» د ۲۰۲۶ کال د جولای د معلوماتو له مخې، د افغانانو لپاره د امریکا د کډوالو د منلو پروګرام هم ځنډول شوی. دغه محدودیتونه د هغو افغانانو د کډوالۍ پر بهیر اغېز لري چې د امریکا له ځواکونو سره د همکارۍ له امله د خوندیتوب او بیا مېشتېدو په تمه دي.
د افغانانو د دغو دوسیو موضوع په داسې حال کې د امریکا په سیاسي بحثونو کې مطرح کېږي چې یو شمېر امریکايي چارواکي او د افغان متحدینو د ملاتړ بنسټونه ټینګار کوي چې واشنګټن باید له هغو افغانانو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي چې د امریکا د شل کلن حضور پر مهال یې ورسره همکاري کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په ورځ (د لړم ۹مه) وویل، چې نړیواله ټولنه په تور سمندرګي کې د یوه محدود اوربند د رامنځته کولو لپاره مخ پر زیاتېدونکې لېوالتیا ښيي، څو د روسیې او اوکراین د غلو دانو او انرژۍ د لېږد بهیر بې خنډه دوام ومومي.
هغه د نړۍ د شلو سترو اقتصادونو یا جي۲۰ هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته یوه خبري کنفرانس ته څرګنده کړه، چې واشنګټن د کښتیو د تګ راتګ د خوندي کولو په موخه د ترکیې او هند پر وړاندیزونو غور کوي، په داسې حال کې چې د دغې جګړې د پایته رسولو لپاره د پراخو خبرو اترو هڅې هم روانې دي.
روبیو وویل، چې دا جګړه د نړۍ خوراکي او تر یوه حده د انرژۍ امنیت ګواښي او که څه هم محدود اوربند ټوله جګړه نه حل کوي، خو لږ تر لږه یوه مهمه او ځانګړې برخه یې سمبالولی شي. هغه زیاته کړه، چې د ناټو تر هوایي حریم پورې د بې پیلوټه الوتکو تګ او تخریبي هڅې د دې خطر رامنځته کوي چې روانه ویجاړوونکې نښته نورو هېوادونو ته هم وغځېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف د بلنې دفاع وکړه او ویې ویل، چې له مسکو سره له خبرو پرته د جګړې ډیپلوماټیک پای ناشونی دی.
له بلې خوا، د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا اناند له رویټرز سره په مرکه کې وویل، چې هغې د غونډې پر مهال په مستقیم ډول له لاوروف سره مخامخ خبرې کړي او پر اوکراین د مسکو «یرغل»، د ماشومانو اېستل او په تور سمندرګي کې د کښتیو په نښه کول یې له نړیوالو بشري قوانینو سرغړونه بللې ده. اناند څرګنده کړه، چې د اوکراین او هند له بهرنیو چارو وزیرانو سره یې په کتنو کې د ژمي تر رارسېدو وړاندې د خوراکي توکو د رسولو د ځنځیر او د اوکراین پر انرژۍ او برېښنایي تاسیساتو د بریدونو پر درولو ډېر تمرکز کړی، خو روسیې تر اوسه د مخته تګ لپاره لېوالتیا نه ده ښودلې.
د جيشل ډلې غونډه د اوکراین او منځني ختیځ د جګړو پر سر د ژورو اختلافاتو له امله بې له کومې ګډې اعلامیې پای ته ورسېده، په داسې حال کې چې لاوروف خبریالانو ته وویل، چې د اوکراین په اړه د مسکو دریځ کې هېڅ بدلون نهدی راغلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، چې د غونډې په څنډه کې یې له لاوروف سره په لنډه توګه خبرې کړي او د راتلونکې میاشتې د اپیک په غونډه او په میامي کې د جيشل مشرانو په راتلونکې سرمشریزه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د لیدنې پر امکان غږېدلی دی.
هغه زیاته کړه، چې تر اوسه په دغې غونډه کې د پوتین ګډون پرېکنده نهدی، خو دا احتمال یې هم رد نهکړ چې ټرمپ ښایي د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي ته هم په یاده غونډه کې د ګډون بلنه ورکړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په جینوا کې اعلان کړی، چې د بودجې د سخت کمښت او د انرژۍ د بیو لوړېدو له امله، د افغانستان په ګډون څلورو جګړه ځپلو هېوادونو کې لږ تر لږه ۹ میلیونه وګړي سږني ژمي کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دغې ادارې د ژمي په موسم کې د اړمنو د لاسنیوي لپاره د ۵۰ میلیونه ډالرو د راټولولو کلنی کمپاین پیل کړی، چې دا کچه د تېر کال پرتله ۳ میلیونه ډالره زیاتوالی ښيي. د ملګرو ملتونو دغه اداره هڅه کوي، چې د شخصي سکتور او وګړو د مرستو له لارې د بودجې دغه ستر تشه ډکه کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د بهرنیو اړیکو مشرې ډومینیک هایډ د جمعې په ورځ (د لړم ۸مه) وویل، چې په شمالي نیمه کره کې د ژمي له رارسېدو سره هممهاله لګښتونه خورا لوړ شوي او مالي سرچینې کمې شوې دي. هغې زیاته کړه، چې په اوکراین، سوریه، لبنان او افغانستان کې میلیونونه زیانمنېدونکي وګړي له یخنۍ څخه د خوندي پاتې کېدو لپاره کافي وسایل نهلري او بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.
د راپور پر بنسټ، په دغو هېوادونو کې د خوړو او تودوخې د وسایلو بیې لوړې شوي او د نغدي مرستو، روغتیايي خدمتونو او زدهکړو کمېدو د خلکو ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې د بودجې د کسر له امله د اړمنو افغان کورنیو ستونزې ډېرې شوي او شاوخوا ۴،۲ میلیونه وګړي د سرپناه لپاره مرستو ته اړتیا لري. همدارنګه له ۲۰۲۵ زېږدیز کال څخه د ۲۰۲۶ کال تر جولای میاشتې پورې نږدې ۴ میلیونه افغانان له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي، چې ډېری یې سرپناه او کافي تودې جامې نهلري.
ډومینیک هایډ ویلي، چې تېر ژمی ډېرو افغان کورنیو د ډبرو سکرو او لرګیو د لوړو بیو له امله د پلاستیک او کاغذونو په سوځولو ځانونه تاوده ساتل او ماشومان له سختو تنفسي ناروغیو سره مخ شوي وو.
بل خوا په اوکراین کې د جګړې پنځم ژمی پیلېږي او هلته د هوا د تودوخې درجه تر منفي ۲۰ درجو پورې راټیټېدای شي او لا هم د دغه هېواد د برېښنا پر شبکو پرلهپسې بریدونه دوام لري.
په سوریه کې ۲،۴ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري، خو دا بنسټ یوازې ۲۳۰ زره کسان تر پوښښ لاندې راولي او په لبنان کې هم د سوند توکو بیې نږدې دوه برابره لوړې شوي او یوازې د ۳۰۰ زره اړمنو نیمايي برخې ته مرستې رسېدای شي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۶،۳ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ۶۰ سلنه یې په جبري توګه شړل شوي دي. په افغانستان کې بېوزلي، بېکاري او د نړۍوالو مرستو کموالی د دې لامل شوی چې راستانه شوي کډوال په ژمي کې له لا سختو شرایطو سره مخ شي او لږ تر لږه ۱۴۰ زره کسان له ژمنیو مرستو بېبرخې پاتې شي.
د بریتانیا نوموتی فلمي لوبغاړی پاتریک سټوارټ، چې د «سټار ټرېک» علميتخیلي لړۍ او د «ایکس مېن» فلمونو له لارې یې نړیوال شهرت موندلی و، د ۸۶ کلونو په عمر په امریکا کې ومړ.
نوموړي تر شپږو لسیزو ډېر په تیاتر، سینما او تلویزیون کې فعالیت کړی و او د شکسپیر د ډرامو له صحنې څخه یې د نړۍ د مشهورو فلمونو تر پردې پورې اوږده هنري لاره وهلې وه.
د سټوارټ په رسمي اېکس حساب کې د پنجشنبې په ورځ، د تلې په اوومه، په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې هغه د چهارشنبې په ورځ د امریکا د لاس انجلس ښار په خپل کور کې مړ شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي چې سټوارټ د الزایمر ناروغۍ له یوې لنډې دورې وروسته ژوند له لاسه ورکړی دی.
له ستونزمن ماشومتوبه تر نړیوال شهرت پورې
پاتریک سټوارټ د ۱۹۴۰ کال د جولای په ۱۳مه د انګلستان د یارکشایر سیمې په میرفیلډ ښار کې زېږېدلی و. هغه په یوه بېوزله کورنۍ کې لوی شو او ماشومتوب یې له ستونزو ډک و.
د هغه پلار له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د الکولو پر روږدتیا او د جګړې له صدمې وروسته رواني فشار یا پياېسډي سره مخ شوی و. د راپور له مخې، پلار یې د کورنۍ له غړو، په ځانګړي ډول د سټوارټ له مور سره، تاوتریخوالی کاوه.
سټوارټ وروسته ویلي وو چې په ماشومتوب کې یې څو ځله هڅه کړې وه، د خپل پلار او مور ترمنځ ودرېږي او د مور ساتنه یې وکړي.
نوموړي په ۱۲ کلنۍ کې د یوه ښوونکي په هڅونه د ویلیام شکسپیر له اثارو سره بلدتیا پیدا کړه. هغه وروسته ویلي وو چې هنري کار ورته د کورني ژوند له ستونزو څخه د خوندي پناه ځای په څېر وه.
له شکسپیر څخه تر «سټار ټرېک» پورې
سټوارټ په ۱۸ کلنۍ کې هنري فعلیت پیل کړه او د ۱۹۶۰مې لسیزې له پیل سره یې د بریتانیا د شکسپیر له سلطنتي ډلې سره یوځای کېدو له لارې د تیاتر په نړۍ کې نوم پیدا کړ.
که څه هم هغه د اوږدې مودې لپاره د تیاتر پر صحنه فعال و، نړیوال شهرت یې په ۴۷ کلنۍ کې هغه مهال پراخ شو چې د «سټار ټرېک: د راتلونکي نسل» په تلویزیوني لړۍ کې یې د کپتان ژانلوک پیکارډ رول ولوباوه.
دغه لړۍ له ۱۹۸۷ څخه تر ۱۹۹۴ کال پورې په اوو فصلونو کې خپره شوه او سټوارټ په ۱۷۶ برخو کې د پیکارډ په رول کې راڅرګند شو. د هغه جدي او اغېزناک تمثیل د دغه کرکټر په محبوبیت کې مهم رول ولوباوه.
سټوارټ وروسته په څو سینمایي فلمونو کې هم د پیکارډ رول تکرار کړ. هغه همدارنګه د «سټار ټرېک: پیکارډ» په نوم لړۍ کې هم ګډون وکړ، چې خپرېدل یې په ۲۰۲۰ کال کې پیل شول.
په «ایکس مېن» کې د پروفیسور اېکس رول
سټوارټ په ۲۰۰۰ کال کې د «ایکس مېن» په فلم کې د پروفیسور چارلز زېویر، چې د پروفیسور اېکس په نوم هم پېژندل کېږي، رول ولوباوه.
دغه رول نوموړی د علميتخیلي او اتلمحوره فلمونو د نړۍ له مشهورو څېرو څخه کړ. هغه په دې فلمي لړۍ کې د یوه ځواکمن، خو د سولې او د انسانانو ترمنځ د همغږۍ پلوي کرکټر په توګه وپېژندل شو.
د «سټار ټرېک» او «ایکس مېن» تر څنګ، سټوارټ د خپل اوږده هنري ژوند په ترڅ کې په ګڼو تیاتري نندارو، تلویزیوني پروګرامونو او سینمایي فلمونو کې هم رولونه لوبولي وو.
د هنر په برخه کې د خدمتونو لپاره شوالیه لقب
د سټوارټ د هنري خدمتونو د درناوي په موخه، هغه په ۲۰۱۰ کال کې د بریتانیا د ملکې دویمې الیزابت له لوري د شوالیه لقب ترلاسه کړ. له هغه وروسته نوموړی د «سر پاتریک سټوارټ» په نوم هم پېژندل کېده.
هغه درې ځله واده کړی و او دوه اولادونه یې لرل. وروستی واده یې په ۲۰۱۳ کال کې له امریکایۍ موسیقۍوالې ساني اوزل سره کړی و.
د پاتریک سټوارټ مړینه د تیاتر، سینما او تلویزیون د یوې اوږدې هنري دورې د پای په توګه یادېږي. نوموړي د شکسپیر د کلاسیکو ډرامو له صحنې څخه د نړیوالو مشهورو فلمونو تر پردې پورې د خپل استعداد په مټ د بېلابېلو نسلونو د لیدونکو پام ځان ته اړولی و.
د اسټرالیا د دفاع وزارت په یوه تازه راپور کې څرګنده شوې چې د دغه هېواد ځینو ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د ملکي وګړو تر وژلو وروسته د هغوی د جسدونو ترڅنګ وسلې ایښودلې، څو یې د دښمن جنګیالي معرفي کړي.
د راپور له مخې، ځینې قوماندانان هم له دې صحنهسازۍ خبر وو، خو د مخنیوي لپاره یې هېڅ اقدام ونه کړ.
د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو د عمومي مفتش دفتر دغه راپور په ۲۰۲۱ کال کې چمتو کړی و، خو لنډیز یې پنځه کاله وروسته، د روانې اوونۍ په ترڅ کې خپور شو.
دغه راپور د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو د قوماندې په بېلابېلو کچو کې د څارنې او حساب ورکونې کمزورتیاوې رابرسېره کړې او په افغانستان کې یې د دغو ځواکونو کړنې ارزولې دي.
پلټونکو ویلي چې که څه هم داسې شواهد نشته چې قوماندانانو په مستقیم ډول په دغو سرغړونو کې برخه اخیستې وي، خو د دومره جدي سرغړونو د مخنیوي لپاره د هغوی اقدام نه کول «ډېر غیرعادي» وو.
اندرو هستي، د اسټرالیا د لیبرال ګوند له مخکښو څېرو او د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو پخواني افسر، چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې، ویلي چې د راپور ځینې موندنې د هغه له شخصي تجربو سره سمون لري.
هغه د راپور لوستل «ستونزمن» وبلل او د پنجشنبې په ورځ یې خبریالانو ته وویل چې د پوځ افسران د خپلو تر لاس لاندې ځواکونو د چلند له پلوه اخلاقي مسوولیت لري. هستي ټینګار وکړ چې له تېرو پېښو څخه د زده کړې لپاره د هغه وخت د پېښو کره څېړنه اړینه ده.
د راپور له مخې، ځینې قوماندانان په دې خبر وو چې په پوځي راپورونو کې د هغو افغانانو شمېر مخ په زیاتېدو و چې د «دښمن جنګیالي» بلل کېدل. دا په داسې حال کې وه چې د اسټرالیایي ځواکونو د تلفاتو او د ټپي شویو یاغیانو شمېر په ورته کچه نه و زیات شوی.
راپور دا هم ښيي چې ځینو سرتېرو د ناقانونه وژنو د پټولو لپاره جعلي راپورونه جوړول او د پوځي اصطلاحاتو په کارولو سره یې ملکي قربانیان داسې کسان معرفي کول چې په مستقیم ډول یې په جګړه کې برخه اخیستې وه.
د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو قوماندان مارک هامونډ د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد په پارلماني غونډه کې د قوماندانانو چلند «ډېر غیرمسلکي» وباله او ویې ویل چې دا چلند د پوځ له ارزښتونو او معیارونو سره په ټکر کې و.
خو هغه د استازو د پوښتنو په ځواب کې دا روښانه نه کړه چې د دغو سرغړونو د مخنیوي په برخه کې د پاتې راتلو له امله څومره قوماندانان مجازات شوي یا له پوځ څخه ایستل شوي دي.
د اسټرالیا د شنو ګوندونو سناتور ډېوېډ شوبریج د لوړپوړو قوماندانانو ترمنځ د حساب ورکونې پر نشتوالي نیوکه وکړه. هغه وویل چې ټیټپوړي سرتېري له قانوني تعقیب سره مخ شوي، خو لوړپوړو قوماندانانو له حساب ورکولو پرته، د تقاعدي امتیازاتو په ترلاسه کولو سره خپلې دندې پای ته رسولې یا ترفیع کړې ده.
د «برېرتون» په نوم څېړنې په ۲۰۲۰ کال کې باوري شواهد وموندل چې ښودله یې د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ لږ تر لږه ۳۹ افغان ملکي وګړي او بندیان په ناقانونه توګه وژلي وو.
د برېرتون راپور د دغو کړنو اخلاقي مسوولیت د لوړپوړو قوماندانانو پر غاړه بللی و، خو د جزایي مسوولیت ډېره برخه یې د ټیټپوړو ځواکونو اړونده ګڼلې وه.
د دغه راپور له خپرېدو وروسته د اسټرالیا د ځانګړو څېړنو دفتر جوړ شو. دې ادارې تر اوسه د ځانګړو ځواکونو دوه پخواني سرتېري د جنګي جنایتونو په چوکاټ کې د قتل په تور تورن کړي دي. دواړو کسانو دغه تورونه رد کړي دي.
اسټرالیایي ځواکونه له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال پوځي ماموریت په چوکاټ کې حضور درلود. د دغو ځواکونو ډېره برخه، په ځانګړې توګه د اسټرالیا د پوځ ځانګړي قطعات، د افغانستان په سوېل کې په ارزګان ولایت کې ځای پر ځای وو او د طالبانو او نورو یاغي ډلو پر ضد یې له امریکایي او افغان ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې برخه اخیسته.
د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او د امنیت په ټینګښت کې مرسته هم د هغوی له نورو دندو څخه وه.