• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جګړو له امله؛ له یمن نه تر ۳۰۰زره ډېر کسان بې‌ځایه شوي دي

۱۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۱۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶، ۲۰:۱۴ GMT+۰

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، د یمن په لوېدیځ کې د جګړو له پراخېدو سره هم‌مهاله تر ۳۰۰زره ډېر کسان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي چې نږدې ټول یې په تېرو دوو میاشتو کې د جګړو له امله کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د دغه سازمان له‌خوا د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) په خپرو شویو شمېرو کې راغلي، بې‌ځایه شوې کورنۍ د سرپناه او لومړنیو اړتیاوو برابرولو له ستونزو سره مخ دي او د مرستندویه ادارو د لاسرسي محدودیتونو هم د مرستو رسولو بهیر ستونزمن کړی دی.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د یمن دفتر مشر عبدالصتور ایسویف ویلي: «په یمن کې له کلونو جګړو وروسته کورنۍ یو ځل بیا اړ اېستل کېږي، چې خپلې مېنې پرېږدي؛ ډېری یې له ځان سره یوازې د غاړې جامو وړلو فرصت لري».

هغه زیاته کړې، دغه کورنۍ بېړنۍ سرپناه، خوړو، د څښاک اوبو او روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري او که نورې مالي مرستې برابرې نه‌شي زرګونه کورنۍ به له اړینو مرستو بې‌برخې پاتې شي.

د دغه سازمان په وینا، جګړو د لومړنیو توکو بیې هم لوړې کړې دي. په تعز ښار کې د اړینو توکو بیې له درېیو تر پنځو برابرو لوړې شوې دي؛ ځکه جګړو له شاوخوا سیمو سره لارې تړلې دي او ګڼې کورنۍ ان د لومړنیو خوراکي توکو د پېرلو وس نه‌لري.

د اکتوبر له پیله د لحج ولایت د المضاربه والعاره ولسوالۍ تر ۴۳زره ډېر اوسېدونکي بې‌ځایه شوي، چې د یمن په یوه ولسوالۍ کې د بې‌ځایه شویو تر ټولو لوړه ثبت شوې شمېره ښیي. په تعز ولایت کې هم د بې‌ځایه کېدو بهیر دوام لري او ګڼې کورنۍ د عدن پر لور تللې دي؛ دغه ښار اوس له ۵۶زره ډېر بې‌ځایه شوي کسان ځای پر ځای کړي دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، په مارب، لحج، عدن او تعز ولایتونو کې یې پنځه ګرځنده روغتیايي ډلې فعالې دي چې بې‌ځایه شویو او له جګړو اغېزمنو خلکو ته لومړني روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

دغه سازمان د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د بېړنیو مرستو برابرولو لپاره ۴۵ مېلیون ډالرو ته اړتیا لري. دغه پیسې به د سرپناه، نغدي مرستو، لومړنیو غیرخوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو، د څښاک اوبو او حفظ‌الصحې په برخو کې ولګول شي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي، چې د ملکي وګړو او بشري مرستندویانو خوندیتوب تضمین کړي او په ځانګړې توګه په هغه سیمو کې چې مرستې ورته په سختۍ رسېږي، د بشري مرستو د خوندي او بې‌خنډه لېږد اجازه ورکړي.

ډېر لیدل شوي

امریکايي کانګرس غړې: ټرمپ له افغان متحدینو سره د امریکا ژمنه څو ځله ماته کړې ده
۱

امریکايي کانګرس غړې: ټرمپ له افغان متحدینو سره د امریکا ژمنه څو ځله ماته کړې ده

۲

بریتانیا د طالبانو د تحریم شویو چارواکو په نوملړ کې سمون راوستی

۳

سر له سبا څخه په ټوله پښتونخوا کې د افغانانو د نیولو او اېستلو نوی پړاو پیلېږي

۴

قیوم کوچی: له مولوي هبت الله سره د لیدنې وړاندیز مې ځکه رد کړ چې یوازې هغه باید غږیدلی وای

۵

کندوز کې د سرو زرو کانونو د خپلسري استخراج پر ضد اعتراض شوی

•
•
•

نور خبرونه

امریکايي کانګرس غړې: ټرمپ له افغان متحدینو سره د امریکا ژمنه څو ځله ماته کړې ده

۱۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۵۳ GMT+۰
100%

د امریکا د کانګرس غړې سیډني کاملاګر ډوو د دغه هېواد پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې نوموړي څو ځله له هغو افغانانو سره د امریکا کړې ژمنه تر پښو لاندې کړې، چې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې پر مهال یې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ خدمت کړی دی.

کاملاګر ډوو د نیویارک ټایمز هغه راپور ته په غبرګون کې چې ګواکي د ترمپ دولت غواړي په لویزیانا کې د لسګونو نیول شویو افغان کډوالو له ډلې ۱۵۰ تنه د پاکستان له لارې افغانستان ته واستوي، ویلي چې دغو افغانانو د افغانستان په جګړه کې د شاوخوا ۲۰ کلونو لپاره د امریکايي سرتېرو ترڅنګ اوږه په اوږه مبارزه کړې او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته امریکا ژمنه کړې وه، چې د هغوی ساتنه به کوي.

هغې ټینګار کړی، چې له دغو افغان متحدینو سره د شوې ژمنې نه عملي کول یوازې د هغوی د پرېښودو معنا نه لري، بلکې راتلونکو متحدینو او همکارانو ته هم دا پیغام لېږي، چې د امریکا پر ژمنو باور نه شي کېدای.

د امریکا د کانګرس دې غړې د ټرمپ د چلند په اړه ویلي، چې د افغان همکارانو د خوندیتوب موضوع باید د ګوندي سیاست په توګه ونه کتل شي، بلکې دا د امریکا د ټولو خلکو او د دغه هېواد د نړیوال اعتبار مسئله ده.

د هغې په وینا، هغه افغانان چې له امریکايي ځواکونو سره یې په جګړه کې همکاري کړې، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د امریکا د ساتنې ژمنې ته سترګې په لار وو؛ خو د دې ژمنې نه پوره کول د هغوی ژوند او راتلونکی له ګواښ سره مخ کولای شي.

د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال زرګونو افغانانو له امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکو، امنیتي همکارانو او نورو برخو کې کار کړی و. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغو افغانانو د ایستلو، بیا مېشتېدو او خوندیتوب موضوع د امریکا د کډوالۍ او بهرني سیاست له مهمو بحثونو څخه ګرځېدلې ده.

د افغان همکارانو د برخلیک موضوع په امریکا کې د دواړو ګوندونو د سیاستوالو ترمنځ هم د بحث وړ ده. د کانګرس غړې کاملاګر ډوو د خپلو څرګندونو له لارې د دغو افغانانو د ساتنې ژمنې ته د امریکا د نړیوال اعتبار له زاویې کتلي دي.

د کډوالو د یو بنسټ «اې ار ای پي» د ۲۰۲۶ کال د جولای د معلوماتو له مخې، د افغانانو لپاره د امریکا د کډوالو د منلو پروګرام هم ځنډول شوی. دغه محدودیتونه د هغو افغانانو د کډوالۍ پر بهیر اغېز لري چې د امریکا له ځواکونو سره د همکارۍ له امله د خوندیتوب او بیا مېشتېدو په تمه دي.

د افغانانو د دغو دوسیو موضوع په داسې حال کې د امریکا په سیاسي بحثونو کې مطرح کېږي چې یو شمېر امریکايي چارواکي او د افغان متحدینو د ملاتړ بنسټونه ټینګار کوي چې واشنګټن باید له هغو افغانانو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي چې د امریکا د شل کلن حضور پر مهال یې ورسره همکاري کړې ده.

په تور سمندرګي کې د غلو دانو لېږد لپاره هڅې؛ امریکا او کاناډا د محدود اوربند ملاتړ وکړ

۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۴۸ GMT+۰
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په ورځ (د لړم ۹مه) وویل، چې نړیواله ټولنه په تور سمندرګي کې د یوه محدود اوربند د رامنځته کولو لپاره مخ پر زیاتېدونکې لېوالتیا ښيي، څو د روسیې او اوکراین د غلو دانو او انرژۍ د لېږد بهیر بې خنډه دوام ومومي.

هغه د نړۍ د شلو سترو اقتصادونو یا جي۲۰ هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته یوه خبري کنفرانس ته څرګنده کړه، چې واشنګټن د کښتیو د تګ راتګ د خوندي کولو په موخه د ترکیې او هند پر وړاندیزونو غور کوي، په داسې حال کې چې د دغې جګړې د پایته رسولو لپاره د پراخو خبرو اترو هڅې هم روانې دي.

روبیو وویل، چې دا جګړه د نړۍ خوراکي او تر یوه حده د انرژۍ امنیت ګواښي او که څه هم محدود اوربند ټوله جګړه نه حل کوي، خو لږ تر لږه یوه مهمه او ځانګړې برخه یې سمبالولی شي. هغه زیاته کړه، چې د ناټو تر هوایي حریم پورې د بې پیلوټه الوتکو تګ او تخریبي هڅې د دې خطر رامنځته کوي چې روانه ویجاړوونکې نښته نورو هېوادونو ته هم وغځېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف د بلنې دفاع وکړه او ویې ویل، چې له مسکو سره له خبرو پرته د جګړې ډیپلوماټیک پای ناشونی دی.

له بلې خوا، د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا اناند له رویټرز سره په مرکه کې وویل، چې هغې د غونډې پر مهال په مستقیم ډول له لاوروف سره مخامخ خبرې کړي او پر اوکراین د مسکو «یرغل»، د ماشومانو اېستل او په تور سمندرګي کې د کښتیو په نښه کول یې له نړیوالو بشري قوانینو سرغړونه بللې ده. اناند څرګنده کړه، چې د اوکراین او هند له بهرنیو چارو وزیرانو سره یې په کتنو کې د ژمي تر رارسېدو وړاندې د خوراکي توکو د رسولو د ځنځیر او د اوکراین پر انرژۍ او برېښنایي تاسیساتو د بریدونو پر درولو ډېر تمرکز کړی، خو روسیې تر اوسه د مخته تګ لپاره لېوالتیا نه ده ښودلې.

د جي‌شل ډلې غونډه د اوکراین او منځني ختیځ د جګړو پر سر د ژورو اختلافاتو له امله بې له کومې ګډې اعلامیې پای ته ورسېده، په داسې حال کې چې لاوروف خبریالانو ته وویل، چې د اوکراین په اړه د مسکو دریځ کې هېڅ بدلون نه‌دی راغلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، چې د غونډې په څنډه کې یې له لاوروف سره په لنډه توګه خبرې کړي او د راتلونکې میاشتې د اپیک په غونډه او په میامي کې د جي‌شل مشرانو په راتلونکې سرمشریزه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د لیدنې پر امکان غږېدلی دی.

هغه زیاته کړه، چې تر اوسه په دغې غونډه کې د پوتین ګډون پرېکنده نه‌دی، خو دا احتمال یې هم رد نه‌کړ چې ټرمپ ښایي د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي ته هم په یاده غونډه کې د ګډون بلنه ورکړي.

سر له سبا څخه په ټوله پښتونخوا کې د افغانانو د نیولو او اېستلو نوی پړاو پیلېږي

۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۱۵ GMT+۰
•
جواد شينواری
100%

په خیبرپښتونخوا کې د والي واکمنۍ او بېړني حالت له پلي کېدو وروسته د افغان کډوالو د اېستلو لپاره ټولې تیارۍ نیول شوې دي. پولیس وايي، د افغان کډوالو د نیولو بهیر سر له سبا څخه پیلېږي او بېلابېلو ولسوالیو کې د افغانانو د نیولو لپاره د پولیسو ۱۲۰ ډلې او ګڼ لنډمهالي کمپونه جوړ شوي دي.

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي په یوې خبري غونډه کې اعلان کړی وو، چې د نومبر له لومړۍ نېټې (یکشنبه د لړم ۱۰مه) څخه به له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو د استولو بهیر چټک شي او په دغه هېواد کې د ناقانونه اوسېدو په تړاو به د افغانانو پر وړاندې اقدامات سخت شي.
هغه ویلي وو، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو بېرته ستنول د ایالتي حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
دا اعلان په داسې وخت کې شوی، چې په خیبر پښتونخوا کې والي واکمني او بېړنی حالت نافذ دی او په دغه ایالت کې د امنیتي وضعیت د ښه کولو په موخه امنیتي او اداري اقدامات سخت شوي دي. د دغو اقداماتو په ترڅ کې به په پاکستان کې د مېشتو افغانانو قانوني وضعیت، د اوسېدو اسناد او د دوی د استوګنې د مودې په اړه هم څېړنې وشي.
بل لور ته د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکاره ثمر هارون هم ویلي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې به اقدامات کېږي او د نومبر له لومړۍ نېټې څخه به په دې برخه کې سختې کړنې پیل شي. د هغې په وینا، هغه افغانان به په لومړي سر کې بېرته افغانستان ته واستول شي، چې په باور یې جرمي مخینه ولري.

نوموړې زیاته کړې، پر جرمونو ککړ افغانانو ته به بیا ویزه ورنه‌کړل شي او پاکستان ته د بیا ورتګ اجازه نه‌لري.

د افغان کډوالو په اړه د نوې تګلارې او د پراخو اقداماتو اعلان په پېښور او د خیبر پښتونخوا په نورو ولسوالیو کې د مېشتو افغان کورنیو ترمنځ اندېښنې زیاتې کړې دي.

100%

په پېښور کې د بې‌اسناده افغانانو د نیولو لپاره د پولیسو ۱۲۰ ځانګړې ډلې جوړې شوې دي
په پېښور کې د هغو افغانانو د پېژندلو، نیولو او افغانستان ته د بېرته لېږلو لپاره د پولیسو ۱۲۰ ځانګړې ډلې جوړې شوې دي. د پولیس چارواکو په وینا، د دغو اقداماتو د منظم ترسره کولو لپاره پېښور ښار پر پنځو بېلابېلو برخو وېشل شوی دی.
د پلان له مخې،د پولیسو ۵۰ ځانګړې ډلې به د پېښور په بېلابېلو بازارونو، سوداګریزو مرکزونو او کاروباري سیمو کې د افغانانو لټه کوي په داسې حال کې چې پاتې د پولیسو ۷۰ ډلې به په استوګنیزو سیمو، ښاري مېشت ځایونو، کینټ، رېنګ روډ او د ښار په شاوخوا سیمو کې د ناقانونه افغانانو د نیولو پسې به شي.
په دغو اقداماتو کې به د پولیسو ترڅنګ د سرحدي ځواکونو، د پاکستان د مرکزي پلټنو ادارې او نورو امنیتي ادارو او اړوندو دولتي څانګو کارکوونکي هم برخه ولري او د چارواکي په وینا، د افغانانو د نیولو او بېرته استولو لپاره چمتووالی بشپړ شوی او عملي چارې به سر له سبا څخه د نومبر له لومړۍ نېټې (یکشنبه د لړم ۱۰مه) پیل شي.
په پېښور کې پولیس او اړوندې اداره به په ځانګړې توګه د هغو کسانو پر وړاندې قانوني اقدامات وکړي چې شک پرې وي او د پاکستان پېژندپاڼې یا نور دولتي اسناد یې په ناقانونه توګه ترلاسه کړي وي او همداراز اړوندې ادارې به د دغو کسانو د اسنادو کره‌والی او قانوني اعتبار هم معلوم کړي.

100%

د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره په بېلابېلو ولسوالیو کې لنډمهالي کمپونه جوړ شوي
په خیبر پښتونخوا کې افغانستان ته د افغان کډوالو د استولو لپاره په بېلابېلو ولسوالیو کې لنډمهالي کمپونه جوړ شوي دي. په دغو مرکزونو کې د پېښور د جمعه خان کمپ، د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل کې د حمزه بابا د لېږد او لنډمهالی کمپ، د اضاخېلو کمپ او په کوهاټ، نوښار، صوابۍ او نورو سیمو کې جوړ شوي مرکزونه شامل دي.
په دغو کمپونو کې افغانستان ته د استول کېدونکو افغانانو نوملیکنه، د اسنادو ارزونه او نورې اړینې اداري چارې ترسره کېږي. د دغو چارو له بشپړېدو وروسته، افغان کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.
په دې بهیر کې ښځې، ماشومان، سپین‌ږیري او نور زیان‌منونکي کسان له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي. د هغوی د تګ راتګ، لنډمهالي استوګنځي او نورو لومړنیو اړتیاوو برابرول د کډوالو د ستنېدو په بهیر کې یوه مهمه بشري موضوع ده.

100%

د تورخم په دروازه کې یوې افغانې کورنۍ ته د خره او سپي د لېږد اجازه نه ده ورکړل شوې
د تورخم په دروازه کې د پاکستان د ګمرک چارواکو یوې افغانې کورنۍ ته افغانستان ته د ستنېدو پر مهال د خپل خره او سپي د لېږد اجازه نه‌ده ورکړې.
د پاکستان د ګمرک چارواکو په وینا، دغې کورنۍ خپل خر او سپی په یوه ګاډي کې سپاره کړي وو او غوښتل یې چې له ځان سره یې افغانستان ته یوسي خو د تورخم د صادراتو په ترمینل کې د ګمرک چارواکو ترې د دواړو څارویو سندونه غوښتي دي.
تر اوسه څرګنده نه‌ده، چې یادې کورنۍ د اسنادو د برابرولو لپاره کوم ګامونه اخیستي او که یې خپل څاروي په پاکستان کې پرېښي دي.

افغان ایواک د افغان کډوالو د شړلو د مخنیوي لپاره له امریکايي پوځیانو مرسته غوښتې

۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۱ GMT+۰
100%

د افغانانو د لېږد او ملاتړ بنسټ «افغان ایواک» په لویزیانا کې د نیول شویو افغان کډوالو د افغانستان ته د احتمالي لېږد د مخنیوي لپاره له هغو امریکايي پوځیانو د مرستې غوښتنه کړې چې له دغو افغانانو سره اړیکې لري.

د امریکا د ټرمپ ادارې په لویزیانا ایالت کې لسګونه افغان کډوال نیولي او په پام کې لري چې د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې یې د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي؛ هغه اقدام چې افغان ایواک یې د مخنیوي لپاره د امریکايي پوځیانو د مرستې غوښتنه کړې ده.

نیویارک ټایمز د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۳۰مه، د درېیو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په دې ډله کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه. د راپور له مخې، ښايي په دې بهیر کې تر ۱۵۰ ډېر افغان کډوال وشړل شي.

د راپور له مخې، ټاکل شوې لومړنۍ الوتنه د لویزیانا له ایالت څخه د نومبر په دویمه نېټه یا د همدې میاشتې په لومړیو ورځو کې ووځي. د امریکا حکومت پلان لري چې دغه کسان لومړی پاکستان ته ولېږدوي او وروسته یې پاکستان د افغانستان پولې نه واړوي.

نیویارک ټایمز لیکلي چې د امریکا حکومت له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري او له همدې امله نه شي کولای په مستقیم ډول افغانان افغانستان ته ولېږدوي. دغه راز، ځینو افغان کډوالو د امریکايي محکمو له خوا قانوني خوندیتوب ترلاسه کړی او د هغو پرېکړو له مخې نه شي کولای داسې هېواد ته وشړل شي چې هلته د ځورونې یا شکنجې له خطر سره مخ وي.

په راپور کې د هغو کسانو په ډله کې د یوه همجنس‌پال افغان یادونه هم شوې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې له تبعیض او ځورونې سره مخ کېدای شي.

افغان ایواک، چې له امریکايي ځواکونو سره د افغانانو د همکارۍ او د هغوی د ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي، د نیویارک ټایمز د راپور په غبرګون کې پر اېکس لیکلي: «موږ د هغو امریکايي پوځیانو په لټه کې یو چې افغان ملګري یې په دې الوتنه کې د شړلو له خطر سره مخ دي. که تاسو له دغو کسانو څخه یاست، مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ.»

دغه بنسټ تر دې مخکې هم ویلي وو چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې (ICE) له بېلابېلو ایالتونو څخه نیول شوي افغانان لویزیانا ته لېږدولي او د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې د هغوی د ایستلو لپاره ځانګړې الوتنه په پام کې نیول شوې ده. افغان ایواک ویلي وو چې د اکتوبر له ۱۴مې راهیسې یې د امریکا په ۱۱ ایالتونو کې له ۱۵ بېلابېلو توقیف‌ځایونو څخه د افغانانو د احتمالي ایستلو لږ تر لږه ۳۰ راپورونه ثبت کړي دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاند نیویارک ټایمز ته ویلي چې د کډوالۍ او ګمرکونو اداره د احتمالي ایستلو د عملیاتو، د الوتنو د مهالوېش، د مسافرو د نوملړ او د انفرادي قضیو په اړه څرګندونې نه کوي.

د بې‌ځایه شویو نړیوال بنسټ له امریکا وغوښتل چې افغان کډوال باید افغانستان ته ونه‌شړي

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۸ GMT+۰
100%

د بې‌ځایه شویو نړیوال بنسټ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې وغوښتل، چې افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د جبري استولو لړۍ سمدستي ودروي. دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې د نیو یارک ټایمز د راپور له‌مخې، د ټرمپ حکومت د راتلونکې دوشنبې په ورځ یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته شړي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ (د لړم ۸مه) په یوه رسمي بیان کې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې دا ډول جبري اېستل، که مستقیم وي او که د درېیمو هېوادونو له لارې، افغانان د شکنجې، ځورونې او د طالبانو له لوري د غچ اخیستنې له جدي خطرونو سره مخ کوي.

د دغه بنسټ مشر او بنسټګر اشرف حیدري وویل، چې افغانان باید هغو خطرونو ته بېرته ونه‌شړل شي، چې له امله یې تېښتې ته اړ شوي وو. هغه ټینګار وکړ، چې امریکا کولای شي د خپلو کډوالۍ قوانینو او ملي امنیت د ساتلو ترڅنګ، خپلو افغان متحدینو ته پر خپلو ژمنو ولاړه پاتې شي او د هغو کسانو خوندیتوب تضمین کړي چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.

یاد سازمان په خپله غوښتنه کې روښانه کړې، چې ښځې، نجونې، د پخواني حکومت ملکي او نظامي کارکوونکي، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، اقلیتونه او هغه افغانان چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی، تر ټولو ډېر زیانمنېدونکي دي.

دغه بنسټ له واشنګټن څخه وغوښتل، چې د پناه غوښتنې د دوسیو انفرادي ارزونه یقیني کړي او د هغو افغانانو د استوګنې او بیا مېشتېدنې بهیر ګړندی کړي چې له خطر سره مخ دي.

د بې‌ځایه شویو نړیوال سازمان ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د خپل پرانیستي لیک په تکرارولو سره غوښتنه وکړه، چې د جبري شړلو مخه دې ونیول شي او مدافع وکیل او ژباړن ته دې د پناه غوښتونکو لاسرسی خوندي شي.

دغه بنسټ همدارنګه له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د کډوالو کوربه هېوادونو سره په ګډه یو ډیپلوماټیک بهیر رامنځته کړي، څو بېرته ستنېدل یوازې په خپله خوښه، خوندي او باعزته بڼه ترسره شي.

دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د «افغان ایوک» په نوم د پناه غوښتونکو د ملاتړ بنسټ هم خبرداری ورکړی، چې د ټرمپ اداره ښايي د امریکا تر منځ‌مهالو ټاکنو دمخه یو شمېر افغانان بېرته افغانستان ته وشړي.

یاد بنسټ د امریکا له کانګرس څخه غوښتي، چې د «افغانانو د موقت خوندیتوب» لایحه تصویب کړي، څو د ۱۴۰۸ لمریز کال تر چنګاښ پورې د هغوی د جبري اخراج مخه ونیول شي.

هم‌مهاله نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د جمعې په ورځ (د لړم ۸مه) راپور ورکړی، چې واشنګټن پلان لري، چې را روانه دوشنبه، ۱۵۰ افغان کډوال په یوې ځانګړې الوتکه کې لومړی پاکستان او بیا افغانستان ته په جبري توګه واستوي. د ټرمپ دغې پرېکړې د کډوالو د ملاتړ سازمانونو توند او پراخ غبرګونونه راپارولي دي.