اردوغان د ترکیې د سینوپ اټومي پروژې لپاره له سویلي کوریا د همکارۍ غوښتنه کړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، سویلي کوریا ته د خپل سفر په لړ کې د سینوپ اټومي برېښناکوټ په پروژه کې د دغه هېواد د همکارۍ غوښتنه کړې ده. هغه ویلي، ترکیه د پروژې د تخنیکي او اقتصادي شرایطو ارزونه کوي او د شریک ټاکلو پر مهال به د تمویل او اقتصادي ګټو په اړه پرېکړه وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اردوغان د دوشنبې په ورځ د سویلي کوریا خبري اژانس «یونهاپ» سره په مرکه کې ویلي، ترکیه د تور سمندرګي په ساحل کې د سینوپ اټومي برېښناکوټ د جوړولو لپاره له سویلي کوریا سره د تخنیکي او اقتصادي شرایطو ارزونه کوي.
هغه زیاته کړې، انقره به د دې پروژې د شریک ټاکلو پر مهال د تمویل څرنګوالی، د برېښنا د تولید لګښتونه او د ترکیې اقتصاد ته د پروژې ګټې په پام کې ونیسي.
اردوغان د دوشنبې په ورځ د درې ورځني رسمي سفر په موخه سیول ته تللی. ټاکل شوې نوموړی د سېشنبې په ورځ د سویلي کوریا له ولسمشر لي جې مېونګ سره هم وګوري. دا له ۲۰۱۸ کال راهیسې سویلي کوریا ته د اردوغان لومړی سفر دی.
د ترکیې ولسمشر ویلي، له سویلي کوریا سره د دفاعي صنعت، نیمهلېږدوونکو توکو، مصنوعي ځیرکتیا او روبوټیک په برخو کې هم د همکاریو د پراختیا فرصتونه شته. هغه له سویلي کوریايي شرکتونو غوښتي چې په ترکیه کې پانګونه او له ترکي شرکتونو سره ګډ تولید زیات کړي.
اردوغان ویلي، دواړه هېوادونه هڅه کوي د دوهاړخیزې سوداګرۍ کچه ۱۵ میلیارد ډالرو ته ورسوي خو په وینا یې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په توازن کې هم باید بدلون راشي، ځکه د سویلي کوریا په ګټه د پام وړ توپیر شته.
هغه همداراز د سویلي کوریا شرکتونه د ترکیې د هغو ترانسپورتي او لوژستیکي پروژو ګډون ته بللي چې اسیا له اروپا سره نښلوي.
