• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هرات غنم د« کشفک» حشرې له ګواښ سره مخ شوي

۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۶ GMT+۰

په هرات ولایت کې د غنمو کښتونه د « کشفک» په نوم د زیان پېښونکو حشراتو له ګواښ سره مخ شوي دي. د ځايي کروندګرو له شکایتونو وروسته د طالبانو ولایتي ادارې په دې اړه د یوې غونډې او حل لارو موندلو خبر ورکړی دی.

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر نن د دوشنبې په ورځ(د لړم ۱۱مه) وویل، چې په دې اړه د والي مولانا نور احمد اسلام جار په مشرۍ غونډه کې د کرنې او چاپېریال ساتنې د ادارو چارواکو او اړوندو متخصصانو ګډون کړی و.

طالبانو په دې اړه د کوم څرګند اقدام له اعلانولو پرته ویلي، چې په غونډه کې د اړوندو ادارو پر همغږۍ ټینګار شوی دی.

روښانه نه ده، چې د هرات څومره کښتونه له یاد شوي ګواښ سره مخ شوي او تر اوسه څومره کښتونه له یادې حشرې زیانمن شوي دي؟

کفشک یو ډول زیان‌ رسوونکې حشره ده، چې تر ډېره د غنمو او وربشو پر دانو، پاڼو او بوټو برید کوي او د هغوی شنه شیره زبېښي. دغه حشره نه یوازې د کرنیزو محصولاتو د وزن او کچې د کمېدو لامل ګرځي، بلکې د غنمو کیفیت او د اوړو خاصیت هم خرابوي.

ډېر لیدل شوي

امریکايي کانګرس غړې: ټرمپ له افغان متحدینو سره د امریکا ژمنه څو ځله ماته کړې ده
۱

امریکايي کانګرس غړې: ټرمپ له افغان متحدینو سره د امریکا ژمنه څو ځله ماته کړې ده

۲

سر له سبا څخه په ټوله پښتونخوا کې د افغانانو د نیولو او اېستلو نوی پړاو پیلېږي

۳
ځانګړی

د ویزو د تور بازار منځګړو له لسګونو تنو سلګونه زره ډالره اخیستي خو بېرته یې نه دي ورکړي

۴

قیوم کوچی: له مولوي هبت الله سره د لیدنې وړاندیز مې ځکه رد کړ چې یوازې هغه باید غږیدلی وای

۵

افغان کډوال: د ترکیې سرحدي پولیسو نیول شوي کسان بربنډ کړي او وهلي دي

•
•
•

نور خبرونه

هبت‌الله او ټرمپ؛ د بې‌پولې خبریالانو د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ محدودوونکو په نوملړ کې

۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۴۶ GMT+۰
100%

بې‌پولې خبریالانو بنسټ د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نومونه د هغو ۳۳ کسانو او بنسټونو په نوملړ کې شامل کړي چې د دغه سازمان په وینا، په ۲۰۲۶ کال کې یې د رسنیو ازادي محدوده کړې ده.

دغه سازمان په افغانستان کې د طالبانو پر هغو تګلارو نیوکه کړې چې د خپلواکو رسنیو فعالیت محدودوي او همداراز یې په امریکا کې دولتي ادارو او د پرېکړو مرکزونو ته د خبریالانو د لاسرسي د محدودېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د نومبر په دویمه، چې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیواله ورځ ده، د ۲۰۲۶ کال راپور د «رسنیو د ازادۍ محدودوونکو نوملړ» تر سرلیک لاندې خپور کړی دی.

دغه سازمان په خپل راپور کې ۳۳ سیاسي مشران، دولتي ادارې، جنایي ډلې او د ټکنالوژۍ شرکتونه په پنځو برخو کې ډلبندي کړي دي. دا برخې سیاسي، امنیتي، قضایي، اقتصادي او ټولنیزې دي.

د راپور یوه مهمه برخه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوم په دې نوملړ کې شاملېدل دي. دا په داسې حال کې ده چې نوموړی د خپلې دویمې ولسمشرۍ دورې له پیل وروسته د رسنیو پر وړاندې د حکومت د اقداماتو له امله د دغه سازمان تر نیوکو لاندې دی.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان ویلي، د ټرمپ د حکومت اقدامات نور یوازې پر رسنیو لفظي بریدونو او سیاسي دریځونو پورې محدود نه دي، بلکې د هغه حکومت خبریالانو ته دولتي ادارو او د پرېکړو مرکزونو ته لاسرسی هم محدود کړی دی.

د دغه راپور له مخې، امریکا د رسنیو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې اوس ۶۴م ځای لري.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان عمومي مشر تیبو بروتین ویلي، په نوملړ کې شامل کسان او بنسټونه د فزیکي او لفظي تاوتریخوالي، قضایي او اقتصادي فشارونو او د معلوماتو د لاس‌وهنې له لارې د خپلواکو رسنیو فعالیت محدودوي او د خلکو د ازادو معلوماتو ترلاسه کولو مخه نیسي.

هبت‌الله اخوندزاده د رسنیو د ازادۍ محدودوونکو سیاسي مشرانو په ډله کې

د راپور په سیاسي برخه کې د اتوو هغو مشرانو او سیاسي چارواکو نومونه راغلي چې د بې‌پولې خبریالانو سازمان په وینا، د خپلواکو رسنیو په ځپلو او د بیان د ازادۍ په محدودولو کې رول لري.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین، د اذربایجان له ولسمشر الهام علي‌اف، د بېلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو، د نیکاراګوا له مشرانو ډانیل اورتېګا او روزاریو موریو، د اوګانډا له موهوزي کاینروګابا او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په دې برخه کې شامل شوی دی.

پر خبریالانو تاوتریخوالی

د راپور په امنیتي برخه کې د اتوو کسانو او بنسټونو نومونه راغلي چې د خبریالانو په وژلو، پر هغوی په بریدونو او د هغوی په نیولو کې د ښکېلتیا له امله په نوملړ کې شامل شوي دي.

د اسراییلو پوځ او د بنیامین نتنیاهو حکومت په غزه، لوېدیځه غاړه او لبنان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د چلند له امله په دې برخه کې یاد شوي دي.

د چین کمونیست ګوند هم د دغه هېواد د ولسمشر شي جین‌پینګ په مشرۍ د ګڼو خبریالانو د زنداني کولو له امله په نوملړ کې شامل شوی دی. د بې‌پولې خبریالانو سازمان په وینا، چین په نړۍ کې د زنداني خبریالانو تر ټولو لوړ شمېر لري.

دغه سازمان د مکسیکو د نشه‌يي توکو د قاچاق د ډلو، په ځانګړي ډول د «خالیسکو نوې نسل» کارټل نوم هم اخیستی دی. د راپور له مخې، په مکسیکو کې سازمان شوې جنایي ډلې د ۲۰۲۶ کال له پیله په منځنۍ توګه هره میاشت نږدې یو خبریال وژني.

د بورکینا فاسو واکمنه پوځي شورا، د سعودي عربستان حکومت، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د مارچ ۲۳مه وسله‌وال غورځنګ او د ګیني واکمنه پوځي شورا هم په دې برخه کې شامل شوي دي.

د قضایي نظام کارول او پر رسنیو اقتصادي فشارونه

د بې‌پولې خبریالانو سازمان په قضایي برخه کې شپږ کسان او بنسټونه تورن کړي چې د خبریالانو د ځپلو او د رسنیو د فعالیتونو د محدودولو لپاره له قضایي نظام څخه کار اخلي.

د امریکا برېنډن کار، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د هانګ‌کانګ اجرائیوي مشر جان لي کا-چیو، د روسیې د مخابراتو څارونکې اداره روسکومنادزور، د هند اډاني شرکتونو ډله او د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف په دې برخه کې شامل دي.

په اقتصادي برخه کې بیا شپږ کسان او شرکتونه د مالي وسایلو په کارولو سره پر رسنیو د فشار راوړلو او د هغوی په خپرنیزو چارو کې د لاسوهنې په تور یاد شوي دي.

د امریکا د الفبېټ او مېټا ټکنالوژۍ شرکتونه، د ګرجستان بیدزینا ایوانیشویلي، د فرانسې وینسان بولوره، د روسیې ولادیمیر تاباک او د کینیا ولسمشر ویلیام روتو په دې برخه کې شامل شوي دي.

پر رسنیو د بې‌باورۍ خپرول

د راپور په ټولنیزه برخه کې د اوو کسانو او بنسټونو نومونه راغلي چې د بې‌پولې خبریالانو سازمان په وینا، پر رسنیو او خبریالانو د بریدونو له لارې یې د ژورنالېزم پر وړاندې د خلکو د بې‌باورۍ په زیاتولو کې ونډه لرلې ده.

د امریکا میلیاردر ایلان ماسک، د ارجنټاین ولسمشر خاویر میلی، د سلواکیا لومړی وزیر رابرټ فیکو، د روسیې ټوډې شبکې مشره مارګریتا سیمونیان، د اسراییلو «انست ریپورټینګ» بنسټ، د هند «اوپي‌انډیا» رسنۍ او د بورکینا فاسو یو بل بنسټ په دې برخه کې شامل شوي دي.

د راپور له مخې، خاویر میلی یوازې د ۲۰۲۶ کال په اپرېل او مې میاشتو کې، په ۴۷ ورځو کې، پر اېکس ټولنیزه شبکه د رسنیو پر ضد تر یو زرو او ۶۰۰ ډېر پیغامونه خپاره کړي دي.

د تېر کال له نوملړ څخه د ځینو کسانو ایستل

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د راپور په وروستۍ برخه کې د تېر کال په پرتله د سږني نوملړ بدلونونو ته هم اشاره کړې ده.

د راپور له مخې، د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي نوم د هغه تر وژل کېدو وروسته له نوملړه ایستل شوی دی. د سرچینې په متن کې د هغه وژل کېدل د امریکا او اسراییلو ترمنځ د جګړې پر مهال د امریکا بریدونو ته منسوب شوي دي.

د وینزویلا د پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو نوم هم وروسته له هغه له نوملړه ایستل شوی چې د راپور له مخې، نیول شوی او په امریکا کې فدرالي زندان ته لېږدول شوی دی.

همداراز، د هنګري د پخواني لومړي وزیر ویکتور اوربان او د سربیا د ولسمشر الکساندر ووچیچ نومونه د ټاکنیزو او سیاسي بدلونونو له امله له نوملړه لرې شوي دي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان ویلي، دغه نوملړ یې د ۲۰۲۶ کال د کسانو او بنسټونو د کړنو پر بنسټ چمتو کړی، څو د رسنیو په ځپلو او د خبریالانو د فعالیتونو په محدودولو کې د هغوی ونډه او مسوولیت څرګند کړي.

د عدالت او حساب ورکونې په تمه؛ افغان خبریالان ځانونه د تاوتریخوالي قربانیان ګڼي

۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۳۸ GMT+۰
100%

نن د نوامبر میاشتې دویمه نیټه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت پای ته رسولو نړیوالې ورځې سره برابره ده. سږ کال هم دا ورځ داسې مهال را رسیږي چې افغانستان کې د خبریالانو نیول او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالې پیښې، له تېرو پنځو کلونو راهیسې لاهم دوام لري.

ډیری افغان خبریالان ځانونه د طالبانو د ځپونکو سیاستونو، تاوتریخوالي او شکنجو قربانیان ګڼی او تمه لری چې یوه ورځ یې غږ واوریدل شي او په خپل حق کې د عدالت غوښتنې فرصت ترلاسه کړي.

د نی بنسټ د راپور له مخې د طالبانو د واکمنۍ په پنځو کلونو کې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ۷۰۰ زیاتې پېښې مستندې شوې دي. د دغه راپور پر بنسټ، په دې موده کې لږ تر لږه ۶ خبریالان وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ نور خبریالان او رسنیز کارکوونکي نیول شوي.
همداراز دغه موده کې د خبریالانو د وهلو ټکولو شاوخوا ۳۰۰ پېښې، د نږدې پنځه زره خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو وزګارېدل او د شاوخوا ۵۰۰ رسنیو د فعالیت درېدل، هم یاد شوي دي.
دغه سازمان افغانستان د «خبریالانو لپاره یو لوی او وېرونکی زندان او د بیان د ازادۍ لپاره هدیره» بللی.
د خبریالانو پر وړاندې د طالبانو لخوا دا ډول چلند او سخت دریځیو تر ډېره بریده له ۲۰۲۱کال وروسته خبریالان هېواد پریښودو ته اړ ایستل او د ښځو په ګډون ډیری خبریالان د خپل مسلکي ژوند پریښودو ته اړ شوي دي.
د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) د طالبانو د حاکمیت د پنځم کال په مناسبت د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د سختو ځپلو، سانسور او امنیتي فشارونو له امله، افغانستان «د خبریالانو د اجباري تبعید پر نړیوال مرکز» بدل شوی او د بیان ازادي تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې.
کریم الله(مستعار نوم) هغه افغان خبریال دی چې څه نږدې دوه لسیزې یې د ژورنالیزم په برخه کې کار کړی دی خو اوس مهال په جلاوطنۍ کې ژوند کوي.
نوموړی افغانستان انټرنشل - پښتو ته وایي، د طالبانو د سختو او ځپونکو سیاستونو له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شو، هغه وایي د خبریالۍ د کار له امله د طالبانو لخوا ونیول شو او شاوخوا یوه میاشت یې ددوی په بند کې تېر کړی دی.
کریم الله وایي چې هیڅ کله یې نه غوښتل له خپل هېواد څخه بهر ژوند وکړي خو په وینا یې یوازې به له دې امله چې هغه یو خبریال و او رښتیا یې ویل، افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ وه.
هغه زیاتوي:«ما نږدې ۲۰کاله د رسنیو برخه کې کار کړی، او غوښتل مې خپل هېواد ته خدمت وکړم، خو دلته اړ یم موټر وچلوم، جلاوطنۍ کې مو قدر نشته د کډوال په سترګه راته کتل کیږي او لکه څو کاله وړاندې مو چې یو هویت، کار او وطن لاره اوس یې نور نه لرو.»

هغه همداراز وایي: په دې تمه یم چې یوه ورځ هرڅه بېرته سم شي»
د جلاوطنۍ درد یوازې خبریالان نه ځوروي، بلکې د علمي کادرونو له وتلو وروسته افغانستان هم له ناوړه وضعیت سره مخ شوی او د فکري ځواک تشه په کې په څرګنده احساسېږي.
ګوترېش سږ کال د دغې ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي چې په ټوله نړۍ کې خبریالان د حقیقت د بیانولو او خپرولو له امله درنده بیه پرې کوي. هغه وايي، کله چې خبریالان په نښه کېږي او د هغوی د راپورونو خپرېدو مخه نیول کېږي، چې په وینا یې دغه چاره نه یوازې خبریالان، بلکې ټولنه هم زیانمنوي.
که څه هم په افغانستان کې د تېر جمهوریت پر مهال هم د لسګونو خبریالانو د وژلو او شکنجو راپورونه خپاره شوي دي خو د شنونوکو په وینا هغه مهال حکومت د بیان ازادۍ ته ژمن و او تر ډېره بریده یې خبریالانو ته د یو مناسب کاري فضا رامنځته کولو په برخه کې هلې ځلې کولې. راپورونه ښيی چې له ۲۰۲۱کال وروسته د طالبانو د بیا واکمنۍ نه د افغان خبریالانو په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانو لپاره د کار ساحه محدوده شوې .
فرشته عثماني(مستعارنوم) چې په افغانستان کې د یوې خصوصي رسنۍ سره د کار کولو تجربه لري افغانستان انټرنشل - پښتو ته وایي، د طالبانو تر حاکمیت کار کول ورته د یوې خبریالې په توګه خورا ستونزمن و. نوموړې اوس مهال له خپل مسلک څخه لرې شوې خو وایي چې د طالبانو تر راتګ وروسته یې هم کار ته دوام ورکړی و.
هغه وایي:« د خبریالۍ کار په هغه ډول شونې نه وه چې کوم شرایط طالبانو ټاکلي و، هره ورځ به له نویو ستونزو او بندیزونو سره مخ کېدو،د مخ له پټېدو د سوژو تر ټاکلو هیڅ هم زمونږ اختیار کې نه و هر څه جبري و اخر مې کار پریښود.»
هغه وایي چې ډېر افسوس کوي چې د دومره زده کړو او کار وروسته یې جنسیت او مسلک دواړه د کار کولو لپاره خڼد ګرځېدلي.

نوموړې وایی چې مونږ د طالبانو د تاوتریخوالي له امله قرباني شوی یو. نوموړې وایې چې نارینه اوښځېنه خبریالانې دواړه اوس مهال د طالبانو هر دډول قانون پلې کېدو او د غاړې ایښودو ته مجبور دی.

هغه زیاتوی: « زه مې هره ورځ له خپلو همکارانو سره په اړېکه کې یم ښایي اړ دي د ژوندي پاتې کېدو لپاره هر څه په پټه خوله وزغمی که هغه نارینه دي او که ښځینه، ځوک نشي کولی رښتیا ووایي، خلاصه ویلی شم که چا مسلک پریښی، وطن یې پریښی یا اړ دی چې د دغو محدویتونو تر سیوري لاندې کار وکړی ټول قربانی دی.»
بلخوا د بې‌پولې خبریالانو بنسټ(ار ایس ایف) هم د دغې ورځې په مناسبت خپاره کړي راپور کې ویلي د طالبانو پر هغو تګلارو نیوکه کړې چې د خپلواکو رسنیو فعالیت محدودوي او د خبریالانو د لاسرسي د محدودېدو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه بنسټ د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده نوم د هغو ۳۳ کسانو او بنسټونو په نوملړ کې شامل کړي چې د دغه سازمان په وینا، په ۲۰۲۶ کال کې یې د رسنیو ازادي محدوده کړې ده.

د نوامبر دویمه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت پای ته رسولو نړیواله ورځ هر کال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او جرمونو په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو، د دغو جرمونو د عاملانو د قانوني محاکمې غوښتنو او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د نړیوالو هڅو د پیاوړتیا په موخه نمانځل کیږي

افغان کډوال: د ترکیې سرحدي پولیسو نیول شوي کسان بربنډ کړي او وهلي دي

۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۳۳ GMT+۰
100%

د افغان کډوالو د څرګندونو له مخې، د ترکیې سرحدي پولیسو یوشمېر نیول شوي افغانان بربنډ کړي او سخت یې وهلي دي. په یوه ویډیو کې چې د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته لېږل شوې، د څو افغان ځوانانو بربنډ او ټپي بدن لیدل کېږي.

په دغه یوه دقیقه‌یي ویډیو کې د ډېرو ځوانانو پر بدن د وهلو ټکولو څرګندې نښې او ټپونه لیدل کېږي. د ویډیو د لېږونکي په وینا، دغه پېښه د لړم په اتمه د ترکیې د ماکو او چالدران سیمو ته څېرمه شوې ده.

د ویډیو لېږونکي افغانستان انټرنشنل ته په یوه پیغام کې د ترکیې پولیس تورن کړي، چې نیول شوي کډوال یې سخت وهلي او د ځینو پر بدن یې جوش اوبه اړولي دي. نوموړي د دغه کډوالو د وضعیت د څېړلو غوښتنه کړې ده.

تر دې پېښې یوه اوونۍ مخکې، د لړم په درېیمه هم یوشمېر افغان پناه‌غوښتونکو په چالدران سیمه کې افغانستان انټرنشنل ته د ویډیوګانو په لېږلو د ترکیې سرحدي ځواکونه په شکنجه او ناوړه چلند تورن کړي وو.

له دغه پناه‌غوښتونکو یوه ویلي و، په سیمه کې تر ۴۰ ډېر ټپیان شته چې د ترکیې له توقیف‌ ځایونو اېستل شوي دي. د دوی په وینا، څو اوونۍ په توقیف کې ساتل شوي، کافي خواړه یې نه دي ترلاسه کړي او د سرحدي دېوال په اوږدو کې په جبري کارونو ګومارل شوي دي.

په لېږل شویو ویډیوګانو کې د ځوانانو یوه ډله تر دوو خېمو لاندې لیدل کېږي، چې د ځینو مخونه او بدنونه ټپي او په وینو لړلي دي. د ترکیې پولیس تر دې مخکې هم له افغان کډوالو سره په ناوړه چلند تورن شوي دي.
د ترکیې د بشري حقونو ټولنې په یوه راپور کې چې د تېرکال د لړم په ۲۳مه یې خپور کړی ویلي، چې د یادې ادارې د څېړنې په موده کې ۱۰۱ پناه‌غوښتونکي د نیول کېدو پرمهال د کډوالو د ساتنې په رسمي مرکزونو کې له شکنجې او ناوړه چلند سره مخ شوي دي.

د بشري حقونو څار سازمان هم د ترکیې په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي و، چې د دغه هېواد حکومت د افغانانو او د یوشمېر نورو غیر اروپايي هېوادونو د وګړو لپاره د پناه غوښتنې شرایط سخت کړي دي. د دغه سازمان په وینا، ترکیه لاهم کډوال په ډله‌ییز ډول باسي او یا یې له خپلو پولو بېرته شړي.

خو د ترکیې پولیس وايي، چې له کډوالو سره د دوی د مامورینو چلند د کورنیو او نړۍوالو قوانینو له مخې کېږي او د هغوی انساني کرامت ته درناوی لري. د ترکیې پولیس همداراز ټینګار کوي، چې نیول شویو کډوالو ته خواړه، اوبه او روغتیايي خدمتونه برابروي.

د کډوالۍ د لارې له ګواښونو او له کډوالو سره د ناوړه چلند د پرله‌پسې راپورونو سره سره، په افغانستان کې اقتصادي ستونزې او د بشري حقونو په اړه اندېښنې لاهم ګڼ ځوانان د هېواد پرېښودو ته اړ باسي. یوشمېر یې هڅه کوي، چې د ترکیې له لارې اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

یوه ورځ د کابل له کوچني سپندي سره

۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۱۸ GMT+۰
•
نویده خوشبو
100%

یوولس کلن سهراب د کابل د بره‌کي څلورلارې په کوڅو کې سپېلني دودوي. هغه سهار وختي له کوره وځي او تر ماښامه د دوکانونو، لارویانو او روانو موټرو ترمنځ د خپلې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ په لټه ګرځي.

100%

سهراب هر نوي پرانیستل شوي دوکان ته سر ورښکاره کوي، سلام اچوي، سپېلني دودوي او خپله زمزمه پیلوي:
«سپند بلا بند،
به حق شاه نقشبند،
چشم خویش، چشم مېش،
چشم همسایه بداندېش،
چشم خود و بېگانه،
سپند چشم حسود و دشمن را بترکانه.»
هغه له یوې زړې فلزي قوطۍ د سپېلنیو لوښی جوړ کړی دی. د قوطۍ اوسپنیز لاستی په کېڼ لاس نیسي، په ښي لاس له جېبه سپېلني راباسي، پر سکرو یې شېندي او نری پوکی ورته کوي. سپین دود چې پورته شي، سهراب یې په دوکان کې ګرځوي.

100%

هغه څو شېبې درېږي. که دوکاندار پیسې ورکړي او که نه، خپله زمزمه بشپړوي او ځي.
کله لارویانو ته سپېلني وکړي، کله یې سترګې په روانو موټرو شي منډه وکړي.

100%

سهراب افغانستان انټرنشنل ته وویل، له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانۍ د ورځې کار کوي. له سهاره تر ماښامه همدلته وي، له ډېرو سره بلد دی. سهراب وايي، غرمه کله ځینې هټۍوال ډوډۍ او چای هم ورکوي.
د خلکو د چلند په اړه وايي: «ځینې راباندې څو وارې سپېلني وکړي، زمزمې وکړي خو پیسې نه راکوي. ځینې بیا ښه وي، ښه چلند وکړي». سهراب ښوونځي ته نه ځي. د ښوونځي په اړه د پوښتنو سم ځواب نه راکوي، وايي: «نه کېږي ښوونځی. باید کار وکړم، ښوونځي ته نه ځم».
سهراب ماشوم دی، خو د څېرې بڼه یې د لوی سړي په څېر ده. غږ او انداز یې ماشومانه نه دي؛ خبرې یې د لویانو غوندې دي او پر تندي یې د مشر سړي اندېښنه، مسوولیت او فکر له ورایه ښکاري.

100%

هغه وايي، یوه خونه یې په یوې ګډې حویلۍ کې په کرایه نیولې ده. د میاشتې کرایې پوره کول خورا ګران دي. د راتلونکي په اړه نه پوهېږي. وايي: «سوله دې وي، ارامي دې وي، دسترخوان باندې ډوډۍ دې وي».

100%

د دې خبرې د معنا په اړه وايي: «زه ماښام وچه ډوډۍ او مستې کور ته وړم. یعنې زه او خویندې او وروڼه مې هم کله غوښه او وربجې او نور خواړه وخورو؛ غریبي دې نه وي».
د یونېسف او یونسکو د ۲۰۲۵کال د راپور له مخې، په افغانستان کې له ۲.۱۳ مېلیونو ډېر د لومړني ښوونځي د عمر ماشومان له ښوونځيو بهر دي. د وروستۍ ملي سروې له مخې، له پنځو تر اوولسو کلونو ۱۹.۴ سلنه ماشومان په کار بوخت دي؛ یعنې له نږدې هرو پنځو ماشومانو یو.
سهراب هم د همدې ماشومانو له ډلې دی. هغه د ورځې په پای کې خپل سپېلني، سکاره او د ورځې ګټه راټولوي. وايي: «نن مو خیټې مړې شي، سبا ته خدای مهربانه دی».

100%

هغه خپله ورځ د بره‌کي په هماغه کوڅه کې پای ته رسوي، چې د ۱۳۹۹کال د کب پر درېیمه په‌کې یو بل اته کلن سپندي ماشوم چې هغه هم سهراب نومېده، په یوه چاودنه کې ووژل شو.
وژل شوی سهراب د ډوډۍ پیدا کولو لپاره له چاریکار څخه کابل ته راغلی و. د ورځې به یې له خپلو درېیو وروڼو سره سپېلني دودول او ماښام به یې ژاولې پلورلې. له وژل کېدو لږ مخکې یې د لسو افغانیو سپېلني په پور اخیستي وو او هټۍوالو ته یې ویلي و، چې ماښام به خپل وسایل واخلي او کور ته به ولاړ شي؛ خو بېرته ستون نه شو.
کوڅه هماغه ده، کار هماغه دی او نوم هم سهراب؛ یوازې ماشوم بدل شوی دی.

100%

روسیه له طالبانو سره د شوروي پخوانیو ټانکونو د بیارغونې په برخه کې مرسته کوي

۱۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۳۰ GMT+۰
100%

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي همکاریو تر هوکړې وروسته مسکو په افغانستان کې د شوروي د وخت زړو ټانکونو او پوځي تجهیزاتو بیارغونې ته لومړیتوب ورکړی. د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس ضیا سراج وايي، د طالبانو مشر د درنو وسلو د کمښت جبران لپاره د دغه پوځي تجهیزاتو د ترمیم امر کړی.

روسي رسنیو په دې وروستیو کې یوه ویډیو خپره کړې، چې په‌کې د ټانکونو او زغره‌والو وسایطو یوه ډله له نوي رنګ سره په یوه نامعلومه ځای کې د ترمیم‌ځای ترڅنګ لیدل کېږي. په دغه وسلو کې د شوروي پخواني ټي‌۵۵ او ټي‌۶۲ ټانکونه او بي‌اېم‌پي‌۱ او بي‌اېم‌پي‌۲ زغره‌وال وسایط شامل دي؛ هغه تجهیزات چې د شوروي اتحاد د یرغل پرمهال په پراخه کچه افغانستان ته لېږدول شوي وو.

روسيې «لومړی تخنیک» وېب‌پاڼې د دغه ټانکونو ترمیم د مسکو او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو له هوکړې سره تړلی بللی دی. خو د طالبانو له‌خوا د شوروي پاتې شویو وسلو ترمیم د یادې هوکړې له لاسلیک مخکې هم پیل شوی و.

د طالبانو دفاع وزارت د ۱۴۰۳کال په لړم میاشت کې اعلان کړی و، چې د ۲۱۵ عزم قول اردو تخنیکي ډلو دوه ټي‌۵۵ او دوه ټي‌۶۲ ټانکونه ترمیم کړي دي. وروسته د دغه وزارت یوې خپرونې راپور ورکړ، چې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو په تېرو درېیو کلونو کې ټول ۵۹ روسي ټانکونه بېرته فعال کړي دي.

روسیې او طالبانو د روان کال د غبرګولي په شپږمه، مسکو ته څېرمه د امنیتي غونډې په څنډه کې د پوځي او تخنیکي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د غبرګولي په ۱۱مه له «ریانووستي» خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي و، چې د طالبانو اصلي لېوالتیا په افغانستان کې د شته روسي پوځي تجهیزاتو ترمیم او بیارغونه ده.

د طالبانو د دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد هم له روسیې تر بېرته ستنېدو وروسته ویلي و، چې په افغانستان کې شته روسي تجهیزات ساتنې، پرمختیا او څارنې ته اړتیا لري.

د روسیې مشهورې ورځپاڼې «روسیسکایا ګازېتا» لیکلي، چې په افغانستان کې د شوروي د وخت د درنو پوځي تجهیزاتو د بیارغونې بهیر روان دی او له طالبانو سره د مسکو وروستۍ هوکړې د دغه ډول همکاریو لپاره زمینه برابره کړې ده. په راپور کې د اېم‌ای ۱۷ چورلکو او کاماز موټرو ترمیم ته هم اشاره شوې، چې ښايي د دواړو لورو همکاري یوازې د پخوانیو ټانکونو ترمیم پورې محدوده نه وي.

د پخوانیو وسلو د ترمیم اړتیا

افغانستان ته د شوروي وسلو د لېږد بهیر د شوروي اتحاد له یرغل څخه هم څو لسیزې مخکې پیل شوی و. مسکو په تېرو لسیزو کې د افغانستان حکومتونو ته ټانکونه، الوتکې او نور درانه پوځي تجهیزات ورکول او افغان پوځیان یې د کارولو لپاره روزل.

دغه تجهیزات د افغانستان د جګړو پر مهال د بېلابېلو وسله‌والو ډلو لاسونو ته ولوېدل. یوه برخه یې ویجاړه شوه او یوه بله برخه یې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د درنو وسلو د راټولولو په پروګرام کې دولتي زېرمتونونو ته ولېږدول شوه.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ څېړونکې ډیډي ډرکسن په یوه څېړنه کې لیکلي، چې د درنو وسلو د راټولولو پروګرام تر پایه پورې ۱۲زره او ۲۴۸ درنې وسلې راټولې او په ځانګړو ځایونو کې وساتل شوې.

طالبانو د پخواني افغان پوځ د وسلو لویه زېرمه ترلاسه کړه؛ خو د دغه تجهیزاتو ساتنه او فعال ساتل ورته ستونزمن دي. رویټرز هم د ستراتیژیکو مطالعاتو نړۍوال انسټیټیوټ د معلوماتو په حواله د پرزو، مسلکي کارکوونکو او تخنیکي خدمتونو محدود لاسرسی د طالبانو د پوځي وړتیاوو له کمزوریو ګڼلی دی.

د پخواني حکومت د ملي امنیت رییس احمدضیا سراج له «ایندیپېنډنټ» ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې لوېدیځ تجهیزات ډېر لګښت لري او د ناټو له ملاتړ پرته یې ساتنه ستونزمنه ده. د هغه په وینا، د همدې لامل له مخې د طالبانو مشر د روسي وسلو د ترمیم امر کړی دی.

سراج ویلي، چې طالبانو د پخوانیو حکومتونو د دفاع وزارت تخنیکي کارپوهان په کندهار کې راټول کړي؛ څو ټانکونه او درانه پوځي تجهیزات ورغوي، خو له روسیې د نویو پرزو له پېرلو پرته د دې کار دوام ستونزمن دی.

د روسیې د پرزو او تخنیکي کارپوهانو تر لاسرسي سربېره د اوکراین جګړې هم وښوده، چې د ټي‌۵۵ او ټي‌۶۲ په څېر زاړه ټانکونه سره له دې چې څو لسیزې عمر لري لا هم په جګړو کې کارول کېدای شي.

د برېتانیا د متحدو سلطنتي خدماتو انسټیټیوټ څېړونکي سم کرني ایوانز لیکلي، زاړه ټانکونه لاهم د هغه پلي ځواکونو لپاره ګواښ پېښولای شي چې زغره‌وال وسایل او د ټانک ضد وسلې نه لري.

د دغه ټانکونو کارونه د افغانستان د جمهوري نظام پرمهال هم روانه وه او د طالبانو پرضد په جګړو کې ترې ګټه اخیستل کېده. د «سټارز اېنډ سټرایپس» ورځپاڼې د ۱۳۹۷ کال د زمري په ۲۶مه راپور ورکړی و، چې د دغه ټانکونو ځینې یې په هلمند، کندوز، کاپیسا او بغلان ولایتونو کې ځای پر ځای شوي وو.

روسیې له طالبانو سره د پوځي او تخنیکي همکاریو هوکړه وروسته له هغه لاسلیک کړه، چې دغه ډله یې په رسمیت وپېژندله. اوس په داسې حال کې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا روانه ده او طالبان د سملاسي کارونې وړ پوځي تجهیزاتو ته اړتیا لري، د یادې هوکړې عملي کېدل به څرګنده کړي چې مسکو د شوروي د وخت د زړو وسلو د بیارغونې لپاره تر کومه بریده پانګونې ته چمتو دی. د دغه وسلو فعال ساتل د پرزو او دوامدارې تخنیکي مرستې غوښتنه کوي.