• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګوترېش د خبریالانو لپاره د عدالت غوښتنه وکړه

۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۲۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۲۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، په ټوله نړۍ کې خبریالان د رښتیا ویلو لپاره درنه بیه پرې کوي. هغه دغه راز ویلي، چې د خبریالانو د رښتیا خپرولو مخنیوی ټول انسانان زیانمنوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې خبریالان د حقیقت ویلو خورا درنه بیه پرې کوي.

هغه ټینګار کړی، چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسولو او هغوی ته د عدالت د تامین لپاره باید په نړیواله کچه کار وشي.

ګوترېش زیاتوي، کله چې خبریالان په نښه کېږي او د هغوی د غږ او راپور ورکولو مخه نیول کېږي، دا چاره یوازې پر هغوی نه؛ بلکې پر ټولې ټولنې اغېز کوي او ټول انسانان زیانمنوي.

د هغه په وینا، د خبریالانو خوندیتوب د بیان د ازادۍ او ولسونو ته د معلوماتو رسولو بنسټیز شرط دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړې، چې په نړۍ کې د حقایقو د رابرسېره کولو په لاره کې د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه او بریدونه د منلو وړ نه دي.

هغه په ډاګه کړه، چې د دغو جنایتونو د عاملانو بې‌ځوابه پاتې کېدل ناوړه دود دی. د هغه په وینا،نړیواله ټولنه باید خبریالانو ته عدالت وغواړي.

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) ویلي، چې په نړۍ کې د خبریالانو د وژلو ۸۶ سلنه دوسیې لا هم له قانوني تعقیب څخه لرې پاتې دي او عاملان یې نه دي مجازات شوي.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د عاملانو نه محاکمه به په نړۍ کې د خبریالانو امنیت له ستر ګواښ سره مخامخ کړی دی.

ډېر لیدل شوي

امریکايي کانګرس غړې: ټرمپ له افغان متحدینو سره د امریکا ژمنه څو ځله ماته کړې ده
۱

امریکايي کانګرس غړې: ټرمپ له افغان متحدینو سره د امریکا ژمنه څو ځله ماته کړې ده

۲
ځانګړی

د ویزو د تور بازار منځګړو له لسګونو تنو سلګونه زره ډالره اخیستي خو بېرته یې نه دي ورکړي

۳

قیوم کوچی: له مولوي هبت الله سره د لیدنې وړاندیز مې ځکه رد کړ چې یوازې هغه باید غږیدلی وای

۴

افغان کډوال: د ترکیې سرحدي پولیسو نیول شوي کسان بربنډ کړي او وهلي دي

۵

ایران کې د افغان پخوانیو چارواکو د امنیت په اړه اندېښنې؛ د احمدخان غوري د وژلو هڅه شوې ده

•
•
•

نور خبرونه

هبت‌الله او ټرمپ؛ د بې‌پولې خبریالانو د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ محدودوونکو په نوملړ کې

۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۴۶ GMT+۰
100%

بې‌پولې خبریالانو بنسټ د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نومونه د هغو ۳۳ کسانو او بنسټونو په نوملړ کې شامل کړي چې د دغه سازمان په وینا، په ۲۰۲۶ کال کې یې د رسنیو ازادي محدوده کړې ده.

دغه سازمان په افغانستان کې د طالبانو پر هغو تګلارو نیوکه کړې چې د خپلواکو رسنیو فعالیت محدودوي او همداراز یې په امریکا کې دولتي ادارو او د پرېکړو مرکزونو ته د خبریالانو د لاسرسي د محدودېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د نومبر په دویمه، چې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیواله ورځ ده، د ۲۰۲۶ کال راپور د «رسنیو د ازادۍ محدودوونکو نوملړ» تر سرلیک لاندې خپور کړی دی.

دغه سازمان په خپل راپور کې ۳۳ سیاسي مشران، دولتي ادارې، جنایي ډلې او د ټکنالوژۍ شرکتونه په پنځو برخو کې ډلبندي کړي دي. دا برخې سیاسي، امنیتي، قضایي، اقتصادي او ټولنیزې دي.

د راپور یوه مهمه برخه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوم په دې نوملړ کې شاملېدل دي. دا په داسې حال کې ده چې نوموړی د خپلې دویمې ولسمشرۍ دورې له پیل وروسته د رسنیو پر وړاندې د حکومت د اقداماتو له امله د دغه سازمان تر نیوکو لاندې دی.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان ویلي، د ټرمپ د حکومت اقدامات نور یوازې پر رسنیو لفظي بریدونو او سیاسي دریځونو پورې محدود نه دي، بلکې د هغه حکومت خبریالانو ته دولتي ادارو او د پرېکړو مرکزونو ته لاسرسی هم محدود کړی دی.

د دغه راپور له مخې، امریکا د رسنیو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې اوس ۶۴م ځای لري.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان عمومي مشر تیبو بروتین ویلي، په نوملړ کې شامل کسان او بنسټونه د فزیکي او لفظي تاوتریخوالي، قضایي او اقتصادي فشارونو او د معلوماتو د لاس‌وهنې له لارې د خپلواکو رسنیو فعالیت محدودوي او د خلکو د ازادو معلوماتو ترلاسه کولو مخه نیسي.

هبت‌الله اخوندزاده د رسنیو د ازادۍ محدودوونکو سیاسي مشرانو په ډله کې

د راپور په سیاسي برخه کې د اتوو هغو مشرانو او سیاسي چارواکو نومونه راغلي چې د بې‌پولې خبریالانو سازمان په وینا، د خپلواکو رسنیو په ځپلو او د بیان د ازادۍ په محدودولو کې رول لري.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین، د اذربایجان له ولسمشر الهام علي‌اف، د بېلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو، د نیکاراګوا له مشرانو ډانیل اورتېګا او روزاریو موریو، د اوګانډا له موهوزي کاینروګابا او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په دې برخه کې شامل شوی دی.

پر خبریالانو تاوتریخوالی

د راپور په امنیتي برخه کې د اتوو کسانو او بنسټونو نومونه راغلي چې د خبریالانو په وژلو، پر هغوی په بریدونو او د هغوی په نیولو کې د ښکېلتیا له امله په نوملړ کې شامل شوي دي.

د اسراییلو پوځ او د بنیامین نتنیاهو حکومت په غزه، لوېدیځه غاړه او لبنان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د چلند له امله په دې برخه کې یاد شوي دي.

د چین کمونیست ګوند هم د دغه هېواد د ولسمشر شي جین‌پینګ په مشرۍ د ګڼو خبریالانو د زنداني کولو له امله په نوملړ کې شامل شوی دی. د بې‌پولې خبریالانو سازمان په وینا، چین په نړۍ کې د زنداني خبریالانو تر ټولو لوړ شمېر لري.

دغه سازمان د مکسیکو د نشه‌يي توکو د قاچاق د ډلو، په ځانګړي ډول د «خالیسکو نوې نسل» کارټل نوم هم اخیستی دی. د راپور له مخې، په مکسیکو کې سازمان شوې جنایي ډلې د ۲۰۲۶ کال له پیله په منځنۍ توګه هره میاشت نږدې یو خبریال وژني.

د بورکینا فاسو واکمنه پوځي شورا، د سعودي عربستان حکومت، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د مارچ ۲۳مه وسله‌وال غورځنګ او د ګیني واکمنه پوځي شورا هم په دې برخه کې شامل شوي دي.

د قضایي نظام کارول او پر رسنیو اقتصادي فشارونه

د بې‌پولې خبریالانو سازمان په قضایي برخه کې شپږ کسان او بنسټونه تورن کړي چې د خبریالانو د ځپلو او د رسنیو د فعالیتونو د محدودولو لپاره له قضایي نظام څخه کار اخلي.

د امریکا برېنډن کار، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د هانګ‌کانګ اجرائیوي مشر جان لي کا-چیو، د روسیې د مخابراتو څارونکې اداره روسکومنادزور، د هند اډاني شرکتونو ډله او د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف په دې برخه کې شامل دي.

په اقتصادي برخه کې بیا شپږ کسان او شرکتونه د مالي وسایلو په کارولو سره پر رسنیو د فشار راوړلو او د هغوی په خپرنیزو چارو کې د لاسوهنې په تور یاد شوي دي.

د امریکا د الفبېټ او مېټا ټکنالوژۍ شرکتونه، د ګرجستان بیدزینا ایوانیشویلي، د فرانسې وینسان بولوره، د روسیې ولادیمیر تاباک او د کینیا ولسمشر ویلیام روتو په دې برخه کې شامل شوي دي.

پر رسنیو د بې‌باورۍ خپرول

د راپور په ټولنیزه برخه کې د اوو کسانو او بنسټونو نومونه راغلي چې د بې‌پولې خبریالانو سازمان په وینا، پر رسنیو او خبریالانو د بریدونو له لارې یې د ژورنالېزم پر وړاندې د خلکو د بې‌باورۍ په زیاتولو کې ونډه لرلې ده.

د امریکا میلیاردر ایلان ماسک، د ارجنټاین ولسمشر خاویر میلی، د سلواکیا لومړی وزیر رابرټ فیکو، د روسیې ټوډې شبکې مشره مارګریتا سیمونیان، د اسراییلو «انست ریپورټینګ» بنسټ، د هند «اوپي‌انډیا» رسنۍ او د بورکینا فاسو یو بل بنسټ په دې برخه کې شامل شوي دي.

د راپور له مخې، خاویر میلی یوازې د ۲۰۲۶ کال په اپرېل او مې میاشتو کې، په ۴۷ ورځو کې، پر اېکس ټولنیزه شبکه د رسنیو پر ضد تر یو زرو او ۶۰۰ ډېر پیغامونه خپاره کړي دي.

د تېر کال له نوملړ څخه د ځینو کسانو ایستل

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د راپور په وروستۍ برخه کې د تېر کال په پرتله د سږني نوملړ بدلونونو ته هم اشاره کړې ده.

د راپور له مخې، د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي نوم د هغه تر وژل کېدو وروسته له نوملړه ایستل شوی دی. د سرچینې په متن کې د هغه وژل کېدل د امریکا او اسراییلو ترمنځ د جګړې پر مهال د امریکا بریدونو ته منسوب شوي دي.

د وینزویلا د پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو نوم هم وروسته له هغه له نوملړه ایستل شوی چې د راپور له مخې، نیول شوی او په امریکا کې فدرالي زندان ته لېږدول شوی دی.

همداراز، د هنګري د پخواني لومړي وزیر ویکتور اوربان او د سربیا د ولسمشر الکساندر ووچیچ نومونه د ټاکنیزو او سیاسي بدلونونو له امله له نوملړه لرې شوي دي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان ویلي، دغه نوملړ یې د ۲۰۲۶ کال د کسانو او بنسټونو د کړنو پر بنسټ چمتو کړی، څو د رسنیو په ځپلو او د خبریالانو د فعالیتونو په محدودولو کې د هغوی ونډه او مسوولیت څرګند کړي.

افغان کډوال: د ترکیې سرحدي پولیسو نیول شوي کسان بربنډ کړي او وهلي دي

۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۳۳ GMT+۰
100%

د افغان کډوالو د څرګندونو له مخې، د ترکیې سرحدي پولیسو یوشمېر نیول شوي افغانان بربنډ کړي او سخت یې وهلي دي. په یوه ویډیو کې چې د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته لېږل شوې، د څو افغان ځوانانو بربنډ او ټپي بدن لیدل کېږي.

په دغه یوه دقیقه‌یي ویډیو کې د ډېرو ځوانانو پر بدن د وهلو ټکولو څرګندې نښې او ټپونه لیدل کېږي. د ویډیو د لېږونکي په وینا، دغه پېښه د لړم په اتمه د ترکیې د ماکو او چالدران سیمو ته څېرمه شوې ده.

د ویډیو لېږونکي افغانستان انټرنشنل ته په یوه پیغام کې د ترکیې پولیس تورن کړي، چې نیول شوي کډوال یې سخت وهلي او د ځینو پر بدن یې جوش اوبه اړولي دي. نوموړي د دغه کډوالو د وضعیت د څېړلو غوښتنه کړې ده.

تر دې پېښې یوه اوونۍ مخکې، د لړم په درېیمه هم یوشمېر افغان پناه‌غوښتونکو په چالدران سیمه کې افغانستان انټرنشنل ته د ویډیوګانو په لېږلو د ترکیې سرحدي ځواکونه په شکنجه او ناوړه چلند تورن کړي وو.

له دغه پناه‌غوښتونکو یوه ویلي و، په سیمه کې تر ۴۰ ډېر ټپیان شته چې د ترکیې له توقیف‌ ځایونو اېستل شوي دي. د دوی په وینا، څو اوونۍ په توقیف کې ساتل شوي، کافي خواړه یې نه دي ترلاسه کړي او د سرحدي دېوال په اوږدو کې په جبري کارونو ګومارل شوي دي.

په لېږل شویو ویډیوګانو کې د ځوانانو یوه ډله تر دوو خېمو لاندې لیدل کېږي، چې د ځینو مخونه او بدنونه ټپي او په وینو لړلي دي. د ترکیې پولیس تر دې مخکې هم له افغان کډوالو سره په ناوړه چلند تورن شوي دي.
د ترکیې د بشري حقونو ټولنې په یوه راپور کې چې د تېرکال د لړم په ۲۳مه یې خپور کړی ویلي، چې د یادې ادارې د څېړنې په موده کې ۱۰۱ پناه‌غوښتونکي د نیول کېدو پرمهال د کډوالو د ساتنې په رسمي مرکزونو کې له شکنجې او ناوړه چلند سره مخ شوي دي.

د بشري حقونو څار سازمان هم د ترکیې په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي و، چې د دغه هېواد حکومت د افغانانو او د یوشمېر نورو غیر اروپايي هېوادونو د وګړو لپاره د پناه غوښتنې شرایط سخت کړي دي. د دغه سازمان په وینا، ترکیه لاهم کډوال په ډله‌ییز ډول باسي او یا یې له خپلو پولو بېرته شړي.

خو د ترکیې پولیس وايي، چې له کډوالو سره د دوی د مامورینو چلند د کورنیو او نړۍوالو قوانینو له مخې کېږي او د هغوی انساني کرامت ته درناوی لري. د ترکیې پولیس همداراز ټینګار کوي، چې نیول شویو کډوالو ته خواړه، اوبه او روغتیايي خدمتونه برابروي.

د کډوالۍ د لارې له ګواښونو او له کډوالو سره د ناوړه چلند د پرله‌پسې راپورونو سره سره، په افغانستان کې اقتصادي ستونزې او د بشري حقونو په اړه اندېښنې لاهم ګڼ ځوانان د هېواد پرېښودو ته اړ باسي. یوشمېر یې هڅه کوي، چې د ترکیې له لارې اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

د اوکراین او روسیې متقابل ډرون بریدونه؛ برېښنايي او صنعتي تاسیسات زیانمن شوي دي

۱۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۰
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، د روسیې د بریدونو له امله د دغه هېواد په څلورو سیمو کې د برېښنا رسولو شبکه زیانمنه شوې او خلک له برېښنایي خدمتونو بې‌برخې شوي. ورته مهال روسي چارواکو ویلي، اوکرایني ډرونونو په نیژني نووګورود سیمه کې صنعتي تاسیساتو ته درانه زیانونه اړولي.

زېلېنسکي د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) په ټېلګرام پاڼه لیکلي، چې روسیې د شپې له‌خوا د اوکراین د څلورو سیمو پر برېښنايي تاسیساتو بریدونه کړي دي. هغه ویلي: «د بریدونو شدت ډېر لوړ دی او روسیه هڅه کوي، چې د بالستیک توغندیو د مخنیوي لپاره د اوکراین د دفاعي توغندیو له کمښت څخه تر ټولو ډېره ګټه واخلي».

زېلېنسکي دغه راز ویلي، چې اوکرایني ځواکونو د روسیې په روستوف سیمه کې د کامېنسکي پر فابریکه برید کړی دی. د نوموړي په وینا، دغه فابریکه د روسیې د توغندیو په جوړولو کې ونډه لري.

مسکو په روستوف سیمه کې د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د نیژني نووګورود والي ګلېب نیکیتین ویلي، چې اوکرایني ډرونونو د شپې په پراخ برید کې ځینو صنعتي تاسیساتو ته «د پام وړ زیانونه» اړولي دي. نوموړي د دغه تاسیساتو نوم نه دی په ډاګه کړی.

په دغه سیمه کې د روسیې د تېلو ستر چاڼځای هم موقعیت لري. د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې، چې ځواکونو یې د شپې په اوږدو کې د دغه هېواد پر بېلابېلو سیمو ۲۳۵ اوکرایني ډرونونه نسکور کړي دي. ورته مهال د اوکراین هوايي ځواک ویلي، چې د شنبې په ماښام د روسیې له‌خوا د توغول شویو ۴۳۳ لرې واټن ویشتونکو ډرونونو له ډلې یې ۳۷۱ نسکور کړي دي.

د اوکراین هوايي ځواک په خپلې سهارنۍ خبرپاڼه کې ویلي، چې د یکشنبې تر سهاره لاهم لسګونه روسي ډرونونه په هوا کې وو او د اوکراین په پلازمېنه کییف کې له نیمې شپې راهیسې شپږ ځله د ډرونونو د برید خبرداری ورکړل شوی دی.

د نیژني نووګورود سیمه‌ییزو چارواکو د زیانمن شويو تاسیساتو نوم نه دی اخیستی، خو ویلي یې دي چې د تېلو پمپونو ته د سون‌توکو د رسولو لپاره اقدامات کوي. د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، سیمه‌ییزو چارواکو له موټر چلوونکو غوښتي چې «یوازې د اړتیا په اندازه تېل وپېري او په وارخطایۍ د تېلو له پراخو پېرلو ډډه وکړي». دغه خبرداری ښيي، چې ښايي برید د سیمې د تېلو چاڼ یا د سون‌توکو رسولو پر تاسیساتو شوی وي.

اوکراین سملاسي د نیژني نووګورود د برید مسوولیت نه دی منلی. روسیې د جمعې په ورځ ویلي و، اوکراین یو ځل بیا د دغه هېواد د تېلو پر چاڼځایونو بریدونه پیل کړي دي. اوکراین وايي، د بشپړ اوربند ملاتړ کوي؛ خو مسکو دې ته چمتو نه دی چې له دغه ډول هوکړې سره موافقه وکړي.

امریکايي کانګرس غړې: ټرمپ له افغان متحدینو سره د امریکا ژمنه څو ځله ماته کړې ده

۱۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۵۳ GMT+۰
100%

د امریکا د کانګرس غړې سیډني کاملاګر ډوو د دغه هېواد پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې نوموړي څو ځله له هغو افغانانو سره د امریکا کړې ژمنه تر پښو لاندې کړې، چې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې پر مهال یې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ خدمت کړی دی.

کاملاګر ډوو د نیویارک ټایمز هغه راپور ته په غبرګون کې چې ګواکي د ترمپ دولت غواړي په لویزیانا کې د لسګونو نیول شویو افغان کډوالو له ډلې ۱۵۰ تنه د پاکستان له لارې افغانستان ته واستوي، ویلي چې دغو افغانانو د افغانستان په جګړه کې د شاوخوا ۲۰ کلونو لپاره د امریکايي سرتېرو ترڅنګ اوږه په اوږه مبارزه کړې او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته امریکا ژمنه کړې وه، چې د هغوی ساتنه به کوي.

هغې ټینګار کړی، چې له دغو افغان متحدینو سره د شوې ژمنې نه عملي کول یوازې د هغوی د پرېښودو معنا نه لري، بلکې راتلونکو متحدینو او همکارانو ته هم دا پیغام لېږي، چې د امریکا پر ژمنو باور نه شي کېدای.

د امریکا د کانګرس دې غړې د ټرمپ د چلند په اړه ویلي، چې د افغان همکارانو د خوندیتوب موضوع باید د ګوندي سیاست په توګه ونه کتل شي، بلکې دا د امریکا د ټولو خلکو او د دغه هېواد د نړیوال اعتبار مسئله ده.

د هغې په وینا، هغه افغانان چې له امریکايي ځواکونو سره یې په جګړه کې همکاري کړې، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د امریکا د ساتنې ژمنې ته سترګې په لار وو؛ خو د دې ژمنې نه پوره کول د هغوی ژوند او راتلونکی له ګواښ سره مخ کولای شي.

د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال زرګونو افغانانو له امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکو، امنیتي همکارانو او نورو برخو کې کار کړی و. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغو افغانانو د ایستلو، بیا مېشتېدو او خوندیتوب موضوع د امریکا د کډوالۍ او بهرني سیاست له مهمو بحثونو څخه ګرځېدلې ده.

د افغان همکارانو د برخلیک موضوع په امریکا کې د دواړو ګوندونو د سیاستوالو ترمنځ هم د بحث وړ ده. د کانګرس غړې کاملاګر ډوو د خپلو څرګندونو له لارې د دغو افغانانو د ساتنې ژمنې ته د امریکا د نړیوال اعتبار له زاویې کتلي دي.

د کډوالو د یو بنسټ «اې ار ای پي» د ۲۰۲۶ کال د جولای د معلوماتو له مخې، د افغانانو لپاره د امریکا د کډوالو د منلو پروګرام هم ځنډول شوی. دغه محدودیتونه د هغو افغانانو د کډوالۍ پر بهیر اغېز لري چې د امریکا له ځواکونو سره د همکارۍ له امله د خوندیتوب او بیا مېشتېدو په تمه دي.

د افغانانو د دغو دوسیو موضوع په داسې حال کې د امریکا په سیاسي بحثونو کې مطرح کېږي چې یو شمېر امریکايي چارواکي او د افغان متحدینو د ملاتړ بنسټونه ټینګار کوي چې واشنګټن باید له هغو افغانانو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي چې د امریکا د شل کلن حضور پر مهال یې ورسره همکاري کړې ده.

په تور سمندرګي کې د غلو دانو لېږد لپاره هڅې؛ امریکا او کاناډا د محدود اوربند ملاتړ وکړ

۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۴۸ GMT+۰
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په ورځ (د لړم ۹مه) وویل، چې نړیواله ټولنه په تور سمندرګي کې د یوه محدود اوربند د رامنځته کولو لپاره مخ پر زیاتېدونکې لېوالتیا ښيي، څو د روسیې او اوکراین د غلو دانو او انرژۍ د لېږد بهیر بې خنډه دوام ومومي.

هغه د نړۍ د شلو سترو اقتصادونو یا جي۲۰ هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته یوه خبري کنفرانس ته څرګنده کړه، چې واشنګټن د کښتیو د تګ راتګ د خوندي کولو په موخه د ترکیې او هند پر وړاندیزونو غور کوي، په داسې حال کې چې د دغې جګړې د پایته رسولو لپاره د پراخو خبرو اترو هڅې هم روانې دي.

روبیو وویل، چې دا جګړه د نړۍ خوراکي او تر یوه حده د انرژۍ امنیت ګواښي او که څه هم محدود اوربند ټوله جګړه نه حل کوي، خو لږ تر لږه یوه مهمه او ځانګړې برخه یې سمبالولی شي. هغه زیاته کړه، چې د ناټو تر هوایي حریم پورې د بې پیلوټه الوتکو تګ او تخریبي هڅې د دې خطر رامنځته کوي چې روانه ویجاړوونکې نښته نورو هېوادونو ته هم وغځېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف د بلنې دفاع وکړه او ویې ویل، چې له مسکو سره له خبرو پرته د جګړې ډیپلوماټیک پای ناشونی دی.

له بلې خوا، د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا اناند له رویټرز سره په مرکه کې وویل، چې هغې د غونډې پر مهال په مستقیم ډول له لاوروف سره مخامخ خبرې کړي او پر اوکراین د مسکو «یرغل»، د ماشومانو اېستل او په تور سمندرګي کې د کښتیو په نښه کول یې له نړیوالو بشري قوانینو سرغړونه بللې ده. اناند څرګنده کړه، چې د اوکراین او هند له بهرنیو چارو وزیرانو سره یې په کتنو کې د ژمي تر رارسېدو وړاندې د خوراکي توکو د رسولو د ځنځیر او د اوکراین پر انرژۍ او برېښنایي تاسیساتو د بریدونو پر درولو ډېر تمرکز کړی، خو روسیې تر اوسه د مخته تګ لپاره لېوالتیا نه ده ښودلې.

د جي‌شل ډلې غونډه د اوکراین او منځني ختیځ د جګړو پر سر د ژورو اختلافاتو له امله بې له کومې ګډې اعلامیې پای ته ورسېده، په داسې حال کې چې لاوروف خبریالانو ته وویل، چې د اوکراین په اړه د مسکو دریځ کې هېڅ بدلون نه‌دی راغلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، چې د غونډې په څنډه کې یې له لاوروف سره په لنډه توګه خبرې کړي او د راتلونکې میاشتې د اپیک په غونډه او په میامي کې د جي‌شل مشرانو په راتلونکې سرمشریزه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د لیدنې پر امکان غږېدلی دی.

هغه زیاته کړه، چې تر اوسه په دغې غونډه کې د پوتین ګډون پرېکنده نه‌دی، خو دا احتمال یې هم رد نه‌کړ چې ټرمپ ښایي د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي ته هم په یاده غونډه کې د ګډون بلنه ورکړي.