• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو په پښتونخوا کې د افغان کډوالو لپاره د دایمي حل‌لارې غوښتنه کړې

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۳۶ GMT+۰

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازو د پښتونخوا له مسوولینو سره په کتنه کې د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو خبرې کړې دي. د یادې کمېشنرۍ استازو په پښتونخوا کې د کډوالو او کوربه هېواد تر منځ د ټولو په ګټه د یوې دایمي حل‌لارې پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازې نوریکو تاکاګي او د پېښور د ساحوي دفتر مشرې ریحانه شکیبایي د خیبر پښتونخوا له لوی سکرټر محمد فخر عالم عرفان او د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو له سکرټر امجد علي خان سره په کتنه کې یو ځل بیا د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او د خیبر پښتونخوا د حکومت ترمنځ د اوږدمهاله ملګرتیا پر دوام ټینګار وکړ.

په پاکستان کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ د دوشنبې ورځې په ناوخته (د لړم ۱۱مه) په همدې تړاو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې کتنه کې یې د کډوالو د خوندیتوب او ټولنیز ګډون د پیاوړتیا په موخه پر خپلو ګډو ژمنو ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو په خیبر پښتونخوا کې د کډوالو او کوربه ټولنو د هوساینې په اړه هم خبرې کړي او «د داسې دوامدارو حل‌لارو پر اهمیت یې ټینګار کړی چې د ټولو په ګټه وي».

دغه لیدنه په داسې حال کې ده، چې په خیبرپښتونخوا کې د والي واکمنۍ او بېړني حالت له پلې کېدو وروسته د تېرې یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) د ناقانونه افغان کډوالو د یو مخیزې اېستنې بهیر پیل شوی دی. د خیبرپښتونخوا مسوولینو ویلي، چې په دغه ایالت کې د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو لپاره یې د پولیسو ۱۲۰ ځانګړې ډلې او ګڼ لنډ مهالي کمپونه هم جوړ کړي دي.

خو په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال بیا وايي، چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال له اګست میاشتې راهیسې د افغانانو د ویزو د تمدیدولو بهیر په ټپه درولی دی. دوی وايي، چې غواړي په قانوني بڼه دغه هېواد کې یو څه وخت تېر کړي، نو د پاکستان حکومت او په ځانګړې توګه کورنیو چارو وزارت باید د افغانانو د ویزو د تمدیدولو بهیر بیا پیل کړي.

ډېر لیدل شوي

هبت‌الله او ټرمپ؛ د بې‌پولې خبریالانو د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ محدودوونکو په نوملړ کې
۱

هبت‌الله او ټرمپ؛ د بې‌پولې خبریالانو د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ محدودوونکو په نوملړ کې

۲

افغان کډوال: د ترکیې سرحدي پولیسو نیول شوي کسان بربنډ کړي او وهلي دي

۳
ځانګړی

د ویزو د تور بازار منځګړو له لسګونو تنو سلګونه زره ډالره اخیستي خو بېرته یې نه دي ورکړي

۴

ایران کې د افغان پخوانیو چارواکو د امنیت په اړه اندېښنې؛ د احمدخان غوري د وژلو هڅه شوې ده

۵

قیوم کوچی: له مولوي هبت الله سره د لیدنې وړاندیز مې ځکه رد کړ چې یوازې هغه باید غږیدلی وای

•
•
•

نور خبرونه

د خلکو پر شتمنیو د طالبانو اور؛ کندهار کې زر ټنه په قانوني توګه راوړل شوي درمل سوځول کېږي

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۳۹ GMT+۰
100%

د کندهار په ګمرک کې طالب چارواکو له یوشمېر نورو مسوولینو سره په ګډه پرېکړه کړې، چې په دغه ګمرک کې له تېرو اتلسو میاشتو راهیسې زېرمه شوي تر زر ټنه زیات درمل وسوځوي؛ هغه درمل چې ارزښت یې شاوخوا شل مېلیون ډالره اټکل شوی دی.

طالبان ادعا کوي، چې دغه درمل قاچاقي، بې‌کیفیته او له نېټې تېر دي؛ خو د درملو یوشمېر سوداګر بیا دغه پرېکړه د خلکو پر شتمنیو ښکاره تېری او له قانوني سوداګرو سره لوی ظلم بولي.

د درملو سوداګر وایي، د دغه درملو یوه لویه برخه د افغانستان له رسمي لارو، د اجازې له ورکړې او قانوني اسنادو سره هېواد ته راوړل شوې ده؛ خو د طالبانو چارواکو د دوی اسنادو او اعتراضونو ته هېڅ ارزښت نه دی ورکړی.

د دوی په وینا، د زرګونه ټنه درملو په اړه له شواهدو او اسنادو پرته د ټولیزې سوځولو پرېکړه نه یوازې د سوداګرو د کلونو پانګه له‌منځه وړې؛ بلکې د خلکو پر اقتصادي ژوند هم جدي ګوزار دی.

یو سوداګر وایي: «په هغه درملو کې چې اوس یې طالبان سوځوي قاچاقي درمل هم شته؛ خو ۱۶۰ موټره درمل په ټي‌یک راغلي دي. ټي‌یک هغه رسمي سند دی، چې افغانستان ته د داخلېدو پرمهال موټرو ته ورکول کېږي. دا په دې معنا ده، چې موټر په رسمي ډول هېواد ته داخل شوی او قانوني اسناد لري. که درمل خراب یا له کومې ستونزې سره مخ وای، باید له پیله یې د داخلېدو اجازه نه وای ورکړل شوې».

د سوداګرو په وینا، که په دغه درملو کې په رښتیاهم قاچاقي، بې‌کیفیته یا له نېټې تېر درمل موجود وي؛ نو باید یوازې هماغه درمل د مسلکي معایناتو او قانوني پروسې له مخې وڅېړل شي، نه دا چې د ټولو درملو د سوځولو له لارې د خلکو مېلیونونه ډالر پانګه په اور اېرې شي.

د کندهار یو بل سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط وایي، د ځینو سوداګرو درمل په قصدي ډول په ګمرک کې بند پاتې شوي وو. د هغه په خبره، چارواکو ورته د درملو د اېستلو لپاره د اجازه نامې غوښتنه کوله؛ خو له دې سره، سره ځینو کسانو ته په کابل کې دغه اسناد ورکړل شوي وو، په کندهار کې بیا د خپلو درملو د اېستلو اجازه نه ورکول کېده.

نوموړی زیاتوي، سوداګرو ټول رسمي اسناد او د قانوني وارداتو مدارک لرل؛ خو د دوی غوښتنې او اعتراضونه له پامه وغورځول شول او اوس یې د کلونو پانګه سوځول کېږي. یو بل سوداګر پر طالبانو سختې نیوکې کوي او وایي، د درملو د بندولو او ځنډولو تر شا قصدي چلند دی.

د هغه په وینا، «طالبانو دغه درمل په قصدي توګه وځنډول؛ څو نېټه یې تېره شي، له دغه درملو څخه یې ډېر بازار ته وړي او پلورلي یې دي، یوازې پاتې برخه یې اوس سوځوي؛ څو خلکو ته داسې وښيي چې ګواکې ټول درمل یې له منځه وړي دي».

کندهار کې د درملو سوداګر د یادې پرېکړې د حقوقي بهیر په اړه هم جدي اعتراضونه لري. د دوی په وینا، لومړنۍ محکمې د درملو د سوځولو پرېکړه کړې وه؛ خو د تمیز محکمې بېرته دغه پرېکړه نقض کړې او د درملو د نه سوځولو حکم یې ورکړی وو.

یوشمېر سوداګر وایي، د دغه درملو تاوان یوازې د څو لویو سوداګرو نه دی؛ بلکې په دې پانګه کې د لسګونه نورو کسانو پیسې، پورونه او د ژوند سپما هم شامله ده. د دوی په خبره، ځینو کسانو د خپل ټول ژوند شتمني په دغه درملو کې پانګونه کړې وه؛ خو اوس یې د یوې پرېکړې په پایله کې هر څه د له منځه تلو په حال کې دي.

یوه زیانمن شوی سوداګر چې د طالبانو له چلند څخه سخت شکایت لري، د لمانځه پرمهال د هغوی پر ضد ښېراوې کوي او وایي، شل کاله یې د طالبانو ملاتړ او ورسره مرسته کړې وه؛ خو اوس یې هماغه کسانو د ژوند ټولې شتمنۍ ور تباه کړې دي.

نوموړی وایي، له طالبانو سره یې همکاري کړې خو اوس ترې پیسې او مالیې اخیستل کېږي او د هېچا غږ نه اورېدل کېږي. دا لومړی ځل نه دی، چې په افغانستان کې د درملو د سوځولو موضوع د سوداګرو او طالب چارواکو ترمنځ جنجال راپورته کوي.

تر دې وړاندې په هرات کې هم په زیاته اندازه هغه درمل سوځول شوي وو، چې د ګمرکي محصول او رسمي اسنادو له لارې هېواد ته وارد شوي وو. سوداګر وایي، طالب چارواکي باید د شل مېلیون ډالرو په ارزښت د دغه درملو د برخلیک په اړه خلکو ته روښانه ځواب ووایي، د سوداګرو اسناد په خپلواکه توګه وڅېړي، د تمیز محکمې د پرېکړې په اړه وضاحت ورکړي او تر هغه چې د هرې جوپې قانوني او روغتیایي وضعیت نه وي روښانه شوی، د درملو د سوځولو بهیر ودروي.

که څه هم د کندهار د ګمرک رییس منصورالحق ذاکر د دغه درملو د سوځېدو په اړه وضاحت ورکړی؛ خو د سوداګرو هیڅ پوښتنې او لاملونو ته یې ځواب نه‌دی ورکړی.

ایران په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان په اړه د څلور اړخیزې غونډې جوړولو هڅه کوي

۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۶ GMT+۰
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، تهران د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو ډیپلوماتیکو خبرو د بیا پیل لپاره هڅې کوي او په پام کې لري چې په راتلونکو میاشتو کې د څلور اړخیزې غونډې زمینه برابره کړي.

بقایي د دوشنبې په ورځ د دغه وزارت په اوونیز خبري کنفرانس کې وویل، د سیمې وروستیو بدلونونو او کړکېچونو د افغانستان د وضعیت، د ترهګریزو ګواښونو د مهار او د دغه هېواد د ثبات او د ګاونډیو هېوادونو د ګډ امنیت ترمنځ د تړاو په اړه د تهران پام نه‌دی اړولی.

هغه وویل، ایران په تېر یوه کال کې له سیمه‌ییزو څو اړخیزو غونډو، په ځانګړي ډول د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې له فرصتونو په ګټې اخیستنې د افغانستان په اړه د څلور اړخیزو خبرو د بیا پیل لپاره هڅې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، د یادې غونډې د جوړېدو لپاره د چمتووالي په موخه د دغه وزارت اړوند عمومي رییس ترکیې او پاکستان ته کاري سفرونه کړي دي. بقایي د دغه هڅو په اړه وویل: «د څلور اړخیزې غونډې د جوړېدو لپاره چې ښايي په راتلونکو میاشتو کې ترسره شي، اړوند ډیپلوماتیکې چارې په جدي توګه روانې دي».

هغه ټینګار وکړ، چې تهران د سیمې د مهمو لوبغاړو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا ته پام کوي او د افغانستان په اړه ډیپلوماتیک بهیر یې په خپل کاري لومړیتوب کې ساتلی دی. بقایي همداراز وویل، چې ایران د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» په نوم د سیمه‌ییزو خبرو اترو بهیر هم د تلې په میاشت کې په جدي توګه څارلی او د یاد بهیر په څنډه کې یې له بېلابېلو هېوادونو سره دوه اړخیزې او څو اړخیزې خبرې کړې دي.

هغه د افغانستان د موضوع د اهمیت په اړه وویل: «په سیمه‌ییزه کچه وروستیو بدلونونو او کړکېچونه هېڅکله د دې لامل نه دي شوي، چې د افغانستان اړوند بهیرونو، د ترهګریزو ګواښونو د مهار او د دغه هېواد د ثبات او د ګاونډیو هېوادونو د ګډ امنیت ترمنځ د نه بېلېدونکي تړاو اهمیت له پامه وغورځوو».

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په داسې حال کې د څلور اړخیزې غونډې د جوړولو لپاره د تهران د هڅو خبر ورکوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان وضعیت، امنیتي اندېښنې او له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې د سیمې د هېوادونو د ډیپلوماتیکو خبرو اترو له مهمو موضوعاتو څخه دي.

د بقایي د څرګندونو له مخې، ایران غواړي د سیمه‌ییزو ډیپلوماتیکو لارو چارو له لارې د افغانستان په اړه خبرې او همغږي پیاوړې کړي؛ خو نوموړي د راتلونکې څلور اړخیزې غونډې د ګډونوالو هېوادونو نومونه او د جوړېدو کره نېټه نه ده په ډاګه کړې.

د ملا هبت الله د کتاب له متن څخه: روزي ورکول یوازې د الله تعالی په واک کې دي

۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۱۲ GMT+۰
100%

د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده په نوم منسوب د «اهل سنت او جماعت» په کتاب کې لیکل شوي چې «روزي ورکول یوازې د الله تعالی په واک کې دي». په دې کتاب کې زیاته شوې، الله تعالی هر چا ته چې وغواړي، روزي ورکوي.

تر دې مخکې د طالبانو یئیس‌الوزرا ملا حسن اخند هم په خپله یوه عامه وینا کې ویلي وو چې روزي ورکول د الله تعالی کار دی.

خو د حکومتولۍ منتقدان او کارپوهان پوښتنه کوي چې که روزي ورکوونکی الله تعالی دی، ایا دا خبره د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ، لوږې او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د حکومت مسوولیت له منځه وړي؟

د دې کتاب په بله برخه کې راغلي چې جهاد به تر قیامته دوام ولري او هېڅ شی به یې باطل نه کړي.

د دې کتاب په ۱۳۸مه پاڼه کې راغلي: «موږ باور لرو چې حج او جهاد د مسلمانانو د امیرانو په مشرۍ (که صالح وي او که ناصالح) تر قیامته دوام لري او هېڅ شی یې نه باطلوي».

100%
د هبت الله اخوندزاده د کتاب ۱۳۸ م مخ

طالبانو د سې‌شنبې په ورځ د لړم په پنځمه، په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې د «اهل سنت او جماعت» په نوم د هغه کتاب د معرفي کولو مراسم جوړ کړل چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده ته منسوب دی.

د دغه کتاب په هغې نسخې کې چې د افغانستان انټرنشنل خبریال کتلې، راغلي چې مسلمانان باید د خپلو واکمنانو پر ضد پاڅون ونه کړي، ان که هغوی ظلم یا ګناه هم وکړي. د کتاب په ۱۳۱مه پاڼه کې راغلي: «موږ د خپلو امیرانو پر وړاندې بغاوت نه کوو، که څه هم هغوی ظلم وکړي او ګناهونه ترسره کړي.»

100%

د همدې پاڼې په دوام کې د واکمنانو اطاعت تر هغه وخته فرض ګڼل شوی چې هغوی د الله تعالی د نافرمانۍ امر ونه کړي. په متن کې راغلي: «موږ د امیرانو اطاعت فرض ګڼو. تر هغه وخته له اطاعت څخه لاس نه اخلو چې هغوی د لوی الله د نافرمانۍ او ګناه امر ونه کړي، او د هغوی د ښېګڼې، اصلاح او ساتنې لپاره دعا کوو.»

د طالبانو د کابینې غړو او والیانو هم په تېرو پنځو کلونو کې په خپلو ویناوو کې د ظلم د ترسره کولو په صورت کې هم د امیر پر اطاعت ټینګار کړی او د هغه مخالفت او پر ضد یې پاڅون روا نه دی ګڼلی؛ پرته له هغه حالته چې واکمن د الله تعالی د نافرمانۍ امر وکړي.

100%
د ملا هبت الله د کتاب د مطالبو نوملړ

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ۱۴۰۴ کال د کب په میاشت کې د دې ډلې د مشر هبت‌الله اخندزاده په نوم د «اهل سنت او جماعت» کتاب د چاپ خبر ورکړ او هغه یې د «سمې عقیدې» د بیانولو او د شریعت له مخې د عمل کولو په برخه کې یو مهم اثر وباله.

له هغه وخت راهیسې طالبانو د دې کتاب پراخ تبلیغ او ستاینه کړې ده؛ په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې د دې کتاب د معرفي کولو له مراسمو نیولې، په ولایتونو کې د کتاب‌لوستنې تر سیالیو پورې.

100%
د ملا هبت الله د کتاب د مطالبو نوملړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دغه کتاب د اسلامي عقیدې په زده‌کړه کې اغېزناک بللی او د وزارت کارکوونکو ته یې لارښوونه کړې چې په دقت سره یې ولولي. د طالبانو ملاتړي دیني عالم فقیرالله فایق د دې کتاب په ستاینه کې تر دې حده وړاندې تللی چې ویلي یې دي، د هبت‌الله اخوندزاده کتاب «د جنت پاسپورټ او ویزه» ده. ښاغلی فایق چې په کابل کې د نعمان ابن ثابت په دیني مدرسه کې تدریس کوي، ویلي چې د ټولو خلکو لپاره اړینه ده چې د هبت‌الله کتاب ولولي.

100%
د ملا هبت الله د کتاب د مطالبو نوملړ

په دې کتاب کې د طالبانو د مشر له نظره د اهل سنت او جماعت د مسلمانانو د عقایدو په اړه ۹۹ ټکي بیان شوي دي. په دغو عقایدو کې هغه موضوعات هم شامل دي چې په اسلامي متونو کې د «الله تعالی صفات، اسلام، پر ملایکو ایمان، قرآن، د اسلام د پیغمبر نبوت، پر ازلي عهد ایمان، لوح محفوظ، کرسي او عرش او اهل قبله» په نومونو یاد شوي دي.

د بحثونو په دوام کې د «ایمان تفصیل، له اختلاف څخه ډډه کول، پر برزخ او قیامت ایمان، د اهل سنت او جماعت ځانګړي عقاید او له پیغمبرانو او صالحو سلفو سره مینه» په اړه هم مطالب راغلي دي.

100%
د ملا هبت الله د کتاب د مطالبو نوملړ

د طالبانو لخوا په بدخشان کې د سرو زرو د وینځونکو ټولنې جوړېدو غبرګونونه را پارولي

۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۴۴ GMT+۰
100%

د بدخشان د سرو زرو د وینځونکو په نوم یوه اتحادیه په دې وروستیو کې د طالبانو د کانونو وزارت له خوا جوړه شوې، چې د کان‌کېندونکو او ځايي اوسېدونکو غبرګونونه یې راپارولي دي.

د دې اتحادیې مسوولان وايي، د جوړېدو موخه یې د سرو زرو د مینځونکو د فعالیتونو اسانه کول، د هغوی ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا او د دې برخې ستونزو ته رسېدنه ده.

د طالبانو رسنیو د یکشنبې په ورځ د لړم په ۱۰مه، راپور ورکړی چې د بدخشان د سرو زرو د وینځونکو اتحادیه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا جوړه شوې او په دې ولایت کې په یوه مراسمو کې یې رییس او غړي معرفي شوي دي. دغه اتحادیه ۱۲ غړي لري او شعیب احمد یې د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

د دې اتحادیې رئیس د هغې جوړېدل په بدخشان کې د سرو زرو د وینځلو د برخې له مهمو اړتیاوو څخه بللي دي.

خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې اتحادیې د جوړېدو او د رئیس او غړو د ټاکل کېدو اعلان د بدخشان د اوسېدونکو، د طالبانو د ادارو د کارکوونکو، کان‌کېندونکو او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

یو شمېر کان‌کېندونکي وايي، د دې اتحادیې د جوړېدو او جوړښت په اړه هېڅ معلومات نه لري او یوازې د رسنیو له لارې یې د هغې له رامنځته کېدو خبر شوي دي. د دوی په وینا، دغه اتحادیه د دې لپاره جوړه شوې چې پر کان‌کېندونکو فشارونه زیات کړي او «د کانونو وزارت د مسوولانو له خوا د غیرمستقیمې باج اخیستنې زمینه برابره کړي».

د بدخشان کان‌کېندونکي وايي، د دې اتحادیې په جوړېدو کې یې هېڅ ونډه نه درلوده او نه پوهېږي چې غړي یې څنګه او د کومو معیارونو له مخې ټاکل شوي دي.

یوې سرچینې ویلي چې د سرو زرو د وینځونکو اتحادیه د طالبانو د کانونو وزارت د حکم له مخې جوړه شوې ده؛ په داسې حال کې چې د نوموړي په وینا، د صنفي اتحادیو جوړېدل باید د اړوند صنف د ټولو غړو د ټاکنو، پوهاوي او هوکړې له لارې ترسره شي.

غبرګونونه؛ د طالبانو ادارې او د کان‌کېندنې شرکتونه ناخبره دي

د دې اتحادیې د جوړېدو له اعلان وروسته، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست یوه کارکوونکي د هغې د جوړېدو پر بهیر نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په بدخشان کې د سرو زرو د کان‌کېندنې او وینځلو هغه سوداګر او فعالان چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت رسمي جوازونه لري، د دې اتحادیې په جوړښت کې حضور نه لري.

هغه زیاته کړې چې د بدخشان د کانونو او صنعت او سوداګرۍ ریاستونه هم د دې اتحادیې له جوړېدو خبر نه وو او غړي یې باید د دې صنف د فعالانو په خبرتیا او ګډون ټاکل شوي وای.

په بدخشان کې د سرو زرو د کان‌کېندنې یوه شرکت مسوول هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دغه ولایت د سرو زرو د وینځونکو د اتحادیې له جوړېدو هېڅ خبر نه لري. د هغه په وینا، دغه اتحادیه د سرو زرو د کان‌کېندنې له شرکتونو او د بدخشان د سرو زرو له وینځونکو سره له همغږۍ پرته جوړه شوې ده.

یو شمېر د ټولنیزو شبکو کاروونکو هم د دې اتحادیې پر جوړېدو او د مسوولانو پر ټاکل کېدو نیوکه کړې او د هېواد د سوېلي سیمو د اوسېدونکو د حضور پر وړاندې یې د دې اتحادیې په ریاست او جوړښت کې اعتراض کړی دی.

د بدخشان کاروونکو په تېرو ساعتونو کې په پراخه کچه پر دې موضوع بحث کړی او د اتحادیې د جوړېدو پر څرنګوالي او د غړو د ټاکلو پر بهیر یې شکونه څرګند کړي دي. یو شمېر هغوی د دې اتحادیې جوړېدل د طالبانو له لوري د دې ولایت د سرو زرو پر کانونو د نفوذ او واکمنۍ د زیاتولو د هڅو یوه برخه بللې ده.

په بدخشان کې د سرو زرو د کان‌کېندنې پر سر ترینګلتیاوې

په تېرو دوو کلونو کې د بدخشان په بېلابېلو سیمو کې د سرو زرو د کان‌کېندنې پر سر اختلافونه زیات شوي دي. د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکو له کانونو څخه د غیرسیمه‌ییزو شرکتونو د وتلو غوښتنه کړې او څو ځله یې د دغو شرکتونو د فعالیتونو پر ضد لاریونونه کړي دي.

د درواز، دشت‌شیوه، شهر بزرگ او راغونو ولسوالیو کې د کانونو د نیولو او استخراج پر سر نښتو هم ډېر ځاني زیانونه اړولي دي. دغه ترینګلتیاوې د هرې ورځې په تېرېدو لا زیاتې شوې دي.

په بدخشان کې د سرو زرو د کانونو پر سر جګړه د طالبانو پر یوې مهمې ننګونې بدله شوې ده. دې ډلې په بدخشان کې د کانونو ریاست ته د خپلې رهبرۍ کړۍ ته د نږدې کسانو د ګومارلو ترڅنګ، یوه ځانګړې پوځي قطعه هم دغه ولایت ته لېږلې ده.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده هم د سرو زرو د وینځلو د فعالیتونو د تنظیم په موخه یو فرمان صادر کړی دی. دغه فرمان د ۱۴۰۵ کال د غويي په ۲۸مه صادر شوی او یوه کاپي یې د لومړي ځل لپاره د افغانستان انټرنشنل له خوا خپره شوې ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندېدو پېښور کې د وچې مېوې بازار تړلی

۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۴۴ GMT+۰
100%

د پېښور د وچې مېوې ټولنه وایي، چې له افغانستان سره د لارو د بندېدو له امله د پېښور د وچې مېوې منډوي په بشپړ ډول تړل شوې او زرګونه کارګر یې بې‌روزګاره شوي دي.

د پېښور د وچې میوې د ټولنې سکرتر امیر محمد خان ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله نه یوازې د پېښور وچې مېوې منډوي تړل شوې ده، بلکې د دوامداره سوداګریزو فعالیتونو نه شتون له امله د دې سوداګرۍ سره تړلي زرګونه کسان بېکاره شوي دي.

په پېښور کې افغانستان انټرنېشنل - پښتو سره په ځانګړې مرکه کې امیر محمد خان وویل، چې له افغانستان څخه به هر کال د بېلابېلو توکو واردات چې وچې مېوې په کې سرلوړې وې، دلته زرګونو سوداګرو او کارګرو ته کار برابر و.

هغه وویل چې د پېښور د وچو مېوو منډوي سره نږدې زر کارګر او نور کوچني سوداګر تړلي وو، خو دا ټول کسان له کار څخه محروم شوي دي. د هغه په وینا، ډېری کارګر نورو ځایونو کې مزدوري کوي، په داسې حال کې چې ډېری کوچني سوداګر یا ختم شوي یا د بدیل کار په لټه کې دي.

هغه وویل چې له افغانستان څخه به هر کال ګڼ ډوله وچې مېوې د ټنونو اندازه پېښور ته راتلې، چې په کې بېلابېل ډوله بادام، کشمش، انځر، زیره او د درملو په جوړولو کې کارېدونکې بوټي شامل و، خو بدبختانه دا سوداګري اوس له منځه ځي.

د امیر محمد خان په وینا، اوس کله ناکله د ایران له لارې څه ناڅه افغان وچې مېوې پاکستان ته راځي، خو کرایه پرې دومره لوړه ده چې دلته سوداګرو ته د ګټې پر ځای زیان اړوي.

هغه څرګنده کړه چې پخوا به له افغانستان څخه راتلونکو توکو، سل روپۍ کرایه لګېده، خو اوس که د ایران یا چین له لارې دلته ورسیږي، کرایه نږدې درې تر څلور سوه روپۍ کېږي، او دا اضافي کرایه به له چا څخه راوباسو؟ د دې مستقیم اغېز پر پیرودونکي دی، او په پاکستان کې انفلاسیون لا دمخه خپل اوج ته رسېدلی دی.

د امیر محمد خان په وینا، پاکستاني سوداګر خو تاواني شوي، خو ترڅنګ یې افغان سوداګر هم د تاواني کېدو په درشل کې دي، ځکه چې د دوی لپاره په ټولو ګاونډیو هېوادونو کې پاکستان یوه لویه او ارزانه منډوي وه چې په اسانۍ به یې خپل مال ورسولای شو.

هغه وویل چې پخوا به له افغانستان څخه انګور او کشمش په لویه اندازه دلته راتلل، خو د لارو د تړل کېدو له امله هلته یې قیمتونه اوس دومره ښکته شوي چې څوک یې د اخیستو لپاره تیار نه دي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې امیر محمد خان وویل چې پخوا به له افغانستان څخه د مېوو پر وارداتو حکومت د هر ټن په حساب څلور سوه دېرش ډالره مالیه اخیسته، خو اوس دا مالیه تر ۱۶۰۰ ډالرو پورې لوړه شوې ده، چې ترې اټکل کېدای شي چې دلته د مېوو قیمتونو کې څومره بې حده زیاتوالی راغلی دی.

هغه وویل چې ټول ژوند به داسې نه وي چې دا لارې تړلې وساتل شي، آخر به یوه ورځ خامخا پرانیستل شي، نو اوس وخت رارسېدلی چې نور دا بندیزونه لرې شي. هغه وویل که له افغانستان سره د دولت په کچه ستونزې شته، حکومت باید خامخا خپله پالیسي عملي کړي، خو سوداګري باید له سیاست څخه جلا وساتل شي، ځکه چې له سوداګرۍ حکومتونه او خلک جوړېږي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ لوې لارې د تېر کال له اکتوبر راهیسې تړلې دي، چې له امله یې دواړو خواوو ته د میلیاردونو ډالرو زیان رسېدلی دی. په پاکستان کې سوداګر وایي چې د تېر کال په لومړیو میاشتو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري له یو میلیارد ډالرو څخه اوښتې وه.