• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۰۰ کډوالې کورنۍ جبري افغانستان ته ستنې شوې دي

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۲۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وايي، تیره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام‌کلا له لارو ۱۰۰ کورنۍ، چې ۴۶۲ غړي لري، افغانستان ته راستنې شوې دي. کمیسیون زیاتوي چې ۵۷ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۸۱ کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر دوام لري او زرګونه کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستنې شوې دي. د راستنېدونکو ډېری کورنۍ له اقتصادي ستونزو، بې‌کارۍ، د سرپناه او لومړنیو خدمتونو ته د لاسرسي له محدودیتونو سره مخ دي. د مرستندویه بنسټونو په وینا، د راستنېدونکو د شمېر زیاتوالی د هغوی د ځای پر ځای کولو، د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو او اوږدمهاله ادغام لپاره د مرستو اړتیا ډېروي.

ډېر لیدل شوي

هبت‌الله او ټرمپ؛ د بې‌پولې خبریالانو د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ محدودوونکو په نوملړ کې
۱

هبت‌الله او ټرمپ؛ د بې‌پولې خبریالانو د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ محدودوونکو په نوملړ کې

۲

افغان کډوال: د ترکیې سرحدي پولیسو نیول شوي کسان بربنډ کړي او وهلي دي

۳
ځانګړی

د ویزو د تور بازار منځګړو له لسګونو تنو سلګونه زره ډالره اخیستي خو بېرته یې نه دي ورکړي

۴

ایران کې د افغان پخوانیو چارواکو د امنیت په اړه اندېښنې؛ د احمدخان غوري د وژلو هڅه شوې ده

۵

روسیه له طالبانو سره د شوروي پخوانیو ټانکونو د بیارغونې په برخه کې مرسته کوي

•
•
•

نور خبرونه

افغانه فلم‌جوړوونکې: ښځینه فلم‌جوړوونکې په سینمايي صنعت کې له جوړښتي تبعیض سره مخ دي

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۱۵ GMT+۰
100%

افغانه فلم‌جوړوونکې او ډایرکټره شهربانو سادات وايي، ښځې د سینما په صنعت کې له جوړښتي تبعیض سره مخ دي او د فلمونو د بودیجې کمښت او د تمویل کوونکو بنسټونو ناپوهي د ښځینه او نارینه فلم‌جوړوونکو ترمنځ د نابرابرۍ له مهمو لاملونو څخه دي.

نوموړې چې اوس په جرمني کې ژوند کوي، د توکیو د نړیوال فلمي فستیوال په څنډه کې د ښځو د سینما د راتلونکي په اړه یوې غونډې ته ویلي، چې د ښځو پر وړاندې تبعیض د فلمونو د جوړولو او د بودیجې د برابرولو له لومړنیو پړاوونو پیلېږي.

په دې غونډه کې د سربیا فلم‌جوړې یلنا ماکسیموویچ هم ګډون درلود.

شهربانو سادات د افغانستان د سینما په برخه کې د ښځو پر وړاندې د خنډونو په اړه ویلي: «یوه کلتوري مافیا شته چې له یوې ډلې زړو نارینه‌وو جوړه ده او تاسې د یوې ښځې په توګه هېڅکله نه شئ کولای هغې ته ورننوځئ.»

د نوموړې په وینا، ښځې د دې لپاره چې د نارینه فلم‌جوړوونکو په څېر مساوي فرصتونه او امتیازونه ترلاسه کړي، اړ کېږي چې تسلیم شي او جوړجاړی وکړي.

سادات وايي، د سینمايي فعالیتونو د دوام لپاره یې له اروپايي فلمي صنعت سره د همکارۍ لاره غوره کړې؛ خو د نوموړې په خبره، د اروپا د سینما د تمویل په سیستم کې هم ښځې له نابرابرۍ سره مخ دي.

هغې زیاته کړې: «په افغانستان کې فلم جوړول جرم دی. په اروپا کې وضعیت دومره سخت نه دی، خو تبعیض بنسټیز دی او د سیستم په جوړښت کې ځای لري».

شهربانو سادات، چې سږ کال د ونیز فلمي فستیوال د سیالۍ برخې د پلاوي غړې هم وه، په دغه فستیوال کې یې د ښځو د کم‌رنګ حضور په اړه نیوکه کړې ده.

د هغې په وینا، د ونیز فلمي فستیوال د سیالۍ په برخه کې له ۲۰ نندارې ته وړاندې شویو فلمونو څخه یوازې یو فلم د یوې ښځینه ډایرکټرې له خوا جوړ شوی و. دغه فلم، چې «نامعلومه ښځه» نومېږي او می الطوخي یې لارښوونه کړې، په پای کې د فستیوال ستره جایزه، د سرو زرو زمری، وګټله.

سادات ویلي، د نارینه فلم‌جوړوونکو ځینې فلمونه په سیالۍ کې له ټیټ کیفیت سره سره شامل شوي وو، خو د ښځو فلمونه د ارزونې پر مهال له سختو معیارونو سره مخ کېږي.

هغې ویلي: «ښځینه ډایرکټرانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې کمزوری فلم جوړ کړي».

د دې افغان فلم‌جوړوونکې په باور، ښځو ته هم باید د نارینه‌وو په څېر د تجربې کولو او ان د تېروتنې فرصت ورکړل شي. د هغې په خبره، له ښځو څخه د بې‌نقصه کار تمه کول پر هغوی اضافي فشار راولي او مسلکي فعالیتونه یې اغېزمنوي.

د شهربانو سادات نوی فلم «ښه نارینه نه شته» د برلین د ۷۶م نړیوال فلمي فستیوال پرانیستونکی فلم و او وروسته د توکیو په نړیوال فلمي فستیوال کې هم نندارې ته وړاندې شو.

نوموړې په دې غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه ویلي: «موږ له یوه جګړه‌ځپلي هېواد څخه راغلي یو او زموږ خلک په بشپړه توګه د ژوندي پاتې کېدو په هڅه کې دي. موږ د راتلونکي په اړه فکر نه کوو، بلکې پر اوسني وخت تمرکز کوو.»

سادات ټینګار کړی، چې بدلون له کوچنیو ګامونو پیلېدای شي او د لویو تحولاتو لپاره باید انتظار ونه شي. د هغې په وینا، دغه بدلونونه په تدریجي ډول او د اوږدې مودې په تېرېدو رامنځته کېږي.

د خلکو پر شتمنیو د طالبانو اور؛ کندهار کې زر ټنه په قانوني توګه راوړل شوي درمل سوځول کېږي

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۳۹ GMT+۰
100%

د کندهار په ګمرک کې طالب چارواکو له یوشمېر نورو مسوولینو سره په ګډه پرېکړه کړې، چې په دغه ګمرک کې له تېرو اتلسو میاشتو راهیسې زېرمه شوي تر زر ټنه زیات درمل وسوځوي؛ هغه درمل چې ارزښت یې شاوخوا شل مېلیون ډالره اټکل شوی دی.

طالبان ادعا کوي، چې دغه درمل قاچاقي، بې‌کیفیته او له نېټې تېر دي؛ خو د درملو یوشمېر سوداګر بیا دغه پرېکړه د خلکو پر شتمنیو ښکاره تېری او له قانوني سوداګرو سره لوی ظلم بولي.

د درملو سوداګر وایي، د دغه درملو یوه لویه برخه د افغانستان له رسمي لارو، د اجازې له ورکړې او قانوني اسنادو سره هېواد ته راوړل شوې ده؛ خو د طالبانو چارواکو د دوی اسنادو او اعتراضونو ته هېڅ ارزښت نه دی ورکړی.

د دوی په وینا، د زرګونه ټنه درملو په اړه له شواهدو او اسنادو پرته د ټولیزې سوځولو پرېکړه نه یوازې د سوداګرو د کلونو پانګه له‌منځه وړې؛ بلکې د خلکو پر اقتصادي ژوند هم جدي ګوزار دی.

یو سوداګر وایي: «په هغه درملو کې چې اوس یې طالبان سوځوي قاچاقي درمل هم شته؛ خو ۱۶۰ موټره درمل په ټي‌یک راغلي دي. ټي‌یک هغه رسمي سند دی، چې افغانستان ته د داخلېدو پرمهال موټرو ته ورکول کېږي. دا په دې معنا ده، چې موټر په رسمي ډول هېواد ته داخل شوی او قانوني اسناد لري. که درمل خراب یا له کومې ستونزې سره مخ وای، باید له پیله یې د داخلېدو اجازه نه وای ورکړل شوې».

د سوداګرو په وینا، که په دغه درملو کې په رښتیاهم قاچاقي، بې‌کیفیته یا له نېټې تېر درمل موجود وي؛ نو باید یوازې هماغه درمل د مسلکي معایناتو او قانوني پروسې له مخې وڅېړل شي، نه دا چې د ټولو درملو د سوځولو له لارې د خلکو مېلیونونه ډالر پانګه په اور اېرې شي.

د کندهار یو بل سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط وایي، د ځینو سوداګرو درمل په قصدي ډول په ګمرک کې بند پاتې شوي وو. د هغه په خبره، چارواکو ورته د درملو د اېستلو لپاره د اجازه نامې غوښتنه کوله؛ خو له دې سره، سره ځینو کسانو ته په کابل کې دغه اسناد ورکړل شوي وو، په کندهار کې بیا د خپلو درملو د اېستلو اجازه نه ورکول کېده.

نوموړی زیاتوي، سوداګرو ټول رسمي اسناد او د قانوني وارداتو مدارک لرل؛ خو د دوی غوښتنې او اعتراضونه له پامه وغورځول شول او اوس یې د کلونو پانګه سوځول کېږي. یو بل سوداګر پر طالبانو سختې نیوکې کوي او وایي، د درملو د بندولو او ځنډولو تر شا قصدي چلند دی.

د هغه په وینا، «طالبانو دغه درمل په قصدي توګه وځنډول؛ څو نېټه یې تېره شي، له دغه درملو څخه یې ډېر بازار ته وړي او پلورلي یې دي، یوازې پاتې برخه یې اوس سوځوي؛ څو خلکو ته داسې وښيي چې ګواکې ټول درمل یې له منځه وړي دي».

کندهار کې د درملو سوداګر د یادې پرېکړې د حقوقي بهیر په اړه هم جدي اعتراضونه لري. د دوی په وینا، لومړنۍ محکمې د درملو د سوځولو پرېکړه کړې وه؛ خو د تمیز محکمې بېرته دغه پرېکړه نقض کړې او د درملو د نه سوځولو حکم یې ورکړی وو.

یوشمېر سوداګر وایي، د دغه درملو تاوان یوازې د څو لویو سوداګرو نه دی؛ بلکې په دې پانګه کې د لسګونه نورو کسانو پیسې، پورونه او د ژوند سپما هم شامله ده. د دوی په خبره، ځینو کسانو د خپل ټول ژوند شتمني په دغه درملو کې پانګونه کړې وه؛ خو اوس یې د یوې پرېکړې په پایله کې هر څه د له منځه تلو په حال کې دي.

یوه زیانمن شوی سوداګر چې د طالبانو له چلند څخه سخت شکایت لري، د لمانځه پرمهال د هغوی پر ضد ښېراوې کوي او وایي، شل کاله یې د طالبانو ملاتړ او ورسره مرسته کړې وه؛ خو اوس یې هماغه کسانو د ژوند ټولې شتمنۍ ور تباه کړې دي.

نوموړی وایي، له طالبانو سره یې همکاري کړې خو اوس ترې پیسې او مالیې اخیستل کېږي او د هېچا غږ نه اورېدل کېږي. دا لومړی ځل نه دی، چې په افغانستان کې د درملو د سوځولو موضوع د سوداګرو او طالب چارواکو ترمنځ جنجال راپورته کوي.

تر دې وړاندې په هرات کې هم په زیاته اندازه هغه درمل سوځول شوي وو، چې د ګمرکي محصول او رسمي اسنادو له لارې هېواد ته وارد شوي وو. سوداګر وایي، طالب چارواکي باید د شل مېلیون ډالرو په ارزښت د دغه درملو د برخلیک په اړه خلکو ته روښانه ځواب ووایي، د سوداګرو اسناد په خپلواکه توګه وڅېړي، د تمیز محکمې د پرېکړې په اړه وضاحت ورکړي او تر هغه چې د هرې جوپې قانوني او روغتیایي وضعیت نه وي روښانه شوی، د درملو د سوځولو بهیر ودروي.

که څه هم د کندهار د ګمرک رییس منصورالحق ذاکر د دغه درملو د سوځېدو په اړه وضاحت ورکړی؛ خو د سوداګرو هیڅ پوښتنې او لاملونو ته یې ځواب نه‌دی ورکړی.

د امریکا د کانګرس ۶۶ غړو د افغان کډوالو د اخراج الوتنې د لغوه کېدو غوښتنه وکړه

۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۲ GMT+۰
100%

د امریکا د کانګرس ۶۶ غړو د استازو جرګې او سنا له دواړو خونو څخه د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت له وزیر مارک وین مولین غوښتي، چې د افغانانو د اخراج الوتنه لغوه او هغه کسان طالبانو ته ونه سپاري چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی دی.

افغان اېواک بنسټ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د کانګرس غړو له دواړو وزیرانو غوښتي دغه افغانان دې طالبانو ته نه سپاري او نه دې د پاکستان له لارې بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستنوي.

افغان اېواک په خپل یادښت کې د کانګرس د استازو جرګې او سنا غړو د لیک مخکښ استازي سکاټ پیټرز ستاینه کړې او له هغه یې مننه کړې، چې د دغه لیک مشري یې کړې ده. دوی په خپل پیغام کې ټینګار کړی: «هغه کسان چې زموږ د سرتېرو ترڅنګ ولاړ وو، باید طالبانو ته ونه سپارل شي؛ نه په مستقیم ډول او نه د پاکستان له لارې».

د کانګرس د غړو په درې‌مخیز لیک کې چې د ۲۰۲۶کال د نومبر په دویمه نېټه روبیو او مولین ته استول شوی ویل شوي، چې د راپورونو له مخې تر ۱۵۰ ډېر افغانان ښايي په نږدې ورځو کې له امریکا واېستل شي. د لیک لاسلیک کوونکي وايي، په دې ډله کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې ده.

دوی د امریکا له حکومت غوښتي، چې د افغانانو او ایرانیانو د اخراج ټولې پلان شوې الوتنې لغوه کړي، که دا کسان په مستقیم ډول خپلو هېوادونو ته لېږل کېږي او که د درېیم هېواد له لارې. د لیک له مخې، د ایران د وګړو په احتمالي اخراج کې ښځې، عیسویت ته اوښتي کسان او د ډیموکراسۍ پلوي فعالان هم شاملېدای شي.

د کانګرس غړو په لیک کې افغانستان د هغو کسانو لپاره لاهم یو خطرناک هېواد بللی، چې له امریکايي حکومت او ځواکونو سره یې همکاري کړې ده. دوی لیکلي، چې دغه کسان د طالبانو له لوري د ځورونې، شکنجې او ان د وژل کېدو له ګواښ سره مخ دي. د لیک په ټکو، ښځې، د لږکیو غړي او د LGBTQ ټولنې کسان هم د احتمالي اخراج له ډلې څخه دي.

په لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سفر خبرداری هم یاد شوی، چې دغه هېواد یې د سفر لپاره په څلورمه درجه، یعنې د «سفر مه کوئ» په کټګورۍ کې شامل کړی دی.

د کانګرس غړو د خپل دریځ د څرګندولو پرمهال لیکلي: «زموږ هېواد ژمنه کړې وه، چې هېڅکله به هغه افغانان یوازې نه پرېږدي چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ د درېدو لپاره یې خپل ژوند او د کورنیو خوندیتوب له ګواښ سره مخامخ کړی و».

هغوی زیاته کړې، د دغه کسانو ډله‌ییز اخراج چې ښايي د هغوی د مرګ لامل شي، له دغې ژمنې او د امریکايي سرتېرو پر وړاندې له اخلاقي مکلفیتونو سرغړونه ده. د لیک په بله برخه کې د شکنجې د مخنیوي نړۍوالو ژمنو ته په اشارې ویل شوي، چې امریکا باید هېڅوک داسې هېواد ته ونه لېږي چې هلته د شکنجې له جدي ګواښ سره مخ وي.
د کانګرس غړو ټینګار کړی، دا مکلفیت یوازې له دې امله له منځه نه ځي چې د اخراج الوتکه د لارې په اوږدو کې په بل هېواد کې تم کېږي. دوی دغه راز د پاکستان له حکومته د امریکا د روښانه دریځ غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی، که پاکستاني چارواکي د دغه کسانو په بېرته سپارلو کې طالبانو ته مرسته وکړي، د امریکا د نړۍوال مګنیټسکي قانون له مخې ښايي د بشري حقونو د جدي سرغړونو په تړاو د بندیزونو له غوښتنې سره مخ شي.

په لیک کې راغلي: «موږ باید خپلې ژمنې او ارزښتونه وساتو، نه دا چې خلک استبدادي رژیمونو ته وسپارو.» د کانګرس غړو له روبیو او مولین غوښتي، چې د نومبر تر دویمې نېټې د لیک ځواب ورکړي او ډاډ ورکړي چې د اخراج الوتنې به نه ترسره کېږي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس هم د محکمې د اسنادو له مخې راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت غواړي نیول شوي افغانان د لوزیانا ایالت له الکساندریا ښار څخه پاکستان ته ولېږدوي او له هغه ځایه یې افغانستان ته واستوي.
د یوه لوړپوړي چارواکي په قضايي څرګندونو کې د الوتکې د وروستي مقصد په توګه پاکستان او له هغه وروسته افغانستان یاد شوی دی. د امریکا د کورني امنیت وزارت اسوشیټېډ پرېس ته ویلي، چې د امنیتي ملاحظاتو له امله د راتلونکو اخراجي عملیاتو په اړه تبصره نه کوي.

د افغان اېواک د نومبر د دویمې نېټې په تازه معلوماتو کې هم ویل شوي، چې تر ۱۵۰ ډېر افغانان ښايي د لوزیانا له یوه ځانګړې چارټر الوتکې څخه پاکستان ته ولېږدول شي او له هغه ځایه افغانستان ته واستول شي. دغه بنسټ وايي، د دغه کسانو په ډله کې د امریکايي ځواکونو د پخوانیو همکارانو خپلوان، ښځې او د مذهبي لږکیو غړي هم شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د کانګرس د غړو لیک د افغانانو ترڅنګ د ایرانیانو د احتمالي اخراج په اړه هم اندېښنه څرګندوي؛ خو د اسوشیټېډ پرېس په راپور کې د پاکستان له لارې د افغانانو د لېږد پلان په اړه د محکمې اسناد یاد شوي دي، نه د ایرانیانو د ورته الوتنې په اړه.

ایران په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان په اړه د څلور اړخیزې غونډې جوړولو هڅه کوي

۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۶ GMT+۰
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، تهران د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو ډیپلوماتیکو خبرو د بیا پیل لپاره هڅې کوي او په پام کې لري چې په راتلونکو میاشتو کې د څلور اړخیزې غونډې زمینه برابره کړي.

بقایي د دوشنبې په ورځ د دغه وزارت په اوونیز خبري کنفرانس کې وویل، د سیمې وروستیو بدلونونو او کړکېچونو د افغانستان د وضعیت، د ترهګریزو ګواښونو د مهار او د دغه هېواد د ثبات او د ګاونډیو هېوادونو د ګډ امنیت ترمنځ د تړاو په اړه د تهران پام نه‌دی اړولی.

هغه وویل، ایران په تېر یوه کال کې له سیمه‌ییزو څو اړخیزو غونډو، په ځانګړي ډول د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې له فرصتونو په ګټې اخیستنې د افغانستان په اړه د څلور اړخیزو خبرو د بیا پیل لپاره هڅې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، د یادې غونډې د جوړېدو لپاره د چمتووالي په موخه د دغه وزارت اړوند عمومي رییس ترکیې او پاکستان ته کاري سفرونه کړي دي. بقایي د دغه هڅو په اړه وویل: «د څلور اړخیزې غونډې د جوړېدو لپاره چې ښايي په راتلونکو میاشتو کې ترسره شي، اړوند ډیپلوماتیکې چارې په جدي توګه روانې دي».

هغه ټینګار وکړ، چې تهران د سیمې د مهمو لوبغاړو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا ته پام کوي او د افغانستان په اړه ډیپلوماتیک بهیر یې په خپل کاري لومړیتوب کې ساتلی دی. بقایي همداراز وویل، چې ایران د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» په نوم د سیمه‌ییزو خبرو اترو بهیر هم د تلې په میاشت کې په جدي توګه څارلی او د یاد بهیر په څنډه کې یې له بېلابېلو هېوادونو سره دوه اړخیزې او څو اړخیزې خبرې کړې دي.

هغه د افغانستان د موضوع د اهمیت په اړه وویل: «په سیمه‌ییزه کچه وروستیو بدلونونو او کړکېچونه هېڅکله د دې لامل نه دي شوي، چې د افغانستان اړوند بهیرونو، د ترهګریزو ګواښونو د مهار او د دغه هېواد د ثبات او د ګاونډیو هېوادونو د ګډ امنیت ترمنځ د نه بېلېدونکي تړاو اهمیت له پامه وغورځوو».

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په داسې حال کې د څلور اړخیزې غونډې د جوړولو لپاره د تهران د هڅو خبر ورکوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان وضعیت، امنیتي اندېښنې او له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې د سیمې د هېوادونو د ډیپلوماتیکو خبرو اترو له مهمو موضوعاتو څخه دي.

د بقایي د څرګندونو له مخې، ایران غواړي د سیمه‌ییزو ډیپلوماتیکو لارو چارو له لارې د افغانستان په اړه خبرې او همغږي پیاوړې کړي؛ خو نوموړي د راتلونکې څلور اړخیزې غونډې د ګډونوالو هېوادونو نومونه او د جوړېدو کره نېټه نه ده په ډاګه کړې.

د ملا هبت الله د کتاب له متن څخه: روزي ورکول یوازې د الله تعالی په واک کې دي

۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۱۲ GMT+۰
100%

د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده په نوم منسوب د «اهل سنت او جماعت» په کتاب کې لیکل شوي چې «روزي ورکول یوازې د الله تعالی په واک کې دي». په دې کتاب کې زیاته شوې، الله تعالی هر چا ته چې وغواړي، روزي ورکوي.

تر دې مخکې د طالبانو یئیس‌الوزرا ملا حسن اخند هم په خپله یوه عامه وینا کې ویلي وو چې روزي ورکول د الله تعالی کار دی.

خو د حکومتولۍ منتقدان او کارپوهان پوښتنه کوي چې که روزي ورکوونکی الله تعالی دی، ایا دا خبره د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ، لوږې او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د حکومت مسوولیت له منځه وړي؟

د دې کتاب په بله برخه کې راغلي چې جهاد به تر قیامته دوام ولري او هېڅ شی به یې باطل نه کړي.

د دې کتاب په ۱۳۸مه پاڼه کې راغلي: «موږ باور لرو چې حج او جهاد د مسلمانانو د امیرانو په مشرۍ (که صالح وي او که ناصالح) تر قیامته دوام لري او هېڅ شی یې نه باطلوي».

100%
د هبت الله اخوندزاده د کتاب ۱۳۸ م مخ

طالبانو د سې‌شنبې په ورځ د لړم په پنځمه، په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې د «اهل سنت او جماعت» په نوم د هغه کتاب د معرفي کولو مراسم جوړ کړل چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده ته منسوب دی.

د دغه کتاب په هغې نسخې کې چې د افغانستان انټرنشنل خبریال کتلې، راغلي چې مسلمانان باید د خپلو واکمنانو پر ضد پاڅون ونه کړي، ان که هغوی ظلم یا ګناه هم وکړي. د کتاب په ۱۳۱مه پاڼه کې راغلي: «موږ د خپلو امیرانو پر وړاندې بغاوت نه کوو، که څه هم هغوی ظلم وکړي او ګناهونه ترسره کړي.»

100%

د همدې پاڼې په دوام کې د واکمنانو اطاعت تر هغه وخته فرض ګڼل شوی چې هغوی د الله تعالی د نافرمانۍ امر ونه کړي. په متن کې راغلي: «موږ د امیرانو اطاعت فرض ګڼو. تر هغه وخته له اطاعت څخه لاس نه اخلو چې هغوی د لوی الله د نافرمانۍ او ګناه امر ونه کړي، او د هغوی د ښېګڼې، اصلاح او ساتنې لپاره دعا کوو.»

د طالبانو د کابینې غړو او والیانو هم په تېرو پنځو کلونو کې په خپلو ویناوو کې د ظلم د ترسره کولو په صورت کې هم د امیر پر اطاعت ټینګار کړی او د هغه مخالفت او پر ضد یې پاڅون روا نه دی ګڼلی؛ پرته له هغه حالته چې واکمن د الله تعالی د نافرمانۍ امر وکړي.

100%
د ملا هبت الله د کتاب د مطالبو نوملړ

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ۱۴۰۴ کال د کب په میاشت کې د دې ډلې د مشر هبت‌الله اخندزاده په نوم د «اهل سنت او جماعت» کتاب د چاپ خبر ورکړ او هغه یې د «سمې عقیدې» د بیانولو او د شریعت له مخې د عمل کولو په برخه کې یو مهم اثر وباله.

له هغه وخت راهیسې طالبانو د دې کتاب پراخ تبلیغ او ستاینه کړې ده؛ په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې د دې کتاب د معرفي کولو له مراسمو نیولې، په ولایتونو کې د کتاب‌لوستنې تر سیالیو پورې.

100%
د ملا هبت الله د کتاب د مطالبو نوملړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دغه کتاب د اسلامي عقیدې په زده‌کړه کې اغېزناک بللی او د وزارت کارکوونکو ته یې لارښوونه کړې چې په دقت سره یې ولولي. د طالبانو ملاتړي دیني عالم فقیرالله فایق د دې کتاب په ستاینه کې تر دې حده وړاندې تللی چې ویلي یې دي، د هبت‌الله اخوندزاده کتاب «د جنت پاسپورټ او ویزه» ده. ښاغلی فایق چې په کابل کې د نعمان ابن ثابت په دیني مدرسه کې تدریس کوي، ویلي چې د ټولو خلکو لپاره اړینه ده چې د هبت‌الله کتاب ولولي.

100%
د ملا هبت الله د کتاب د مطالبو نوملړ

په دې کتاب کې د طالبانو د مشر له نظره د اهل سنت او جماعت د مسلمانانو د عقایدو په اړه ۹۹ ټکي بیان شوي دي. په دغو عقایدو کې هغه موضوعات هم شامل دي چې په اسلامي متونو کې د «الله تعالی صفات، اسلام، پر ملایکو ایمان، قرآن، د اسلام د پیغمبر نبوت، پر ازلي عهد ایمان، لوح محفوظ، کرسي او عرش او اهل قبله» په نومونو یاد شوي دي.

د بحثونو په دوام کې د «ایمان تفصیل، له اختلاف څخه ډډه کول، پر برزخ او قیامت ایمان، د اهل سنت او جماعت ځانګړي عقاید او له پیغمبرانو او صالحو سلفو سره مینه» په اړه هم مطالب راغلي دي.

100%
د ملا هبت الله د کتاب د مطالبو نوملړ