د دې اتحادیې مسوولان وايي، د جوړېدو موخه یې د سرو زرو د مینځونکو د فعالیتونو اسانه کول، د هغوی ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا او د دې برخې ستونزو ته رسېدنه ده.
د طالبانو رسنیو د یکشنبې په ورځ د لړم په ۱۰مه، راپور ورکړی چې د بدخشان د سرو زرو د وینځونکو اتحادیه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا جوړه شوې او په دې ولایت کې په یوه مراسمو کې یې رییس او غړي معرفي شوي دي. دغه اتحادیه ۱۲ غړي لري او شعیب احمد یې د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
د دې اتحادیې رئیس د هغې جوړېدل په بدخشان کې د سرو زرو د وینځلو د برخې له مهمو اړتیاوو څخه بللي دي.
خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې اتحادیې د جوړېدو او د رئیس او غړو د ټاکل کېدو اعلان د بدخشان د اوسېدونکو، د طالبانو د ادارو د کارکوونکو، کانکېندونکو او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
یو شمېر کانکېندونکي وايي، د دې اتحادیې د جوړېدو او جوړښت په اړه هېڅ معلومات نه لري او یوازې د رسنیو له لارې یې د هغې له رامنځته کېدو خبر شوي دي. د دوی په وینا، دغه اتحادیه د دې لپاره جوړه شوې چې پر کانکېندونکو فشارونه زیات کړي او «د کانونو وزارت د مسوولانو له خوا د غیرمستقیمې باج اخیستنې زمینه برابره کړي».
د بدخشان کانکېندونکي وايي، د دې اتحادیې په جوړېدو کې یې هېڅ ونډه نه درلوده او نه پوهېږي چې غړي یې څنګه او د کومو معیارونو له مخې ټاکل شوي دي.
یوې سرچینې ویلي چې د سرو زرو د وینځونکو اتحادیه د طالبانو د کانونو وزارت د حکم له مخې جوړه شوې ده؛ په داسې حال کې چې د نوموړي په وینا، د صنفي اتحادیو جوړېدل باید د اړوند صنف د ټولو غړو د ټاکنو، پوهاوي او هوکړې له لارې ترسره شي.
غبرګونونه؛ د طالبانو ادارې او د کانکېندنې شرکتونه ناخبره دي
د دې اتحادیې د جوړېدو له اعلان وروسته، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست یوه کارکوونکي د هغې د جوړېدو پر بهیر نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په بدخشان کې د سرو زرو د کانکېندنې او وینځلو هغه سوداګر او فعالان چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت رسمي جوازونه لري، د دې اتحادیې په جوړښت کې حضور نه لري.
هغه زیاته کړې چې د بدخشان د کانونو او صنعت او سوداګرۍ ریاستونه هم د دې اتحادیې له جوړېدو خبر نه وو او غړي یې باید د دې صنف د فعالانو په خبرتیا او ګډون ټاکل شوي وای.
په بدخشان کې د سرو زرو د کانکېندنې یوه شرکت مسوول هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دغه ولایت د سرو زرو د وینځونکو د اتحادیې له جوړېدو هېڅ خبر نه لري. د هغه په وینا، دغه اتحادیه د سرو زرو د کانکېندنې له شرکتونو او د بدخشان د سرو زرو له وینځونکو سره له همغږۍ پرته جوړه شوې ده.
یو شمېر د ټولنیزو شبکو کاروونکو هم د دې اتحادیې پر جوړېدو او د مسوولانو پر ټاکل کېدو نیوکه کړې او د هېواد د سوېلي سیمو د اوسېدونکو د حضور پر وړاندې یې د دې اتحادیې په ریاست او جوړښت کې اعتراض کړی دی.
د بدخشان کاروونکو په تېرو ساعتونو کې په پراخه کچه پر دې موضوع بحث کړی او د اتحادیې د جوړېدو پر څرنګوالي او د غړو د ټاکلو پر بهیر یې شکونه څرګند کړي دي. یو شمېر هغوی د دې اتحادیې جوړېدل د طالبانو له لوري د دې ولایت د سرو زرو پر کانونو د نفوذ او واکمنۍ د زیاتولو د هڅو یوه برخه بللې ده.
په بدخشان کې د سرو زرو د کانکېندنې پر سر ترینګلتیاوې
په تېرو دوو کلونو کې د بدخشان په بېلابېلو سیمو کې د سرو زرو د کانکېندنې پر سر اختلافونه زیات شوي دي. د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکو له کانونو څخه د غیرسیمهییزو شرکتونو د وتلو غوښتنه کړې او څو ځله یې د دغو شرکتونو د فعالیتونو پر ضد لاریونونه کړي دي.
د درواز، دشتشیوه، شهر بزرگ او راغونو ولسوالیو کې د کانونو د نیولو او استخراج پر سر نښتو هم ډېر ځاني زیانونه اړولي دي. دغه ترینګلتیاوې د هرې ورځې په تېرېدو لا زیاتې شوې دي.
په بدخشان کې د سرو زرو د کانونو پر سر جګړه د طالبانو پر یوې مهمې ننګونې بدله شوې ده. دې ډلې په بدخشان کې د کانونو ریاست ته د خپلې رهبرۍ کړۍ ته د نږدې کسانو د ګومارلو ترڅنګ، یوه ځانګړې پوځي قطعه هم دغه ولایت ته لېږلې ده.
د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده هم د سرو زرو د وینځلو د فعالیتونو د تنظیم په موخه یو فرمان صادر کړی دی. دغه فرمان د ۱۴۰۵ کال د غويي په ۲۸مه صادر شوی او یوه کاپي یې د لومړي ځل لپاره د افغانستان انټرنشنل له خوا خپره شوې ده.