د ۱-۲ په توپیر؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په وروستیو شېبو کې له ارجنټاین ماتې وخوړه

د افغانستان د ۱۸ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶کال د ډاکار د ځوانانو المپیک سیالیو د ډلهییز پړاو په دویمه لوبه کې له ارجنټاین د ۲-۱ پایلې په توپیر ماتې وخوړه. په دغه لوبه کې د افغانستان ملي لوبډلې تر وروستیو شېبو پورې د امتیاز ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړه.
ارجنټاین د لوبې لومړی ګول وواهه. توپ د افغانستان د ګول ساتونکي احمد اسماعیلي له پښې سره تر لګېدو وروسته خپل مسیر بدل کړ او ګول ته داخل شو؛ خو د افغانستان ملي لوبډلې ډېر ژر غبرګون وښود او علي احمدي سره له دې چې د زنګون د ټپ له امله یې پښه په پټۍ تړلې وه، په یوه زورور ګوزار د افغانستان لپاره ګول وواهه. د لوبې لومړۍ پاڼۍ د ۱-۱ پایلې سره پای ته ورسېده.
په دویمه پاڼۍ کې هم دواړو لوبډلو نږدې سیالي وکړه؛ خو ارجنټاین د لوبې په وروستیو شېبو کې د افغانستان د یوه لوبغاړي له تېروتنې وروسته د بریا ګول وواهه. دغه ګول داسې مهال ووهل شو، چې د افغانستان لوبډلې د پایلې د بدلولو لپاره ډېر لږ وخت درلود.
ارجنټاین چې په خپله لومړۍ لوبه کې یې کوربه هېواد سینیګال ته د ۹-۲ پایلې په توپیر ماتې ورکړې وه، د افغانستان پر وړاندې د بریا ترلاسه کولو لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ شو. سره له دې چې ارجنټاین د لوبې په احصایوي شمېرو کې برلاسی و، د افغانستان ملي لوبډلې په زړهپورې لوبه وکړه او تر وروستیو شېبو یې د پایلې د بدلولو هڅه وکړه.
په دې لوبه کې د دواړو لوبډلو لوبغاړو یو ـ یو ژېړ کارت ترلاسه کړ. افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې څلور او په دویمه کې پنځه خطاوې وکړې. ارجنټاین بیا په هرې پاڼۍ کې یوه خطا وکړه.
افغانستان به د ډلهییز پړاو په وروستۍ لوبه کې د نومبر پر اوومه د سیالیو له کوربه هېواد سینیګال سره مخامخ شي. د افغانستان ملي لوبډله نیمه پایلوبې ته د لار موندلو لپاره په دې لوبه کې ښې پایلې ته اړتیا لري.
افغانستان د دغه سیالیو په A ګروپ کې له ارجنټاین، پاناما او سینیګال سره همډلی دی. د سیالیو د جوړښت له مخې، اته لوبډلې په دوو څلور کسیزو ګروپونو کې سیالي کوي او د هر ګروپ دوه مخکښې لوبډلې نیمه پایلوبې ته لاره مومي.
