نوموړې چې اوس په جرمني کې ژوند کوي، د توکیو د نړیوال فلمي فستیوال په څنډه کې د ښځو د سینما د راتلونکي په اړه یوې غونډې ته ویلي، چې د ښځو پر وړاندې تبعیض د فلمونو د جوړولو او د بودیجې د برابرولو له لومړنیو پړاوونو پیلېږي.
په دې غونډه کې د سربیا فلمجوړې یلنا ماکسیموویچ هم ګډون درلود.
شهربانو سادات د افغانستان د سینما په برخه کې د ښځو پر وړاندې د خنډونو په اړه ویلي: «یوه کلتوري مافیا شته چې له یوې ډلې زړو نارینهوو جوړه ده او تاسې د یوې ښځې په توګه هېڅکله نه شئ کولای هغې ته ورننوځئ.»
د نوموړې په وینا، ښځې د دې لپاره چې د نارینه فلمجوړوونکو په څېر مساوي فرصتونه او امتیازونه ترلاسه کړي، اړ کېږي چې تسلیم شي او جوړجاړی وکړي.
سادات وايي، د سینمايي فعالیتونو د دوام لپاره یې له اروپايي فلمي صنعت سره د همکارۍ لاره غوره کړې؛ خو د نوموړې په خبره، د اروپا د سینما د تمویل په سیستم کې هم ښځې له نابرابرۍ سره مخ دي.
هغې زیاته کړې: «په افغانستان کې فلم جوړول جرم دی. په اروپا کې وضعیت دومره سخت نه دی، خو تبعیض بنسټیز دی او د سیستم په جوړښت کې ځای لري».
شهربانو سادات، چې سږ کال د ونیز فلمي فستیوال د سیالۍ برخې د پلاوي غړې هم وه، په دغه فستیوال کې یې د ښځو د کمرنګ حضور په اړه نیوکه کړې ده.
د هغې په وینا، د ونیز فلمي فستیوال د سیالۍ په برخه کې له ۲۰ نندارې ته وړاندې شویو فلمونو څخه یوازې یو فلم د یوې ښځینه ډایرکټرې له خوا جوړ شوی و. دغه فلم، چې «نامعلومه ښځه» نومېږي او می الطوخي یې لارښوونه کړې، په پای کې د فستیوال ستره جایزه، د سرو زرو زمری، وګټله.
سادات ویلي، د نارینه فلمجوړوونکو ځینې فلمونه په سیالۍ کې له ټیټ کیفیت سره سره شامل شوي وو، خو د ښځو فلمونه د ارزونې پر مهال له سختو معیارونو سره مخ کېږي.
هغې ویلي: «ښځینه ډایرکټرانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې کمزوری فلم جوړ کړي».
د دې افغان فلمجوړوونکې په باور، ښځو ته هم باید د نارینهوو په څېر د تجربې کولو او ان د تېروتنې فرصت ورکړل شي. د هغې په خبره، له ښځو څخه د بېنقصه کار تمه کول پر هغوی اضافي فشار راولي او مسلکي فعالیتونه یې اغېزمنوي.
د شهربانو سادات نوی فلم «ښه نارینه نه شته» د برلین د ۷۶م نړیوال فلمي فستیوال پرانیستونکی فلم و او وروسته د توکیو په نړیوال فلمي فستیوال کې هم نندارې ته وړاندې شو.
نوموړې په دې غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه ویلي: «موږ له یوه جګړهځپلي هېواد څخه راغلي یو او زموږ خلک په بشپړه توګه د ژوندي پاتې کېدو په هڅه کې دي. موږ د راتلونکي په اړه فکر نه کوو، بلکې پر اوسني وخت تمرکز کوو.»
سادات ټینګار کړی، چې بدلون له کوچنیو ګامونو پیلېدای شي او د لویو تحولاتو لپاره باید انتظار ونه شي. د هغې په وینا، دغه بدلونونه په تدریجي ډول او د اوږدې مودې په تېرېدو رامنځته کېږي.