ملګري ملتونه: په سوډان کې میلیونونه بېځایه شوي د سرپناه له نشتوالي سره مخ دي

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د بودیجې کمښت له امله د سوډان میلیونونه بېځایه شوي کسان د بېړنیو سرپناهګانو له لاسه ورکولو له خطر سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالوو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان د د جمعې په ورځ ویلي، په سوډان کې شاوخوا ۱۵،۴ میلیون کسان بېړنۍ سرپناه او د کور لومړنیو توکو ته عاجله اړتیا لري. د یادو ادارو په وینا، د بودیجې محدودیتونه د دې لامل شوي چې بشري مرستندویه ادارې یوازې د اړمنو کسانو شاوخوا ۱۰ سلنې کسانو ته لومړیتوب ورکړي.
د دغو ادارو په ګډه اعلامیه کې راغلي چې تر اوسه ۹۳۶ زره کسانو مرستې ترلاسه کړې دي، خو د اړتیاوو او شته سرچینو ترمنځ لوی واټن پاتې دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د سوډان مشر محمد رفعت په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د یوې خبري غونډې پر مهال له خرطوم څخه خبرې وکړې او ویې ویل چې دغه سازمان د سرچینو د کمېدو له امله د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره له ستونزو سره مخ دی.
هغه وویل: «یوازې په روان کال کې، د کډوالۍ نړیوال سازمان توانېدلی چې څه باندې ۴۰ زره ټنه توکي ووېشي؛ خو اوس زموږ زېرمتونونه په بشپړ ډول تش دي.»
سوډان په ۲۰۲۳ کال کې د جګړې له پیل څخه څه باندې درې کاله وروسته هم د نړۍ تر ټولو لویه بېځایه کېدنې کړکېچ لري. جګړه هغه مهال د سوډان د پوځ او نیمهپوځي چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ د اختلافاتو له امله پیل شوه چې د ملکي واکمنۍ لپاره د پلان شوي لېږد په بهیر کې د دواړو ځواکونو د ادغام څرنګوالی هم د اختلاف یوه موضوع وه.
شاوخوا ۸،۶ میلیون کسان لا هم د هېواد دننه بېځایه دي، په داسې حال کې چې څه باندې۴،۶ میلیون کسان له پولو اوښتي او نورو هېوادونو ته تښتېدلي دي. همداراز، څه باندې ۵،۲ میلیون کسان خپلو اصلي سیمو ته بېرته ستانه شوي؛ خو ډېری یې له هغو کورونو، زیربناوو او لومړنیو خدماتو سره مخ شوي چې ویجاړ شوي دي.
