• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان او زمبابوې ټېسټ سیالي؛ افغان توپوهونکو د زمبابوې د منډو د جبران هڅه پیل کړې

۱۵ لړم ۱۴۰۵ - ۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۲ GMT+۰

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ټېسټ کرېکټ په دویمه ورځ، زمبابوې په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۰۴ منډې جوړې کړې او افغانستان د ورځې تر پایه د یوه لوبغاړي په سوځېدو ۱۱۳ منډې وکړې. د صدیق‌ اتل او رحمان‌الله زدران نیمه سلیزو سره افغانستان لا هم د زمبابوې د منډو له ټولګې ۳۹۱ منډې شاته دی.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دوو ټېسټ سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه د نومبر په پنځمه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې پیل شوې ده.

زمبابوې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. دې لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۱۳۴.۳ اورونو په لوبولو ۵۰۴ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

د زمبابوې په توپوهنه کې برېنډن ټېلر د ۱۶۸ توپونو په لوبولو ۱۳۱ منډې وکړې، چې ۱۴ څلوریزې او څلور شپږیزې یې وهلې وې. د لوبډلمشر براین بېنېټ هم ۱۲۸ منډې جوړې کړې او د ۲۰۶ توپونو په لوبولو یې ۱۱ څلوریزې ووهلې.

وېسلي مادېوېره ۵۴، ټافازوا ټسیګا ۴۴، بېن کرن ۴۲ او ګریم کریمر ۳۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د افغانستان له لوري قیس احمد او محمد سلیم صافي هر یوه درې درې، ضیاالرحمن اکبر دوه او ضیاالرحمن شریفي یوه وېکټ واخیسته. حشمت‌الله شهیدي هم یوه وېکټ ترلاسه کړه.

افغانستان د زمبابوې د ۵۰۴ منډو په ځواب کې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د دویمې ورځې تر پایه د یوه لوبغاړي په سوځېدو ۱۱۳ منډې جوړې کړې.

په دې پاڼۍ کې صدیق‌الله اتل د ۱۱۴ توپونو په لوبولو ۵۵ او رحمان‌الله زدران د ۸۳ توپونو په لوبولو ۵۰ منډې وکړې. دغو دواړو لوبغاړو د دویمې وېکټ لپاره ۹۹ منډې ملګرتیا وکړه او د افغانستان د توپوهنې پیل یې له لومړني زیان وروسته بېرته رغولی دی.

عبدالمالک د افغانستان لومړنی لوبغاړی و چې د ۱۴ منډو په ټولیز حساب وسوځېد؛ خو اتل او رحمان‌الله تر پای پورې ونه سوځېدل.

د لوبې د دویمې ورځې په پای کې افغانستان د زمبابوې د منډو له ټولګې ۳۹۱ منډې شاته و. د افغانستان په پاتې لوبغاړو کې د رحمت شاه، حشمت‌الله شهیدي، شاهدالله کمال او اکرام علي‌خېل په ګډون نور لوبغاړي د توپوهنې لپاره پاتې دي.

د لوبې درېیمه ورځ د دواړو لوبډلو لپاره مهمه ده؛ افغانستان هڅه کوي د اوږدې ملګرتیاوو او پیاوړې توپوهنې له لارې د زمبابوې د منډو واټن راکم کړي، په داسې حال کې چې زمبابوې د افغان لوبغاړو د ژر سوځولو او خپل برلاسی ساتلو هڅه کوي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه هم د نومبر له ۱۳مې تر ۱۷مې په شارجه کې ترسره کېږي.

ډېر لیدل شوي

کاناډا د افغانستان په جګړه کې د برخه‌والو سرتېرو د خدمت د رسمي پېژندنې قانون تصویبوي
۱

کاناډا د افغانستان په جګړه کې د برخه‌والو سرتېرو د خدمت د رسمي پېژندنې قانون تصویبوي

۲

د بې‌پولې خبریالانو سازمان: طالبان د ۰۱۵ ریاست له لارې خبریالان شکنجه کوي او رسنۍ کنټرولوي

۳

طالبان د هبت الله پر ۱۸م فرمان د نیوکو پټولو لپاره ۱۷م فرمان ته پراخ کمپاین کوي

۴

له ویتنام جګړې تر بګرام هوايي اډې؛ د یوه امریکايي سرتېري کیسه

۵

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر: د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ یوه برخه نه ثبتېږي

•
•
•

نور خبرونه

د پرتګال له ملي لوبډلې سره د کریستیانو رونالډو د مخه ښې په اړه غبرګونونه

۱۵ لړم ۱۴۰۵ - ۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۱۸ GMT+۰
100%

د پرتګال له ملي لوبډلې څخه د کریسټیانو رونالډو د مخه ښې اعلان د دغه هېواد د فوټبال فدراسیون، د هغه د پخوانیو او اوسنۍ لوبډلې، د ملي لوبډلې د ملګرو، روزونکو او د نړۍ د فوټبال د مشهورو څېرو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د پرتګال فوټبال فدراسیون د رونالډو د کلونو هڅو او ژمنتیا ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د هغه هر څاڅکی خوله، هر برخلیک ټاکونکی ګول او هر ځل چې د لوبډلمشرۍ پټۍ یې پر مټ تړلې، د ملي لوبډلې له جامو سره د هغه د بې‌پایه مینې څرګندونه کوي.

دغه فدراسیون زیاته کړې چې رونالډو په نړۍ کې د پرتګال د فوټبال مقام لوړ کړی او د ځوان نسل لپاره یې الهام‌بښونکی شخصیت پاتې شوی؛ هغه نسل چې غواړي د ده په څېر د بریا لاره ووهي.

د سعودي عربستان النصر لوبډله، چې رونالډو اوس مهال په کې لوبېږي هم د یوه پیغام په خپرولو سره د هغه ستاینه کړې او لیکلي یې دي: «دا یوازې یو فصل نه و، بلکې هغه تاریخ و چې تا جوړ کړ. ته نه یوازې د پرتګال، بلکې د ټولې نړۍ یوه نښه یې. یوه پاڼه واوښته، خو ستا په خپل کور، النصر کې لا هم د لیکلو لپاره نور تاریخونه شته.»

د رونالډو پخوانۍ لوبډلې منچسټر یونایټډ هم د ملي لوبډلې لپاره د هغه د ځلېدونکې لوبیزې دورې مبارکي ورکړې او د هغه د لاسته راوړنو ستاینه یې کړې ده.

د پرتګال د ملي لوبډلې روزونکي جورجي ژسوس ویلي چې له ملي لوبډلې د مخه ښې پرېکړه په بشپړه توګه خپله رونالډو کړې ده.

هغه زیاته کړې چې د رونالډو له لومړي ځل بللو مخکې یې ترې غوښتي وو چې په ملي لوبډله کې خپلې لوبې ته دوام ورکړي، ځکه هغه یې په څنګ کې شتون ته اړتیا درلوده؛ خو اوس باید د نوموړي پرېکړې ته درناوی وکړي.

ژسوس رونالډو یوه نړیواله څېره او د پرتګال، ملي لوبډلې او د دغه هېواد د ځوان نسل لپاره یوه الګو بللې او ویلي یې دي چې نوموړي د کلونو په اوږدو کې د پرتګال ملي فوټبال ته ستر خدمتونه کړي دي.

د پرتګال د ملي لوبډلې او منچسټر یونایټډ لوبډلمشر او د رونالډو ملګري، برونو فرناندېز، چې له پخوا راهیسې د دغه ستوري مینه‌وال دی لیکلي دي: «له دې مننه چې موږ ته دې الهام راکړ. دا زما لپاره ستر ویاړ و چې د خپل ماشومتوب له اتل سره یوځای د ملي لوبډلې په چوکاټ کې سترې شېبې تجربه کړم.»

د پرتګال بل لوبغاړي دیوګو دالو هم په یوه احساساتي پیغام کې د رونالډو د ورزشي میراث ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د پرتګال تاریخ د داسې خلکو کیسې لري چې هېڅکله یې محدودیتونه نه دي منلي او د خپلو لاسته راوړنو، قربانیو او سترو هیلو له امله پېژندل شوي دي.

هغه ټینګار کړی چې د رونالډو میراث یوازې د هغه په جامونو او ګولونو پورې محدود نه دی، بلکې هغه لاره چې د راتلونکو نسلونو لپاره یې هواره کړې، هم به تلپاتې وي.

د پرتګال او ریال ماډریډ پخواني مدافع لوبغاړي پې‌پې هم رونالډو ته په یوه لنډ پیغام کې لیکلي دي: «دا له فوټبال څخه ډېر څه وو؛ د هر څه لپاره مننه، کریس.»

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) مشر جیاني انفانتینو هم د رونالډو د ورزشي کارنامو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې لږ شمېر لوبغاړي توانېدلي چې د هغه په څېر د نړۍ د فوټبال د مینه‌والو پر زړونو اغېز وکړي.

د انفانتینو په وینا د رونالډو مسلکي لوبیز ژوند د فوق‌العاده استعداد، نه ستړې کېدونکو هڅو او د محدودیتونو د ماتولو لپاره د ټینګې ارادې څرګندونه کوي.

د فیفا مشر زیاته کړې چې ښايي د رونالډو لاسته راوړنې هېڅکله تکرار نه شي؛ خو د هغه تر ټولو ستر میراث له ریکارډونو، جامونو او ګولونو څخه ډېر پراخ دی او د پرتګال په ملي لوبډله کې د هغه د لوبو دوره به د تل لپاره د نړۍ د فوټبال د تاریخ برخه پاتې شي.

100%

افغانستان د شل‌اوریزې لوبلړۍ تر ګټلو وروسته د ټېسټ سیالیو لپاره چمتووالی نیسي

۱۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۲۳ GMT+۰
100%

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو شل‌اوریزو نړۍوالو سیالیو په وروستۍ لوبه کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړه او د لوبلړۍ اتلولي یې د ۳-۰ په توپیر وګټله. افغان لوبډله تر دې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوو ټېسټ سیالیو لپاره چمتووالی نیسي.

دغه سیالي نن د یکشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه. زمبابوې لومړی توپ‌وهنه وکړه، خو د افغان توپ‌اچوونکو د اغېزمنې لوبې له امله یې په ۱۴،۳ اورونو کې یوازې ۷۹ منډې جوړې کړې. افغانستان ټاکل شوی هدف په ۸،۱ اورونو کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د افغانستان لپاره نور احمد په زړه پورې توپ‌اچونه وکړه او د ۱۳ منډو په بدل کې یې د زمبابوې پنځه لوبغاړي وسوځول. دا په نړۍوالو شل‌اوریزو سیالیو کې د هغه لومړۍ پنځه وېکټې وې.

د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ ۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې او نور احمد د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. افغانستان په دغه لوبلړۍ کې د زمبابوې پر وړاندې له لومړۍ لوبې څخه خپل برلاسی ساتلی و. افغان لوبډلې لومړۍ سیالي په ۳۷ منډو او دویمه یې په ۱۹ منډو وګټله.

په دویمه لوبه کې عظمت‌الله عمرزي په یوازې ۵۰ توپونو ۱۱۶ منډې جوړې کړې او د افغانستان لپاره یې د ۲۲۱ منډو په جوړولو کې بنسټیزه ونډه لرله. د زمبابوې لوبډلمشر سکندر رضا د ۱۰۶ ناسوځېدلو منډو سربېره ونه توانېده هدف پوره کړي او لوبه یې وبایلله.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دغه بریاوې یوازې شل‌اوریزو سیالیو ته محدودې نه وې، افغان لوبډلې تر دې وړاندې د افغانستان، زمبابوې او بنګله‌دېش په ګډون د یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو په درې‌اړخیزه لوبلړۍ کې هم د زمبابوې پر وړاندې دوه بریاوې خپلې کړې وې.

افغانستان په لومړۍ مخامخ لوبه کې زمبابوې ته په ۱۵۸ منډو ماتې ورکړه او د لوبلړۍ په پایلوبه کې یې هم د اوو وېکټو په توپیر ماته کړه او اتلولي یې وګټله.

په پایلوبه کې زمبابوې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۹ منډې جوړې کړې؛ خو افغانستان د ابراهیم ځدراڼ د ۷۰ ناسوځېدلو منډو په مرسته ټاکل شوی هدف په ۳۴،۳ اورونو کې د درېیو لوبغاړو په زیان پوره کړ. راشد خان د یادې یو ورځنۍ لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړې وه.

په دې توګه افغانستان د روان سفر په یو ورځنیو او شل‌اوریزو سیالیو کې د زمبابوې پر وړاندې خپله غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

افغان لوبډله اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوو ټېسټ سیالیو لپاره چمتووالی نیسي، چې لومړۍ لوبه یې د نومبر په پنځمه او دویمه یې د همدې میاشتې په ۱۳مه په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

بنګله‌دېش د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلمشر پر ۱۱ اورونو او د امپایرانو پر پرېکړو نیوکه کړې

۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۳۴ GMT+۰
100%

د بنګله‌دېش کرېکټ بورډ د عمان په مسقط کې د افغانستان او بنګله‌دېش د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو پر مهال د امپایرانو د پرېکړو او د افغانستان د لوبډلمشر سهیل خان له خوا د یوه اضافي اور د ترسره کولو په اړه د افغانستان کرېکټ بورډ ته لیک استولی.

د کرېکټ د معلوماتو وېب‌پاڼې «کرک‌انفو» د راپور له مخې، د بنګله‌دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې روزونکي حنان سرکار ویلي، چې دوی د سیالیو پر مهال د امپایرانو هغه پرېکړې ثبت کړي چې په باور یې ناسمې وې او د لوبډلمشر په راپور کې یې یادونه کړې ده. نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان د لوبډلمشر سهیل خان له خوا د یوې سیالۍ پر مهال د ۱۱ اورونو ترسره کولو په اړه یې هم جلا یادښت ورسره ضمیمه کړی دی.

د کرک‌انفو د معلوماتو له مخې، د بنګله‌دېش لوبډلې د مسقط په سیالیو کې له لوبڅار یاسر لطیف‌زي سره دوه اوږدې ناستې کړې او د هغو پرېکړو ویډیويي شواهد یې ورښودلي چې دوی یې ناسمې ګڼلې. په دغو پرېکړو کې د پښو په لګېدو د سوځېدو (LBW) ځینې موارد هم شامل وو.

حنان سرکار ویلي: «موږ د امپایرانو د پرېکړو په اړه د لوبډلمشر په راپور کې لیکلي او د ۱۱ اورونو په اړه مو هم ځانګړی یادښت ورزیات کړی دی.»

نوموړي ویلي، د درېیمې یو ورځنۍ سیالۍ پر مهال د افغانستان لوبډلمشر، چې د لوبډلې مهم توپ‌اچوونکی هم دی، ۱۱ اورونه ترسره کړي، په داسې حال کې چې په ۵۰ اوریزه لوبه کې یو توپ‌اچوونکی تر لسو زیات اورونه نه شي ترسره کولای.

د سرکار په وینا، د بنګله‌دېش لوبډلې د خپلو شنونکو د ثبت شویو معلوماتو له مخې درک کړې وه چې سهیل خان خپل لس اورونه بشپړ کړي دي؛ خو کله چې دوی موضوع ته متوجه شول، هغه لا د یوولسم اور په اچولو بوخت و. د ده په خبره، د اور له پای ته رسېدو وروسته یې سمدستي امپایرانو ته خبر ورکړ.

د بنګله‌دېش روزونکي ادعا کړې، چې د افغانستان یوه بل توپ‌اچوونکي خپله خولۍ امپایر ته سپارلې وه، خو وروسته سهیل خان د هغه پر ځای توپ‌اچونه کړې او رسمي نمره‌ثبتوونکي دغه اور په تېروتنه د بل لوبغاړي په نوم ثبت کړی دی. د بنګله‌دېش لوبډلې په وینا، همدا تېروتنه د سهیل خان د اورونو په رسمي ثبت کې د اختلاف لامل شوې ده.

د راپور له مخې، د دواړو لوبډلو ترمنځ په څلورمه سیالۍ کې هم د بنګله‌دېش لوبډلې د پښو په لګېدو د سوځېدو او د توپ تر شا د نیولو په اړه د امپایرانو پر ځینو پرېکړو نیوکې کړې دي. دغو نیوکو د دواړو لوبډلو د روزونکو ترمنځ لفظي شخړه هم رامنځته کړې وه، خو وروسته یې روغه جوړه کړې او خبرې یې کړې دي.

د بنګله‌دېش کرکټ بورډ یوه چارواکي ویلي، چې بورډ د افغانستان کرکټ بورډ ته لیک استولی، څو په دوه‌اړخیزو سیالیو کې له رامنځته شویو مواردو خبر شي او په راتلونکو سیالیو کې ورته موضوعاتو ته ډېر پام وکړي.

د راپور تر خپرېدو پورې د افغانستان کرکټ بورډ په دې اړه د کرک‌انفو پوښتنو ته ځواب نه و ورکړی.

تر پنځو ورځو سیالۍ وروسته مساوي پایله؛ د افغانستان مقاومت د بنګله‌دېش د بریا مخه ونیوله

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۵۶ GMT+۱
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د بنګله‌دېش پر وړاندې له پنځو ورځو سختې سیالۍ وروسته د صدیق‌الله اتل او رحمت شاه د غوره توپ‌وهنې په مرسته لوبه مساوي کړه او له ماتې وژغورل شوه.

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ ټېسټ لوبه د سې‌شنبې په ورځ د اکتوبر پر ۱۳مه له پنځو ورځو سیالۍ وروسته مساوي پای ته ورسېده. بنګله‌دېش د لوبې د ګټلو هڅه کوله؛ خو په دویمه پاڼۍ کې د افغان توپ‌وهونکو مقاومت، په ځانګړي ډول د صدیق‌الله اتل فعالیت د افغانستان د ماتې مخه ونیوله.

افغانستان په دویمه پاڼۍ کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۶ منډې جوړې کړې او په دې سره یې د بنګله‌دېش د بریا هیلې له‌منځه یوړې. صدیق‌الله اتل ۱۱۱ منډې وکړې او د لوبې په مساوي پای ته رسېدو کې یې مهم رول ولوباوه.

رحمت شاه هم د افغانستان له اغېزناکو لوبغاړو و. هغه په دواړو پاڼیو کې په ترتیب سره ۱۰۵ او ۵۱ منډې جوړې کړې او د ملي لوبډلې په مقاومت کې یې مهمه ونډه واخیسته. قیس احمد هم په دویمه پاڼۍ کې د ۴۹ منډو په جوړولو سره د افغانستان د مساوي پایلې په ساتلو کې مرسته وکړه.

د توپ‌وهونکو ترڅنګ، د افغانستان چټک توپ‌اچوونکو هم د پام وړ لوبه وکړه او د سیالې لوبډلې د بشپړې بریا مخه یې ونیوله.

100%

د افغانستان مقاومت بنګله‌دېش د بریا له فرصت څخه بې‌برخې کړ

بنګله‌دېش په خپلو دوو پاڼیو کې ټولې ۷۱۸ منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې افغانستان په دواړو پاڼیو کې په ګډه ۵۸۶ منډې ترلاسه کړې؛ خو وروستۍ پایلې وښوده چې د بنګله‌دېش د منډو زیاتوالي د لوبې ګټلو لپاره بسنه ونه کړه.

بنګله‌دېش د بریا لپاره اړ و، چې د افغانستان ټول لوبغاړي ټاکلي هدف ته تر رسېدو مخکې وسوځوي؛ خو افغان توپ‌وهونکو خپل تمرکز وساته او د سیالې لوبډلې د توپ‌اچوونکو پر وړاندې یې مقاومت وکړ. په پایله کې لوبه پرته له ګټونکي پای ته ورسېده.

دا پایله د افغانستان لپاره ځانګړی ارزښت لري، ځکه د لوبې په یوه پړاو کې د افغان لوبډلې د ماتې احتمال ډېر و. په وروستۍ ورځ د توپ‌وهونکو مقاومت او د صدیق‌الله اتل او رحمت شاه له‌خوا د مهمو منډو جوړولو وښودله، چې د افغانستان ملي لوبډله په سختو شرایطو کې هم د سیالۍ وړتیا لري.

دغه لوبه چې د اکتوبر پر نهمه پیل شوې وه، د دواړو لوبډلو ترمنځ د روانو سیالیو په مهالوېش کې یوازینۍ ټېسټ لوبه وه. د دغه پنځه ورځنۍ لوبې له پای ته رسېدو وروسته افغانستان اوس د خپلو راتلونکو نړۍوالو سیالیو لپاره چمتووالی نیسي.

100%

راتلونکې سیالۍ؛ د درې اړخیزو یو ورځنیو لوبو لړۍ

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به له بنګله‌دېش سره د ټېسټ لوبې تر پای ته رسېدو وروسته، د بنګله‌دېش او زیمبابوې ملي لوبډلو سره په درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو کې هم برخه واخلي. دغه سیالۍ به افغان لوبغاړو ته یو بل فرصت برابر کړي، چې د ټېسټ کرېکټ له بڼې پرته، په یوه بله بڼه کې خپله وړتیا او چمتووالی وښيي.

له بنګله‌دېش سره مساوي پایله، په ځانګړي ډول د لوبې شرایطو او په وروستۍ ورځ د سخت فشار په پام کې نیولو سره، د افغانستان لپاره ارزښتناکه لاسته راوړنه بلل کېدای شي. د صدیق‌الله اتل او رحمت شاه ځلېدونکې لوبې د نورو لوبغاړو له ونډې سره یوځای د دې سیالۍ مهم ټکي وو. په دې لوبه کې تر وروستیو شېبو مقاومت د دې لامل شو چې سیالې لوبډلې بریا ترلاسه نه‌کړي.

اوس به د کرېکټ مینه‌والو پام یو ورځنیو سیالیو ته واوړي؛ هلته به افغانستان هڅه کوي چې له یادې لوبې ترلاسه شوې تجربې څخه د لا ښه چمتووالي او د بنګله‌دېش او زیمبابوې پر وړاندې د یوې منظمې لوبې د وړاندې کولو لپاره ګټه واخلي.

100%

د رحمت شاه زرمتي د کپتانۍ لومړۍ ازموینه؛ افغانستان نن له بنګله‌دېش سره مخ کېږي

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۳ GMT+۱
100%

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن، د تلې په ۱۷مه، په ابوظبۍ کې د بنګله‌دېش پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې ډګر ته وځي. دا لوبه به د رحمت شاه زرمتي لپاره د ټېسټ لوبډلې د کپتان په توګه لومړۍ رسمي سیالي وي او دواړه لوبډلې به د شیخ زاید کرېکټ لوبغالي پر میدان سره مخ شي.

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ دغه پنځه‌ورځنۍ ټېسټ لوبه به د اکټوبر له نهمې تر ۱۳مې نېټې دوام وکړي. د افغانستان کرېکټ بورډ د مهالوېش له مخې، لوبه به د ابوظبۍ پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې پیل شي.

رحمت شاه په داسې مهال د ټېسټ لوبډلې مشري پر غاړه اخلي چې افغانستان د روانې اوږدې نړیوالې لوبیزې برنامې په پیل کې له بنګله‌دېش سره یوازې یوه ټېسټ لوبه ترسره کوي. د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، ټېسټ کرېکټ د ملي لوبډلې د راتلونکو پلانونو مهمه برخه ده او د دې لوبې له لارې به افغان لوبغاړي د لوبې په اوږده بڼه کې د خپلې تجربې د پیاوړتیا فرصت ولري.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان د ټېسټ کرېکټ د اهمیت په اړه ویلي: «ټېسټ کرېکټ زموږ لپاره ډېر زیات اهمیت لري او موږ د لوبې په دې بڼه کې د افغان لوبډلې د پیاوړتیا او لاسته راوړنو د زیاتولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتو.»

افغانستان د دې ټېسټ لپاره په خپل نوملړ کې یو شمېر لوبغاړي هم بېرته شامل کړي دي. شاهدالله کمال او یمین احمدزي د کورنیو فرسټ کلاس سیالیو له ښې لوبې وروسته د ټېسټ لوبډلې ته بلل شوي، په داسې حال کې چې ضیاالرحمن اکبر هم له نږدې یو کال وروسته بېرته د ټېسټ لوبډلې برخه ګرځېدلی دی.

خو د افغانستان په نوملړ کې د راشد خان او ابراهیم ځدراڼ نشتوالی د لوبډلې له مهمو بدلونونو څخه دی. د افغانستان کرېکټ بورډ د اعلان شوي نوملړ له مخې، دواړه لوبغاړي د دې ټېسټ لوبې په لوبډله کې شامل نه دي، خو د راتلونکو یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لپاره په نوملړونو کې شته.

بل لور ته، بنګله‌دېش د نجم‌الحسن شانتو په کپتانۍ کې دې سیالۍ ته راځي. د بنګله‌دېش د ټېسټ لوبډله له تجربه‌کارو لوبغاړو لکه مشفق الرحیم، لېټن داس، مومن الحق او مهدي حسن میراز څخه هم برخمنه ده. دغه لوبډله په وروستیو کې د اسټرالیا پر وړاندې د دوو ټېسټ لوبو لړۍ ۱-۱ مساوي کړې او د لړۍ په لومړۍ لوبه کې یې د اسټرالیا پر وړاندې تاریخي بریا هم خپله کړې وه.

د بنګله‌دېش لپاره دا په متحده عربي اماراتو کې لومړۍ ټېسټ لوبه ده. د دغه هېواد روزونکی فیل سیمونز وايي، لوبډله یې د ابوظبۍ له تودې هوا سره د عیارېدو هڅه کوي او هغه لوبغاړي چې له جاپان څخه ورستانه شوي، باید ژر له شرایطو سره ځان برابر کړي. بنګله‌دېش د چهارشنبې په ورځ په ابوظبۍ کې له بشپړې لوبډلې سره تمرین هم کړی دی.

دواړه لوبډلې تر دې وړاندې په ټېسټ کرېکټ کې دوه ځله سره مخ شوې دي چې هرې لوبډلې یوه بریا خپله کړې ده. دکرېکټ د نړیوالې شوراد معلوماتو له مخې، رحمت شاه د بنګله‌دېش پر وړاندې په ټېسټ لوبو کې د افغانستان له مخکښو منډه‌وهنکو څخه دی او تر اوسه یې د دې لوبډلې پر وړاندې ۱۴۱ منډې کړې دي.

د ابوظبۍ د لوبغالي شرایط هم د دواړو لوبډلو لپاره د پام وړ دي. د بنګله‌دېش د وروستیو تمرینونو راپورونه ښيي چې د لوبې لپاره د سوکه توپ‌اچوونکو رول ته ځانګړې پاملرنه شوې، ځکه د متحده عربي اماراتو په عمومي شرایطو کې د ویکټو د ورو والي له امله سوکه توپ‌اچونه اغېزناک تمامېدای شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ په خپل فېسبوک پاڼه کې د افغانستان او بنګله‌دېش د یوازېنۍ ټېسټ لوبې جام د دواړو لوبډلو د کپتانانو له لوري د ابوظبۍ په زاید کرېکټ لوبغالي کې د نندارې لپاره د وړاندې کېدو خبر هم ورکړی دی.

د بنګله‌دېش پر وړاندې له دې ټېسټ وروسته به افغانستان په متحده عربي اماراتو کې د بنګله‌دېش او زمبابوې په ګډون د یو ورځنیو سیالیو درې اړخیزې لوبلړۍ ته داخل شي. دغه لوبلړۍ به د اکټوبر له ۱۷مې تر ۲۳مې دوام وکړي او دوه مخکښې لوبډلې به پایلوبې ته وځي. له هغې وروسته افغانستان له زمبابوې سره د درې شل اوریزو او دوو ټېسټ لوبو لړۍ هم لري.

په دې توګه، د بنګله‌دېش پر وړاندې د جمعې ورځې ټېسټ لوبه د افغانستان لپاره یوازې یوه جلا سیالي نه ده، بلکې د اکټوبر او نومبر میاشتو د پراخ نړیوال کرېکټ پروګرام لومړۍ لوبه هم ده.