رویټرز: د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د بیا پیل د احتمال له امله د منځګړو هڅې زیاتې شوي

د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د بیا پیل د اندېښنو له زیاتېدو سره، منځګړو د اوربند او سولې هڅې چټکې کړې دي. تهران د خپلو ۷ شرطونو تر پوره کېدو پورې د هرمز تنګي پر نه پرانیستلو او له واشنګټن سره پر نه خبرو کولو ټینګار کړی، خو امریکا د ایران اټومي موضوع د مذاکراتو مهم شرط بولي.
رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ (د لړم ۱۵مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د بیا پیل کېدو د احتمال په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره منځګړو د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې چټکې کړې دي.
دغه اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځمهالو ټاکنو له ترسره کېدو وروسته د پوځي عملیاتو د بیا پیل احتمال رد نهکړ او ایران هم ګواښ کړی چې د جګړې د بیا پیل په صورت کې به خپل غچ اخیستونکي بریدونه پراخ کړي.
د ایران د امنیتي چارو لوړپوړي چارواکي مُحسن رضایي د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) روسیې ته د خپل سفر پر مهال ویلي، تهران د ډیپلوماسۍ په برخه کې امریکا ته ۷ شرطونه وړاندې کړي دي.
نوموړي ټینګار کړی، تر هغو به ایران د هرمز تنګی پرا نهنیزي او له امریکا سره به خبرو اترو ته کېنني، څو یې شرطونه پوره شوي نهوي.
د ایران له مهمو شرطونو څخه د امریکا د بندیزونو لرې کول، د دغه هېواد د کنګل شویو شتمنیو ازادول او د جګړې د زیانونو د تاوان ورکول یاد شوي دي. په مقابل کې واشنګټن ویلي، چې د هر ډول لومړنیو مذاکراتو په اجنډا کې باید د ایران اټومي موضوعات هم شامل وي.
