• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اې‌پي: د ټرمپ ادارې د جګړې پر مهال د ایرانیانو د اېستلو لپاره له تهران سره خبرې کړې دي

۱۵ لړم ۱۴۰۵ - ۶ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۶ GMT+۰

اسوشېتد پرېس خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) د امریکا د فدرالي محکمې د نویو خپرو شویو اسنادو له مخې راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ ادارې له ایران سره د جګړې پر مهال له امریکا څخه د ایرانیانو د اېستلو په اړه له تهران سره محرمانه خبرې کړې دي.

دا اسناد ښيي چې د دواړو هېوادونو چارواکو لږ تر لږه د روان کال د اکتوبر تر نیمایي پورې د سفر د اسنادو چمتو کولو او د اېستلو احتمالي لارو په اړه تماسونه درلودل.

د اسوشېتد پرېس د راپور له مخې، د امریکایي ایرانیانو د حقوقي دفاع صندوق اعلان کړی، چې لږ تر لږه ۱۲ نیول شوي ایرانیان خبر شوي چې ښايي د پاکستان له لارې ایران ته واستول شي. ځینو دغو کسانو ویلي، چې دا اخراج ښايي د یکشنبې له ورځې د لړم له ۱۷مې څخه پیل شي.

د فدرالي محکمې قاضي انا رېس ایران ته د دغو کسانو د بېرته ستنولو د خطراتو په اړه د خبرداري ورکولو ترڅنګ امر کړی، چې د امریکا حکومت باید د اخراج پروګرامونو له عملي کولو مخکې محکمې ته خبر ورکړي.

په دې دوسیه کې د امریکایي کډوالۍ چارواکو له‌خوا اسلامي جمهوریت ته د ایراني پناه غوښتونکو د محرمو معلوماتو د لېږدولو تورونه هم شامل دي؛ هغه تورونه چې د امریکا د کورني امنیت وزارت رد کړي دي.

د پخوانیو اسنادو له مخې، دواړو هېوادونو په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې د درېیو الوتنو له لارې د څه باندې ۱۰۰ ایرانیانو د بېرته ستنولو په برخه کې همکاري کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې امریکا له منځمهاله ټاکنو مخکې پرېکړه کړې وه، چې ۱۵۰ افغانان له دغه هېواده وباسي او لومړی یې پاکستان او بیا اسلام‌اباد یې افغانستان ته وشړي، خو د امریکا حکومت دغه پرېکړه په واشنګټن کې ننګول شوې او د اوس لپاره ځنډول شوې ده.

ډېر لیدل شوي

په مشهد کې پر احمدخان غوري برید؛ بریدګر د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه
۱

په مشهد کې پر احمدخان غوري برید؛ بریدګر د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

۲

د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ د منځنۍ اسیا سوداګریزې موخې ستونزمنې کړې دي

۳

د بې‌پولې خبریالانو سازمان: طالبان د ۰۱۵ ریاست له لارې خبریالان شکنجه کوي او رسنۍ کنټرولوي

۴

انځوریز راپور؛ د کندهار د انارو بڼوال د بازار موندنې له ستونزو سره مخ دي

۵

کاناډا د افغانستان په جګړه کې د برخه‌والو سرتېرو د خدمت د رسمي پېژندنې قانون تصویبوي

•
•
•

نور خبرونه

کاناډا د بشپړ بورس لرونکې افغانې زده‌کوونکې ویزه رد کړه

۱۴ لړم ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۲ GMT+۰
100%

د کاناډا د دولتي رسنۍ سي بي سي د راپور له مخې، دغه هېواد یوې ۱۸ کلنې افغانې زده‌کوونکې ته، چې د کاناډا په یوه خصوصي ښوونځي کې یې بشپړ بورس ترلاسه کړی و، د زده‌کړو ویزه رد کړې ده.

د راپور له مخې، د امنیتي دلایلو له امله د دې افغانې زده‌کوونکې نوم نه دی خپور شوی. نوموړې د یوې کاناډايي خیریه موسسې د پروګرام له لارې له زرګونو غوښتونکو څخه د هغو درېیو افغانو نجونو په ډله کې شامله وه چې د زده‌کړو لپاره غوره شوې وې.
هغې د برېټش کولمبیا په یوه خصوصي شبانه‌روزه ښوونځي کې د دوو کلونو زده‌کړو لپاره بشپړ بورس ترلاسه کړی و. د بورس له مخې د زده‌کړو فیس، د اوسېدو او خوراک لګښتونه، درسي وسایل او نور شخصي مصارف ټول ورکول کېدل.
زده‌کوونکې سي بي سي ته ویلي: «کله چې مې د منلو لیک ترلاسه کړ، داسې احساس مې کاوه چې د خپل راتلونکي لپاره نوې دروازه راته پرانیستل شوې ده. باور مې درلود چې زما ټولې هڅې نتیجه ورکړې ده.»
خو څو میاشتې وروسته د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې د هغې د زده‌کړو د ویزې غوښتنلیک رد کړ.
د راپور له مخې، کاناډايي چارواکو ویلي چې دوی نه دي قانع شوي چې نوموړې د زده‌کړو او په کاناډا کې د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره کافي مالي سرچینې لري. همداراز په رد شوې پرېکړه کې ویل شوي چې ښايي زده‌کوونکې د زده‌کړو له بشپړېدو وروسته خپل هېواد ته بېرته ستنه نه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ښوونځي د منلو په رسمي لیک کې د بشپړ بورس یادونه شوې او پکې ویل شوي چې د زده‌کوونکې ټول لګښتونه به ورکول کېږي.
د «وېمن لیډرز اف ټومارو» موسسې مشرې فریبا رضايي د ویزې ردول «حیرانوونکې پرېکړه» بللې او ویلي یې دي چې کاناډا تل د افغانو ښځو او نجونو د حقونو او زده‌کړو ملاتړ کوي، خو په عمل کې د هغو نجونو پر وړاندې خنډونه جوړوي چې د زده‌کړو قانوني فرصتونه مومي.
د راپور له مخې، له هغو درېیو افغانو نجونو څخه چې سږ کال دغه پروګرام ته غوره شوې وې، دوو ته د زده‌کړو ویزې رد شوې او د درېیمې دوسیه لا هم تر ارزونې لاندې ده.
د کډوالۍ یوه وکیله ګبریل تیبو ویلي، امکان لري چې د زده‌کوونکې دوسیه په بشپړه توګه نه وي ارزول شوې. هغې ویلي، د کاناډا د کډوالۍ اداره د غوښتنلیکونو د ارزونې لپاره ډیجیټلي سیسټمونه کاروي او ښايي د بورس اړوند اسناد له پامه غورځېدلي وي.
افغانې زده‌کوونکې ویلي، په ۲۰۲۲ کال کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له لګېدو وروسته یې خپلې زده‌کړې په پټه او د انلاین ټولګیو له لارې تعقیب کړې دي.
هغې له کاناډايي چارواکو غوښتي چې دوسیه یې بیا وڅېړي.
نوموړې ویلي: «هیله لرم چې زما غوښتنلیک یو ځل بیا وارزول شي. دا نور یوازې زما موضوع نه ده، بلکې زه احساس کوم چې د میلیونونو افغانو نجونو استازیتوب کوم چې لا هم د زده‌کړو له حقه محرومې دي.»

کاناډا د افغانستان په جګړه کې د برخه‌والو سرتېرو د خدمت د رسمي پېژندنې قانون تصویبوي

۱۴ لړم ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۸ GMT+۰
100%

د کاناډا د پارلمان یو شمېر غړي وايي، د ټولو ګوندونو ملاتړ یې ترلاسه کړی، څو هغه قانون په چټکۍ تصویب کړي چې له مخې به یې د افغانستان او په نورو وروستیو جګړو کې د پوځي خدمت تجربه لرونکو سرتېرو ته د جګړه‌ییز خدمت رسمي پېژندنه ورکړل شي.

د کاناډا حکومت له کوریايي جګړې راهیسې د هېڅ پوځي ماموریت خدمت په رسمي توګه د جګړه‌ییز خدمت په توګه نه دی پېژندلی، سره له دې چې د دغه هېواد پوځیان په بېلابېلو وختونو کې د جګړو سیمو ته استول شوي دي.
د «جګړه‌ییز خدمت د پېژندنې قانون» په نوم دغه لایحه به د جګړه‌ییزو شرایطو پر مهال د پوځي خدمت د رسمي پېژندنې لپاره ملي چوکاټ رامنځته کړي. په لایحه کې د هغو جګړو نومونه نه دي مشخص شوي چې خدمت به پکې د جګړه‌ییز خدمت په توګه ومنل شي، خو له حکومت څخه غواړي چې د دې ډول پېژندنې لپاره روښانه معیارونه وټاکي او خپلې پرېکړې په عامه توګه توجیه کړي.
د پوځیانو د ملاتړ بنسټونو له اوږدې مودې راهیسې د دغه قانون غوښتنه کړې او وايي، د جګړو تجربه لرونکو سرتېرو ته دا ډول پېژندنه باید ډېر پخوا ورکړل شوې وای. خو د قانون له مخې به د سرتېرو پر تقاعدي امتیازاتو او نورو مالي ګټو اغېز ونه کړي.
خپلواک سناتور حسن یوسف د «ایس – ۲۴۶» په نوم دغه لایحه د اپرېل په میاشت کې وړاندې کړې وه او د چهارشنبې په ورځ د کاناډا د ولسي جرګې د بحث لومړي پړاو ته داخله شوه.
یوسف په یوه خبري غونډه کې وویل، د فارس خلیج د جګړې تجربه لرونکو سرتېرو کلونه کلونه د پارلمان له غړو سره لابي کړې، څو د هغوی د پوځي خدمت د رسمي پېژندنې موضوع د سیاستوالو اجنډا ته داخله شي.
په افغانستان کې د کاناډايي ځواکونو د یوه متقاعد ډګروال مارک ګاسپاراتو تجربه هم د دې قانون د اړتیا په اړه د بحث یوه برخه ده. نوموړي د کندهار په ولایت کې د کاناډايي ځواکونو قومانده پر غاړه لرله او د «مدوسا» په نوم په سختو پوځي عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه؛ هغه جګړه چې د ناټو د ځمکنیو ځواکونو له تر ټولو لویو جګړو څخه بلل کېږي.
ګاسپاراتو ویلي، په افغانستان کې د ماموریت پر مهال شپږ ځله له مرګ سره مخ شوی دی. د نوموړي په وینا، کاناډايي ځواکونه په دغو عملیاتو کې له سخت تاوتریخوالي سره مخامخ شول او د هېواد لپاره یې د خپل مسوولیت د ترسره کولو په لاره کې د وینې، قربانۍ او رواني زیانونو بیه ورکړه.
هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان د ماموریت، په ځانګړي ډول د مدوسا عملیاتو، د جګړه‌ییز خدمت په توګه نه پېژندل د هغو سرتېرو قربانۍ کم‌ارزښته کوي چې وژل شوي، ټپیان شوي او یا لا هم د جګړې له رواني او نورو اغېزو سره ژوند کوي.
د راپور له مخې، د افغانستان په جګړه کې تر ۴۰ زرو ډېرو کاناډايي پوځیانو خدمت کړی او ۱۵۸ کاناډايي سرتېري وژل شوي دي.
د وړاندیز شوې لایحې له مخې، د کوریا له جګړې وروسته ټول پوځي ماموریتونه به د نوي چوکاټ پر بنسټ وارزول شي، څو معلومه شي چې کوم خدمتونه د جګړه‌ییز خدمت د رسمي پېژندنې شرایط پوره کوي.
په دغو معیارونو کې د پوځيانو پر وړاندې د خطر کچه، د عملیاتو ماهیت، پراخوالی او شدت، او له هغو شرایطو سره مخامخ کېدل شامل دي چې د سرتېرو فزیکي یا رواني روغتیا ته زیان رسولای شي.
دغه راز، په هغو سیمو کې هر ډول وسله‌والې نښتې به هم په پام کې نیول کېږي چې کاناډايي پوځیانو پکې خدمت کړی وي؛ که څه هم په رسمي توګه د جګړې اعلان نه وي شوی. نوی چوکاټ به په راتلونکو جګړو او پوځي ماموریتونو هم پلي کېږي.

ټرمپ د امریکا د منځ‌مهاله ټاکنو په درشل کې: له ایران سره د جګړې لپاره بیړه نه‌لرم

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۲۶ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د ایران پر وړاندې د جګړې بیا پیلولو ته بیړه نه‌لري او غواړي د اقتصادي فشارونو پر دوام تهران یوې هوکړې ته اړ باسي. هغه ټینګار کړی، چې ایران ته به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي او که خبرې اترې ناکامې شي پوځي انتخاب هم شونی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې دا روښانه نه کړه، چې ایا د اقتصادي فشارونو دوام او د قطر په منځګړیتوب خبرې اترې به وکولای شي د واشنګټن او تهران ترمنځ اختلافات کم کړي؛ که د امریکا د منځ‌مهاله ټاکنو له پای ته رسېدو وروسته به پوځي عملیات بیا پیل شي.
ټرمپ له اسراییلي ۱۲ ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي: «زه د هېڅ اقدام لپاره بیړه نه‌لرم. موږ د هغوی اقتصاد فلج کړی». هغه د خبرو اترو په اړه ویلي، چې مذاکرات په ښه توګه روان دي؛ خو واشنګټن لا ډاډه نه دی چې په ایران کې وروستۍ پرېکړه د چا په لاس کې ده او نه غواړي یو ځل بیا په مذاکراتو کې وخت ضایع کړي.
ټرمپ ویلي، د ایران مشران د ده د تمې خلاف له امریکا سره د هوکړې لپاره بیړه نه لري؛ خو هغوی اوس د جګړې له پیل راهیسې تر بل هر وخت له واشنګټن سره هوکړې ته ډېر لېواله دي.
ټرمپ په یوه بله مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ د «نیویارک پوسټ» ورځپاڼې خپره کړې ویلي، چې نه غواړي د ایران جګړه د ویتنام د جګړې په څېر په اوږدمهاله جګړه بدله شي. هغه په تېرو څو میاشتو کې د ۱۸ امریکايي سرتېرو وژل کېدو ته په اشارې ویلي، امریکايي ځواکونو پر ایران درانه ګوزارونه کړي؛ خو د دغه مودې په ډېره برخه کې مستقیمه جګړه نه ده شوې.
د ایران د حکومت د بدلون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ټرمپ ویلي، چې امریکا په عملي توګه د ایران دوه حکومتونه له‌منځه وړي دي. نوموړي خبرداری ورکړی، که خبرې اترې پایله ورنه کړي ښايي واشنګټن اړ شي چې «کار پای ته ورسوي».
د اسراییل د ۱۲ ټلوېزیوني شبکې د راپور له مخې، د ایران په اړه د امریکا د پالیسۍ پر دوام د ټرمپ سلاکاران پر درېیو ډلو وېشل شوي دي. یوه ډله له تهران سره د هوکړې لپاره د هڅو ملاتړ کوي، دویمه ډله د جګړې د بیا پیل او درېیمه ډله د سمندري کلابندۍ او اقتصادي فشارونو د دوام غوښتونکې ده.
د راپور له مخې، د خلیج د سیمې د ډېرو هېوادونو مشران له ډیپلوماټیکې لارې ملاتړ کوي. چین او روسیې هم د خبرو اترو له لارې د کړکېچ پر هواري ټینګار کړی دی.
د دغه اختلافونو نښې د شنبې په ورځ د ټرمپ او د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ټیلیفوني خبرو کې هم څرګندې شوې دي. د «اکسیوس» او اسراییلي ۱۲ شبکې د راپورونو له مخې، نتنیاهو له ټرمپ غوښتي چې د امریکا د کانګرس د منځ‌مهاله ټاکنو له ترسره کېدو سملاسي وروسته د نومبر په درېیمه پر ایران بریدونه بیا پیل کړي.
د امریکا او اسراییل دوو سرچینو دغه خبرې «مستقیمې او صریحې» بللې دي. د هغوی په وینا، نتنیاهو اندېښنه لري چې له تهران سره احتمالي هوکړه به پر ایران فشارونه کم کړي؛ خو ټرمپ غواړي د اوس لپاره خبرو اترو ته ډېر وخت ورکړي او اسراییل په دغه بهیر کې لاسوهنه ونه کړي.
سپینې ماڼۍ او د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د دغه راپورونو د جزییاتو په اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.
«وال‌سټریټ ژورنال» او «اسوشیټډ پرېس» هم په وروستیو ورځو کې راپور ورکړی، چې امریکايي چارواکو خپلو یوشمېر سیمه‌ییزو متحدانو ته د منځ‌مهاله ټاکنو له پای ته رسېدو وروسته د احتمالي نویو بریدونو او د ایران د غچ‌اخیستونکو اقداماتو په اړه خبرداری ورکړی دی.

ایران په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان په اړه د څلور اړخیزې غونډې جوړولو هڅه کوي

۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۶ GMT+۰
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، تهران د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو ډیپلوماتیکو خبرو د بیا پیل لپاره هڅې کوي او په پام کې لري چې په راتلونکو میاشتو کې د څلور اړخیزې غونډې زمینه برابره کړي.

بقایي د دوشنبې په ورځ د دغه وزارت په اوونیز خبري کنفرانس کې وویل، د سیمې وروستیو بدلونونو او کړکېچونو د افغانستان د وضعیت، د ترهګریزو ګواښونو د مهار او د دغه هېواد د ثبات او د ګاونډیو هېوادونو د ګډ امنیت ترمنځ د تړاو په اړه د تهران پام نه‌دی اړولی.

هغه وویل، ایران په تېر یوه کال کې له سیمه‌ییزو څو اړخیزو غونډو، په ځانګړي ډول د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې له فرصتونو په ګټې اخیستنې د افغانستان په اړه د څلور اړخیزو خبرو د بیا پیل لپاره هڅې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، د یادې غونډې د جوړېدو لپاره د چمتووالي په موخه د دغه وزارت اړوند عمومي رییس ترکیې او پاکستان ته کاري سفرونه کړي دي. بقایي د دغه هڅو په اړه وویل: «د څلور اړخیزې غونډې د جوړېدو لپاره چې ښايي په راتلونکو میاشتو کې ترسره شي، اړوند ډیپلوماتیکې چارې په جدي توګه روانې دي».

هغه ټینګار وکړ، چې تهران د سیمې د مهمو لوبغاړو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا ته پام کوي او د افغانستان په اړه ډیپلوماتیک بهیر یې په خپل کاري لومړیتوب کې ساتلی دی. بقایي همداراز وویل، چې ایران د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» په نوم د سیمه‌ییزو خبرو اترو بهیر هم د تلې په میاشت کې په جدي توګه څارلی او د یاد بهیر په څنډه کې یې له بېلابېلو هېوادونو سره دوه اړخیزې او څو اړخیزې خبرې کړې دي.

هغه د افغانستان د موضوع د اهمیت په اړه وویل: «په سیمه‌ییزه کچه وروستیو بدلونونو او کړکېچونه هېڅکله د دې لامل نه دي شوي، چې د افغانستان اړوند بهیرونو، د ترهګریزو ګواښونو د مهار او د دغه هېواد د ثبات او د ګاونډیو هېوادونو د ګډ امنیت ترمنځ د نه بېلېدونکي تړاو اهمیت له پامه وغورځوو».

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په داسې حال کې د څلور اړخیزې غونډې د جوړولو لپاره د تهران د هڅو خبر ورکوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان وضعیت، امنیتي اندېښنې او له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې د سیمې د هېوادونو د ډیپلوماتیکو خبرو اترو له مهمو موضوعاتو څخه دي.

د بقایي د څرګندونو له مخې، ایران غواړي د سیمه‌ییزو ډیپلوماتیکو لارو چارو له لارې د افغانستان په اړه خبرې او همغږي پیاوړې کړي؛ خو نوموړي د راتلونکې څلور اړخیزې غونډې د ګډونوالو هېوادونو نومونه او د جوړېدو کره نېټه نه ده په ډاګه کړې.

پر ایران د برید په اړه د ټرمپ تازه ګواښ په خلیج هېوادونو کې د نوې جګړې وېره زیاته کړې

۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۲۹ GMT+۰
100%

رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري پر ایران د بیا ځلي پوځي بریدونو ګواښ له امله په خلیج کې د واشنګټن متحدین د یوې بلې ویجاړوونکې جګړې له وېرې سره مخ شوي دي.

دغو هېوادونو اندېښنه ښودلې چې په سیمه کې د امریکا پوځي اډې، چې د دوی د ساتنې لپاره جوړې شوې وې، اوس د ایران د غچ اخیستونکو بریدونو په اسانه هدفونو بدلې شوې دي. دا اندېښنې په بحرین کې د منامې د کلني امنیتي کنفرانس د بحثونو اصلي چورلیز و، چې د بېلابېلو هېوادونو وزیرانو او امنیتي چارواکو په کې د نوي احتمالي جنګ پر اغېزو خبرې وکړې.

ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې ښایي د کانګرس له منځمهاله ټاکنو وروسته د تېر کال د عملیاتو په څېر نور پوځي ګامونه هم پورته کړي. څلورو اروپایي چارواکو رویترز ته ویلي، چې واشنګټن په سیمه کې کافي ځواکونه ځای پر ځای کړي او شونې ده ډېر ژر پر ایران بریدونه پیل شي. د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي په منامه کې وویل چې د جګړې نوی پړاو به تر پخواني هغه خورا خطرناک او ویجاړوونکی وي او هېڅ پایله به ونه لري. له بلې خوا، اروپایي چارواکو څرګنده کړې چې د امریکا په احتمالي بریدونو کې به ښایي د ایران اټومي تاسیسات په نښه شي، خو دا بریدونه به یوازې د دغه هېواد وړتیاوې کمزورې کړي، نه دا چې په بشپړه توګه یې له منځه یوسي.

ایراني چارواکو ویلي، چې د امریکا او اسراییل د احتمالي بریدونو په غبرګون کې یې د هدفونو یو تفصیلي نوملړ چمتو کړی دی. په دغو اهدافو کې د خلیج په ښارونو کې پوځي اډې، د اوبو لاندې مخابراتي مزي، د انرژۍ تاسیسات او د اوبو د تصفیې مرکزونه شامل دي.

د نړیوالو ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتوت د سیمه ییز امنیت رییس امیل هوکایم څرګنده کړه، د تهران اصلي موخه دا ده چې د امریکا د پاتې کېدو لګښت لوړ کړي او د خلیج پر هېوادونو فشار راوړي څو امریکایي ځواکونه له سیمې ووځي. د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي هم په ډاګه کړې چې ټول غوراوي پر مېز دي او ایران له اسانې یا سختې لارې سره مخامخ دی.

د دغو ګواښونو له امله د سیمې هېوادونو ډیپلوماتیکې هڅې ګړندۍ کړې دي، څو د پوځي شخړې د بیا پیل مخه ونیسي. د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان جګپوړو چارواکو تېره میاشت په تهران کې خبرې اترې وکړې او قطري استازو هم په وروستیو ورځو کې د نوي جنګ د مخنیوي لپاره دوه اړخیزې کتنې کړې دي.

د متحده عربي اماراتو یوه لوړپوړي چارواکي انور ګرګاش د منامې په غونډه کې وویل، دوی هیله لري ډیپلوماسي بریا ته ورسېږي، خو هېواد یې له بدترین حالت سره مقابلې ته هم چمتو دی. شنونکي باوري دي چې د خلیج هېوادونه وېره لري چې د واشنګټن او تهران په دې نښته کې به تر ټولو دروند تاوان د دوی پر غاړه وي.

د امریکا، اسراییل او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ مستقیمه پوځي جګړه د ۱۴۰۴ لمریز کال په حوت میاشت کې د پخواني رهبر علي خامنه‌ای تر وژل کېدو وروسته پیل شوه. که څه هم د ۱۴۰۵ لمریز کال په چنګاښ میاشت کې د اسلام اباد تفاهم لیک لاسلیک شو، خو دغه هوکړه ډېر ژر ماته شوه او له امله یې نوې نښتې رامنځته شوې. دا مهال د عمان په منځګړیتوب غیرمستقیمې خبرې روانې دي او اصلي تمرکز یې د هرمز تنګي پر پرانیستي ساتلو دی، په داسې حال کې چې د سیمې امنیتي چاپېریال لا هم خورا نازک او ترینګلی پاتې دی.