• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نفوسو د کمېدو اندېښنې؛ چین کې د ودونو شمېر د تېرو ۱۸ کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی

۱۵ لړم ۱۴۰۵ - ۶ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۲۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ لړم ۱۴۰۵ - ۶ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۵۲ GMT+۰

چین وايي، چې په دغه هېواد کې د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د ودونو شمېر د تېرو ۱۸ کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی. د معلوماتو پر بنسټ د جنورۍ له پیله د سپټمبر تر پایه ۴،۶۵ میلیونه جوړو خپل ودونه ثبت کړي، خو په همدې موده کې بیا ۲،۰۸ میلیونه د طلاق پیښې هم ثبت شوې دی.

د چین سیمه‌ییزې رسنۍ «یي‌کای» د جمعې په ورځ (د لړم ۱۵مه) د دغه هېواد د ملکي چارو وزارت د راپور پر بنسټ ویلي، چې د ودونو دغه شمېر له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې تر ټولو ټیټه کچه ده.

په راپور کې ویل شوي، چې د ودونو د شمېر کمېدو په دغه هېواد کې د زېږون د کچې د لا ټیټېدو او د نفوسو د جوړښت د بدلون په اړه هم اندېښنې زیاتې کړي، ځکه چین کې لاهم د ماشومانو زېږول تر ډېره برېده له واده سره تړلې مسئله ده.

راپور کې ویل شوي، چې چینایي چارواکو په دې وروستیو کلونو کې د ودونو او ماشوم زېږولو د هڅونې لپاره بېلابېل اقدامات کړي دي. په دغو اقداماتو کې یو هم کورنیو ته مالي مرستې، د ماشومانو د پالنې ملاتړ او د زېږون اړوند د روغتیايي لګښتونو کمول شامل دي.

د راپور له مخې، چینایي چارواکو همدارنګه ژمنه کړې، چې د ځوانانو د ژوند د ښه کېدو لپاره به د کورونو برابرولو، روغتیا، ښوونې او روزنې او عامه خدمتونو ته پاملرنه زیاته کړي.

له دې هڅو سره سره، چین اوس د ماشومانو پرتله د زړو خلکو د ملاتړ له ډېر بار سره مخ دی. د دغه هېواد نفوس په ۲۰۲۵ کال کې د پرله‌پسې څلورم کال لپاره کم شوی او د زېږون کچه یې هم تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.

د نفوسو کارپوهانو خبرداری ورکوي، چې ښايي د چین د نفوسو د کمېدو بهیر دوام وکړي. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، د چین د ۱۵ تر ۴۹ کلونو عمر لرونکو ښځو شمېر به د روانې پېړۍ تر پایه له دوه پر درېیمې برخې ډېر کم او تر ۱۰۰ میلیونو ښکته شي.

د ملګرو ملتونو د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال تر لومړیو د چین نفوس شاوخوا ۱،۴ میلیارد تنه اټکل شوی دی.

ډېر لیدل شوي

په مشهد کې پر احمدخان غوري برید؛ بریدګر د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه
۱

په مشهد کې پر احمدخان غوري برید؛ بریدګر د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

۲

کاناډا د افغانستان په جګړه کې د برخه‌والو سرتېرو د خدمت د رسمي پېژندنې قانون تصویبوي

۳

د بې‌پولې خبریالانو سازمان: طالبان د ۰۱۵ ریاست له لارې خبریالان شکنجه کوي او رسنۍ کنټرولوي

۴

د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ د منځنۍ اسیا سوداګریزې موخې ستونزمنې کړې دي

۵

انځوریز راپور؛ د کندهار د انارو بڼوال د بازار موندنې له ستونزو سره مخ دي

•
•
•

نور خبرونه

ملګري ملتونه: اقلیمي بدلونونه په افغانستان کې د بې‌ځایه شویو کورنیو ژوند ګواښي

۱۵ لړم ۱۴۰۵ - ۶ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۱۷ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلونونو له جدي ګواښونو سره مخ دي او د نړۍ نږدې درې پر څلورمه برخه بې‌ځایه شوي کسان په همدې ډول هېوادونو کې ژوند کوي چې په‌کې وچکالي، سېلابونه او سخته ګرمي یې ژوند ګواښي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د جمعې په ورځ (د لړم ۱۵مه) په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې په نړۍ کې د اقلیمي بدلونونو له امله په جبري توګه نږدې ۹۰ میلیونه بې‌ځایه شوي کسان د وچکالۍ، سېلابونو او سختې ګرمۍ له ګواښونو سره مخ دي.

د راپور له مخې، د نړۍ نږدې درې پر څلورمه برخه بې‌ځایه شوي کسان په هغو هېوادونو کې ژوند کوي چې په‌کې د اقلیمي خطرونو کچه لوړه ده او په وینا یې افغانستان او بنګله‌دېش هم په دغو هېوادونو کې شامل دي.

راپور وايي، په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو ګواښونه د بې‌ځایه شویو کسانو وضعیت نور هم زیانمنوي او د وچکالۍ، سېلابونو او سختې ګرمۍ له امله د خلکو د ژوند او بېرته ستنېدو بهیر له ستونزو سره مخ کوي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د ال‌نینو د یوې پیاوړې څپې وړاندوینه هم ښايي په هغو هېوادونو کې اقلیمي خطرونه زیات کړي، چې د کډوالو کوربه دي. د دغې ادارې په وینا، د روان کال تر پایه په ختیځه افریقا کې سخت سېلابونه ښايي په سومالیا، کینیا، سویلي سوډان او یوګانډا کې تر درې میلیونو پورې کسان بې‌ځایه کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د COP31 په کنفرانس کې له حکومتونو او د اقلیم له تمویلونکو بنسټونو غوښتي، چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د چمتووالي لپاره خپلې مالي مرستې زیاتې کړي. د راپور له مخې، د اقلیم د بدلون لپاره د برابرېدونکو مالي مرستو یوازې شاوخوا ۱۰ سلنه هغو هېوادونو ته رسېږي چې له جګړو او بې‌ثباتۍ سره مخ دي.

رویټرز خبري اژانس بیا په همدې تړاو د ملګرو ملتونو یوې بلې څېړنې ته چې د تېرې چهارشنبې په ورځ خپره شوې وه، په اشارې سره ویلي، په یاده څېړنه کې ویل شوي چې بډایه هېوادونه د مخ پر ودې هېوادونو د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د چمتووالي لپاره د اړتیا وړ کلنیو ۳۰۵ میلیاردو ډالرو مرستو په برابرولو کې پاتې راغلي، په داسې حال کې چې سختې اقلیمي پېښې ورځ تر بلې ډېرې او شدیدېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان ورځ تر بلې د اوبو له کمښت او د اقلیمي بدلونونو له جدي اغېزو سره مخ کېږي. د افغانستان انټرنشنل د وروستیو راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، د افغانستان له دوو برخو د زیاتو ولایتونو خلک له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دي او شاوخوا ۱۶ میلیونه کسان د څښلو پاکو اوبو ته بېړنۍ اړتیا لري. د دغه دفتر د ارزونې له مخې، د افغانستان لږ تر لږه ۱۸ ولایتونه د اقلیمي بدلونونو له پلوه د ډېر لوړ خطر په کچه کې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم د ۲۰۲۶ کال په جون کې ویلي، چې وچکالي او د اوبو کمښت د هېواد له پراخو اقلیمي ستونزو څخه دي او تر نیمايي ډېر نفوس یې اغېزمن کړی دی.

د افغانستان انټرنشنل د سپټمبر د ۱۴مې د راپور له مخې، په کابل او نورو ښارونو کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدل، د ښاري زېربناوو کمښت او د فاضله اوبو له امله د اوبو سرچینو ککړېدل هم د څښلو پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی محدود کړی دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، د وچکالۍ، سېلابونو او د اوبو د کمښت دوام نه یوازې د خلکو روغتیا او کرنه اغېزمنوي، بلکې د بې‌ځایه کېدو، خوراکي ناامنۍ او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو ستونزې هم زیاتوي.

کاناډا د افغانستان په جګړه کې د برخه‌والو سرتېرو د خدمت د رسمي پېژندنې قانون تصویبوي

۱۴ لړم ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۸ GMT+۰
100%

د کاناډا د پارلمان یو شمېر غړي وايي، د ټولو ګوندونو ملاتړ یې ترلاسه کړی، څو هغه قانون په چټکۍ تصویب کړي چې له مخې به یې د افغانستان او په نورو وروستیو جګړو کې د پوځي خدمت تجربه لرونکو سرتېرو ته د جګړه‌ییز خدمت رسمي پېژندنه ورکړل شي.

د کاناډا حکومت له کوریايي جګړې راهیسې د هېڅ پوځي ماموریت خدمت په رسمي توګه د جګړه‌ییز خدمت په توګه نه دی پېژندلی، سره له دې چې د دغه هېواد پوځیان په بېلابېلو وختونو کې د جګړو سیمو ته استول شوي دي.
د «جګړه‌ییز خدمت د پېژندنې قانون» په نوم دغه لایحه به د جګړه‌ییزو شرایطو پر مهال د پوځي خدمت د رسمي پېژندنې لپاره ملي چوکاټ رامنځته کړي. په لایحه کې د هغو جګړو نومونه نه دي مشخص شوي چې خدمت به پکې د جګړه‌ییز خدمت په توګه ومنل شي، خو له حکومت څخه غواړي چې د دې ډول پېژندنې لپاره روښانه معیارونه وټاکي او خپلې پرېکړې په عامه توګه توجیه کړي.
د پوځیانو د ملاتړ بنسټونو له اوږدې مودې راهیسې د دغه قانون غوښتنه کړې او وايي، د جګړو تجربه لرونکو سرتېرو ته دا ډول پېژندنه باید ډېر پخوا ورکړل شوې وای. خو د قانون له مخې به د سرتېرو پر تقاعدي امتیازاتو او نورو مالي ګټو اغېز ونه کړي.
خپلواک سناتور حسن یوسف د «ایس – ۲۴۶» په نوم دغه لایحه د اپرېل په میاشت کې وړاندې کړې وه او د چهارشنبې په ورځ د کاناډا د ولسي جرګې د بحث لومړي پړاو ته داخله شوه.
یوسف په یوه خبري غونډه کې وویل، د فارس خلیج د جګړې تجربه لرونکو سرتېرو کلونه کلونه د پارلمان له غړو سره لابي کړې، څو د هغوی د پوځي خدمت د رسمي پېژندنې موضوع د سیاستوالو اجنډا ته داخله شي.
په افغانستان کې د کاناډايي ځواکونو د یوه متقاعد ډګروال مارک ګاسپاراتو تجربه هم د دې قانون د اړتیا په اړه د بحث یوه برخه ده. نوموړي د کندهار په ولایت کې د کاناډايي ځواکونو قومانده پر غاړه لرله او د «مدوسا» په نوم په سختو پوځي عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه؛ هغه جګړه چې د ناټو د ځمکنیو ځواکونو له تر ټولو لویو جګړو څخه بلل کېږي.
ګاسپاراتو ویلي، په افغانستان کې د ماموریت پر مهال شپږ ځله له مرګ سره مخ شوی دی. د نوموړي په وینا، کاناډايي ځواکونه په دغو عملیاتو کې له سخت تاوتریخوالي سره مخامخ شول او د هېواد لپاره یې د خپل مسوولیت د ترسره کولو په لاره کې د وینې، قربانۍ او رواني زیانونو بیه ورکړه.
هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان د ماموریت، په ځانګړي ډول د مدوسا عملیاتو، د جګړه‌ییز خدمت په توګه نه پېژندل د هغو سرتېرو قربانۍ کم‌ارزښته کوي چې وژل شوي، ټپیان شوي او یا لا هم د جګړې له رواني او نورو اغېزو سره ژوند کوي.
د راپور له مخې، د افغانستان په جګړه کې تر ۴۰ زرو ډېرو کاناډايي پوځیانو خدمت کړی او ۱۵۸ کاناډايي سرتېري وژل شوي دي.
د وړاندیز شوې لایحې له مخې، د کوریا له جګړې وروسته ټول پوځي ماموریتونه به د نوي چوکاټ پر بنسټ وارزول شي، څو معلومه شي چې کوم خدمتونه د جګړه‌ییز خدمت د رسمي پېژندنې شرایط پوره کوي.
په دغو معیارونو کې د پوځيانو پر وړاندې د خطر کچه، د عملیاتو ماهیت، پراخوالی او شدت، او له هغو شرایطو سره مخامخ کېدل شامل دي چې د سرتېرو فزیکي یا رواني روغتیا ته زیان رسولای شي.
دغه راز، په هغو سیمو کې هر ډول وسله‌والې نښتې به هم په پام کې نیول کېږي چې کاناډايي پوځیانو پکې خدمت کړی وي؛ که څه هم په رسمي توګه د جګړې اعلان نه وي شوی. نوی چوکاټ به په راتلونکو جګړو او پوځي ماموریتونو هم پلي کېږي.

افغانه فلم‌جوړوونکې: ښځینه فلم‌جوړوونکې په سینمايي صنعت کې له جوړښتي تبعیض سره مخ دي

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۱۵ GMT+۰
100%

افغانه فلم‌جوړوونکې او ډایرکټره شهربانو سادات وايي، ښځې د سینما په صنعت کې له جوړښتي تبعیض سره مخ دي او د فلمونو د بودیجې کمښت او د تمویل کوونکو بنسټونو ناپوهي د ښځینه او نارینه فلم‌جوړوونکو ترمنځ د نابرابرۍ له مهمو لاملونو څخه دي.

نوموړې چې اوس په جرمني کې ژوند کوي، د توکیو د نړیوال فلمي فستیوال په څنډه کې د ښځو د سینما د راتلونکي په اړه یوې غونډې ته ویلي، چې د ښځو پر وړاندې تبعیض د فلمونو د جوړولو او د بودیجې د برابرولو له لومړنیو پړاوونو پیلېږي.

په دې غونډه کې د سربیا فلم‌جوړې یلنا ماکسیموویچ هم ګډون درلود.

شهربانو سادات د افغانستان د سینما په برخه کې د ښځو پر وړاندې د خنډونو په اړه ویلي: «یوه کلتوري مافیا شته چې له یوې ډلې زړو نارینه‌وو جوړه ده او تاسې د یوې ښځې په توګه هېڅکله نه شئ کولای هغې ته ورننوځئ.»

د نوموړې په وینا، ښځې د دې لپاره چې د نارینه فلم‌جوړوونکو په څېر مساوي فرصتونه او امتیازونه ترلاسه کړي، اړ کېږي چې تسلیم شي او جوړجاړی وکړي.

سادات وايي، د سینمايي فعالیتونو د دوام لپاره یې له اروپايي فلمي صنعت سره د همکارۍ لاره غوره کړې؛ خو د نوموړې په خبره، د اروپا د سینما د تمویل په سیستم کې هم ښځې له نابرابرۍ سره مخ دي.

هغې زیاته کړې: «په افغانستان کې فلم جوړول جرم دی. په اروپا کې وضعیت دومره سخت نه دی، خو تبعیض بنسټیز دی او د سیستم په جوړښت کې ځای لري».

شهربانو سادات، چې سږ کال د ونیز فلمي فستیوال د سیالۍ برخې د پلاوي غړې هم وه، په دغه فستیوال کې یې د ښځو د کم‌رنګ حضور په اړه نیوکه کړې ده.

د هغې په وینا، د ونیز فلمي فستیوال د سیالۍ په برخه کې له ۲۰ نندارې ته وړاندې شویو فلمونو څخه یوازې یو فلم د یوې ښځینه ډایرکټرې له خوا جوړ شوی و. دغه فلم، چې «نامعلومه ښځه» نومېږي او می الطوخي یې لارښوونه کړې، په پای کې د فستیوال ستره جایزه، د سرو زرو زمری، وګټله.

سادات ویلي، د نارینه فلم‌جوړوونکو ځینې فلمونه په سیالۍ کې له ټیټ کیفیت سره سره شامل شوي وو، خو د ښځو فلمونه د ارزونې پر مهال له سختو معیارونو سره مخ کېږي.

هغې ویلي: «ښځینه ډایرکټرانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې کمزوری فلم جوړ کړي».

د دې افغان فلم‌جوړوونکې په باور، ښځو ته هم باید د نارینه‌وو په څېر د تجربې کولو او ان د تېروتنې فرصت ورکړل شي. د هغې په خبره، له ښځو څخه د بې‌نقصه کار تمه کول پر هغوی اضافي فشار راولي او مسلکي فعالیتونه یې اغېزمنوي.

د شهربانو سادات نوی فلم «ښه نارینه نه شته» د برلین د ۷۶م نړیوال فلمي فستیوال پرانیستونکی فلم و او وروسته د توکیو په نړیوال فلمي فستیوال کې هم نندارې ته وړاندې شو.

نوموړې په دې غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه ویلي: «موږ له یوه جګړه‌ځپلي هېواد څخه راغلي یو او زموږ خلک په بشپړه توګه د ژوندي پاتې کېدو په هڅه کې دي. موږ د راتلونکي په اړه فکر نه کوو، بلکې پر اوسني وخت تمرکز کوو.»

سادات ټینګار کړی، چې بدلون له کوچنیو ګامونو پیلېدای شي او د لویو تحولاتو لپاره باید انتظار ونه شي. د هغې په وینا، دغه بدلونونه په تدریجي ډول او د اوږدې مودې په تېرېدو رامنځته کېږي.

ټرمپ د امریکا د منځ‌مهاله ټاکنو په درشل کې: له ایران سره د جګړې لپاره بیړه نه‌لرم

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۲۶ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د ایران پر وړاندې د جګړې بیا پیلولو ته بیړه نه‌لري او غواړي د اقتصادي فشارونو پر دوام تهران یوې هوکړې ته اړ باسي. هغه ټینګار کړی، چې ایران ته به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي او که خبرې اترې ناکامې شي پوځي انتخاب هم شونی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې دا روښانه نه کړه، چې ایا د اقتصادي فشارونو دوام او د قطر په منځګړیتوب خبرې اترې به وکولای شي د واشنګټن او تهران ترمنځ اختلافات کم کړي؛ که د امریکا د منځ‌مهاله ټاکنو له پای ته رسېدو وروسته به پوځي عملیات بیا پیل شي.
ټرمپ له اسراییلي ۱۲ ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي: «زه د هېڅ اقدام لپاره بیړه نه‌لرم. موږ د هغوی اقتصاد فلج کړی». هغه د خبرو اترو په اړه ویلي، چې مذاکرات په ښه توګه روان دي؛ خو واشنګټن لا ډاډه نه دی چې په ایران کې وروستۍ پرېکړه د چا په لاس کې ده او نه غواړي یو ځل بیا په مذاکراتو کې وخت ضایع کړي.
ټرمپ ویلي، د ایران مشران د ده د تمې خلاف له امریکا سره د هوکړې لپاره بیړه نه لري؛ خو هغوی اوس د جګړې له پیل راهیسې تر بل هر وخت له واشنګټن سره هوکړې ته ډېر لېواله دي.
ټرمپ په یوه بله مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ د «نیویارک پوسټ» ورځپاڼې خپره کړې ویلي، چې نه غواړي د ایران جګړه د ویتنام د جګړې په څېر په اوږدمهاله جګړه بدله شي. هغه په تېرو څو میاشتو کې د ۱۸ امریکايي سرتېرو وژل کېدو ته په اشارې ویلي، امریکايي ځواکونو پر ایران درانه ګوزارونه کړي؛ خو د دغه مودې په ډېره برخه کې مستقیمه جګړه نه ده شوې.
د ایران د حکومت د بدلون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ټرمپ ویلي، چې امریکا په عملي توګه د ایران دوه حکومتونه له‌منځه وړي دي. نوموړي خبرداری ورکړی، که خبرې اترې پایله ورنه کړي ښايي واشنګټن اړ شي چې «کار پای ته ورسوي».
د اسراییل د ۱۲ ټلوېزیوني شبکې د راپور له مخې، د ایران په اړه د امریکا د پالیسۍ پر دوام د ټرمپ سلاکاران پر درېیو ډلو وېشل شوي دي. یوه ډله له تهران سره د هوکړې لپاره د هڅو ملاتړ کوي، دویمه ډله د جګړې د بیا پیل او درېیمه ډله د سمندري کلابندۍ او اقتصادي فشارونو د دوام غوښتونکې ده.
د راپور له مخې، د خلیج د سیمې د ډېرو هېوادونو مشران له ډیپلوماټیکې لارې ملاتړ کوي. چین او روسیې هم د خبرو اترو له لارې د کړکېچ پر هواري ټینګار کړی دی.
د دغه اختلافونو نښې د شنبې په ورځ د ټرمپ او د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ټیلیفوني خبرو کې هم څرګندې شوې دي. د «اکسیوس» او اسراییلي ۱۲ شبکې د راپورونو له مخې، نتنیاهو له ټرمپ غوښتي چې د امریکا د کانګرس د منځ‌مهاله ټاکنو له ترسره کېدو سملاسي وروسته د نومبر په درېیمه پر ایران بریدونه بیا پیل کړي.
د امریکا او اسراییل دوو سرچینو دغه خبرې «مستقیمې او صریحې» بللې دي. د هغوی په وینا، نتنیاهو اندېښنه لري چې له تهران سره احتمالي هوکړه به پر ایران فشارونه کم کړي؛ خو ټرمپ غواړي د اوس لپاره خبرو اترو ته ډېر وخت ورکړي او اسراییل په دغه بهیر کې لاسوهنه ونه کړي.
سپینې ماڼۍ او د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د دغه راپورونو د جزییاتو په اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.
«وال‌سټریټ ژورنال» او «اسوشیټډ پرېس» هم په وروستیو ورځو کې راپور ورکړی، چې امریکايي چارواکو خپلو یوشمېر سیمه‌ییزو متحدانو ته د منځ‌مهاله ټاکنو له پای ته رسېدو وروسته د احتمالي نویو بریدونو او د ایران د غچ‌اخیستونکو اقداماتو په اړه خبرداری ورکړی دی.

ایران په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان په اړه د څلور اړخیزې غونډې جوړولو هڅه کوي

۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۶ GMT+۰
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، تهران د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو ډیپلوماتیکو خبرو د بیا پیل لپاره هڅې کوي او په پام کې لري چې په راتلونکو میاشتو کې د څلور اړخیزې غونډې زمینه برابره کړي.

بقایي د دوشنبې په ورځ د دغه وزارت په اوونیز خبري کنفرانس کې وویل، د سیمې وروستیو بدلونونو او کړکېچونو د افغانستان د وضعیت، د ترهګریزو ګواښونو د مهار او د دغه هېواد د ثبات او د ګاونډیو هېوادونو د ګډ امنیت ترمنځ د تړاو په اړه د تهران پام نه‌دی اړولی.

هغه وویل، ایران په تېر یوه کال کې له سیمه‌ییزو څو اړخیزو غونډو، په ځانګړي ډول د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې له فرصتونو په ګټې اخیستنې د افغانستان په اړه د څلور اړخیزو خبرو د بیا پیل لپاره هڅې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، د یادې غونډې د جوړېدو لپاره د چمتووالي په موخه د دغه وزارت اړوند عمومي رییس ترکیې او پاکستان ته کاري سفرونه کړي دي. بقایي د دغه هڅو په اړه وویل: «د څلور اړخیزې غونډې د جوړېدو لپاره چې ښايي په راتلونکو میاشتو کې ترسره شي، اړوند ډیپلوماتیکې چارې په جدي توګه روانې دي».

هغه ټینګار وکړ، چې تهران د سیمې د مهمو لوبغاړو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا ته پام کوي او د افغانستان په اړه ډیپلوماتیک بهیر یې په خپل کاري لومړیتوب کې ساتلی دی. بقایي همداراز وویل، چې ایران د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» په نوم د سیمه‌ییزو خبرو اترو بهیر هم د تلې په میاشت کې په جدي توګه څارلی او د یاد بهیر په څنډه کې یې له بېلابېلو هېوادونو سره دوه اړخیزې او څو اړخیزې خبرې کړې دي.

هغه د افغانستان د موضوع د اهمیت په اړه وویل: «په سیمه‌ییزه کچه وروستیو بدلونونو او کړکېچونه هېڅکله د دې لامل نه دي شوي، چې د افغانستان اړوند بهیرونو، د ترهګریزو ګواښونو د مهار او د دغه هېواد د ثبات او د ګاونډیو هېوادونو د ګډ امنیت ترمنځ د نه بېلېدونکي تړاو اهمیت له پامه وغورځوو».

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په داسې حال کې د څلور اړخیزې غونډې د جوړولو لپاره د تهران د هڅو خبر ورکوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان وضعیت، امنیتي اندېښنې او له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې د سیمې د هېوادونو د ډیپلوماتیکو خبرو اترو له مهمو موضوعاتو څخه دي.

د بقایي د څرګندونو له مخې، ایران غواړي د سیمه‌ییزو ډیپلوماتیکو لارو چارو له لارې د افغانستان په اړه خبرې او همغږي پیاوړې کړي؛ خو نوموړي د راتلونکې څلور اړخیزې غونډې د ګډونوالو هېوادونو نومونه او د جوړېدو کره نېټه نه ده په ډاګه کړې.