سوریې د حوثیانو د بریدونو د مخنیوي لپاره سعودي عربستان ته پوځي روزونکي لېږلي

دوو پوځي سرچنو او یوه امریکايي چارواکي رویټرز ته ویلي چې سوریې د حوثيانو د بریدونو پر وړاندې سعودي عربستان ته د پوځي مشورې او روزنې لپاره یو شمېر سرتېري استولي دي. د سرچینو په وینا، د سوریې دغه پوځیان د سعودي او یمني ځواکونو د جنګي وړتیا لوړولو لپاره ریاض ته تللي دي.
د سوريي دوو پوځي سرچینو او یوه جګپوړي امریکایي چارواکي رویترز خبري اژانس ته ویلي، چې د سوریې دغه محدود شمېر پوځیان ریاض ته رسېدلي دي.
د امریکایي چارواکي په وینا، د سوریې دا ماهرین په سعودي عربستان کې دننه د دغه هېواد او یمني قطعو د روزنې او جنګي موثریت لوړولو دنده پر غاړه لري، ځکه هغوی د سوریې په اوږدمهاله جګړه کې پوره تجربه ترلاسه کړې ده.
د سوریې دوو سرچینو هم تایید کړې چې په وروستیو اونیو کې لسګونه پوځي کارکوونکي سعودي ته تللي او ښایي د دوی ماموریت یوازې تر مشورو او روزنې محدود پاتې نه شي.
له بلې خوا، یوه جګپوړي سوري ډیپلومات په دې پړاو کې د پوځي ځواکونو د لېږلو ادعاوې له وخته مخکې بللې دي، خو ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په لاسلیک شوي دفاعي تړون کې مشورتي ملاتړ، روزنه او د تجربو تبادله شامله ده.
همدارنګه یوه جګپوړي سعودي چارواکي څرګنده کړې، چې له سوریې سره د تجربو شریکول د سوري ځواکونو د بیاجوړولو ترڅنګ د ملېشو پر وړاندې د جنګي مهارتونو د زده کړې لپاره ګټور دي او ګډ پوځي تمرینونه روان دي.
دا پوځي او دفاعي هوکړه د چهارشنبې په ورځ په ریاض کې د سوریې د ولسمشر احمد الشرع او د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان ترمنځ په لیدنه کې لاسلیک شوه.
په همدې حال کې، یوه امریکایي چارواکي خبرداری ورکړی چې واشنګټن له دمشق څخه د احتیاط غوښتنه کړې، ځکه د یمن په جګړه کې د سوریې هر ډول رول ښایي دا هېواد په سیمه کې په یوه پراخه شخړه کې ښکېل کړي.
