• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاکستان کې د کلني انفلاسیون کچه څه باندې ۱۲ سلنې ته لوړه شوې

۱۶ لړم ۱۴۰۵ - ۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ لړم ۱۴۰۵ - ۷ نومبر ۲۰۲۶، ۲۰:۰۱ GMT+۰

د پاکستان د احصایې ادارې راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې د روانې اوونۍ پرمهال د کلني انفلاسیون کچه ۱۲.۳۱ سلنې ته لوړه شوې ده. د یادې ادارې د شمېرو له مخې، د برېښنا، تېلو او نورو انرژۍ توکو د بیو لوړوالی د انفلاسیون د زیاتېدو اصلي لاملونه دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، دغه وضعیت د سیمه‌ییزو کړکېچونو او په نړۍوالو بازارونو کې د تېلو د بیو د لوړېدو له امله رامنځته شوی، چې ورسره د کورنیو د پخلي او سون‌توکو لګښتونه هم لوړ پاتې شوي دي.
د شمېرو له مخې، د اوبلن ګاز (اېل‌پي‌جي) بیه په کلني ډول ۱۱۴.۸۸ سلنه، د برېښنا بیه ۵۲.۳۸ سلنه، د ډیزلو بیه ۳۹.۲۷ سلنه او د پټرولو بیه ۳۶.۳۴ سلنه لوړه شوې ده.
له بلې خوا، د خوراکي توکو په بیو کې هم د پام وړ زیاتوالی ثبت شوی دی. د روميانو بیه ۷۸.۸۹ سلنه، د غنمو د اوړو بیه ۳۳.۹۵ سلنه او د چرګانو د غوښې بیه ۳۱.۸۱ سلنه لوړه شوې ده. د بیو دغه زیاتوالي د ټیټ عاید لرونکو کورنیو ورځنی ژوند له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی.
د پاکستان د احصایې اداره زیاتوي، چې په اوونیزه کچه د حساسو بیو شاخص ۰.۲۹ سلنه لوړ شوی او ۳۷۴.۵۹ ته رسېدلی دی.
په تېره اوونۍ کې د روميانو بیه ۵۴.۱۸ سلنه، د اوبلن ګاز بیه ۳.۷۲ سلنه، د کچالو بیه ۲.۰۷ سلنه، د هګیو بیه ۱.۱۷ سلنه او د هوږې بیه ۱.۰۶ سلنه لوړه شوې ده.
خو په همدې موده کې د پټرولو بیه ۴.۲۰ سلنه او د ډیزلو بیه ۲.۹۷ سلنه راټیټه شوې ده. همدارنګه د غنمو د اوړو، دالو او بورې بیې هم تر یوه بریده کمې شوې دي.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی
۱

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی

۲

افغانستان د کډوالو بېرته راستنېدو له امله له درنو اقتصادي او بشري فشارونو سره مخ دی

۳

د استرالیا قومندانان د خپلو ځواکونو له لوري د افغانانو له وژلو خبر وو خو مخه یې نه نیوله

۴

ملګري ملتونه: اقلیمي بدلونونه په افغانستان کې د بې‌ځایه شویو کورنیو ژوند ګواښي

۵

سراج حقاني: زموږ کړنې د شریعت سره برابرې نه دي

•
•
•

نور خبرونه

د جنت ته تګ په نوم د ماشومانو د مړینې قضیه؛ د مذهبي ډلې مشر په ۲۰۰ کاله بند محکوم شو

۱۵ لړم ۱۴۰۵ - ۶ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۵۰ GMT+۰
100%

د کینیا یوې محکمې د مذهبي ډلې مشر پاول نتېنګ مکینزي ته د ۱۹۰ ماشومانو او یو شمېر نورو کسانو د وژنې په قضیه کې د ټول ۲۰۰ کلونو بند سزا اورولې ده. نوموړي خپل پلویان دې ته هڅولي وو چې د جنت ته د تګ په باور ځانونه او ماشومان له خوړو محروم کړي او د لوږې له امله مړه شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د نومبر پر شپږمه د جمعې په ورځ د ممباسا محکمې قاضي ډیانا کاوېډزا موچاچې پرېکړه وکړه چې مکینزي ته د ماشومانو د لوږې له امله د وژنې په تور ۱۰۰ کاله او د ماشومانو د مستقیمې وژنې په تور نور ۱۰۰ کاله بند سزا ورکړل شي.

د محکمې د پرېکړې له مخې د یوه بالغ کس او ۱۸۲ ماشومانو د لوږې له امله د وژنې په قضیو کې پر مکینزي جلا جلا د ۱۰۰ کلونو بند سزاوې واورول شوې، چې په یو وخت کې به عملي کېږي. همدارنګه، د اتو ماشومانو د مستقیمې وژنې په قضیو کې هم ورته سزاوې ورکړل شوې. د دواړو ډلو سزاوې به پرله‌پسې عملي کېږي او له همدې امله د هغه د بند ټوله موده ۲۰۰ کاله ټاکل شوې ده.

د څارنوالۍ په وینا، مکینزي د کینیا په ختیځه ساحلي سیمه کې د شاکاهولا ځنګل ته نږدې د یوې مذهبي ډلې مشري کوله. نوموړي خپلو پلویانو ته ویلي وو چې د نړۍ له پای ته رسېدو مخکې د روژې او لوږې له لارې، د خپلو ماشومانو په ګډون، ځانونه جنت ته رسولی شي.

په قضیه کې ویل شوي چې د مکینزي ملګرو د هغه د لارښوونو د عملي کولو لپاره خلک ګواښل او وهل ټکول یې هم کول.

وروسته د شاکاهولا ځنګل په بېلابېلو ځایونو کې د هغو ماشومانو مړي په قبرونو او کندو کې وموندل شول چې د لوږې له امله کمزوري شوي وو. د ځینو کسانو د ژوندي ښخولو شواهد هم موندل شوي دي.

قاضي د پرېکړې د لوستلو پر مهال وویل، ژوندي پاتې شویو کسانو په خپلو څرګندونو کې ویلي چې په ځنګل کې د خلکو د مړینې لمانځنه د خپل مذهبي مشر د واده د مراسمو په توګه کېده او مړه شوي کسان د عقیدې اتلان بلل کېدل.

قاضي زیاته کړه، هغه کسان چې مرګ د خلاصون او جنت ته د رسېدو لاره ګڼي، ښايي د اعدام سزا د بریا یا شهادت په توګه وبولي؛ له همدې امله په دې قضیه کې د اعدام سزا د مخنیوي اغېزمنه لاره نه ده.

محکمې حکومت ته لارښوونه کړې چې له شاکاهولا ځنګل څخه ژغورل شویو ټولو کسانو ته، د هغو کسانو په ګډون چې اوس یې عمر ۱۸ کلونو ته رسېدلی، مناسب امنیت، رواني ملاتړ، زده‌کړې او په ټولنه کې د بېرته ادغام زمینه برابره کړي.

قاضي ډیانا کاوېډزا په خپله پرېکړه کې د مذهبي ډلو د څارنې، د زیان‌منونکو کسانو د خوندیتوب، مالي روڼتیا او د دین په نوم د خلکو د استثمار د مخنیوي په برخه کې د موجوده نظام نیمګړتیاوې هم یادې کړې. هغې ټینګار وکړ چې د مذهبي بنسټونو لپاره باید داسې قانوني او اداري چوکاټ جوړ شي چې د هغوی حساب ورکونه یقیني او د زیان رسوونکو فعالیتونو مخه ونیسي.

په دې قضیه کې د ۱۹۰ ماشومانو او یوه بالغ کس د وژنې پېښې شاملې وې، خو د کینیا د بشري حقونو د ملي کمېسیون د معلوماتو له مخې، د شاکاهولا له ځنګله په ټولیز ډول ۴۴۸ مړي موندل شوي وو. پر مکینزي په یوه بل ځای کې د ۵۲ نورو کسانو د وژنې امر کولو تور هم لګېدلی دی. په دې توګه د مشکوکو مړینو شمېر نږدې ۵۰۰ ته رسېږي، خو مکینزي په دویمه قضیه کې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، پاول مکینزي له ۲۰۱۷ کال راهیسې د چارواکو تر څارنې لاندې و. پولیسو په هماغه کال د هغه پر استوګنځایونو چاپې کړې وې. په ۲۰۱۹ کال کې چارواکو د مالینډي په سیمه کې د هغه کلیسا وتړله او له هغې وروسته نوموړی نږدې شاکاهولا ځنګل ته ولېږدېد.

له دې پېښې وروسته په کینیا کې د مذهبي بنسټونو د څارنې او د هغوی لپاره د سختو قوانینو د جوړولو غوښتنې زیاتې شوې. د کینیا ولسمشر ویلیم روټو د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې د مذهبي بنسټونو د قانوني او اداري نظام د ارزونې لپاره یوه کاري ډله جوړه کړه.

په ۲۰۲۴ کال کې د حکومت او سنا په کچه هم د قانون جوړولو وړاندیزونه وړاندې شول، خو دغه وړاندیزونه لا هم په قانون نه دي بدل شوي.

د پېښور پوهنتون کارکوونکي د مالي بحران د حل او بودیجې غوښتنه کوي

۱۵ لړم ۱۴۰۵ - ۶ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۱۸ GMT+۰
•
جواد شينواری
100%

د پېښور پوهنتون کارکوونکو په پېښور کې د خبريالانو مرکز مخې ته د معاشونو او تقاعد د نه ورکړې پر ضد لاریون کړی او له ایالت حکومته یې غوښتي چې د پوهنتون د مالي بحران د حل لپاره دې سمدستي بودیجه ځانګړې کړي.

پوهنتون کارکوونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې د پوهنتون د درېیمې او څلورمې درجې کارکوونکي، د پاک کارۍ کارکوونکي او تقاعد شوي کسان له سختو مالي ستونزو سره مخ دي. د هغوی په وینا، د مې میاشتې معاشونه او تقاعدي پیسې لا هم نه دي ورکړل شوې او د اپرېل میاشتې د تقاعدي پیسو ۵۰ سلنه برخه هم پاتې ده.

دوی وویل، د پیسو په ورکړه کې پرله‌پسې ځنډ د کارکوونکو پر کورنیو لګښتونو ناوړه اغېز کړی او د ورځنیو اړتیاوو پوره کول، د ماشومانو د ښوونځي فیسونه او نور لګښتونه ورته ستونزمن شوي دي.

د پېښور پوهنتون د استادانو ټولنې مشر ذاکر خان افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې د پوهنتون شاوخوا ۱۳۰۰ کارکوونکي چې استادان، اداري مسوولان او نور کارکوونکي پکې شامل دي د معاشونو د نه ورکړې له امله اغېزمن شوي دي. د هغه په وینا، ځینو کارکوونکو ته له یوې تر دوو میاشتو پورې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

هغه زیاته کړه، تقاعد شوي کسان هم د میاشتنیو تقاعدي پیسو، د تقاعد د یوځای ورکړې وړ پیسو او نورو تقاعدي امتیازونو په ترلاسه کولو کې له ځنډ سره مخ دي. د نوموړي په وینا، پوهنتون ته د ورځنیو لګښتونو برابرول هم ورځ تر بلې ستونزمن کېږي.

ذاکر خان د مالي بحران اساسي لاملونه د ایالتي او مرکزي حکومتونو له خوا د کافي بودیجې نه ځانګړې کول او د پوهنتون د خپلو عوایدو کمزوری مدیریت وبله. هغه د مالي مرستو د زیاتولو او اداري اصلاحاتو غوښتنه وکړه، څو پوهنتون له مالي پلوه باثباته شي.

نوموړي خبرداری ورکړ، که ستونزې حل نه شي، استادان به لاریون یا اعتصاب ته اړ شي. خو د تدریسي بهیر د اغېزمنېدو او د زده‌کوونکو د زده‌کړو د زیانمنېدو د اندېښنې له امله دوی تر اوسه له داسې اقداماتو ډډه کړې ده.

لاریون کوونکو د بېلابېلو امتیازونو د نه ورکړې په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه. په دغو امتیازونو کې د ۲۰۲۲ کال د معاشونو د توپیر د کمولو امتیاز، ۱۵ سلنه امتیاز او د ۲۰۲۵ کال د معاشونو د توپیر د کمولو امتیاز شامل دي. د هغوی په وینا، د پاکستان د اساسي قانون له اتلسم تعدیل مخکې کارکوونکو ته ورکړل کېدونکي ځینې امتیازونه هم بند شوي دي.

کارکوونکو تور پورې کړ، چې د بودیجې د ځانګړې کولو لپاره د لوړو زده‌کړو څانګې ته استول شوې غوښتنه لا هم د منظورۍ په تمه ده. دوی له ایالتي حکومته وغوښتل، چې د مۍ او جون میاشتو د معاشونو او تقاعدي پیسو د ورکړې لپاره دې سمدستي بودیجه ځانګړې کړي. لاریون کوونکو خبرداری ورکړ، که د پیسو په ورکړه کې ځنډ دوام وکړي، د کار پرېښودو او اعتصاب پراخ کمپاین به پیل کړي.

100%

د پېښور پوهنتون مالي ستونزې په خیبر پښتونخوا کې د دولتي پوهنتونونو د پراخ مالي بحران یوه برخه بلل کېږي.

د سرچینو په وینا، د دغه ایالت اووه دولتي پوهنتونونه له سختو مالي ستونزو سره مخ وو او اندېښنه ښودل شوې وه، چې د شلو پوهنتونونو بودیجه هم له کسر سره مخ شي. په دغو پوهنتونونو کې د پېښور د انجینرۍ او ټکنالوژۍ پوهنتون، ګومل پوهنتون، د پېښور کرنیز پوهنتون، د بنو د ساینس او ټکنالوژۍ پوهنتون، د پېښور د بېنظیر بوټو پوهنتون، د شانګلې پوهنتون او د ملاکنډ پوهنتون شامل دي.

د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې د پېښور عالي محکمې ته ویل شوي وو، چې پېښور پوهنتون له دوه میلیارده او اووه سوه میلیونه روپیو مالي کسر سره مخ دی، چې له امله یې د معاشونو او تقاعدي پیسو ورکړه هم اغېزمنه شوې ده.

په ټول پاکستان کې هم د لوړو زده‌کړو برخه له مالي ستونزو سره مخ ده. د لوړو زده‌کړو کمېسیون د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ مالي کلونو لپاره د دولتي پوهنتونونو د عادي مرستو په برخه کې ۱۰۰ میلیارده روپۍ غوښتې وې، په داسې حال کې چې د دغه کمېسیون ټولې مالي اړتیاوې ۱۳۸ میلیارده روپۍ ښودل شوې وې. خو د حکومت له خوا د بودیجې لپاره د ۶۵ میلیارده روپیو حد ټاکل شوی، چې له مخې یې د پوهنتونونو د مالي اړتیاوو او موجودو سرچینو ترمنځ څرګند واټن رامنځته شوی دی.

100%

بل لور ته، د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د دولتي پوهنتونونو لپاره د کافي بودیجې پر برابرولو، د تحصیلي بورسونو پر زیاتولو او د کارکوونکو د معاشونو او تقاعدي پیسو د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

د لوړو زده‌کړو په اړه د یوې غونډې پر مهال والي ویلي، که څه هم د ایالت په هره ولسوالۍ کې یو پوهنتون شته، خو اساسي ننګونه د باکیفیته زده‌کړو برابرول او د تعلیمي معیار لوړول دي. هغه د پېښور پوهنتون د څېړنیز فعالیت ستاینه کړې او د ایالت د پوهنتونونو د پرمختګ او ښه والي لپاره یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

غونډې ته ویل شوي، چې د لوړو زده‌کړو کمېسیون او د ولایتي حکومت د لوړو زده‌کړو څانګې ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا کولای شي، د لوړو زده‌کړو د برخې د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

زېلېنسکي او د کییف ښاروال د انرژۍ پر بحران یو بل ملامتوي

۱۵ لړم ۱۴۰۵ - ۶ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۲ GMT+۰
100%

د اوکراین ولسمشر اولادیمیر زېلنسکي او د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو د روسیې د بریدونو له امله د پلازمېنې د برېښنا، اوبو او تودوخې د بحران پر سر یو بل تورن کړي دي. زېلېنسکي د ښار اداره د ژمي لپاره پر نه چمتووالي تورنه کړې، خو کلیچکو وايي مرکزي حکومت له کییف سره مرسته نه کوي.

کیف، چې له درې میلیونو ډېر نفوس لري، د روسیې د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو له امله له سخت وضعیت سره مخ دی. د برېښنا بېړني پرې کېدل اوږدېږي، د اوبو رسولو بهیر په وار وار ځنډېږي او اوسېدونکي د مرکزي تودوخې د بېرته فعالېدو په تمه دي.

د ښار په کوڅو کې د برېښنا تولیدوونکو ماشینونو غږونه اورېدل کېږي او خلک د څراغونو په رڼا کې خپل ورځني کارونه ترسره کوي. د اوبو رسولو بندېدل څو ساعته دوام کوي او د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوي دي. د برېښنا پرې کېدو له امله د مېټرو خدمتونه هم په وار وار درېدلي دي.

د روسیې د نږدې پنځه کلنې جګړې په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره د کییف د دنیپرو سیند پر پلونو هم بریدونه شوي، چې له امله یې ترافیک ګډوډ شوی دی.

زېلنسکي د کیف د انرژۍ وضعیت «ډېر جدي» بللی او ویلي یې دي چې د هېواد په نورو سیمو کې د انرژۍ وضعیت د پلازمېنې په پرتله ښه دی. هغه د ژمي لپاره د چمتووالي په برخه کې د ښار د ادارې د پرېکړو نه عملي کېدل د بحران یو لامل ګڼلی دی.

زېلنسکي پر اېکس لیکلي چې د ښار د اوسني وضعیت یوه برخه د ژمي او تودوخې موسم لپاره د چمتووالي په برخه کې د ښار د ادارې د پرېکړو د نه عملي کېدو پایله ده، خو د اوکراین پر انرژۍ زیربناوو د روسیې بریدونه یې هم یاد کړي دي.

د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو د جمعې په ورځ د زېلنسکي نیوکې رد کړې او مرکزي حکومت یې تورن کړ چې د ښار د مقاومت او چمتووالي پلان په تصویب کې ځنډ کوي. هغه د ولسمشر څرګندونې «پرله‌پسې لاسوهنې» بللې دي.

کلیچکو ویلي، مرکزي حکومت د ښار له ادارې سره همکاري نه کوي او خنډونه جوړوي. هغه ادعا کړې چې حکومت غواړي په هره ممکنه لاره له ده څخه ځان خلاص کړي او د پلازمېنې وضعیت یې له همدې امله خراب کړی دی.
د زېلېنسکي او کلیچکو ترمنځ تازه شخړه د دواړو مشرانو د اوږدمهاله سیاسي اختلافاتو یوه بله برخه ده. زېلنسکي په ۲۰۱۹ کال کې ولسمشر وټاکل شو خو کلیچکو له ۲۰۱۴ کال راهیسې د کیف ښاروال دی. په اوکراین کې د جګړې پر مهال ټاکنې منع دي، له همدې امله دواړه مشران د خپلو ټاکنیزو دورو له پای ته رسېدو وروسته هم په دندو کې پاتې دي.

د روسیې له خوا په ۲۰۲۲ کال کې د جګړې له پیل وروسته، زېلنسکي د کییف د چارواکو د پناه ځایونو پر وضعیت هم نیوکې کړې وې. هغه مهال درې کسان د یوه تړل شوي پناه ځای پر لور د منډې وهلو پر مهال وژل شوي وو.

کلیچکو زېلنسکي تورن کړی چې د ده پر ضد د نیوکو له لارې سیاسي امتیاز ترلاسه کول غواړي. هغه د اوکراین له عامه خپرونې «سوسپیلنې» سره په مرکه کې ویلي وو چې له ولسمشر سره یې د کییف د ستونزو د حل لپاره د لیدنې غوښتنې بې‌ځوابه پاتې شوې دي.

دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغې شوي چې زېلنسکي وویل، د کیف د پوځي ادارې د مشرۍ لپاره یې له یو شمېر پخوانیو لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړې، خو هېڅ یوه یې د دې دندې منلو ته چمتووالی نه دی ښودلی.

زېلنسکي خبریالانو ته ویلي چې د کلیچکو او د ولسمشر له خوا ټاکل شویو چارواکو ترمنځ همکاري ستونزمنه ده. د اوکراین عامه خپرونې «سوسپیلنې» د هغه له قوله ویلي، کله چې د کییف د پیاوړتیا لپاره له چارواکو سره خبرې کېږي، ښاروال داسې انګېري چې ګواکې څوک غواړي د هغه ځای ونیسي.

ملګري ملتونه: اقلیمي بدلونونه په افغانستان کې د بې‌ځایه شویو کورنیو ژوند ګواښي

۱۵ لړم ۱۴۰۵ - ۶ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۱۷ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلونونو له جدي ګواښونو سره مخ دي او د نړۍ نږدې درې پر څلورمه برخه بې‌ځایه شوي کسان په همدې ډول هېوادونو کې ژوند کوي چې په‌کې وچکالي، سېلابونه او سخته ګرمي یې ژوند ګواښي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د جمعې په ورځ (د لړم ۱۵مه) په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې په نړۍ کې د اقلیمي بدلونونو له امله په جبري توګه نږدې ۹۰ میلیونه بې‌ځایه شوي کسان د وچکالۍ، سېلابونو او سختې ګرمۍ له ګواښونو سره مخ دي.

د راپور له مخې، د نړۍ نږدې درې پر څلورمه برخه بې‌ځایه شوي کسان په هغو هېوادونو کې ژوند کوي چې په‌کې د اقلیمي خطرونو کچه لوړه ده او په وینا یې افغانستان او بنګله‌دېش هم په دغو هېوادونو کې شامل دي.

راپور وايي، په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو ګواښونه د بې‌ځایه شویو کسانو وضعیت نور هم زیانمنوي او د وچکالۍ، سېلابونو او سختې ګرمۍ له امله د خلکو د ژوند او بېرته ستنېدو بهیر له ستونزو سره مخ کوي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د ال‌نینو د یوې پیاوړې څپې وړاندوینه هم ښايي په هغو هېوادونو کې اقلیمي خطرونه زیات کړي، چې د کډوالو کوربه دي. د دغې ادارې په وینا، د روان کال تر پایه په ختیځه افریقا کې سخت سېلابونه ښايي په سومالیا، کینیا، سویلي سوډان او یوګانډا کې تر درې میلیونو پورې کسان بې‌ځایه کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د COP31 په کنفرانس کې له حکومتونو او د اقلیم له تمویلونکو بنسټونو غوښتي، چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د چمتووالي لپاره خپلې مالي مرستې زیاتې کړي. د راپور له مخې، د اقلیم د بدلون لپاره د برابرېدونکو مالي مرستو یوازې شاوخوا ۱۰ سلنه هغو هېوادونو ته رسېږي چې له جګړو او بې‌ثباتۍ سره مخ دي.

رویټرز خبري اژانس بیا په همدې تړاو د ملګرو ملتونو یوې بلې څېړنې ته چې د تېرې چهارشنبې په ورځ خپره شوې وه، په اشارې سره ویلي، په یاده څېړنه کې ویل شوي چې بډایه هېوادونه د مخ پر ودې هېوادونو د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د چمتووالي لپاره د اړتیا وړ کلنیو ۳۰۵ میلیاردو ډالرو مرستو په برابرولو کې پاتې راغلي، په داسې حال کې چې سختې اقلیمي پېښې ورځ تر بلې ډېرې او شدیدېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان ورځ تر بلې د اوبو له کمښت او د اقلیمي بدلونونو له جدي اغېزو سره مخ کېږي. د افغانستان انټرنشنل د وروستیو راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، د افغانستان له دوو برخو د زیاتو ولایتونو خلک له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دي او شاوخوا ۱۶ میلیونه کسان د څښلو پاکو اوبو ته بېړنۍ اړتیا لري. د دغه دفتر د ارزونې له مخې، د افغانستان لږ تر لږه ۱۸ ولایتونه د اقلیمي بدلونونو له پلوه د ډېر لوړ خطر په کچه کې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم د ۲۰۲۶ کال په جون کې ویلي، چې وچکالي او د اوبو کمښت د هېواد له پراخو اقلیمي ستونزو څخه دي او تر نیمايي ډېر نفوس یې اغېزمن کړی دی.

د افغانستان انټرنشنل د سپټمبر د ۱۴مې د راپور له مخې، په کابل او نورو ښارونو کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدل، د ښاري زېربناوو کمښت او د فاضله اوبو له امله د اوبو سرچینو ککړېدل هم د څښلو پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی محدود کړی دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، د وچکالۍ، سېلابونو او د اوبو د کمښت دوام نه یوازې د خلکو روغتیا او کرنه اغېزمنوي، بلکې د بې‌ځایه کېدو، خوراکي ناامنۍ او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو ستونزې هم زیاتوي.

په بلوچستان کې پرلت والو له سیمې نه د پخوانیو افغان سرتېرو د ایستلو غوښتنه کړې

۱۴ لړم ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۵۰ GMT+۰
100%

د بلوچستان په کلا عبدالله ولسوالۍ کې د یوه پلار او زوی د وژل کېدو په اعتراض کې د ځايي خلکو پرلت پنځمې ورځې ته وغځېد. پرلت‌والو په خپلو غوښتنو کې «له سیمې نه د پخوانیو افغان سرتېرو د ایستلو» غوښتنه کړې ده.

دا پېښه د شنبې او یکشنبې ترمنځ شپه کې د ګلستان تحصیل دولنګي سیمې ته څېرمه په تنګ مسیزي کلي کې شوې ده.

د پولیسو په وینا، وسله‌والو غوښتل یو ځوان وتښتوي، خو د مقاومت پر مهال یې ډزې کړې او دوه کسان یې وژلي دي.

وژل شوي کسان محمد حنفیه او د هغه زوی محمد ولي نومیږي.

بریدګرو د د پاکستان د سرحدي ځواکونو د پخواني سرتېري زوی محمد حیدر هم له ځان سره بیولی دی.

د کلا عبدالله مرستیال کمېشنر منور مګسي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې برید د وسله‌والو له خوا شوی او وسله‌والو غوښتل یو کس وتښتوي، خو د مقاومت پر مهال یې پلار او زوی وژلي دي.

د پرلت تنظیموونکي ملک کلیم الله کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې دوی درې غوښتنې لري: «د تښتول شوي ځوان خوشې کول، له سیمې د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو ایستل او په کلا عبدالله ولسوالۍ کې د نشه‌يي توکو د کاروبار ختمول».

کاکړ خبرداری ورکړی، چې که غوښتنې یې ژر ونه منل شي، پرلت به د بلوچستان نورو پښتون‌مېشتو ولسوالیو ته هم وغځوي. هغه په سیمه کې د ناامنۍ لامل د دولت تګلاره او د پخوانیو افغان ځواکونو شتون بللی دی.

نوموړي دا ادعا هم کړې چې په سیمه کې غیرحکومتي وسله‌وال کسان ځای پر ځای شوي او ځینې تاڼې او امنیتي پوستې ورته سپارل شوې دي.

بل لور ته، د بلوچستان د کورنیو چارو د وزیر مرستیال بابر یوسفزي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو، د روغتیا وزیر بخت خان کاکړ، د اسمبلۍ غړو اسفندیار کاکړ او زمُرک خان اڅکزي له مظاهره‌چیانو سره لیدلي دي.

د یوسفزي په وینا، د حکومتي پلاوي او مظاهره‌چیانو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو مثبت و او تمه ده چې په دویم پړاو کې به نور پرمختګ هم وشي. هغه ویلي، چې ایالتي حکومت د ستونزې د سوله‌ییز حل او د مظاهره‌چیانو د اندېښنو د لرې کولو لپاره جدي دی.

خو د پرلت تنظیموونکی ملک کلیم الله کاکړ وايي، چې له حکومت سره یې تر اوسه رسمي خبرې نه دي شوې. د هغه په وینا، حکومتي پلاوي څو ځله ورغلي، خو د خبرو لپاره د باصلاحیته استازو نومونه او واکونه نه دي روښانه شوي او د بېلابېلو پلاویو دریځونه هم سره توپیر لري.

کاکړ وويل، چې دوی غواړي یوازې د فرقې له قوماندان او د سرحدي ځواکونو له عمومي مشر سره خبرې وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې د ګوندونو ګډې کمېټې د شنبې په ورځ د بلوچستان په ټولو پښتون‌مېشتو ولسوالیو کې د پرلت په ملاتړ د لاریونونو اعلان کړی دی.

پاکستاني چارواکو په سیمه کې د پخوانیو افغان سرتېرو د شته والي او د پرلت والو د غوښتنو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.