• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني رسنۍ: اسلام‌اباد د طالبانو هغه ادعا بې‌بنسټه بللې چې ګنې داعش ډله یې ځپلې ده

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۴۳ GMT+۰

یوې پاکستاني رسنۍ «سي‌جي‌اېن» د پاکستان د امنیتي سرچینو په حواله خبر ورکړی چې اسلام‌اباد د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد هغه څرګندونې په کلکه رد کړې، چې ویلي یې وو په افغانستان کې د دا.عـ.ش خـر.اسا.ن ډله په بشپړه توګه له منځه وړل شوې ده.

پاکستاني امنیتي چارواکو دا ادعا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ارزونو سره په ټکر کې بللې ده. مجاهد تور پورې کړی و چې پاکستان د داعش غړو ته پناه ځایونه ورکړي، خو اسلام‌اباد دا ډول تورونه د حقیقت پټولو او د پام اړولو هڅه ګڼلې ده.

د پاکستان یوې امنیتي سرچینې ویلي چې د ملګرو ملتونو د څارنې ډلې راپورونه ښيي چې داعش خراسان لا هم په افغانستان کې نږدې دوه زره وسله‌وال لري او په ننګرهار، کونړ، بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو کې خپلې غیرمتمرکزې شبکې او فعال پټنځایونه ساتي. دغه سرچینې زیاته کړه، د بریدونو کمېدل د ترهګریزو شبکو د بشپړ له منځه تلو په مانا نه دي، ځکه داعش لا هم د جلب او جذب او مالي ملاتړ فعالې شبکې لري او له افغانستان څخه بهر بریدونه تنظیمولی شي.

دغې سرچینې د طالبانو د ادارې په بیانونو کې ښکاره تناقض ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، په داسې حال کې چې مجاهد د داعش د له منځه تلو خبره کوي، د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق په ازبکستان کې یوې امنیتي غونډې ته د ټیلګرام او ټیک‌ټاک په څېر ټولنیزو رسنیو له لارې د داعش د جلب او جذب د وړتیاوو د ودې خبرداری ورکړی و. پاکستاني چارواکو پوښتنه راپورته کړې چې څنګه طالبان په هېواد کې د داعش نشتون اعلانوي په داسې حال کې چې خپله استخباراتي مشران یې د یادې ډلې د نفوذ او نوو تاکتیکونو خبرداری ورکوي.

د پاکستان امنیتي سرچینې همدارنګه څرګنده کړه چې اسلام‌اباد په پرله‌پسې توګه د افغانستان له خاورې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د بریدونو تنظیمولو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د دغه چارواکي په وینا، طالبان باید پر ګاونډیو هېوادونو د تورونو لګولو پر ځای، د ترهګریزو شبکو، القاعده، ټي‌ټي‌پي او داعش پر ضد خپل عملي او د باور وړ اقدامات نړۍ ته ثابت کړي او په عامه بیانونو له مسوولیتونو وتښتي.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی
۱

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی

۲

د جنت ته تګ په نوم د ماشومانو د مړینې قضیه؛ د مذهبي ډلې مشر په ۲۰۰ کاله بند محکوم شو

۳

یو شمېر هېوادوال: طالبان له نړۍوالو د مرستو ترلاسه کولو لپاره پر نشو شکمن کسان هم نیسي

۴

بلومنستاین: د بایډن حکومت د نیویارک ټایمز د ۱۲۴ افغان همکارانو د ایستلو مسوولیت وانخیست

۵

ملګري ملتونه: له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمېدل بشري ناورین پراخوي

•
•
•

نور خبرونه

په هرات کې د اندېشه ښارګوټي اوسېدونکي: طالبان په شخصي ځمکو ودانۍ جوړوي

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۳۳ GMT+۰
100%

د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د اندېشه هزاره‌مېشتي ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکو وویل چې طالبانو د خلکو په شخصي ځمکو کې چې مخکې یې «امارتي» اعلان کړې وې، رغنیزې چارې پيل کړې دي.

د هرات د صنعتي ښارګوټي په لوېدیځ کې د اندېشه ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکو د یکشنبې په ورځ، د لړم په ۱۶مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو وسله‌والو ځواکونو له درېیو ورځو راهیسې د خلکو په څه باندې ۱۰ جریبه شخصي ځمکه کې د ودانیو جوړولو چارې پیل کړې دي.

هغوی وویل، چې طالبان په زور دا کار کوي او د سیمې اوسېدونکو او د ځمکو مالکانو ته ځواب‌ویونکي نه دي.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو له شاوخوا یو نیم کال راهیسې د سیمې د اوسېدونکو او د کورونو د مالکانو له لوري د دغو ځمکو رغونه او پېر او پلور منع کړی دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي، چې طالبان اوسمهال د دې ښارګوټي پر څه باندې ۱۰ جریبه تشه ځمکه د رغونې چارې پیل کړي دي.

په هغو ویډیوګانو کې چې د سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته رالېږلې دي، یو شمېر کارګران په دې ځمکو کې پر کار بوخت لیدل کېږي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې تر ۳ زرو ډېرې کورنۍ چې ډېری یې هزاره دي، په اندېشه ښارګوټي کې ژوند کوي.

د دوی په وینا، دا ښارګوټی شاوخوا دوه لسیزې مخکې د پخواني حکومت په رسمي اجازه جوړ شوی دی.

د طالبانو د عدلیې وزارت د ۱۴۰۴ کال په لومړیو کې په هرات کې د اندېشه ښارګوټي ځمکې «امارتي» اعلان کړې وې.

طالبانو په دې موده کې په وار وار د دې ښارګوټي له اوسېدونکو غوښتي چې خپل کورونه خالي کړي.

د دې ښارګوټي اوسېدونکو وویل، طالبانو تر دې دمه د کورونو اجباري تخلیه نه ده پیل کړې.

د اندېشه ښارګوټي اوسېدونکي وايي، چې د خپلو شخصي ځمکو د لاسه ورکولو په اړه اندېښمن دي.

هغوی ادعا کوي چې د طالبانو اړوندو ادارو ته له ورتګ سره سره، تر دې دمه یې د خپلو ځمکو او کورونو د برخلیک په اړه روښانه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د طالبانو د عدلیې وزارت د تلې په څلورمه نېټه اعلان وکړ چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په ټول افغانستان کې تر څلورو میلیونو جریبو ډېره ځمکه «امارتي» پېژندلې او بېرته یې ګرځولې ده.

دې وزارت وویل، چې د ۴۹ ښارګوټو ځمکې هم په بشپړ یا نسبي ډول «امارتي» پېژندل شوې ده.

د طالبانو له عدلیې وزارت څخه باوري سرچینو د زمري په ۱۲مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون د هزاره‌ګانو او شیعه‌ګانو د ښارګوټو څېړنه په کاري اجنډا کې لري.

طالبانو تر دې دمه په کابل، غزني، بلخ، هرات او ځینو نورو سیمو کې یو شمېر ښارګوټي دولتي اعلان کړي، چې د اوسیدونکو له نیوکو سره یې مخ شوي دي.

ملګري ملتونه: افغانستان له ژور بشري ناورین او د حقونو له پراخو محدودیتونو سره مخ دی

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۴۶ GMT+۰
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته هم دغه هېواد په یوه «سخت پړاو» کې دی او نسبي امنیتي ثبات یې د کمزوري اقتصاد، د ښځو او نجونو پر حقونو د پراخو محدودیتونو او بشري اړتیاوو تر سیوري لاندې راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او په افغانستان کې د دغه سازمان د بشري او استوګنې چارو همغږي کوونکي برونو لومارکي ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې څه باندې ۲.۶ میلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې شوې او دا مهال په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو شمېر صفر دی.
نوموړي د ښځو او نجونو پر ازادیو لګېدلي محدودیتونه «سخت او پراخ» بللي او ویلي یې دي چې هغوی له زده‌کړو، کار او په عامه ژوند کې له ګډون څخه د محرومېدو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
د لومارکي په وینا، د لوړو زده‌کړو وضعیت هم له بحران سره مخ دی او د اقتصادي ستونزو له امله ځینې کورنۍ خپل زامن هم ښوونځیو ته نه لېږي.
هغه ویلي، د ۲۰۲۵ کال له سپټمبر راهیسې افغان ښځینه کارکوونکې په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته له ننوتلو منع شوې دي او دغه محدودیت لا هم نه دی لرې شوی.
افغانستان ته د ۶.۷ میلیونه کسانو ستنېدل
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، له ۲۰۲۰ کال راهیسې افغانستان ته د ۶.۷ میلیونه وګړو ستنېدو د دغه هېواد پر لا له وړاندې کمزورو عامه خدمتونو فشار زیات کړی دی.
د هغه په وینا، د دغو ستنېدونکو ډېری کسان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران څخه په زور ایستل شوي دي. ځینې یې داسې کسان دي چې له افغانستانه بهر زېږېدلي او مخکې یې په دغه هېواد کې ژوند نه و کړی.
لومارکي ټینګار کړی چې بېرته ستنېدونکي کسان قانوني اسنادو، خوندیتوب او کاري فرصتونو ته اړتیا لري.
د کوکنارو په تولید کې زیاتوالی

د ملګرو ملتونو چارواکي د کوکنارو د تولید د بېرته زیاتېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو یوه تازه راپور ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې د کوکنارو تولید ۳۳۰ سلنه زیات شوی دی. نوموړي ویلي، ځینې بزګران د طالبانو له بندیز سره سره د کوکنارو د کرکېلې د پټ ساتلو لارې چارې مومي.
هغه زیاته کړې چې د کوکنارو د کرکېلې د مخنیوي لپاره باید بزګرانو ته د عاید بدیلې سرچینې برابرې شي؛ ځکه د ده په وینا، ځینې بزګران له نشه‌يي توکو پرته د ژوند د لګښتونو د برابرولو توان نه لري.
د بشري مرستو بودیجه کمه شوې
لومارکي ویلي، په افغانستان کې بشري اړتیاوې د ۲۰۲۷ کال پر مهال د بېرته ستنېدونکو کډوالو د زیاتوالي، سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ او د ال نینو د پیاوړې هوايي پدیدې له امله د لا زیاتېدو احتمال لري. د نوموړي په وینا، دغه عوامل د خوړو خوندیتوب او عامه خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ګواښي.
خو په ورته وخت کې افغانستان ته د بشري مرستو بودجه په پرله‌پسې ډول کمه شوې ده. د هغه په وینا، په ۲۰۲۳ کال کې د بشري مرستو اندازه دوه میلیارده ډالرو ته رسېده، په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد ډالرو ته راټیټه شوه او د ۲۰۲۶ کال تر اوسه یوازې ۵۷۰ میلیونه ډالر برابر شوي دي.
د ملګرو ملتونو د چارواکي په وینا، اټکل کېږي چې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ به د لومړنیو روغتیايي خدمتونو ۴۰ سلنه مرکزونه وتړل شي. د دې معنا دا ده چې په ټول هېواد کې به له ۱۹۰۰ روغتیايي مرکزونو څخه شاوخوا ۷۰۰ مرکزونه خپل فعالیتونه ودروي.
لومارکي د دغو بندښتونو پایلې ډېرې جدي بللې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې افغانستان یوازې پرېنږدي.
هغه خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې روان وضعیت یوازې د دغه هېواد تر پولو محدود نه پاتې کېږي، بلکې د سیمې پر امنیت، ثبات او د کډوالۍ پر لارو هم اغېز کولای شي.

راپور : د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د ماشومانو خوارځواکي د ناورین کچې ته رسېدلې

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۲ GMT+۰
100%

د افغانستان د تغذیې د څارنې د سیستم په تازه راپور کې راغلي، چې په هېواد کې د پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو د خوارځواکۍ وضعیت د ۲۰۲۶ کال په درېیمه میاشتنۍ دوره کې نور هم خراب شوی او د ۱۶ ولایتونو وضعیت د ناورین کچې ته رسېدلی دی.

د راپور له مخې، د سختې خوارځواکۍ عمومي کچه د ۲۰۲۶ کال په دویمه ربع کې ۹ اعشاریه ۳ سلنه وه، خو د کال په درېیمه میاشتنۍ دوره کې ۱۲ سلنې ته لوړه شوې ده. په همدې موده کې د شدیدې خوارځواکۍ کچه له ۲ اعشاریه ۳ سلنې څخه ۲ اعشاریه ۶ سلنې او د منځنۍ کچې خوارځواکۍ کچه له ۷ سلنې څخه ۹ اعشاریه ۴ سلنې ته لوړه شوې ده.
راپور ښيي چې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو د درېیمو ربعو د پرتله کولو پر مهال، د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۲ ولایتونو کې د ماشومانو د تغذیې وضعیت خراب شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) تر ملاتړ لاندې راټولو شویو معلوماتو له مخې، د خوارځواکۍ تر ټولو لوړې کچې په زابل، دایکندي، کندهار، هلمند، ارزګان، نورستان، بغلان، سرپل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ثبت شوې دي.
یوازې په کندهار کې د سختې خوارځواکۍ کچه له ۱۵ اعشاریه ۴ سلنې څخه ۲۳ اعشاریه ۱ سلنې ته لوړه شوې ده. په بغلان کې دا کچه له ۹ اعشاریه ۱ څخه ۱۵ اعشاریه ۶ سلنې، په فراه کې له ۷ اعشاریه ۴ څخه ۱۳ اعشاریه ۳ سلنې، په هرات کې له ۱۰ اعشاریه ۹ څخه ۱۴ اعشاریه ۷ سلنې او په سرپل کې له ۱۱ اعشاریه ۴ څخه ۱۵ اعشاریه ۱ سلنې ته رسېدلې ده.
راپور ټینګار کوي چې خوارځواکي تر ټولو ډېر تر دوو کلونو کم عمره ماشومان ځپي. د شدیدې خوارځواکۍ ۸۲ سلنه او د منځنۍ کچې خوارځواکۍ ۷۳ سلنه پېښې په همدې عمر ډله کې ثبت شوې دي.
د ماشومانو د خوړو خوندیتوب هم خراب شوی دی. د راپور له مخې، د خوړو له ناامنۍ سره مخ د ماشومانو کچه له ۸۱ سلنې څخه ۸۵ اعشاریه ۵ سلنې ته لوړه شوې ده. همداراز، ۴۶ سلنه ماشومان له منځنۍ یا شدیدې خوړو ناامنۍ سره مخ دي، په داسې حال کې چې دغه کچه تېر کال ۴۰ سلنه وه.
راپور د څښاک اوبو، روغتیا او حفظ الصحې وضعیت هم د اندېښنې وړ بولي. د موندنو له مخې، یوازې ۷۰ اعشاریه ۷ سلنه کورنۍ د پاکو اوبو سرچینو ته لاسرسی لري، ۳۳ اعشاریه ۵ سلنه کورنۍ د صابون په وسیله د لاس مینځلو اسانتیاوې لري او ۴۵ اعشاریه ۷ سلنه کورنیو ویلي چې ماشومان یې په تېرو دوو اوونیو کې په نس ناستي اخته شوي وو.
د راپور له مخې، د تغذیې د څارنې سیستم په ټولو ۳۴ ولایتونو، ۴۰۱ ولسوالیو او ۴۶۵ څارنیزو سیمو کې فعال دی. په دې پړاو کې د ۱۹ زره او ۸۲۲ ماشومانو معلومات ارزول شوي او د پنځم ځل لپاره د هېواد د ټولو ولایتونو معلومات بشپړ او د باور وړ بلل شوي دي.
راپور همداراز وايي، د ۲۰۲۶ کال تر اګست میاشتې پورې ۴۲۳ زره ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ او ۲۱۵ زره نور ماشومان د لوړې خطر لرونکې منځنۍ خوارځواکۍ له امله تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
خو راپور خبرداری ورکوي چې د سرحدي محدودیتونو، سیاسي خنډونو او د تغذیې د ځانګړو موادو د کمښت له امله د خوارځواکۍ د درملنې پروګرامونه له ستونزو سره مخ شوي دي. د راپور په وینا، د غذایي موادو کمښت د دې لامل شوی چې د ځینو ماشومانو درملنه وځنډېږي او د شدیدې خوارځواکۍ خطر نور هم زیات شي.
راپور ټینګار کوي چې د خوړو ناامني، د پاکو اوبو محدود لاسرسی، د نس ناستې زیاتې پېښې او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې د افغانستان د ماشومانو د تغذیې وضعیت د تېر کال په پرتله لا پسې خراب شي.

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۸:۳۸ GMT+۰
100%

د پېښور پوهنتون استاد ډاکټر فیض‌الله جان له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې د پاکستان او طالبانو ناندرۍ یوه ډرامه ده. د ده په وینا، دواړه لوري یو بل ته ریښتینی زیان نه رسوي.

د پېښور پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاد او لیکوال، پروفیسور فیض الله جان ویلي دي چې که د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ اړیکې د تیرو وختونو په تناظر کې وڅیړل شي، نو د دواړو ترمنځ د یو کال راهیسې جګړه د یوې ډرامې په څیر ښکاري چې ظاهرا موخه یې د خلکو پام له اصلي مسلو څخه اړول دي.

د افغانستان انټرنیشنل - پښتو سره په خبرو کې، استاد فیض الله جان وویل چې پاکستاني او افغان طالبان به هیڅکله ونه غواړي چې یو بل ته ریښتینی زیان ورسوي ځکه چې دا د دواړو په ګټه نه دی.

هغه وویل چې «که طالبان نن په کابل کې ناست وي، نو دا د پاکستان له امله دی. که پاکستان سبا خپل واک بیرته واخلي، طالبان د یوې ورځې لپاره هم په کابل حکومت نشي کولی. په ورته ډول، طالبان یقینا کولی شي د ټي ټي پي له لارې پاکستان ته جدي زیان ورسوي، مګر داسې کړنې دلته نه کیږي ځکه چې دواړه یو بل سره تړلي دي.»

هغه وویل، پاکستان تل د پښتونخوا او کابل په اړه ځینې اندیښنې لري، چې له امله یې دلته یا د پولې هاخوا د پښتنو د ملیت پر بنسټ کوم پرمختللی حرکت نه غواړي. د دې لپاره، لومړی د ډاکټر اشرف غني حکومت له کابل څخه نسکور شو او اوس هغه کسان چې افغانیت خپل هویت نه ګڼي بلکې دیوبندي مکتب خپل هویت ګڼي، هلته واک ورکړل شوی دی.

د یوې پوښتنې په ځواب کې، پروفیسور فیض الله جان وویل، پاکستان به هیڅکله ونه غواړي چې په کابل کې رژیم بدل شي ځکه چې دوی پخپله هلته حکومت جوړ کړی، نو ولې به یې بدل کړي؟ په هرصورت، دا ممکنه ده چې که پاکستان په یو وخت کې احساس وکړي چې د دوی خبرې نه اوریدل کیږي، نو د طالبانو له دننه څخه به د بدلون راوستلو هڅه وشي.

هغه وویل، په پښتونخوا کې د بیړني حالت او د والي د واکمنۍ وروسته، اوس د فاټا د ادغام د بیرته راګرځولو هڅې روانې دي ځکه چې د قبایلي سیمو د ځانګړي حیثیت بیرته راګرځول د افغان طالبانو او تحریک طالبان پاکستان دواړو غوښتنه وه.

هغه وویل چې د بیړني حالت په لګولو سره، پښتونخوا په دوو برخو ویشل شوې ده او په دې برخه کې نور کوم بدلونونه تمه کیږي په راتلونکو ورځو کې به روښانه شي.

ډاکټر فیض الله جان د پاک-افغان سوداګریزو لارو د تړلو په اړه وویل چې پاکستان یو امنیتي دولت دی، او حکومت حتی په رسمي ډول یو سخت دولت اعلان کړی دی. په داسې حالت کې، د خلکو ستونزو ته ډیره پاملرنه نه کیږي. دا مهمه نده چې سوداګري بنده وي یا خلاصه وي، بې کاري وي یا خلک له نورو ستونزو سره مخ وي. بلکه، په یوه امنیتي دولت کې واکمنان هڅه کوي چې په هیواد کې هر ځای کنټرول کړي، ترڅو داسې ځای نه وي چې دوی کنټرول ونلري.

هغه وویل چې د افغان کډوالو په اړه د پاکستان پالیسي بدله شوې او په اوسني وضعیت کې، هیڅ افغان وګړی به دلته پاتې نشي. بلکه، اوس حکومت وايي چې هغه افغان وګړی چې د پاکستان ویزه لري کولی شي په پاکستان کې پاتې شي.

د هغه په ​​وینا، په افغانستان کې په رسنیو بشپړ بندیز دی، پداسې حال کې چې خبریالانو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې چې له افغانستان سره پوله لري په آزاده توګه راپور ورکړي، نو موږ د افغانستان دننه د څه پیښیدو په اړه ډیر څه نه پوهیږو

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۳۸ GMT+۰
100%

د بشري حقونو فعالانو اتحاد له طالبانو سره د فرانسې د تخنیکي خبرو د پیل په غبرګون کې، چې موخه یې افغانستان ته د بې‌اسناده کډوالو بېرته ستنول بلل شوې، اندېښنه څرګنده کړې او له اروپايي هېوادونو یې غوښتي چې له دغه ډلې سره هر ډول سیاسي او تخنیکي تعامل ودروي.

دغه اتحاد په یوه اعلامیه کې ویلي چې د فرانسې له‌خوا له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې د بشري حقونو او د کډوالو د ملاتړ له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي.
د بشري حقونو فعالانو اتحاد ویلي، که څه هم د فرانسې حکومت ادعا کوي چې دغه خبرې د طالبانو د رسمي پېژندنې په معنا نه دي، خو د کډوالو د ایستلو لپاره له دې ډلې سره عملي تعامل په حقیقت کې د طالبانو سیاسي مشروعیت او دریځ پیاوړی کوي.
دغه بنسټ د اروپايي هېوادونو وروستۍ هغه تګلارې غندلې چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو او د پناه‌غوښتونکو د بېرته ستنولو هڅې پکې شاملې دي.
په اعلامیه کې طالبان په ځپنې، شکنجې، تبعیض، د ښځو د حقونو په له منځه وړلو، د مخالفانو په تعقیب او د خلکو له اساسي ازادیو څخه په محرومولو تورن شوي دي. دغه اتحاد ویلي چې طالبان د افغان وګړو د منلو او محاکمه کولو قانوني او اخلاقي صلاحیت نه لري او له دې ډلې سره باید هېڅ ډول خبرې او هوکړې ونه شي.
د بشري حقونو فعالانو اتحاد له اروپايي حکومتونو غوښتي چې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه هر ډول سیاسي او تخنیکي تعامل ودروي او هېڅ پناه‌غوښتونکی دې د هغه د امنیتي او بشري حقونو د وضعیت له خپلواکې، دقیقې او انفرادي ارزونې پرته داسې ځای ته نه ستنوي چې هلته د شکنجې، تعقیب، تښتونې، خپل‌سري نیونې او ځورونې له خطر سره مخ وي.
دغه اتحاد ټینګار کړی چې د پناه‌غوښتونکو حقونه او امنیت باید د سیاسي ملاحظاتو، ډیپلوماټیکو هوکړو او د حکومتونو د کډوالۍ د تګلارو قرباني نه شي.
په اعلامیه کې د اروپايي هېوادونو له حکومتونو غوښتل شوي چې که د افغان وګړو پر وړاندې د احتمالي جرمونو تورونه موجود وي، د خپلو هېوادونو له قضايي میکانېزمونو او د امریکا له قضايي تجربو څخه دې کار واخلي. د دغه بنسټ په وینا، تورونه باید لومړی د خپلواکو محکمو له‌خوا د عادلانه محاکمې د اصولو په رعایت وڅېړل شي.
د بشري حقونو فعالانو اتحاد زیاته کړې چې که په قانوني توګه د یوه کس بېرته لېږل حتمي وي، نو پاکستان یا نورو ګاونډیو هېوادونو ته یې د مشروع حکومتونو تر څارنې او حقوقي تضمینونو لاندې لېږدول، طالبانو ته تر سپارلو لږ خطر لرونکی بدیل کېدای شي.
په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان اوس مهال مشروع حکومت، خپلواک قضايي نظام او د عادلانه محاکمې بهیر نه لري؛ له همدې امله طالبانو ته د افغان وګړو سپارل د عدالت پلي کول نه، بلکې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په تور د یوې ډلې منګولو ته د خلکو سپارل دي.
دغه اتحاد په پای کې ټینګار کړی چې د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې مبارزه د بشري حقونو د له پامه غورځولو او د انسانانو د ژوند له خطر سره د مخ کولو توجیه نه شي کېدای.
د بشري حقونو فعالانو اتحاد له اروپايي هېوادونو غوښتي چې د استبداد قربانیانو ترڅنګ ودرېږي او د کډوالۍ د هوکړو له لارې یې یو ځل بیا د طالبانو منګولو ته ونه سپاري.