• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: روان کال په افغانستان کې ۴.۵ مېلیونه کسانو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۲۰:۴۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) د افغانستان د روغتیايي وضعیت د بشري مرستو د همغږۍ ډلې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶کال له جنورۍ تر سپټمبر پورې په افغانستان کې ۴.۵ مېلیونه کسانو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي.

د یادې ډلې په راپور کې چې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر میاشتې تر پایه معلومات رانغاړي، ویل شوي چې د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کوونکو ۳۳ سلنه هلکان، ۲۷.۹ سلنه نارینه، ۲۲.۳ سلنه نجونې او ۱۶.۸ سلنه ښځې دي.
د راپور له مخې، د دغه خدمتونو له ډلې ۱.۹ مېلیونه کسانو لومړنۍ روغتیايي پاملرنې، ۸۶۱زره کسانو د واکسین او معافیت، ۴۲۷زره کسانو د مور او ماشوم د روغتیا او ۱۹۲زره کسانو د رواني روغتیا او رواني ـ ټولنیز ملاتړ خدمتونه ترلاسه کړي دي.
په راپور کې د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کوونکو شمېر د کلنۍ بشري مرستو د پلان د ۷.۲ مېلیونه هدف ۶۲.۵ سلنه ښودل شوی دی.
د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ۴۸ بنسټونو چې ۲۲ یې نړۍوال او ۲۶ یې ملي نادولتي سازمانونه دي، ونډه لرلې ده. دغه بنسټونه د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې فعالیت لري.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۶کال په لومړیو نهو میاشتو کې د روغتیايي خدمتونو د همغږۍ لپاره په ملي او سیمه‌ییزه کچه ۱۲۰۱ غونډې هم ترسره شوې دي.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی
۱

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی

۲

یو شمېر هېوادوال: طالبان له نړۍوالو د مرستو ترلاسه کولو لپاره پر نشو شکمن کسان هم نیسي

۳

بلومنستاین: د بایډن حکومت د نیویارک ټایمز د ۱۲۴ افغان همکارانو د ایستلو مسوولیت وانخیست

۴

ملګري ملتونه: په افغانستان کې په یوه کال کې تر ۷۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي

۵

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

•
•
•

نور خبرونه

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۳۹ GMT+۰
100%

د پکتیا طالب والي عبدالخالق عابد د رسنیو د ارزښت او اطلاعاتو ته د لاسرسي پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ له رسنیو سره د همکارۍ ژمنه کړې؛ خو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خبریالانو نیول، د خبرونو سانسور، د رسنیو تړل او د خلکو معلوماتو ته د لاسرسي محدودول دوام لري.

د پکتیا ولایت رسنیز دفتر (د لړم ۱۷مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې عبدالخالق عابد د طالبانو له ویاندویانو او د بېلابېلو رسنیو له استازو سره په لیدنه کې ویلي رسنۍ د ولسونو ترمنځ د یووالي، د ټولنې د اصلاح، د عامه پوهاوي د لوړولو او د ناسمو معلوماتو د خپرېدو د مخنیوي مهم مسوولیت لري.

د نوموړي په وینا، رسنۍ د دغه ډلې د مشرتابه د فرمانونو، لارښوونو او پرېکړو په خپرولو او ترویج او همدارنګه د هېواد د روانو پرمختګونو، ډاډمن امنیت او ښې حکومتولۍ د انځور په وړاندې کولو کې مهم رول لري.

عابد د رسنیو له استازو سره د اطلاعاتو پر وخت شریکولو، معلوماتو ته د لاسرسي د زمینې برابرولو او د رسنیو د ستونزو د حل په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.

خو د طالبانو د چارواکو دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د دوی تر واک لاندې له تېرو څه باندې پنځو کلونو راهیسې د رسنیو خپلواکي په بېلابېلو لارو محدوده شوې او د خبریالانو پر وړاندې د نیونو، ګواښونو، سانسور او ځورونې ګڼې پېښې ثبت شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ۱۴۰۴ لمریز کال په کلني راپور کې ویلي، چې په دغه کال کې یې د رسنیو او خبریالانو د حقونو د سرغړونو لږترلږه ۲۰۷ پېښې ثبت کړې دي. د راپور له مخې، په دغه پېښو کې ۱۸۳ د ګواښ او فشار او ۲۱ د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د نیولو پېښې شاملې وې. د راپور د خپرېدو پرمهال پنځه کسان لاهم په بند کې وو.

دغه مرکز همدارنګه ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت له‌خوا د ساکښو موجوداتو پر تصویرونو د بندیز له امله لږ تر لږه ۲۱ سیمه‌ییز ټلوېزیوني چېنلونه تړل شوي وو. دغه بندیز د ۲۰۲۶کال تر مارچ پورې په ۲۵ ولایتونو کې عملي شوی و.

د خبریالانو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه یوازې د نیونو او د رسنیو د تړلو تر کچې نه دي پاتې شوي؛ بلکې د خبرونو له خپرېدو مخکې د چارواکو تایید، د انتقادي راپورونو مخنیوی او د رسنیو د محتوا مستقیم کنټرول هم په‌کې شامل دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۲۵کال د اکتوبر په ۲۳مه په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو استخباراتي اداره د رسنیو محتوا څاري او د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت کارکوونکي د رسنیو دفترونه پلټي. د دغه سازمان په وینا، په ځینو سیمو کې خبریالان اړ دي چې خپل راپورونه له خپرېدو مخکې د اطلاعاتو او کلتور له ریاستونو سره شریک کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان برخې څېړونکې فرشته عباسي ویلي: «د طالبانو چارواکي په زیاتېدونکي ډول افغان خبریالان اړ باسي، چې خوندي او له مخکې تایید شوي راپورونه جوړ کړي او هغه خبریالان په خپلسرو نیونو او شکنجو مجازات کوي چې له دې کرښې واوړي».

د رسنیو د فعالیتونو د محدودولو یوه بله بېلګه د ۲۰۲۶کال په ترڅ کې د څو رسنیزو بنسټونو تړل دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د راپورونو له مخې، د اصلاح غږ راډیو، تمدن ټلوېزیون او راه فردا ټلوېزیون فعالیتونه ودرول شول. همدارنګه د افغان غږ خبري اژانس او تبیان فرهنګي مرکز دفترونه وتړل شول او یوشمېر کارکوونکي یې ونیول شول.

د اکتوبر په ۱۰مه په افغانستان کې د بي‌بي‌سي راډیو خپرونې هم په پښتو، دري او انګلیسي ژبو ودرول شوې. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغې پرېکړې لپاره د «پرله‌پسې سرغړونو» یادونه کړې وه؛ خو د ادعا شویو سرغړونو مشخص جزییات یې نه وو وړاندې کړي.

د ښځینه خبریالانو پر وړاندې محدودیتونه هم د طالبانو د رسنیزې تګلارې مهمه برخه ده. په دولتي رسنیو کې د ښځو د کار مخنیوی، د هغوی د غږونو سانسور، په مطبوعاتي غونډو کې د ګډون محدودول او د ښځینه خبریالانو د انځورونو او ویډیوګانو د خپرولو مخنیوی هغه اقدامات دي چې د رسنیو په فعالیتونو یې پراخ اغېز کړی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۲۸مه ویلي، طالبانو د ۲۰۲۱کال له اګست راهیسې لږ تر لږه ۲۴ داسې لارښوونې او فرمانونه صادر کړي چې د بیان ازادي او د رسنیو فعالیتونه محدودوي. یاد مرکز د دغه اقداماتو په پایله کې د خلکو معلوماتو ته د لاسرسي حق هم زیانمن شوی بولي.

دغه مرکز په خپله اعلامیه کې ویلي: «د افغانستان خلک نن د معلوماتو په بشپړه تیاره کې ژوند کوي؛ نه د جګړې له امله بلکې د یوې قصدي او رسمي تګلارې له کبله».

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۶کال د مطبوعاتي ازادۍ په نړۍوال شاخص کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۷۵م ځای ورکړی او د دغه هېواد د مطبوعاتي ازادۍ نمره یې له ۱۰۰ څخه ۱۹،۵۱ ښودلې ده.

د پکتیا په وروستۍ غونډه کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي فیض الله جوهري هم ویلي، چې د طالبانو د رسنیزې پالیسۍ په ژمنتیا به د رسنیو د پیاوړتیا او د هغوی د ستونزو د حل لپاره هڅې دوام ومومي.

ورته مهال د غونډې په وروستۍ برخه کې د رسنیو په استازیتوب د اطلاعاتو او کلتور ریاست د نشراتو امر نیازالله اصیل ځاځي د رسنیو غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړي او ډاډ یې ورکړی، چې په پکتیا کې به ټولې رسنۍ د طالبانو د رسنیزې پالیسۍ په ژمنتیا او د ولایت مقام او اطلاعاتو او کلتور ریاست په همغږۍ خپل فعالیتونه ترسره کوي.

د طالبانو د چارواکو له دغه څرګندونو سره، سره د خبریالانو د نیولو، د خپلواکو رسنیو د تړلو، د خبرونو د سانسور او د معلوماتو د خپرولو د محدودولو مستند موارد ښيي چې د رسنیو د اهمیت په اړه د دوی څرګندونې له عملي رسنیز وضعیت سره څرګند واټن لري.

د بلخ د چرګانو فارم لرونکي: د وارداتي غوښې زیاتوالي مو کاروبار له سقوط سره مخ کړی

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۳۷ GMT+۰
100%

په بلخ ولایت کې د چرګانو فارم‌ لرونکو افغانستان انټرنشنل ته د غوښې د بیې د پام وړ کمښت او د بې‌کیفیته بهرنیو چرګوړو د بې‌حده وارداتو خبر ورکړی دی. د دوی په وینا، که دا وضعیت دوام وکړي، کاروبار به یې له ماتې سره مخ شي.

د دغو فارمونو مالکانو نن یکشنبه، د لړم پر ۱۷مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دانې او درملو د لوړې بیې له امله د هر کیلوګرام ژوندي چرګ د روزنې لګښت شاوخوا ۱۳۰ افغانیو ته رسېږي؛ خو له دوو میاشتو راهیسې مجبور دي خپل چرګان په خورا ټیټه بیه وپلوري.

د دوی په وینا، تر دوو کیلوګرامو کم ژوندي چرګان په هر کیلو ۱۰۰ افغانۍ او درې کیلوګرامه او تر دې پورته چرګان په هر کیلو ۱۰۵ افغانۍ پر دوکاندارانو پلوري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د چرګانو په فارم کې د چرګانو د پلور بیه د ۱۴۰ تر ۱۴۵ افغانیو ترمنځ وه او په هر کیلو کې به یې لس افغانۍ ګټه کوله.

فارم لرونکي وایي چې د چرګ د بیې له کمېدو سره سره، د دانې د هرې ۵۰ کیلوییزې بوجۍ بیه د ۲۲۵۰ او ۲۶۰۰ افغانیو ترمنځ ده او په دې بیه د دانې سره د هغوی روزل ورته خورا ګران تمامېږي.

د دوی په وینا، د تولید لګښت یې د چرګانو د پلورلو له پیسو څخه پيسو ډېر دی.

د چرګانو روزونکي د دغه وضعیت یو له اصلي لاملونو پر بازار د څارنې نشتوالی او له اړتیا زیات د بې‌کیفیته یو ورځنیو چرګوړو واردول بولي.

د دوی په وینا، دا نوي له هګیو وتلي یو ورځني چرګوړو ډېری له ازبکستان او ایرانه واردېږي او سوداګر یې پر فارمونو خاوندانو پلوري.

د چرګانو روزونکي وایي، چې ډېری دا چرګوړو د روزنې په جریان کې تلف کېږي او د هغوی د پېرلو او ساتنې لګښت هم لوړ دی.

نظیر احمد (مستعار نوم)، چې د یو فارم خاوند دی، افغانستان انټرنشنل ته وایي چې په اوسني وضعیت کې، هغه دلالان چې له موږ څخه چرګ اخلي او پر قصاب یې پلوري تاوان نه کوي، هر څه تاوان چې دی هغه د فارمونو خاوندان دي.

هغه زیاتوي: «له څو تېرو اونیو راهیسې هر څه چې موږ پلورلي له تاوان سره مل وو. ټول زیان هغو فارمونو خاوندانو ته رسېږي چې تر ټولو ډېر زحمت وباسي او خپله پانګه له لاسه ورکوي. دا مهال سل په سلو کې فارم‌ونو واله پوروړي دي او د هر یوه پور د ۲۰۰ زرو او ۵۰۰ زرو افغانیو ترمنځ دی. دا په رښتیا یو سراسري ناورین دی».

د سوداګر او د اقتصادي چارو کارپوه اشرف تېمور افغانستان انټرنشنل ته وایي چې په ټول افغانستان کې د چرګانو د روزنې د بازار اوسنی بحران د هغو ستونزو پایله ده چې تر اوسه یې د حل لپاره کوم اغېزمن ګام نه دی پورته شوی.

د هغه په وینا، که څه هم له بهر څخه د چرګانو د کنګل شوې غوښې واردول په رسمي توګه منع دي، خو د بې‌کیفیته او ناروغو یو ورځنیو چرګانو واردات لا هم د افغانستان د چرګانو بازار ته زیان رسوي.

هغه زیاتوي: «اصلي ستونزه دا ده چې د دغو چچو لویه برخه وارداتي ده او له بلې خوا، د هغو چرګړو پر شمېر هېڅ دقیقه څارنه نشته چې هېواد ته واردېږي او په فارمونو کې روزل کېږي. کله چې د چرګړو شمېر د بازار له اړتیا ډېر وي، د تولید کچه لوړېږي او د چرګانو بیه راټیټېږي».

د هغه په وینا، که دا وضعیت دوام وکړي، کېدای شي په هېواد کې د چرګانو ډېری فارمونه خپل فعالیت ودروي.

د بلخ ولایت د چرګانو روزونکي هم افغانستان انټرنشنل ته وایي، چې د دې وضعیت دوام کولای شي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه واړه او لوی فارمونه له مالي ماتې سره مخ کړي.

د کورنیو تولیداتو پر بازار د ملاتړ او څارنې نشتوالی

د رسمي شمېرو او د چرګانو د روزونکو د اتحادیې د راپورونو له مخې، په بلخ ولایت کې د یو زر او ۲۰۰ او یو زر او ۵۰۰ ترمنځ د چرګانو فارمونه فعالیت کوي.

په دغو فارمونو کې د غوښینو چرګانو، هګۍ اچوونکو چرګانو او د چرګړو د تولید مرکزونه شامل دي.

دا فارمونه د مزارشریف د بازار د اړتیا لویه برخه پوره کوي چې هره ورځ له ۳۵ تر ۴۰ ټنو پورې د چرګانو غوښه مصرفوي. سره له دې، د چرګانو روزونکي وایي چې د بیو راټیټېدو او د تولید د لګښتونو لوړېدو د دغو مرکزونو فعالیت له جدي خطر سره مخ کړی دی.

کارپوهانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور له اقتصادي ستونزو، د پلور له کمښت او د دولت او نړیوالو بنسټونو له خوا د کافي ملاتړ له نشتوالي سره مخ و.

د هغوی په وینا، د لومړنیو توکو د بیو پرله‌پسې بدلون، د اړتیا وړ توکو بې‌څارنې واردات، د کورنیو تولیدونکو لپاره د ملاتړیزو پروګرامونو نشتوالي، د ډېرو کوچنیو او متوسطو کاروبارونو کار ستونزمن کړی دی.

د چرګانو فارمونه هم له هغو برخو څخه دي چې له دغه وضعیت څخه زیانمن شوي دي.

ملګري ملتونه: نږدې ۱.۳ میلیونه افغانان سږ کال له ایران او پاکستانه هېواد ته ستانه شوي

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۳۶ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپور شوي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر پایه نږدې ۱.۲۹ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي. د راپور له مخې، شاوخوا ۴۳ سلنه دغه کسان ایستل شوي وو او په ناڅاپي او سختو شرایطو کې بېرته هېواد ته رسېدلي دي.

راپور وايي، د ستنېدونکو افغانانو ډېری کورنۍ د استوګنځي، کار، عاید، روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو ته د لاسرسي له جدي ستونزو سره مخ دي او د بېرته ستنېدو چټک بهیر د افغانستان پر کمزورو خدماتو او کوربه ټولنو اضافي فشار اچولی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې ۵۷۳ زره افغانان له ایرانه او ۷۱۴ زره او ۳۰۰ افغانان له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د راپور له مخې، له جنورۍ څخه تر سپټمبر پورې له ۲۰۲ زرو ډېرو افغان کډوالو او کډوالۍ ته ورته حالت لرونکو کسانو د افغانستان په سرحدي سیمو کې نغدې مرستې ترلاسه کړې دي. د مرستو ترلاسه کوونکو ۴۵ سلنه کورنۍ د ښځو له خوا اداره کېدې، ۳۳ سلنه کورنیو کې معلول کسان موجود وو او څلور سلنه کورنۍ د ماشومانو له خوا اداره کېدې.
راپور وايي، شاوخوا ۳۴۰ زیان‌منو کورنیو ته د بېرته مېشتېدو ځانګړې مرستې ورکړل شوې، څو خپل ژوند له سره پیل او د عاید سرچینې ومومي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وینا، له ۲۳۰۰ څخه ډېرو کسانو ته، چې ځانګړي خوندیتوب ته اړتیا لرله، نغدې مرستې ورکړل شوي او نږدې ۲۶۰۰ کورنیو ته د کورنیو لومړنیو اړتیاوو لپاره مالي ملاتړ برابر شوی دی.
راپور ښيي چې د شکایتونو، سلا مشورو او معلوماتو د برابرولو له لارې له ۴۵ زرو څخه ډېرې غوښتنې او پوښتنې ثبت شوې دي، چې نږدې ۱۵ زره قضیې یې د ځانګړې تعقیب او مرستې لپاره ارزول شوې دي.
د یو اېن اېچ سي آر او شریکو ادارو د هېواد په ۲۶ ولایتونو او ۱۰۳ ولسوالیو کې د نږدې ۴ زرو کورنیو وضعیت ارزولی او له ۲۸ زرو ډېرو کسانو سره یې تماس نیولی دی. د راپور له مخې، په دې ارزونو کې د ګډونوالو ۵۴ سلنه ښځې وې.
راپور همداراز وايي، د ځان بسیاینې او اقتصادي فرصتونو د پراخولو لپاره ۲۶۵۰ کسانو، چې ۱۲۰۰ ښځې هم پکې شاملې وې، د کوچنیو پورونو او مالي پروګرامونو له لارې د ۶.۱ میلیونه ډالرو تمویل ترلاسه کړی دی. د دې مرستو په مټ نږدې ۲۵۰۰ فعال کاروبارونه او ۱۴۵ نوي کاروبارونه ملاتړ شوي دي.
د راپور له مخې، په هرات کې د ډیجیټلي مهارتونو، تخنیکي او مسلکي زده‌کړو، قابله‌ګۍ او ښوونکو د روزنې پروګرامونو له لارې هم سلګونه افغانانو ته روزنه ورکړل شوې ده.
په راپور کې د «سمیرا» په نوم د یوې افغانې مېرمنې کیسه هم راغلې ده، چې له ایرانه تر ستنېدو وروسته یې د خیاطۍ له لارې د خپلې کورنۍ د ژوند لګښتونه برابر کړي دي. نوموړې د خپلې کورنۍ یوازینۍ نفقه برابروونکې ده او ویلي یې دي چې که د خیاطۍ نور وسایل او مالي ملاتړ ترلاسه کړي، خپل کاروبار پراخولای شي.
ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، د افغانستان لپاره یې د ۲۰۲۶ کال ټولې مالي اړتیاوې ۲۱۶.۴ میلیونه ډالر اټکل کړې دي، خو د سپټمبر تر پایه یوازې ۳۰ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.
راپور خبرداری ورکوي، چې د بودیجې کمښت به د بېرته ستنېدونکو افغانانو د ملاتړ، د کارموندنې، د استوګنې او د بیا ادغام پر پروګرامونو مستقیم اغېز وکړي. د ادارې په وینا، که کافي نړیوالې مرستې برابرې نه شي، زرګونه بېرته ستانه شوي افغانان به د ژوند د لومړنیو اړتیاوو له جدي ستونزو سره مخ شي.

طالبان د هرات په یوه ښارګوټي کې په شخصي ځمکو ودانۍ جوړوي

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۳۳ GMT+۰
100%

د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د اندېشه ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکو وویل چې طالبانو د خلکو په شخصي ځمکو کې چې مخکې یې «امارتي» اعلان کړې وې، رغنیزې چارې پيل کړې دي.

د هرات د صنعتي ښارګوټي په لوېدیځ کې د اندېشه ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکو د یکشنبې په ورځ، د لړم په ۱۶مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو وسله‌والو ځواکونو له درېیو ورځو راهیسې د خلکو په څه باندې ۱۰ جریبه شخصي ځمکه کې د ودانیو جوړولو چارې پیل کړې دي.

هغوی وویل، چې طالبان په زور دا کار کوي او د سیمې اوسېدونکو او د ځمکو مالکانو ته ځواب‌ویونکي نه دي.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو له شاوخوا یو نیم کال راهیسې د سیمې د اوسېدونکو او د کورونو د مالکانو له لوري د دغو ځمکو رغونه او پېر او پلور منع کړی دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي، چې طالبان اوسمهال د دې ښارګوټي پر څه باندې ۱۰ جریبه تشه ځمکه د رغونې چارې پیل کړي دي.

په هغو ویډیوګانو کې چې د سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته رالېږلې دي، یو شمېر کارګران په دې ځمکو کې پر کار بوخت لیدل کېږي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې تر ۳ زرو ډېرې کورنۍ چې ډېری یې هزاره دي، په اندېشه ښارګوټي کې ژوند کوي.

د دوی په وینا، دا ښارګوټی شاوخوا دوه لسیزې مخکې د پخواني حکومت په رسمي اجازه جوړ شوی دی.

د طالبانو د عدلیې وزارت د ۱۴۰۴ کال په لومړیو کې په هرات کې د اندېشه ښارګوټي ځمکې «امارتي» اعلان کړې وې.

طالبانو په دې موده کې په وار وار د دې ښارګوټي له اوسېدونکو غوښتي چې خپل کورونه خالي کړي.

د دې ښارګوټي اوسېدونکو وویل، طالبانو تر دې دمه د کورونو اجباري تخلیه نه ده پیل کړې.

د اندېشه ښارګوټي اوسېدونکي وايي، چې د خپلو شخصي ځمکو د لاسه ورکولو په اړه اندېښمن دي.

هغوی ادعا کوي چې د طالبانو اړوندو ادارو ته له ورتګ سره سره، تر دې دمه یې د خپلو ځمکو او کورونو د برخلیک په اړه روښانه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د طالبانو د عدلیې وزارت د تلې په څلورمه نېټه اعلان وکړ چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په ټول افغانستان کې تر څلورو میلیونو جریبو ډېره ځمکه «امارتي» پېژندلې او بېرته یې ګرځولې ده.

دې وزارت وویل، چې د ۴۹ ښارګوټو ځمکې هم په بشپړ یا نسبي ډول «امارتي» پېژندل شوې ده.

د طالبانو له عدلیې وزارت څخه باوري سرچینو د زمري په ۱۲مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون د هزاره‌ګانو او شیعه‌ګانو د ښارګوټو څېړنه په کاري اجنډا کې لري.

طالبانو تر دې دمه په کابل، غزني، بلخ، هرات او ځینو نورو سیمو کې یو شمېر ښارګوټي دولتي اعلان کړي، چې د اوسیدونکو له نیوکو سره یې مخ شوي دي.

ملګري ملتونه: افغانستان له ژور بشري ناورین او د حقونو له پراخو محدودیتونو سره مخ دی

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۴۶ GMT+۰
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته هم دغه هېواد په یوه «سخت پړاو» کې دی او نسبي امنیتي ثبات یې د کمزوري اقتصاد، د ښځو او نجونو پر حقونو د پراخو محدودیتونو او بشري اړتیاوو تر سیوري لاندې راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او په افغانستان کې د دغه سازمان د بشري او استوګنې چارو همغږي کوونکي برونو لومارکي ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې څه باندې ۲.۶ میلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې شوې او دا مهال په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو شمېر صفر دی.
نوموړي د ښځو او نجونو پر ازادیو لګېدلي محدودیتونه «سخت او پراخ» بللي او ویلي یې دي چې هغوی له زده‌کړو، کار او په عامه ژوند کې له ګډون څخه د محرومېدو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
د لومارکي په وینا، د لوړو زده‌کړو وضعیت هم له بحران سره مخ دی او د اقتصادي ستونزو له امله ځینې کورنۍ خپل زامن هم ښوونځیو ته نه لېږي.
هغه ویلي، د ۲۰۲۵ کال له سپټمبر راهیسې افغان ښځینه کارکوونکې په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته له ننوتلو منع شوې دي او دغه محدودیت لا هم نه دی لرې شوی.
افغانستان ته د ۶.۷ میلیونه کسانو ستنېدل
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، له ۲۰۲۰ کال راهیسې افغانستان ته د ۶.۷ میلیونه وګړو ستنېدو د دغه هېواد پر لا له وړاندې کمزورو عامه خدمتونو فشار زیات کړی دی.
د هغه په وینا، د دغو ستنېدونکو ډېری کسان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران څخه په زور ایستل شوي دي. ځینې یې داسې کسان دي چې له افغانستانه بهر زېږېدلي او مخکې یې په دغه هېواد کې ژوند نه و کړی.
لومارکي ټینګار کړی چې بېرته ستنېدونکي کسان قانوني اسنادو، خوندیتوب او کاري فرصتونو ته اړتیا لري.
د کوکنارو په تولید کې زیاتوالی

د ملګرو ملتونو چارواکي د کوکنارو د تولید د بېرته زیاتېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو یوه تازه راپور ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې د کوکنارو تولید ۳۳۰ سلنه زیات شوی دی. نوموړي ویلي، ځینې بزګران د طالبانو له بندیز سره سره د کوکنارو د کرکېلې د پټ ساتلو لارې چارې مومي.
هغه زیاته کړې چې د کوکنارو د کرکېلې د مخنیوي لپاره باید بزګرانو ته د عاید بدیلې سرچینې برابرې شي؛ ځکه د ده په وینا، ځینې بزګران له نشه‌يي توکو پرته د ژوند د لګښتونو د برابرولو توان نه لري.
د بشري مرستو بودیجه کمه شوې
لومارکي ویلي، په افغانستان کې بشري اړتیاوې د ۲۰۲۷ کال پر مهال د بېرته ستنېدونکو کډوالو د زیاتوالي، سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ او د ال نینو د پیاوړې هوايي پدیدې له امله د لا زیاتېدو احتمال لري. د نوموړي په وینا، دغه عوامل د خوړو خوندیتوب او عامه خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ګواښي.
خو په ورته وخت کې افغانستان ته د بشري مرستو بودجه په پرله‌پسې ډول کمه شوې ده. د هغه په وینا، په ۲۰۲۳ کال کې د بشري مرستو اندازه دوه میلیارده ډالرو ته رسېده، په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد ډالرو ته راټیټه شوه او د ۲۰۲۶ کال تر اوسه یوازې ۵۷۰ میلیونه ډالر برابر شوي دي.
د ملګرو ملتونو د چارواکي په وینا، اټکل کېږي چې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ به د لومړنیو روغتیايي خدمتونو ۴۰ سلنه مرکزونه وتړل شي. د دې معنا دا ده چې په ټول هېواد کې به له ۱۹۰۰ روغتیايي مرکزونو څخه شاوخوا ۷۰۰ مرکزونه خپل فعالیتونه ودروي.
لومارکي د دغو بندښتونو پایلې ډېرې جدي بللې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې افغانستان یوازې پرېنږدي.
هغه خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې روان وضعیت یوازې د دغه هېواد تر پولو محدود نه پاتې کېږي، بلکې د سیمې پر امنیت، ثبات او د کډوالۍ پر لارو هم اغېز کولای شي.