• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان په دیارلسو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۳۴ GMT+۰

طالبانو په دیارلسو ولایتونو کې د تیزو بارانونو، تالندې، برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی. د دوی د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې د بارانونو کچه به له لسو تر دېرشو ملي مترو پورې وي.

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن یکشنبه( د لړم ۱۷مه) د افغانستان په دیارلسو ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بارانونو، تالندې، برېښنا، تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د دغې ادارې د خبرداري له مخې، دغه موسمي بدلونونه به تر سبا ورځې پورې د هېواد په بېلابېلو برخو کې دوام لري.
د هوا پېژندنې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ورښتونه به په هرات، بادغیس، غور، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، بامیان، پروان، خوست او ننګرهار ولایتونو کې وشي. په دغو ولایتونو کې د باران د اورښت کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
همدارنګه یاده اداره زیاتوي چې د هېواد په شمالي، لوېدیځو، ختیځو او مرکزي سیمو کې د تېزو بادونو د لګېدو احتمال هم شته. د دغو تېزو بادونو سرعت په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۸۵ کیلومترو پورې ښودل شوی دی.
د هوا پېژندنې ادارې دا هم څرګنده کړې چې په لوړو او سړو سیمو کې د واورې د ورېدو اټکل هم شوی دی.

دا خبرداری داسې مهال ورکړل شوی، چې افغانستان کې د ژمي له را نږدې کېدو سره هوا سړه شوې او ډېری خلک لومړنیو اړتیاوو ته له نه لاسرسي شکایت لري.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی
۱

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی

۲

د جنت ته تګ په نوم د ماشومانو د مړینې قضیه؛ د مذهبي ډلې مشر په ۲۰۰ کاله بند محکوم شو

۳

یو شمېر هېوادوال: طالبان له نړۍوالو د مرستو ترلاسه کولو لپاره پر نشو شکمن کسان هم نیسي

۴

بلومنستاین: د بایډن حکومت د نیویارک ټایمز د ۱۲۴ افغان همکارانو د ایستلو مسوولیت وانخیست

۵

ملګري ملتونه: له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمېدل بشري ناورین پراخوي

•
•
•

نور خبرونه

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۸:۳۸ GMT+۰
100%

د پېښور پوهنتون استاد ډاکټر فیض‌الله جان له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې د پاکستان او طالبانو ناندرۍ یوه ډرامه ده. د ده په وینا، دواړه لوري یو بل ته ریښتینی زیان نه رسوي.

د پېښور پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاد او لیکوال، پروفیسور فیض الله جان ویلي دي چې که د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ اړیکې د تیرو وختونو په تناظر کې وڅیړل شي، نو د دواړو ترمنځ د یو کال راهیسې جګړه د یوې ډرامې په څیر ښکاري چې ظاهرا موخه یې د خلکو پام له اصلي مسلو څخه اړول دي.

د افغانستان انټرنیشنل - پښتو سره په خبرو کې، استاد فیض الله جان وویل چې پاکستاني او افغان طالبان به هیڅکله ونه غواړي چې یو بل ته ریښتینی زیان ورسوي ځکه چې دا د دواړو په ګټه نه دی.

هغه وویل چې «که طالبان نن په کابل کې ناست وي، نو دا د پاکستان له امله دی. که پاکستان سبا خپل واک بیرته واخلي، طالبان د یوې ورځې لپاره هم په کابل حکومت نشي کولی. په ورته ډول، طالبان یقینا کولی شي د ټي ټي پي له لارې پاکستان ته جدي زیان ورسوي، مګر داسې کړنې دلته نه کیږي ځکه چې دواړه یو بل سره تړلي دي.»

هغه وویل، پاکستان تل د پښتونخوا او کابل په اړه ځینې اندیښنې لري، چې له امله یې دلته یا د پولې هاخوا د پښتنو د ملیت پر بنسټ کوم پرمختللی حرکت نه غواړي. د دې لپاره، لومړی د ډاکټر اشرف غني حکومت له کابل څخه نسکور شو او اوس هغه کسان چې افغانیت خپل هویت نه ګڼي بلکې دیوبندي مکتب خپل هویت ګڼي، هلته واک ورکړل شوی دی.

د یوې پوښتنې په ځواب کې، پروفیسور فیض الله جان وویل، پاکستان به هیڅکله ونه غواړي چې په کابل کې رژیم بدل شي ځکه چې دوی پخپله هلته حکومت جوړ کړی، نو ولې به یې بدل کړي؟ په هرصورت، دا ممکنه ده چې که پاکستان په یو وخت کې احساس وکړي چې د دوی خبرې نه اوریدل کیږي، نو د طالبانو له دننه څخه به د بدلون راوستلو هڅه وشي.

هغه وویل، په پښتونخوا کې د بیړني حالت او د والي د واکمنۍ وروسته، اوس د فاټا د ادغام د بیرته راګرځولو هڅې روانې دي ځکه چې د قبایلي سیمو د ځانګړي حیثیت بیرته راګرځول د افغان طالبانو او تحریک طالبان پاکستان دواړو غوښتنه وه.

هغه وویل چې د بیړني حالت په لګولو سره، پښتونخوا په دوو برخو ویشل شوې ده او په دې برخه کې نور کوم بدلونونه تمه کیږي په راتلونکو ورځو کې به روښانه شي.

ډاکټر فیض الله جان د پاک-افغان سوداګریزو لارو د تړلو په اړه وویل چې پاکستان یو امنیتي دولت دی، او حکومت حتی په رسمي ډول یو سخت دولت اعلان کړی دی. په داسې حالت کې، د خلکو ستونزو ته ډیره پاملرنه نه کیږي. دا مهمه نده چې سوداګري بنده وي یا خلاصه وي، بې کاري وي یا خلک له نورو ستونزو سره مخ وي. بلکه، په یوه امنیتي دولت کې واکمنان هڅه کوي چې په هیواد کې هر ځای کنټرول کړي، ترڅو داسې ځای نه وي چې دوی کنټرول ونلري.

هغه وویل چې د افغان کډوالو په اړه د پاکستان پالیسي بدله شوې او په اوسني وضعیت کې، هیڅ افغان وګړی به دلته پاتې نشي. بلکه، اوس حکومت وايي چې هغه افغان وګړی چې د پاکستان ویزه لري کولی شي په پاکستان کې پاتې شي.

د هغه په ​​وینا، په افغانستان کې په رسنیو بشپړ بندیز دی، پداسې حال کې چې خبریالانو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې چې له افغانستان سره پوله لري په آزاده توګه راپور ورکړي، نو موږ د افغانستان دننه د څه پیښیدو په اړه ډیر څه نه پوهیږو

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۳۸ GMT+۰
100%

د بشري حقونو فعالانو اتحاد له طالبانو سره د فرانسې د تخنیکي خبرو د پیل په غبرګون کې، چې موخه یې افغانستان ته د بې‌اسناده کډوالو بېرته ستنول بلل شوې، اندېښنه څرګنده کړې او له اروپايي هېوادونو یې غوښتي چې له دغه ډلې سره هر ډول سیاسي او تخنیکي تعامل ودروي.

دغه اتحاد په یوه اعلامیه کې ویلي چې د فرانسې له‌خوا له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې د بشري حقونو او د کډوالو د ملاتړ له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي.
د بشري حقونو فعالانو اتحاد ویلي، که څه هم د فرانسې حکومت ادعا کوي چې دغه خبرې د طالبانو د رسمي پېژندنې په معنا نه دي، خو د کډوالو د ایستلو لپاره له دې ډلې سره عملي تعامل په حقیقت کې د طالبانو سیاسي مشروعیت او دریځ پیاوړی کوي.
دغه بنسټ د اروپايي هېوادونو وروستۍ هغه تګلارې غندلې چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو او د پناه‌غوښتونکو د بېرته ستنولو هڅې پکې شاملې دي.
په اعلامیه کې طالبان په ځپنې، شکنجې، تبعیض، د ښځو د حقونو په له منځه وړلو، د مخالفانو په تعقیب او د خلکو له اساسي ازادیو څخه په محرومولو تورن شوي دي. دغه اتحاد ویلي چې طالبان د افغان وګړو د منلو او محاکمه کولو قانوني او اخلاقي صلاحیت نه لري او له دې ډلې سره باید هېڅ ډول خبرې او هوکړې ونه شي.
د بشري حقونو فعالانو اتحاد له اروپايي حکومتونو غوښتي چې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه هر ډول سیاسي او تخنیکي تعامل ودروي او هېڅ پناه‌غوښتونکی دې د هغه د امنیتي او بشري حقونو د وضعیت له خپلواکې، دقیقې او انفرادي ارزونې پرته داسې ځای ته نه ستنوي چې هلته د شکنجې، تعقیب، تښتونې، خپل‌سري نیونې او ځورونې له خطر سره مخ وي.
دغه اتحاد ټینګار کړی چې د پناه‌غوښتونکو حقونه او امنیت باید د سیاسي ملاحظاتو، ډیپلوماټیکو هوکړو او د حکومتونو د کډوالۍ د تګلارو قرباني نه شي.
په اعلامیه کې د اروپايي هېوادونو له حکومتونو غوښتل شوي چې که د افغان وګړو پر وړاندې د احتمالي جرمونو تورونه موجود وي، د خپلو هېوادونو له قضايي میکانېزمونو او د امریکا له قضايي تجربو څخه دې کار واخلي. د دغه بنسټ په وینا، تورونه باید لومړی د خپلواکو محکمو له‌خوا د عادلانه محاکمې د اصولو په رعایت وڅېړل شي.
د بشري حقونو فعالانو اتحاد زیاته کړې چې که په قانوني توګه د یوه کس بېرته لېږل حتمي وي، نو پاکستان یا نورو ګاونډیو هېوادونو ته یې د مشروع حکومتونو تر څارنې او حقوقي تضمینونو لاندې لېږدول، طالبانو ته تر سپارلو لږ خطر لرونکی بدیل کېدای شي.
په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان اوس مهال مشروع حکومت، خپلواک قضايي نظام او د عادلانه محاکمې بهیر نه لري؛ له همدې امله طالبانو ته د افغان وګړو سپارل د عدالت پلي کول نه، بلکې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په تور د یوې ډلې منګولو ته د خلکو سپارل دي.
دغه اتحاد په پای کې ټینګار کړی چې د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې مبارزه د بشري حقونو د له پامه غورځولو او د انسانانو د ژوند له خطر سره د مخ کولو توجیه نه شي کېدای.
د بشري حقونو فعالانو اتحاد له اروپايي هېوادونو غوښتي چې د استبداد قربانیانو ترڅنګ ودرېږي او د کډوالۍ د هوکړو له لارې یې یو ځل بیا د طالبانو منګولو ته ونه سپاري.

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۱۶ لړم ۱۴۰۵ - ۷ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۱۸ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کارموندنې فرصتونو نشتوالي ګڼ افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي. ځینې یې اروپا ته د رسېدو لپاره پورونه کوي او خپلې شتمنۍ پلوري؛ خو پر قاچاقي لارو دغه سفرونه د مرګ او نور جدي ګواښونه هم لري.

د کار نړۍوال سازمان هم په خپل تازه راپور کې د افغانستان د کار بازار د ژورو ستونزو، د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د محدودېدو او د راستنېدونکو کډوالو له امله د کاري فرصتونو پر وړاندې د زیاتېدونکي فشار یادونه کړې ده.

له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره د خبرو پرمهال یوشمېر افغانانو ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دولتي دندې او ورځني کاري فرصتونه محدود شوي او د خلکو اقتصادي وضعیت تر دې حده کړکېچن شوی چې ځینې کورنۍ د خپلو ماشومانو د راتلونکي خوندي کولو لپاره د خپلو شتمنیو پلورلو او پور اخیستلو ته اړې شوې دي.

د کونړ د اسعداباد ښار اوسېدونکی اکرام‌الله وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دولتي دندو دروازې د عامو خلکو پر مخ تړل شوې او د ورځنۍ مزدورۍ فرصتونه هم کم شوي دي. د نوموړي په وینا، د کار او عاید د نشتوالي له امله یې کورنۍ اړ شوې چې بهر ته د هغه د سفر لپاره خپله کرنیزه ځمکه وپلوري.

اکرام‌الله افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «د طالبانو له راتګ سره دولتي دندې پر عامو خلکو بندې شوې او باید ملایان په دغه دندو وګومارل شي. د لاس مزدوري هم نه‌شته، نو له هېواده له تېښتې پرته بله لار نه‌ده پاتې. خپله ځمکه مو نه‌لرله، ماما مې خپل پټی راته وپلوره او اوس د یوه باوري قاچاق کوونکي په لټه کې یم چې اروپا ته مې ولېږي».

د اکرام‌الله کیسه د هغو اقتصادي فشارونو یوه بېلګه ده، چې د کار نشتوالي ځینې افغان کورنۍ ورسره مخ کړې دي. د ده د کورنۍ له‌خوا د ځمکې پلورل یوازې د یوه کس د سفر لګښت برابرولو لپاره دي؛ خو د یادې پرېکړې تر شا د کورنۍ دغه هیله ده، چې هغه به په اروپا کې کار پیدا کړي او د کورنۍ د پاتې غړو اقتصادي ستونزې به ورسره راکمې شي.

100%

په داسې حال کې چې اروپا ته پر قاچاقي لارې سفر د سر زیان ګواښ، د پیسو له لاسه ورکولو، نیولو، ناوړه چلند او ان د مرګ له ګواښونو سره مل دی؛ د کار او عاید د بدیلو لارو نشتوالی ځینې ځوانان دې ته هڅوي چې دغه ګواښونه ومني.

د کورنیو له‌خوا د ځمکو او نورو شتمنیو پلورل هم د دې ښکارندویي کوي، چې د کډوالۍ پرېکړه په ځینو مواردو کې یوازې د فرد شخصي انتخاب نه؛ بلکې د کورنۍ د اقتصادي بقا یوه هڅه ګرځېدلې ده.

د ورځني مزدورۍ بازار هم له ځوړ سره مخ دی

د کار نشتوالي یوازې د دولتي دندو غوښتونکي او لوستي ځوانان نه‌دي اغېزمن کړي؛ بلکې د ورځني مزدورۍ هغه کارکوونکي هم ورسره مخ دي، چې د خپلې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو له امله یې پر ودانیزو او نورو درنو کارونو تکیه کوله.

د ننګرهار د جلال‌اباد ښار اوسېدونکی مختار شاه وايي، دی او دوه وروڼه یې له درېیو کلونو راهیسې د کار په موندلو کې له جدي ستونزو سره مخ دي او ان د یوې ورځې کار پیدا کول ورته ستونزمن شوي دي.

100%

نوموړي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «موږ په کور کې درې وروڼه یو او درې کاله کېږي، چې یوه ورځ مو هم کار نه‌دی کړی. هره ورځ د کار په لټه کې ګرځو؛ خو کارونه نه‌شته. پخوا د چوک مزدوري وه؛ خو اوس د چوک مزدور هم باید په میاشتو د کار انتظار وباسي».

مختار شاه د خپل اقتصادي وضعیت د خرابوالي یو لامل د ودانیزو چارو کمزوری بازار بولي او وايي، خلک دومره پیسې نه‌لري چې خپل کورونه جوړ کړي یا ودانیز کارونه پرې وکړي؛ له همدې امله هغه کسان هم بې‌کاره پاتې کېږي، چې د ورځنۍ مزدورۍ له لارې یې د ژوند اړتیاوې برابرولې.

د نوموړي څرګندونې د کار بازار د هغه بل اړخ ته اشاره کوي، چې په‌کې د ودانیزو فعالیتونو کمښت، د خلکو د پېرلو ځواک کمزورتیا او د کورنیو د پانګونې نشتوالی د ورځنۍ مزدورۍ پر فرصتونو اغېز کوي. په داسې اقتصادي وضعیت کې چې د خلکو د عاید یوه برخه له ودانیزو چارو او نارسمي کارونو سره تړلې وي، د دغه فعالیتونو ټکني کېدل د کارګرو او د هغوی د کورنیو اقتصادي وضعیت نور هم خرابولای شي.

د بې‌کارۍ فشار له افغانستان نه تر اروپا رسېدلی

د افغانستان د اقتصادي ستونزو اغېز یوازې په هېواد کې دننه پر کورنیو نه‌دی محدود پاتې شوی؛ بلکې په اروپايي هېوادونو کې مېشت افغان کډوال هم د خپلو خپلوانو د مالي مرستو د غوښتنو له امله له اضافي فشار سره مخ دي.

په فرانسه کې مېشت یو افغان خبریال چې تازه دغه هېواد ته کډه شوی، د نوم نه ښودلو په شرط یې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، سره له دې چې خپله هم په نوي هېواد کې د ژوند د برابرولو په لومړیو پړاوونو کې دی؛ هره ورځ په افغانستان کې د خپلو خپلوانو له‌خوا د مالي مرستو غوښتنې ترلاسه کوي.

نوموړي وویل: «زه تازه فرانسې ته راغلی یم او دلته باید یو کال تېر کړې؛ څو نسبتاً عادي ژوند ته راوګرځې. خو په وطن کې خلک فکر کوي، چې اروپا ته له رسېدو سره باید د خپلوانو ټول مشکلات حل کړې. زه هره ورځ له نږدې او لرې خپلوانو د مرستې پیغامونه او زنګونه ترلاسه کوم او له دې حالته سخت ځورېږم».

دغه افغان خبریال وايي، د خپلوانو د مرستې غوښتنې د هغوی د اقتصادي ستونزو له امله د درک وړ دي؛ خو په اروپا کې د نوي ژوند پیل، د استوګنې او نورو لومړنیو اړتیاوو برابرول او د کار موندلو لپاره وخت ته اړتیا لري؛ له همدې امله نه‌شي کولای د افغانستان د پاتې کورنۍ او خپلوانو ټولې مالي اړتیاوې پوره کړي.

نوموړي زیاته کړه: «زه څوک نه ملامتوم چې ولې رانه مرسته غواړي؛ بلکې له دې امله ځورېږم چې هېڅ مې له لاسه نه کېږي او دوی له ما څخه د مرستې لویه تمه لري». د هغه په وینا، په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او لوږې زیاتېدو خلک سوال کولو، پور اخیستلو او د اولادونو د نفقې برابرولو لپاره بېلابېلو لارو ته اړ اېستي دي.

دغه وضعیت ښيي، چې د کډوالۍ اقتصادي اغېزې یوازې د هغو کسانو په ژوند پورې محدودې نه دي چې له هېواده وځي؛ بلکې په بهر کې د هغوی د خپلوانو پر ژوند هم د مالي او رواني فشار بڼه خپلوي. په ځانګړي ډول هغه افغانان چې تازه اروپايي هېوادونو ته رسېدلي وي، ښايي لا یې د کار، استوګنې او عاید سرچینه نه وي ثابته شوې؛ خو له افغانستان نه د مرستو غوښتنې ورسره هم‌مهاله پیل شي.

د افغانستان د کار بازار له ژورو جوړښتي بدلونونو سره مخ شوی

د کار نړۍوال سازمان د ۲۰۲۶کال د اګست په ۱۸مه په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته د افغانستان د کار بازار له ژورو جوړښتي بدلونونو سره مخ شوی، د ښځو او نارینه‌و ترمنځ د کار په فرصتونو کې واټن پراخ شوی او ښځې په بې‌ساري ډول له اقتصادي فعالیتونو محرومې شوې دي.

100%

د دغه سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې د کار بازار ته د ښځو لاسرسی په بې‌ساري ډول محدود شوی او د ښځینه کاري ځواک کچه ۵.۱ سلنې ته راټیټه شوې ده. یاد سازمان وايي، افغانستان په نړۍ کې د ښځینه کاري ځواک د کم شمېر له پلوه دویم هېواد بلل کېږي.

راپور زیاتوي، چې په ۲۰۲۶کال کې په افغانستان کې د کار لرونکو کسانو شمېر نږدې ۸،۵ مېلیونو ته رسېدلی چې د ۲۰۲۲ کال له ټیټې کچې ۱۴ سلنه زیاتوالی ښيي؛ خو د کاري فرصتونو دغه زیاتوالی د نفوس له چټکې ودې سره برابر نه‌دی. د ټول نفوس پرتله د کار لرونکو کسانو ونډه ۳۲،۵ سلنه اټکل شوې، چې د ۲۰۲۰کال پرتله څه باندې څلور سلنه ټیټه ده.

د کار نړۍوال سازمان وايي، د کار په برخه کې وروستی زیاتوالی په بشپړ ډول د نارینه‌و په برخه کې شوی؛ په ۲۰۲۶کال کې د نارینه‌و د کار کچه د ۲۰۲۰کال پرتله شاوخوا ۲۲ سلنه لوړه شوې، خو د ښځو د کار کچه په ۲۰۲۲کال کې د ۲۰۲۰کال د کچې له درېیمې برخې هم ټیټه شوې او وروسته یې یوازې لږ زیاتوالی ښودلی دی.

د کار نړۍوال سازمان د افغانستان لپاره د کارموندنې د پراختیا، د خصوصي سکټور او کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ، د راستنېدونکو کډوالو د کار بازار ته د بېرته ورګډولو او د ښځو او ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو سپارښتنه کړې ده.

د ځوانانو پراخه بې‌کاري او د کار پر بازار د راستنېدونکو کډوالو فشار

د کار نړۍوال سازمان د شمېرو ترڅنګ، د نړۍوال بانک او ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام تازه ارزونې هم د افغانستان د کار بازار او د خلکو د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښمنوونکي معلومات وړاندې کوي.

100%

د نړۍوال بانک د ۲۰۲۵کال د ډسمبر د راپور له مخې، په هرو څلورو ځوانو افغانانو کې نږدې یو یې بې‌کاره دی. دغه بانک ویلي، د ښځو پر اقتصادي فعالیتونو او زده‌کړو محدودیتونه د هېواد د بشري پانګې او راتلونکي اقتصادي پرمختګ پر وړاندې جدي خنډونه دي.

د نړۍوال بانک د ۲۰۲۶کال د مئ د ۲۶مې نېټې ارزونه ښيي، که څه هم د افغانستان اقتصاد د ۲۰۲۵کال په اوږدو کې د ناخالص کورني تولید د ۴،۸ سلنه ودې اټکل درلود؛ خو د نفوس چټکې ودې او د مېلیونونو راستنېدونکو افغانانو له امله د سړي سر ناخالص کورني تولید کچه ۵،۶ سلنه راټیټه شوې ده.

دغه بانک وايي، د ۲۰۲۵کال په اوږدو کې د افغانستان د نفوس وده شاوخوا ۱۱ سلنه وه او د انفلاسیون کچه هم د ۲۰۲۶کال تر مارچ پورې ۷،۶ سلنې ته لوړه شوې وه. د خوراکي توکو د بیو زیاتوالی او د کورنیو د پېرلو ځواک کمېدل د خلکو اقتصادي ستونزې لا زیاتوي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د ۲۰۲۶کال د مئ میاشتې د راپور له مخې، په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان شاوخوا ۷۴ سلنه وګړي یعنې نږدې ۲۸ مېلیونه کسان د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ وو. د دغه راپور له مخې، د افغانستان تر ۸۰ سلنې ډېرې کورنۍ پوروړې دي او نږدې درې پر څلورمه برخه کورنۍ د ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره له داسې لارو کار اخلي چې د دوی اوږدمهاله اقتصادي وضعیت نور هم زیانمنوي.

د یاد پروګرام د ارزونې له مخې، له ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۵کال پورې نږدې پنځه مېلیونه افغانان له بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان نه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. په هغو ولایتونو کې چې د راستنېدونکو شمېر په‌کې ډېر دی، یوازې درې سلنه وګړي رسمي دندې لري او ۷۸ سلنه یې د ورځني مزدورۍ پر کارونو تکیه کوي.

راپور زیاتوي، چې د راستنېدونکو کورنیو ۹۲ سلنه د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې له ناامنۍ سره مخ دي؛ په داسې حال کې چې دغه شمېره د ټول هېواد په کچه ۷۴ سلنه ده.

د دغه شمېرو له مخې، د کار بازار ته د راستنېدونکو مېلیونونو کسانو ورګډېدل په داسې وخت کې د کار پر محدودو فرصتونو فشار زیاتوي چې د هېواد دننه هم ګڼ ځوانان د کار په لټه کې دي. په دې توګه د راستنېدونکو کډوالو د بیا ادغام ستونزه یوازې د هغوی د استوګنې او لومړنیو اړتیاوو موضوع نه ده؛ بلکې د کارموندنې، عاید او د کورنیو د اقتصادي ثبات له مسلې سره هم تړلې ده.

د بې‌کارۍ کلنۍ کچه او د کار بازار د وضعیت توپیر

د نړۍوال بانک د معلوماتو له مخې چې د کار نړۍوال سازمان د اټکلي ماډلونو پربنسټ چمتو شوي، په افغانستان کې د بې‌کارۍ کچه په ۲۰۲۵کال کې ۱۳،۴ سلنه وه. د دغه اټکلونو له مخې، دغه کچه په ۲۰۲۲کال کې ۱۴،۱ سلنه، په ۲۰۲۳کال کې ۱۴ سلنه او په ۲۰۲۴کال کې ۱۳،۷ سلنه وه.

خو د بې‌کارۍ دغه عمومي سلنه د افغانستان د کار بازار ټول وضعیت نه‌شي انځورولای؛ ځکه هغه کسان چې په نارسمي او ورځنیو کارونو بوخت دي، د کار لرونکو په ډله کې حسابېږي، که څه هم د هغوی عاید د کورنۍ اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه ونه کړي.

د مختار شاه څرګندونې هم د همدې ستونزې یوه بېلګه ده. د هغه په وینا، د ورځنۍ مزدورۍ لپاره د کار موندل دومره ستونزمن شوي چې کارګر ان د څو میاشتو لپاره د کار په تمه پاتې کېږي.

طالبان: د بېک‌ارۍ پر وړاندې مبارزه د حکومت لومړیتوب دی

په مقابل کې طالبان وايي، چې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ پر وړاندې مبارزه یې له اساسي لومړیتوبونو څخه ده او په تېرو پنځو کلونو کې یې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره له شته امکاناتو او اقتصادي ظرفیتونو ګټه اخیستې ده.

د طالبانو په رسمي څرګندونو کې د افغانستان د کرنې، صنعت، برېښنا انرژۍ، ودانیزو چارو، سړک جوړونې، کانونو، لاسي صنایعو، غالیو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او ټکنالوژۍ برخې د کاري فرصتونو د پراختیا لپاره مهمې سرچینې بلل شوې دي.

طالبان وايي، د ټاپي پروژې پلي کېدل، د برېښنا د تولید او لېږد په برخه کې پانګونه، د اوسپنې پټلۍ د شبکې فعالول، د حلقوي سړکونو بشپړول او د ترانسپورټي سیستم پراختیا به د اقتصادي فعالیتونو د زیاتوالي او د کارموندنې د پراختیا لامل شي.

د طالبانو د څرګندونو له مخې، د قوش‌تېپې کانال په ګډون د اوبو سرچینو ښه مدیریت او د کرنې د سکټور پراختیا هم کولای شي د کار ګڼ فرصتونه برابر کړي. دغه ډلې تمه څرګنده کړې، چې د خپلو اقتصادي پروګرامونو او پلانونو په پلي کېدو سره به د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ پر وړاندې د پام وړ پرمختګونه وکړي.

خو د دغه پروژو اعلان او پلي کېدل په خپله د دې معنا نه‌لري، چې د کار بازار ستونزې حل شوې دي. د کار نړۍوال سازمان او نړۍوال بانک شمېرې ښيي، چې د اقتصادي ودې له شتون سره سره، د نفوس زیاتوالی، د راستنېدونکو کډوالو ورګډېدل، د ښځو پر اقتصادي فعالیتونو محدودیتونه، د پانګونې کمښت او د خصوصي سکټور ستونزې د کارموندنې پر بهیر فشار راوړي.

د نړۍوال بانک د ۲۰۲۶کال د مئ میاشتې د راپور له مخې، په افغانستان کې د خصوصي سکټور د ودې پر وړاندې د برېښنا د نامنظمې عرضې، مالي سرچینو ته د محدود لاسرسي او د نارسمي اقتصاد پراخوالي ستونزې لاهم شته دي. دغه بانک ټینګار کړی، چې د دوامداره کارموندنې لپاره د خصوصي سکټور پیاوړتیا او مالي سرچینو ته د لاسرسي ښه‌والی اړین دي.

د کار نشتوالی؛ د کډوالۍ او کورنیو د اقتصادي ستونزو یو بل لامل

د افغانستان د کار بازار په اړه د نړۍوالو ادارو شمېرې او د افغانانو شخصي تجربې په ګډه ښيي، چې د بې‌کارۍ ستونزه یوازې د دندې نه موندلو نه‌ده؛ بلکې د کورنیو پر اقتصادي جوړښت، د ځوانانو پر راتلونکي، د کډوالۍ پر پرېکړو او په بهر کې د مېشتو افغانانو پر ژوند هم اغېز کوي.

د اکرام‌الله له‌خوا د کرنیزې ځمکې پلورل، د مختار شاه او د هغه د وروڼو درې کلنه بې‌کاري او په فرانسه کې د مېشت افغان پر وړاندې د خپلوانو د مالي مرستو غوښتنې د همدې پراخې ستونزې بېلابېل اړخونه څرګندوي.

د دغه روایتونو له مخې، د افغانستان ځینې کورنۍ د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د یوه غړي پر بهرني سفر پانګونه کوي؛ خو دغه لاره د ټولو لپاره د بریالیتوب تضمین نه‌لري. پر قاچاقي لارې سفر د انساني قاچاق، ناامنه لارو، مالي زیانونو او د ژوند د له لاسه ورکولو ګواښونو لري؛ سربېره پر دې په اروپا کې د نوي ژوند جوړول هم وخت، قانوني بهیرونو او د کار موندلو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې په افغانستان کې د کاري فرصتونو د پراختیا لپاره د اقتصادي پروژو تر څنګ د خصوصي سکټور ملاتړ، د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال برابرول، مسلکي زده‌کړې، د ځوانانو لپاره د کار بازار ته د لاسرسي اسانتیا او د ښځو د اقتصادي فعالیتونو پر وړاندې د محدودیتونو لرې کول د اوږدمهاله حل مهم اړخونه بلل کېږي.

خان‌جان الکوزي له ایران سره د سوداګرۍ د یوې برخې د نه ثبتېدو په اړه راپورونه رد کړل

۱۶ لړم ۱۴۰۵ - ۷ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۱۵ GMT+۰
100%

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر خان‌جان الکوزي د ایران او افغانستان ترمنځ د ځینو سوداګریزو راکړو ورکړو د نه ثبتېدو راپورونه رد کړل او ویې ویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له ګمرکي لارو ترسره کېږي او توکي په سیسټمونو کې ثبتېږي.

خان‌جان الکوزي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې د مشر کمال‌الدین توحید څرګندونو ته په غبرګون کې وویل، چې د بانکي محدودیتونو له امله کله ناکله د پیسو لېږد د صرافیو او حوالو له لارې ترسره کېږي؛ خو سوداګریز توکي باید له ګمرکونو تېر او په اړوندو سیسټمونو کې ثبت شي.
تر دې وړاندې کمال‌الدین توحید ویلي و، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ یوه برخه له داسې لارو ترسره کېږي چې د دواړو هېوادونو په رسمي شمېرو کې نه ثبتېږي. د هغه په وینا، له همدې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ رښتینې کچه ښايي تر اعلان شویو شمېرو لوړه وي.
خان‌جان الکوزي دغه څرګندونې رد کړې او ویې ویل، چې افغانستان له ایران سره د سوداګرۍ لپاره قاچاقي او ناقانونه لارې نه‌لري او وارداتي توکي د دواړو هېوادونو په ګمرکونو کې ثبتېږي او د ګمرکي پړاوونو تر بشپړېدو وروسته یې محصول ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه، چې د دوغارون، اسلام‌کلا او نیمروز په سرحدي لارو کې ګمرکي سیسټمونه فعال دي او د واردېدونکو توکو معلومات په‌کې ثبتېږي. د نوموړي په وینا، د معلوماتو تر ثبت وروسته د توکو لپاره ګمرکي اسناد صادرېږي او د تعرفې او محصول د ورکړې پړاوونه بشپړېږي.
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر وویل، چې په افغانستان کې د بانکي محدودیتونو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیسو لېږد په ځینو مواردو کې د صرافیو او حوالو له لارې ترسره کېږي او ټولې پیسې د بانکي سیسټم له لارې نه لېږدول کېږي.
الکوزي له افغانستان نه ایران ته د ډالرو د قاچاق په اړه د راپورونو په تړاو وویل، که پیسې په فزیکي بڼه له پولې لېږدول کېږي؛ نو اړوندې سرحدي ادارې باید دغه موضوع وڅېړي. هغه ټینګار وکړ، چې دغه راپورونه او ادعاوې باید په کره توګه وڅېړل شي او رښتینولي یې څرګنده شي.
نوموړي زیاته کړه، که پیسې یا توکي له ثبت او قانوني پړاوونو پرته له پولې تېرېږي؛ دا کار د افغانستان اقتصاد ته زیان رسوي او باید مخه یې ونیول شي. الکوزي وویل، د سوداګریزو راکړو ورکړو کره ثبت د دواړو هېوادونو په ګټه دی؛ ځکه د توکو نه ثبتېدل د افغانستان د ګمرکي او مالیاتي عوایدو د کمېدو او همدارنګه د ایران د صادراتو د رښتینې کچې د نه ثبتېدو لامل کېدای شي.
هغه ټینګار وکړ، چې سوداګري باید د رڼو سیسټمونو او د ګمرکي او بانکي ادارو په خبرتیا ترسره شي او د دواړو هېوادونو حکومتونه باید د هر ډول سرغړونې په صورت کې د څار سیسټمونه پیاوړي او د ناقانونه راکړو ورکړو مخه ونیسي.

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

۱۶ لړم ۱۴۰۵ - ۷ نومبر ۲۰۲۶، ۲۰:۵۸ GMT+۰
100%

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي توبیاس کراوزه د شنبې په ورځ په برلین کې یوې غونډې ته د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې نړۍواله ټولنه باید د هغوی وضعیت د خپلو لومړیتوبونو په سر کې وساتي.

هغه ورته مهال له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه هم وکړه. د افغانستان په اړه دغه غونډه چې یوشمېر افغان او جرمن سیاست‌والو او کارپوهانو په‌کې ګډون کړی و، د دوو ورځو لپاره په برلین کې جوړه شوې وه.
توبیاس کراوزه په دې غونډه کې وویل، نړۍواله ټولنه باید د بشري مرستو ترڅنګ د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت هم د خپلو لومړیتوبونو په سر کې وساتي. دغه جرمني چارواکي همداراز د بشري مرستو د پروګرامونو د پرمخ وړلو او د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له طالبانو سره د «تخنیکي اړیکو» پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د افغانستان له خلکو سره باید مرستې دوام وکړي.
په همدې غونډه کې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني مرستیال محمد اکرم خپلواک چې په انلاین بڼه یې خبرې کولې وویل، په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو د مخنیوي لامل د اسانتیاوو نشتوالی، جوړښتي ستونزې یا د ښوونیز نصاب نیمګړتیاوې نه‌دي.
هغه زیاته کړه، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د نجونو د زده‌کړو بندیز «سیاسي موضوع» ده، نه تخنیکي او اداري ستونزه. خپلواک له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړو د حق ملاتړ په خپلو لومړیتوبونو کې وساتي.
د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي بکتاش سیاووش له طالبانو سره د اروپايي هېوادونو په ځانګړي ډول د جرمني پر چلند نیوکه وکړه. هغه وویل، له طالبانو سره د اروپا تعامل له عادي اړیکو اوښتی او په عمل کې د دغه ډلې د رسمیت پېژندلو په معنا دی.
سیاووش استدلال وکړ، چې طالبانو ته د افغانستان د سفارتونو او کونسلګریو سپارلو د یادې ډلې لپاره د هېواد پر ډیپلوماتیکو استازولیو د واکمنېدو زمینه برابره کړې ده.
نوموړي همداراز وویل، اروپايي هېوادونه له دې امله د طالبانو د «رسمیت پېژندلو» له اصطلاح کارولو ډډه کوي چې دغه ډله د بشري حقونو په پراخو سرغړونو، د ښځو د حقونو په محدودولو او د غیرانساني سیاستونو په پلي کولو تورنه ده او په رسمیت پېژندل یې د اروپايي هېوادونو له اعلان شویو ارزښتونو او شعارونو سره په ټکر کې دي.
هغه زیاته کړه، اروپايي هېوادونو په عمل کې د خپلو سیاستونو له لارې له هغو اصولو واټن اخیستی چې تل یې پرې ټینګار کړی دی. بکتاش سیاووش تر دې وړاندې هم د اروپا په پارلمان کې په یوه غونډه کې د اروپايي ټولنې پر دوه‌ګوني دریځ نیوکه کړې وه او ویلي یې و، اروپايي ټولنه باید پرېکړه وکړي چې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده او که د طالبانو.
دغه غونډه «افغانستان؛ د یوه پړاو پای؟ د طالبانو تر پنځه کلنې واکمنۍ وروسته باید څه وشي؟» تر سرلیک لاندې د جمعې او شنبې په ورځو په برلین کې جوړه شوې وه. ګډونوالو په دې غونډه کې د افغانستان د سیاسي بدلونونو، د بشري حقونو وضعیت، بشري ناورین، د ښځو او نجونو د حقونو او له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د راتلونکو اړیکو په اړه بحثونه کړي دي.