• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د سعودي پر ارامکو د حوثیانو د برید هڅه وغندله

۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۵ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ریاض کې د سعودي ارامکو پر یوې اداري ودانۍ د حوثي ډلې د برید هڅه په کلکو ټکو غندلې ده. په دې پېښه کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ریاض کې د سعودي ارامکو پر یوې اداري ودانۍ د حوثي ډلې د برید هڅه په کلکو ټکو وغندله. د دغه وزارت د رسمي اعلامیې له مخې، په دغه برید کې هېڅ ډول ځاني زیان نه دی اوښتی.
د پاکستان حکومت ویلي، چې د ملکي تاسیساتو په نښه کول د بشري ژوند او د سیمې د امنیت پر وړاندې بې‌پروايي ښيي. اسلام‌اباد له حوثي وسله‌والو په کلکه وغوښتل چې د سعودي عربستان پر ضد خپل ټول بریدونه سمدستي او پرته له کوم قید او شرطه ودروي.
پاکستان، د دغه برید په وړاندې د سعودي چارواکو د چټک غبرګون ستاینه کړې ده.
اسلام‌اباد همدارنګه ټینګار کړی چې د سعودي عربستان د امنیت، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د خوندي کولو لپاره د هر ډول اړینو اقداماتو بشپړ ملاتړ کوي. پاکستان څرګنده کړې چې د سعودي عربستان امنیت د دوی لپاره ځانګړی ارزښت لري او د دغه هېواد د خوندیتوب لپاره خپلو ژمنو ته ولاړ دی.
دا غندنه په داسې حال کې کېږي چې پاکستان له دې مخکې هم په سور سمندرګي کې د حوثي ډلې د بریدونو په اړه ایران ته خبرداری ورکړی و او له تهرانه یې غوښتي وو چې پر دغې ډلې فشار راوړي. اسلام‌اباد چې له سعودي عربستان او ترکیې سره د مکې دفاعي تړون غړی هم دی.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري
۱

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۲

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۳

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

•
•
•

نور خبرونه

د اووه‌ګونو صنعتي هېوادونو «جي۷» د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه په پاریس کې جوړېږي

۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۲۷ GMT+۰
100%

د نړۍ د اووه‌ګونو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د دوشنبې په ورځ په پاریس کې د دوو ورځو لپاره غونډه کوي. دغه غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې ټاکل شوې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا په منځګړیتوب د مسکو او کییف ترمنځ خبرې هم په ابوظبۍ کې ترسره شي.

اروپایي قدرتونه هڅه کوي په دې غونډه کې واشنګټن وهڅوي چې په اوکراین کې د یوې عادلانه هوکړې لپاره کار وکړي او د جګړې د پراخېدو یا د ایران پر وړاندې د نوو پوځي بریدونو مخه ونیسي.

دا غونډه د فرانسې د اووه‌ګونو هېوادونو «جي۷» ډلې دوراني مشرتابه له وروستیو پروګرامونو څخه ده او په داسې شرایطو کې ترسره کېږي چې د امریکا په منځمهالو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې د واشنګټن سیاسي فضا بدله کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د پاریس په دواړو ورځو خبرو کې ګډون وکړي. هغه د تېر کال کب میاشتې په غونډه کې یوازې یوه ورځ برخه اخیستې وه.

روبیو له واشنګټن څخه تر وتلو مخکې د منځمهالو ټاکنو په اړه د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، چې په امریکا کې د کانګرس د دواړو جرګو کنټرول د یوه ګوند له لاسه بل ګوند ته لوېدل نوې خبره نه ده.

د جمهوري غوښتونکو له ماتې سره سره، د ډونالډ ټرمپ حکومت لا هم پر ایران د نویو بریدونو احتمال رد کړی نه دی. خو ټرمپ په دې وروستیو کې ویلي چې تهران له امریکا سره د هوکړې غوښتونکی دی.

اروپایي هېوادونه هڅه کوي په سیمه کې کړکېچ راکم او د هرمز تنګي له لارې د عادي تګ راتګ او امنیت د بېرته ټینګښت زمینه برابره کړي.

ورته مهال، د امریکا په منځګړیتوب د مسکو او کییف د استازو خبرې په ابوظبۍ کې ترسره کېږي. اروپایي هېوادونه اندېښنه لري چې اوکراین ښایي د نابرابرو شرایطو له مخې اوربند منلو ته اړ شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو ویلي چې د اروپا او فرانسې استازي به په ابوظبۍ کې د خبرو لپاره ګډون وکړي.

د ټرمپ هغه څرګندونې چې له کرملین سره د یوې پراخې هوکړې امکان یې مطرح کړی او د اروپا ټول امنیتي جوړښت به رانغاړي، او همداراز د جرد کوشنر د څرګندونو چې د یوه باثباته نظم د بنسټ اېښودلو خبره یې کړې، د اروپایي هېوادونو په پلازمېنو کې اندېښنې او شکونه راپورته کړي دي.

د دې غونډې په څنډه کې د فرانسې د مالیې وزارت د یوه نړیوال کنفرانس کوربه‌توب کوي، څو د اوکراین د چرنوبیل اټومي بټۍ د محافظتي کومبزې د بیارغونې لپاره ۵۰۰ میلیونه یورو راټولې کړي. دغه ګومبزه د تېر کال په روسي بریدونو کې زیانمن شوی و او تر اوسه یې نږدې نیمايي بودیجه برابره شوې ده.

بلخوا، که څه هم د پلان جوړونې د ستونزو له امله د وزیرانو د غونډې ځای له مارسیل څخه پاریس ته لېږدول شوی، خو مارسیل به بیا هم د نړۍ د ۱۴ بندرونو ترمنځ د نشه‌يي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې د یوې شبکې د پیل کوربه وي.

روبیو په فرانسه کې روان پراخ لاریونونه د اندېښنې وړ ونه بلل او ویې ویل چې د غونډې لپاره یې امنیتي تدابیر کافي دي.

په تېرو څو میاشتو کې د امریکا او ایران ترمنځ پوځي کړکېچ د نړۍ د انرژۍ پر بازارونو ژور اغېز کړی او اروپایي هېوادونه د سون‌توکو د بیو د لا لوړېدو په اړه اندېښمن کړي دي.

د خلیج فارس په سیمه کې د نښتو او د سمندري لارو د لنډمهالي تړل کېدو له امله په اروپا کې د ګاز بیې لوړې شوې او د تېلو لېږدوونکو بېړیو تګ راتګ له ستونزو سره مخ شوی دی.

که څه هم د سیمې د ځینو هېوادونو په منځګړیتوب د غیرمستقیمو خبرو له لارې د هرمز تنګي د دایمي پرانیستلو او د نښتو د کمولو هڅې روانې دي، خو د واشنګټن او تهران ترمنځ متقابل ګواښونه او د غني کولو د تجهیزاتو د لېږد په اړه تورونه لا هم د پراخې سولې او ارامۍ د ټینګښت په اړه هیلې کمزورې ساتي.

په ۲۰۰۱ کال کې له ماتې وروسته؛ پاکستان څنګه د طالبانو د بیا راټولېدو مرکز وګرځېد؟

۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۱۲ GMT+۰
•
رفعت الله اورکزی
100%

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د لومړي حکومت له نسکورېدو وروسته، پاکستان د هغوی د بیا منظمېدو پر اساسي مرکز بدل شو. سیاسي او مذهبي ملاتړ، دیني مدرسو او وسله‌والو ډلو د طالبانو د بیا راټولېدو، د جګړې د پراخېدو او د پاکستاني طالبانو د خوځښت په رامنځته کېدو کې مهم رول لوبولی دی.

په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ پر افغانستان د پوځي برید او د طالبانو د لومړي حکومت له نسکورېدو وروسته، په ګاونډي پاکستان کې د طالبانو د ملاتړ پراخ سیاسي، مذهبي او ولسي خوځښتونه رامنځته شول. په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت د واشنګټن په مشرۍ د ترهګرۍ ضد ایتلاف برخه شو، په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې زرګونو کسانو د طالبانو د ملاتړ لپاره د جګړې اعلان وکړ، هغوی ته یې پناه ورکړه او د افغانستان جګړې ته د تګ لپاره یې لښکرې جوړې کړې.

دغه بهیر وروسته د طالبانو په بیا منظمېدو او د پاکستاني طالبانو د وسله‌وال خوځښت په راټوکېدو کې ټاکونکی رول ولوباوه.

د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو حکومت یې نسکور کړ، پاکستان له یوې پېچلې سیاسي او امنیتي معادلې سره مخ شو. د دغه هېواد حکومت د امریکا له ایتلاف سره یوځای شو، خو په سیاسي، مذهبي او ولسي کچه د امریکا د پوځي مداخلې پر وړاندې پراخ مخالفت موجود و.

په پاکستان کې د مذهبي ګوندونو، دیني مشرانو او وسله‌والو ډلو یوه برخه د امریکا برید اشغال وباله او د طالبانو ملاتړ یې اعلان کړ. د پاکستان په امنیتي ادارو کې هم د طالبانو ملاتړ کېده. د مذهبي ډلو غبرګون ډیورنډ کرښې ته څېرمه په قبایلي سیمو او د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ ډویژن کې ډېر روښانه و. ځکه دلته واردمخه مذهبي ډلو اغیز درلود.

په دغو سیمو کې د طالبانو د ملاتړ لپاره کمپونه جوړ شول او یو شمېر خلکو له افغانستان نه د ورتښتېدلو طالب مشرانو او بهرنیو جنګیالیو لپاره هم د خپلو کورونو دروازې پرانېستې.

د صوفي محمد د جهاد کمپاین

په ملاکنډ ډویژن کې د تحریک نفاذ شریعت محمدي (TNSM) مشر مولانا صوفي محمد د هغو لومړنیو مذهبي مشرانو له ډلې و چې د امریکا پوځي مداخله یې د اشغال په توګه وغندله او افغانستان ته یې د جګړې لپاره د خلکو د لېږلو کمپاین پیل کړ.

هغه د «جهاد افغانستان» تر نوم لاندې د ملاکنډ ډویژن په بېلابېلو سیمو کې د خلکو د راټولولو کمپونه جوړ کړل. د څو اونیو په ترڅ کې نوموړي د طالبانو د ملاتړ لپاره د شاوخوا اتو تر لسو زرو کسانو یو لښکر چمتو کړ.

د دیر سیمه‌ییز خبریال اسرار خان، چې هغه مهال یې د صوفي محمد کمپاین له نږدې څاره، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په ملاکنډ کې د خلکو ترمنځ د جګړې لپاره د تګ یوه غیرمعمولي احساساتي فضا رامنځته شوې وه.

د هغه په وینا، په ښارونو او کلیو کې کمپونه جوړ شوي وو، خلکو افغانستان ته د تګ لپاره نومونه لیکل او د دې کمپاین مالي ملاتړ یې کاوه. هغه وویل چې د خلکو لېوالتیا دومره زیاته وه چې ځینې وخت به داسې احساس کېده، لکه امریکا چې پر پاکستان برید کړی وي.

اسرار خان وايي، « زما خپل ورور هم د صوفي محمد له لښکر سره یوځای شوی و او باجوړ ته تللی و، څو له هغه ځایه د لغرای لارې افغانستان ته واوړي».

هغه وايي، پلار یې ترې وغوښتل چې باجوړ ته ولاړ شي او ورور یې بېرته راولي، خو کله چې هلته ورسېد، له داسې صحنې سره مخ شو چې دی یې هم اغیزمن کړ.

د هغه په وینا، هغه کسان چې افغانستان ته د تګ لپاره په یوه جومات کې راټول شوي وو، په ګلونو نمانځل کېدل، له لوډسپیکرونو د «الجهاد، الجهاد» او «امریکا مرده باد» شعارونه ورکول کېدل او خلکو خپلې وسلې پورته کولې.

اسرار خان وايي: «د یوې مودې لپاره دې فضا زما پر ذهن هم اغېز وکړ او زه هم دې ته لېوال شوم چې له دغه لښکر سره یوځای شم او افغانستان ته ولاړ شم».

د صوفي محمد په لښکر کې د بېلابېلو عمرونو خلک شامل وو. ډېرو یې عصري وسلې نه لرلې، ځینو تلوارونه او ځینو د خپلو پلرونو او نیکونو زړې ټوپکې له ځان سره اخیستې وې.

د دیر سیمه‌ییز خبریال حلیم اسد هم د هغه وخت د کمپاین په اړه وايي، چې صوفي محمد په یوه پیک‌اپ موټر کې ګرځېده او د لوډسپیکر له لارې به یې د قران کریم تلاوت خپرېده.

د هغه په وینا، صوفي محمد د ملاکنډ ډویژن بېلابېلو ښارونو ته سفرونه وکړل او د خلکو د راټولولو لپاره یې په ګڼو سیمو کې کمپونه جوړ کړل. د دغو کمپونو له ډلې د سوات ګراس ګراونډ، چکدرې، تالاش او بونیر کمپونه د پام وړ وو.

حلیم اسد وايي، صوفي محمد په داسې حال کې د خلکو لوی لښکر برابر کړ چې طالبانو لا په بشپړه توګه له افغانستان نه شاتګ نه و کړی. د هغه په وینا، طالبانو هم صوفي محمد ته پیغام استولی و چې د امنیتي وضعیت د ترینګلتیا له امله دې افغانستان ته نه ورځي، خو نوموړي له دې خبرداري سره سره خپل لښکر افغانستان ته ولېږداوه.

د سیمه‌ییزو خبریالانو په وینا، د دغه لښکر ګڼ کسان په افغانستان کې ووژل شول یا ونیول شول او د دیر ولسوالۍ یو شمېر کسان تر اوسه هم لادرکه دي.

د پاکستان سیاسي او مذهبي فضا

عنایت الله خان، چې د دیر ولسوالۍ اوسېدونکی او د جماعت اسلامي د ملاکنډ ډویژن مشر دی، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته د پاکستان ډېرو مذهبي او سیاسي ګوندونو د امریکا پوځي مداخله وغندله.

د هغه په وینا، پاکستان هغه مهال له طالبانو سره نږدې اړیکې لرلې او په دغه هېواد کې د امریکا ضد احساسات هم پراخ وو. له همدې امله د ټولنې د بېلابېلو برخو خلکو د افغانستان پر وړاندې د امریکا پوځي اقدام ته منفي غبرګون وښود.

عنایت الله خان وايي، د طالبانو د ملاتړ یوه بله پایله دا وه چې په قبایلي سیمو کې کوچنیو وسله‌والو ډلو له یو بل سره اړیکې او همکاري پیل کړه. د ده په وینا، دغو ډلو وروسته د تحریک طالبان پاکستان بڼه خپله کړه او د امریکا او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې یې د وسله‌وال مقاومت په پراخولو کې ونډه واخیسته.

هغه زیاتوي چې د افغانستان په خاوره کې د امریکا او متحدینو پوځي حضور د پاکستان او د سیمې د نورو هېوادونو لپاره هم د اندېښنې موضوع وه.

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې شمالي او جنوبي وزیرستان هغه لومړنۍ سیمې وې چې له افغانستان نه شاتګ کوونکو طالب جنګیالیو او قوماندانانو پکې پناه واخېسته.

د افغان طالبانو ترڅنګ، د القاعدې عرب جنګیالي، ازبکان، چیچنیان او د نورو هېوادونو وسله‌وال هم دغو سیمو ته ولېږدول شول.

د پاکستاني طالبانو ځینو سیمه‌ییزو قوماندانانو نیک محمد وزیر، بیت الله محسود، حافظ ګل بهادر او مولانا صادق نور او د لشکر طیبه او نورو پاکستانۍ جهادي ډلو غړو په قبایلي سیمو کې د دغو وسله‌والو په ملاتړ او تنظیم کې مهم رول درلود.

د بهرنیو جنګیالیو د شمېر له زیاتېدو وروسته، د امریکا تر فشار لاندې پاکستان په قبایلي سیمو کې خپل پوځ ځای پر ځای کړ. په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې د دغو جنګیالیو پر وړاندې پوځي عملیات هم پیل شول.

په باجوړ کې مولوي فقیر محمد د افغانستان له جګړې څخه تښتېدلو یو شمېر بهرنیو جنګیالیو ته پناه ورکړه. په دې ډله کې د القاعدې غړي هم شامل وو. باجوړ ته د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د تګ او هلته د سیمه‌ییزو وسله‌والو له ملاتړ څخه د برخمنېدو ادعاوې هم مطرح شوې وې.

د طالبانو د بیا راټوکېدو تر شا د پاکستان رول

افغان خبریال سمیع یوسفزی، چې د طالبانو غورځنګ یې له نږدې څارلی، وايي چې د طالبانو غورځنګ له پیله په پاکستان کې د دولتي او ولسي ملاتړ بېلابېلې بڼې تجربه کړې وې.

هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د مجاهدینو له جګړو وروسته په افغانستان کې اوږدې کورنۍ جګړې او سیاسي بې‌ثباتۍ د پاکستان لپاره د امنیتي اندېښنو زمینه برابره کړې وه.

د هغه په وینا، پاکستان غوښتل په افغانستان کې داسې یو ځواک رامنځته شي چې د کرښې هاخوا جګړې او بې‌ثباتۍ مخه ونیسي او د مجاهدینو د پخوانیو ډلو ځای ونیسي. د نوموړي په باور، دا هغه عوامل وو چې د طالبانو غورځنګ ته یې په پاکستان کې د دولتي او ولسي ملاتړ زمینه برابره کړه.

سمیع یوسفزی وايي، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته پاکستان د امریکا په مشرۍ ایتلاف سره یوځای شو، خو په کور دننه د امریکا د پوځي اقدام پر وړاندې مخالفت دوام درلود.

هغه د دې مخالفت د پیاوړتیا لپاره څو عوامل یادوي: په افغانستان کې د نوي حکومت پر جوړښت د متحدې جبهې نفوذ، د پاکستان او هند ترمنځ سیاسي سیالي، په اسلامي نړۍ کې د امریکا ضد احساسات او وروسته پر عراق د امریکا برید.

د نوموړي په وینا، دغو شرایطو طالبانو ته دا فرصت برابر کړ چې د امریکا او متحدینو پر وړاندې خپل ټینګاو بیا منظم کړي.

هغه زیاتوي چې په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کلونو کې د طالبانو د جګړې د پراخېدو پر مهال قبایلي سیمې د دوی د تنظیم، اړیکو او جګړه‌ییزو پلانونو لپاره په مهمو مرکزونو بدلې شوې وې.

دیني مدرسې او د جګړې د بشري ځواک برابرول

په پاکستان کې د طالبانو د ملاتړ د څرنګوالي په اړه یو افغان خبریال، چې د موضوع په اړه یې په کابل کې څېړنې کړې او نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وايي چې دیني مدرسو او مذهبي سازمانونو د طالبانو د جګړې لپاره د بشري ځواک په برابرولو کې مهم رول درلود.

هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د پاکستان په ځینو دیني مدرسو کې زرګونه کسان د پاکستان پلوه مذهبي او جهادي سازمانونو له لارې جذب شول او د طالبانو د جګړې لپاره افغانستان ته ولېږل شول.

د هغه په وینا، په هغه وخت کې چاپي رسنیو هم د طالبانو د انځور په جوړولو کې ونډه لرله. په ورځپاڼو او مجلو کې داسې مطالب خپرېدل چې طالبان یې د یوه سپېڅلي او دیني غورځنګ په توګه معرفي کول.

نوموړی وايي، هغه پاکستاني جنګیالي چې په افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال وژل شوي، نیول شوي یا ټپیان شوي وو، وروسته په خپلو سیمو کې د طالبانو د ملاتړ په پراخولو کې اغېزناک ثابت شول.

د دغه خبریال په وینا، د افغانستان د جمهوریت له جوړېدو وروسته د هند نفوذ د پاکستان د امنیتي اندېښنو یوه برخه وګرځېده. د هغه په باور، پاکستاني چارواکو په تدریجي ډول د افغان طالبانو له ځینو مشرانو، په ځانګړې توګه جلال‌الدین حقاني او د هغه له شبکې سره، پټې اړیکې او همکاري پراخه کړه.

پاکستانی خبریال او د افغان چارو کارپوه طاهر خان وايي چې په پاکستان کې د طالبانو لپاره د ولسي خواخوږۍ یو مهم لامل د امریکا له خوا د طالبانو د حکومت نسکورول وو.

د هغه په وینا، په پاکستان کې له دې مخکې هم د امریکا ضد احساسات او د جهادي فکر پلویان موجود وو او پر افغانستان پوځي برید د دغو ډلو لپاره د بسیج او فعالیت زمینه برابره کړه. طاهر خان وايي، چې د امریکا پوځي مداخلې په پاکستان کې موجودو جهادي ډلو ته یو ګډ سیاسي او مذهبي دریځ برابر کړ او د پولې هاخوا د طالبانو د مقاومت د پراخېدو لپاره یې شرایط برابر کړل.

په بدخشان کې د الوتکې پرېوتو په تړاو روسی پیلوټ محاکمه کېږي

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۶ GMT+۰
100%

د روسیې څارنوالۍ د هغه خصوصي الوتکې د پیلوټ پرضد د محاکمې دوسیه تایید کړې، چې د ۲۰۲۴کال په جنورۍ کې په بدخشان ولایت کې پرېوتې وه. د روسیې څېړنیزې ادارې ویلي، د څېړنو له مخې د پیلوټ د تېلو ناسمې محاسبې او سرغړونو له امله الوتکه پرېوتې وه چې له امله یې دوه کسان مړه شوي وو.

روسۍ ورځپاڼې «کامرسانت» د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۱مه) راپور ورکړی، چې د ۴۴ کلن پیلوټ دیمیتري بلیاکوف پرضد د الوتنې د خوندیتوب مقرراتو د سرغړونې په تور قضیه محکمې ته لېږل شوې ده.

د روسیې د څېړنو کمېټې ویلي، بلیاکوف خپل تور په بشپړه توګه منلی او د څېړنو پرمهال یې له پلټونکو سره همکاري کړې ده. د همدې همکارۍ له امله پلټونکو د هغه د نیولو غوښتنه نه‌ده کړې؛ خو له نوموړي یې ژمنه اخیستې چې له اجازې پرته به خپل د اوسېدو ځای نه پرېږدي.

د راپور له مخې، د روسیې د ترانسپورټ څارنوالۍ د یادې قضیې د تورونو سند هم تایید کړی دی.

د فالکون ۱۰ ډوله خصوصي الوتکه د ۲۰۲۴کال (د جنورۍ په ۲۰مه) له تایلنډ نه مسکو ته د الوتنې پرمهال د بدخشان په غرنیو سیمو کې لوېدلې وه. دغه الوتکه د ۵۵ کلنې روسۍ انا یفسیوکوا د لېږد لپاره کرایه شوې وه، چې په تایلنډ کې سخته ناروغه شوې او کوما ته تللې وه.

د راپور له مخې، انا له خپل ۶۶ کلن مېړه، سوداګر اناتولي یفسیوکوف او مشر زوی سره د تفریح لپاره تایلنډ ته تللې وه. کله چې نوموړې سخته ناروغه شوه، کورنۍ یې پرېکړه وکړه چې د درملنې لپاره یې مسکو ته ولېږدوي؛ خو د الوتکې د پرېوتو په پېښه کې انا او مېړه یې مړه شول، زوی یې ویتالي ژوندی پاتې شو.

د الوتکې د روغتیايي ډلې یوه بل کارکوونکي ایګور سیوورتکین هم وکولای شول، چې په پښو تر نږدې استوګنې سیمې ځان ورسوي او له خلکو مرسته وغواړي. ژوندي پاتې کسان لومړی کابل او څو ورځې وروسته روسیې ته ولېږدول شول.

د روسیې د څېړنو کمېټې د پلټنو د پایلو په اړه ویلي، چې پیلوټ د سخت مخالف باد او د تېلو د خلاصېدو له ګواښ سره، سره د بېړنۍ ناستې پرېکړه ونه کړه او الوتنې ته یې دوام ورکړ. د کمېټې په وینا، په پایله کې د الوتکې تېل په بشپړه توګه خلاص شول او دواړه انجنونه یې ودرېدل.

روسي پلټونکو همداراز موندلې، چې د الوتکې پیلوټانو د یوې امریکايي کمپنۍ د روزنیزو اسنادو پربنسټ د الوتنې جوازونه ترلاسه کړي وو؛ خو دغه اسناد جعلي وو. د راپور له مخې، د یادې پېښې څېړنې تر دوو کلونو ډېر وخت نیولی او روسي چارواکو د الوتکې د پرېوتو له امله مالي زیان څه باندې ۴۷ مېلیون روبله چې شاوخوا ۵۷۲زره امریکايي ډالره کېږي اټکل کړی دی. ښايي محکمه پیلوټ د یاد زیان د جبرانولو مکلف هم وګرځوي.

یان اېګلنډ: په غزه کې توپانونو زرګونه خېمې زیانمنې یا ویجاړې کړې دي

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۷ GMT+۰
100%

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان اېګلنډ وايي، د غزې په تړانګه کې د اوونۍ په پای کې سختو توپانونو زرګونه خېمې زیانمنې یا ویجاړې کړې دي او بې‌ځایه شوې فلسطیني کورنۍ یې د باران، سېلابونو او سړې هوا پر وړاندې بې‌سرپناه کړې دي.

یان اېګلنډ له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې غزې ته د خېمو پر ځای د دوامدارو سرپناه‌ځایونو د جوړولو لپاره اړین توکي او ماشینونه ولېږدوي.

اېګلنډ پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د دوی کاري ډلې راپور ورکړی، د سختو بادونو له امله د بې‌ځایه شویو خلکو لنډمهالي سرپناه‌ځایونه له‌منځه تللي او ګڼې کورنۍ اړې شوې چې په اوبو ډکو سیمو کې تګ راتګ وکړي؛ په داسې حال کې چې باران د هغوی پاتې شتمنۍ هم لمدې کړې دي.

هغه ویلي: «کورنۍ له سړې او لمدې هوا سره مخ شوې او د تګ لپاره بل هېڅ ځای نه‌لري». د اېګلنډ په وینا، دا څلورم ژمی دی چې بې‌ځایه شوي فلسطینیان یې په ورته سختو شرایطو کې تېروي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اوربند له هوکړې نږدې ۱۳ میاشتې وروسته هم شاوخوا ۲،۱ مېلیونه فلسطینیان د غزې په یوازې ۳۰ سلنه خاوره کې محدود دي او نږدې یو مېلیون کسان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د سېلابونو د منځني او لوړ ګواښ سره مخ دي.

هغه د توپان له امله د رامنځته شویو زیانونو په اړه ویلي، چې غزه د کلونو محدودیتونو او د اړینو توکو د کمښت له پایلو سره مخ ده. د نوموړي په خبره، په غزه کې د سېلابونو د مخنیوي او د خلکو د استوګنې لپاره د سیمو د چمتو کولو په موخه کافي ماشینونه نه‌شته او هغه ماشینونه چې شته، د تېلو د کمښت له امله په سمه توګه کار نه‌شي کولای.

اېګلنډ ویلي، بشري مرستندویه سازمانونه هغو کورنیو ته د خېمو او لومړنیو کورنیو توکو د رسولو هڅې کوي چې د توپان له امله یې شته امکانات له لاسه ورکړي؛ خو د اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي خېمې او مرستندویه توکي نه‌شته.

هغه ټینګار کړی، چې خېمې او ترپالونه د غزې د ژمي د ستونزې د حل لپاره کافي نه‌دي؛ ځکه د سختو بارانونو او تېزو بادونو پر وړاندې مقاومت نه‌لري او ګڼې خېمې د اوږدې مودې کارونې له امله لا له وړاندې زړې شوې دي.

د ناروې د کډوالو شورا د مشر په وینا، د فلسطین د سرپناه د همغږۍ ډلې د روان کال په اګست کې په خپل راپور کې ویلي و د غزې ۱،۹۸ مېلیونه وګړي چې د ټول نفوس ۹۴ سلنه جوړوي، د سرپناه مرستو ته اړتیا لري. خو له هغه راهیسې یوازې د اړتیا وړ مرستو یوه کوچنۍ برخه غزې ته رسېدلې او د بودجې کمښت هم د بشري مرستو د رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

اېګلنډ له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د زیانمنو خېمو د بیا ځای پر ځای کولو پر ځای د داسې لنډمهاله خو دوامدارو سرپناه‌ځایونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي چې کورنیو ته د باران او توپان پر وړاندې خوندي استوګنځای برابر کړي.

هغه همدارنګه غوښتنه کړې، چې غزې ته دې درانه ماشینونه، اړین تجهیزات او ودانیز توکي ولېږدول شي؛ څو د سېلابونو مخنیوی، د ویجاړو شویو ودانیو د خاورو پاکول او د خوندي استوګنځایونو چمتو کول ممکن شي.

نوموړي له دولتونو غوښتي، چې پر اسراییلي چارواکو فشار راوړي څو د بشري مرستو او اړینو توکو د لېږد زمینه برابره کړي. اېګلنډ ټینګار کړی: «فلسطینیان حق لري هغه مرستې ترلاسه کړي چې ورته اړتیا لري. دوی نه‌شي کولی یو بل ژمی هم له مناسبې سرپناه پرته تېر کړي؛ دوی نور انتظار نه‌شي کولای».

د بلوچستان محکمې افغان محصلانو ته لنډمهاله قانوني خوندیتوب ورکړ

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۰
100%

د بلوچستان سترې محکمې د بولان طب کالج شپاړس افغان محصلینو ته لنډمهاله قانوني خوندیتوب ورکړی او حکم یې کړی چې د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر ۲۴مې پورې دې د هغوی زده‌کړې نه ځنډول کېږي او اجازه دې ورکړل شي چې خپلو ټولګیو او لیلیو ته بېرته ستانه شي.

د بولان طب کالج افغان محصل عمران خان افغانستان انټرنیشنل پښتو ته ویلي، چې د محکمې پرېکړه د افغان محصلینو لپاره د خوښۍ خبر دی او دوی هیله لري چې دا پرېکړه به نوره هم وغځېږي.
هغه وویل چې د محکمې له حکم وروسته محصلینو ته د درسونو د دوام او په لیلیو کې د اوسېدو اجازه ورکړل شوې ده، خو د ویزو د نه تمدید ستونزه لا هم پر خپل ځای پاتې ده.
د عمران خان په وینا، افغان محصلین اندېښمن دي چې که د ویزو ستونزه ژر حل نه شي، ښايي د راتلونکو ازموینو له ورکولو محروم شي.
هغه ویلي، د لومړي او دویم کال زده‌کوونکو ازموینې ښايي د فبرورۍ په میاشت کې پیل شي، په داسې حال کې چې د څلورم کال محصلینو ازموینې هم په نږدې راتلونکي کې ترسره کېږي.
د ده په خبره، که د ویزو ستونزه تر ازموینو وړاندې حل نه شي، کالج کولای شي محصلین له زده‌کړو محروم کړي او د ازموینو د ګډون اجازه ورنه کړي.
عمران خان وايي، ټول افغان محصلین په قانوني ډول پاکستان ته راغلي، د افغانستان پاسپورټونه او د پاکستان زده‌کړیزې ویزې یې درلودې او د ویزو د تمدید لپاره یې غوښتنلیکونه هم سپارلي، خو تر اوسه ورته ځواب نه دی ورکړل شوی.
هغه زیاته کړه چې ځینې افغان محصلین د بورسونو له لارې او ځینې نور د بهرنیو محصلینو لپاره د ځانګړو شویو څوکیو پر بنسټ په بولان طب کالج کې زده‌کړې کوي.
عمران خان پوښتنه کړې چې د علامه اقبال بورسونو او د پاکستان د تخنیکي مرستو پروګرام له لارې پاکستان ته راغلو افغان محصلینو ویزې تمدیدېږي، خو د بولان طبي کالج محصلینو ته ورته اسانتیا ولې نه برابریږي.
د افغان محصلینو وکیل سید نذیر اغا ویلي چې یاد محصلین د کابل، کندهار، کونړ او جلال‌آباد په ګډون د افغانستان له بېلابېلو ښارونو څخه کوټې ته راغلي او په قانوني اسنادو یې خپلې زده‌کړې پیل کړې دي.
د هغه په وینا، ځینو محصلینو یو کال، ځینو دوه کاله او ځینو درې کاله زده‌کړې بشپړې کړې دي، خو د ویزو د مودې له پای ته رسېدو وروسته د تمدید غوښتنلیکونه لا هم نه دي منظور شوي.
نذیر اغا ویلي، چې محکمې ته یې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا، د محصلینو د شاملېدو، ویزو او نورو تعلیمي اسنادو بشپړ ریکارډ وړاندې کړی دی.
د هغه په خبره، محکمې د پاکستان د اساسي قانون څلورمه ماده، چې د قانون له مخې د عادلانه چلند حق تضمینوي، او پنځه ویشتمه ماده، چې د قانون پر وړاندې د برابرۍ او د تبعیض د مخنیوي په اړه ده، هم ارزولي دي.
نوموړي ویلي، چې د بلوچستان سترې محکمې قاضیانو محمد امیر رانا نواز او عبدالقیوم لېډي د قضیې تر وروستۍ پرېکړې پورې محصلینو ته لنډمهاله خوندیتوب ورکړی دی.
د هغه په وینا، د قضیې راتلونکې اورېدنه د نومبر په ۲۵مه ټاکل شوې او هیله شته چې محکمې به د افغان محصلینو د زده‌کړو د دوام په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.
نذیر اغا ویلي، محصلین غواړي د ویزو ستونزه یې حل شي، خپلې نیمګړې زده‌کړې بشپړې کړي او له فراغت وروسته په قانوني او منظم ډول افغانستان ته ستانه شي.
هغه دا هم ویلي چې د دې قضیې پایله یوازې د بولان طب کالج محصلینو لپاره مهمه نه ده، بلکې په پنجاب، سند، خیبر پښتونخوا او کراچۍ کې د زده‌کړو کوونکو هغو افغان محصلینو لپاره هم ارزښت لري چې د ویزو له ورته ستونزو سره مخ دي.
د یادونې وړ ده، چې د روان کال د اکټوبر په ۱۴مه د بولان طب کالج ۱۶ افغان محصلینو ته ویل شوي وو چې له کالج او لیلیو ووځي، خو اوس د محکمې د لنډمهالي حکم له مخې بېرته خپلو ټولګیو او لیلیو ته ستانه شوي دي.

پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو له پرېکړې وروسته، په دغه هېواد کې په تحصیلي بورسونو راغلي افغان محصلان هم د ایستو له ګواښ سره مخ کړي دي.