هغې د دې پلان په اړه له خپل پلار سره خبرې کړې دي. سید سرور چې د څو لسیزو په اوږدو کې یې د افغانستان سیاسي او ټولنیز بدلونونه تجربه کړي، خپلې لور ته ورپه یادوي چې د دغه هېواد تاریخ څو ځله د خلکو پر وړاندې ناڅاپي لارې او بدلونونه راوړي دي.
مریم هم هیله لري چې یوه ورځ د بېرته ستنېدو لپاره شرایط برابر شي.
هغه لا له وړاندې پوهېږي چې د نیکه د زاړه کور په زیرخانه کې کومه کوټه د هغې د کار دفتر کېدای شي.
خو د دې هیلې پوره کېدل په هغو شرایطو پورې تړلي دي چې د هغې له واک او اختیار څخه بهر دي.
نیکه یې نور ژوندی نه دی او طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بېرته رسېدو راهیسې د نجونو او ښځو پر زدهکړو پراخ محدودیتونه لګولي دي؛ په دغو محدودیتونو کې د نجونو پر منځنیو زدهکړو او پوهنتونونو ته د ښځو پر تګ بندیز هم شامل دی.
خو د دغو ټولو بدلونونو په منځ کې یو څه لا هم پر خپل ځای پاتې دي: د پوهې لېوالتیا او د پوښتنو کولو شوق.
مریم لا هم د امالبلاد د خپل نیکه کور ته د بېرته ستنېدو په اړه فکر کوي؛ د نیکه کتابتون، له ګلونو ډک انګړ او هغه بام یې په یاد دی چې په صافو شپو کې به یې پر سر له ستورو ډک اسمان ځلېده.
هغه نجلۍ چې یوه ورځ به یې کتاب راواخیست او د کور بام ته به ختلې وه، اوس یې په هاروارډ پوهنتون کې د دوکتورا له رسالې څخه دفاع کړې ده.
خو د هغې خوب لا هم هماغه پخواني ځای ته ورګرځي: یوه ورځ بېرته بلخ ته ستنه شي او د علم، ستورپوهنې او پوښتنو کولو لپاره یو مرکز جوړ کړي.
ښايي په مزارشریف کې د «شپې پوښتنې» لوبه یو ځل بیا پیل شي. دا ځل نه یوازې د یوه پلار او لور ترمنځ، بلکې د نجونو او هلکانو د یوه داسې نسل ترمنځ چې وکولای شي په ازاده توګه د نړۍ په اړه پوښتنې وکړي، څېړنې وکړي، زدهکړې وکړي او د نړۍ د پېژندلو لپاره هڅې وکړي؛ داسې نړۍ چې زدهکړه او پوښتنې کول پکې منع نه وي.
حلیم اسد وايي، صوفي محمد په داسې حال کې د خلکو لوی لښکر برابر کړ چې طالبانو لا په بشپړه توګه له افغانستان نه شاتګ نه و کړی. د هغه په وینا، طالبانو هم صوفي محمد ته پیغام استولی و چې د امنیتي وضعیت د ترینګلتیا له امله دې افغانستان ته نه ورځي، خو نوموړي له دې خبرداري سره سره خپل لښکر افغانستان ته ولېږداوه.
د سیمهییزو خبریالانو په وینا، د دغه لښکر ګڼ کسان په افغانستان کې ووژل شول یا ونیول شول او د دیر ولسوالۍ یو شمېر کسان تر اوسه هم لادرکه دي.
د پاکستان سیاسي او مذهبي فضا
عنایت الله خان، چې د دیر ولسوالۍ اوسېدونکی او د جماعت اسلامي د ملاکنډ ډویژن مشر دی، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته د پاکستان ډېرو مذهبي او سیاسي ګوندونو د امریکا پوځي مداخله وغندله.
د هغه په وینا، پاکستان هغه مهال له طالبانو سره نږدې اړیکې لرلې او په دغه هېواد کې د امریکا ضد احساسات هم پراخ وو. له همدې امله د ټولنې د بېلابېلو برخو خلکو د افغانستان پر وړاندې د امریکا پوځي اقدام ته منفي غبرګون وښود.
عنایت الله خان وايي، د طالبانو د ملاتړ یوه بله پایله دا وه چې په قبایلي سیمو کې کوچنیو وسلهوالو ډلو له یو بل سره اړیکې او همکاري پیل کړه. د ده په وینا، دغو ډلو وروسته د تحریک طالبان پاکستان بڼه خپله کړه او د امریکا او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې یې د وسلهوال مقاومت په پراخولو کې ونډه واخیسته.
هغه زیاتوي چې د افغانستان په خاوره کې د امریکا او متحدینو پوځي حضور د پاکستان او د سیمې د نورو هېوادونو لپاره هم د اندېښنې موضوع وه.
د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې شمالي او جنوبي وزیرستان هغه لومړنۍ سیمې وې چې له افغانستان نه شاتګ کوونکو طالب جنګیالیو او قوماندانانو پکې پناه واخېسته.
د افغان طالبانو ترڅنګ، د القاعدې عرب جنګیالي، ازبکان، چیچنیان او د نورو هېوادونو وسلهوال هم دغو سیمو ته ولېږدول شول.
د پاکستاني طالبانو ځینو سیمهییزو قوماندانانو نیک محمد وزیر، بیت الله محسود، حافظ ګل بهادر او مولانا صادق نور او د لشکر طیبه او نورو پاکستانۍ جهادي ډلو غړو په قبایلي سیمو کې د دغو وسلهوالو په ملاتړ او تنظیم کې مهم رول درلود.
د بهرنیو جنګیالیو د شمېر له زیاتېدو وروسته، د امریکا تر فشار لاندې پاکستان په قبایلي سیمو کې خپل پوځ ځای پر ځای کړ. په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې د دغو جنګیالیو پر وړاندې پوځي عملیات هم پیل شول.
په باجوړ کې مولوي فقیر محمد د افغانستان له جګړې څخه تښتېدلو یو شمېر بهرنیو جنګیالیو ته پناه ورکړه. په دې ډله کې د القاعدې غړي هم شامل وو. باجوړ ته د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د تګ او هلته د سیمهییزو وسلهوالو له ملاتړ څخه د برخمنېدو ادعاوې هم مطرح شوې وې.
د طالبانو د بیا راټوکېدو تر شا د پاکستان رول
افغان خبریال سمیع یوسفزی، چې د طالبانو غورځنګ یې له نږدې څارلی، وايي چې د طالبانو غورځنګ له پیله په پاکستان کې د دولتي او ولسي ملاتړ بېلابېلې بڼې تجربه کړې وې.
هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د مجاهدینو له جګړو وروسته په افغانستان کې اوږدې کورنۍ جګړې او سیاسي بېثباتۍ د پاکستان لپاره د امنیتي اندېښنو زمینه برابره کړې وه.
د هغه په وینا، پاکستان غوښتل په افغانستان کې داسې یو ځواک رامنځته شي چې د کرښې هاخوا جګړې او بېثباتۍ مخه ونیسي او د مجاهدینو د پخوانیو ډلو ځای ونیسي. د نوموړي په باور، دا هغه عوامل وو چې د طالبانو غورځنګ ته یې په پاکستان کې د دولتي او ولسي ملاتړ زمینه برابره کړه.
هغه د دې مخالفت د پیاوړتیا لپاره څو عوامل یادوي: په افغانستان کې د نوي حکومت پر جوړښت د متحدې جبهې نفوذ، د پاکستان او هند ترمنځ سیاسي سیالي، په اسلامي نړۍ کې د امریکا ضد احساسات او وروسته پر عراق د امریکا برید.
د نوموړي په وینا، دغو شرایطو طالبانو ته دا فرصت برابر کړ چې د امریکا او متحدینو پر وړاندې خپل ټینګاو بیا منظم کړي.
د دغه خبریال په وینا، د افغانستان د جمهوریت له جوړېدو وروسته د هند نفوذ د پاکستان د امنیتي اندېښنو یوه برخه وګرځېده. د هغه په باور، پاکستاني چارواکو په تدریجي ډول د افغان طالبانو له ځینو مشرانو، په ځانګړې توګه جلالالدین حقاني او د هغه له شبکې سره، پټې اړیکې او همکاري پراخه کړه.
پاکستانی خبریال او د افغان چارو کارپوه طاهر خان وايي چې په پاکستان کې د طالبانو لپاره د ولسي خواخوږۍ یو مهم لامل د امریکا له خوا د طالبانو د حکومت نسکورول وو.
د هغه په وینا، په پاکستان کې له دې مخکې هم د امریکا ضد احساسات او د جهادي فکر پلویان موجود وو او پر افغانستان پوځي برید د دغو ډلو لپاره د بسیج او فعالیت زمینه برابره کړه. طاهر خان وايي، چې د امریکا پوځي مداخلې په پاکستان کې موجودو جهادي ډلو ته یو ګډ سیاسي او مذهبي دریځ برابر کړ او د پولې هاخوا د طالبانو د مقاومت د پراخېدو لپاره یې شرایط برابر کړل.
د طالبانو اړوندو رسنیو د نیول شوي پخواني پوځي قومندان الله داد فدایي د جبري اعتراف ویډیو خپره کړې، چې نوموړی په کې له متحدې جبهې او د دغه جبهې له مشر سمیع سادات سره د اړیکو په اړه اعتراف کوي. هغه څو ورځې وړاندې د طالبانو لهخوا د دوی پر ضد د وسلهوال فعالیت په تور نیول شوی دی.
طالبانو دوشنبې (د لړم ۱۸مه) دغه ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي چې فدایي له سمیع سادات سره اړیکې لرلې او هغه ترې غوښتي وو چې نوموړی پاکستان ته ورشي.
الله داد فدایي د تېر جمهوري نظام پر مهال د میدان وردګ، بغلان، نیمروز او لغمان ولایتونو امنیه قوماندان پاتې شوی او څو ورځې وړاندې په لغمان کې د طالبانو له لوري نیول شوی و.
په دغه ویډیويي پیغام کې فدایي ځوانانو ته د پیغام پر مهال وایي چې «یوه لوبه روانه ده» او له هغوی غواړي چې په خپل هېواد کې پاتې شي او د ده په وینا، «دوکه» نه شي. نوموړی ادعا کوي چې د مخالفو ډلو مشران خپل اولادونه په بهر کې په عیش او عشرت کې ژوند کوي، خو ځوانان جګړې ته هڅوي. فدایي د متحدې جبهې پر مشر سمیع سادات او نورو کسانو نیوکه کوي او وایي چې هغوی د واک ترلاسه کولو لپاره خلک جګړې ته هڅوي. نوموړی همداراز ادعا کوي چې په هېواد کې امنیت دی او د جګړې لپاره هېڅ دلیل نشته
فدایي په خپره شوې ویډیو کې وایي چې د نیولو پر مهال یې له ۱۱ لکو افغانیو سربېره یو شمېر وسلې هم ترلاسه شوې وې، چې د ده په وینا، د سمیع سادات په مالي ملاتړ یې اخیستې وې.
نوموړی همداراز وایي چې سمیع سادات ورته ویلي وو چې د لیدو لپاره یې پاکستان ته ورشي. فدایي په ویډیو کې دا هم ویلي چې د طالبانو له لوري نوموړي ته هیڅ ډول ستونزه نه ده رامنځ ته شوې؛ خو نوموړي په ۲۰۲۴ کال کې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي وو چې طالبانو یې شخصي کور غصب کړی دی.
د اعتراف په دغه ویډیو کې نوموړي دا هم ویلي چې ده ته د متحدې جبهې لخوا د نورستان او لغمان ولایتونو مسولیت سپارل شوی و او غوښتل یې د نورستان په منډول ولسوالۍ برید وکړی.
طالبانو څو ورځې وړاندې په لغمان کې فدایي له خپل کور څخه نیولی و. دغې ډلې هغه د متحدې جبهې له غړو سره په همکارۍ تورن کړی او ویلي یې وو چې د کور د تلاشۍ پر مهال یې وسلې هم ترلاسه کړې دي.
طالبانو تر دې وړاندې د فدایي ځینې غږیز پیغامونه هم خپاره کړي وو او ادعا یې کړې وه چې نوموړي دغه پیغامونه سمیع سادات ته استولي دي.
بلخوا، متحدې جبهې د طالبانو دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې الله داد فدایي له دې جبهې سره هېڅ ډول تړاو نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې ځینې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وایي، طالبان له نیول شویو کسانو څخه په زور د اعتراف ویډیوګانې اخلي او که د اعتراف کولو ته غاړه کېنږدي، شکنجه کوي یې.