• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ۲۵ کسان او د درملو ۴۱ کارټنه قاچاقي توکي نیول شوي

۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۳ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو ۲۱۵ عزم قول اردو خبر ورکړی، د درېیو ښځو په ګډون یې ۲۵ کسان نیولي چې غوښتل یې په ناقانونه توګه پاکستان ته واوړي. د طالبانو په وینا، د کرښې په اوږدو کې یې ۴۱ کارټنه درمل، ۱۳ کارټنه د رنګمالۍ تېل او یوه مخابره هم نیولې چې پاکستان ته قاچاق کېدل.

د طالبانو د ۲‍۱۵ قول اردو د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نیول شوي توکي او کسان به له پوښتنو ګروېږنو وروسته اړوندو ادارو ته ور پېژندل شي. د دوی په خبره، درې ښځې او ۲۲ نارینه یې هم نیولي چې په ناقانونه توګه پاکستان ته د اوښتو هڅه یې کوله.

طالبان وايي، پر ډیورنډ کرښه یې خپل څار پراخ کړی او د هر ډول قاچاق د مخنیوي لپاره به پوره هڅه کوي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري
۱

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۴

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۵

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

•
•
•

نور خبرونه

د کابل په بالاحصار کې د افغانستان د لرغوني تاریخ نښې

۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۰۸ GMT+۰
100%

د کابل په تاریخي بالاحصار کلا کې د لرغون‌پېژندنې کېندنو د مغولي دورې د یوه ماڼۍ، بودايي صومعې او د افغانستان د څه باندې دوه زره کلن تمدن د پاتې شونو نښې له خاورو راایستلې دي.

د تېرو جګړو، د برېټانویانو له برید څخه نیولې تر وروستیو نښتو پورې، د دې تاریخي کلا د ودانیز جوړښت لویه برخه ویجاړه شوې ده.

اسوشیټیډ پرېس د دوشنبې په ورځ د لړم په ۱۸مه د النا بکاتوروس په قلم، په یوه راپور کې د دغو موندنو او د بالاحصار تاریخي کلا د بیارغونې د هڅو جزییات خپاره کړي دي.

د دې خبري اژانس د راپور له مخې، د اغاخان بنسټ د ۱۳۹۷ کال راهیسې د بالاحصار د بیارغونې او ساتنې پروژه پیل کړې ده. د دې پروژې موخه دا ده چې دغه تاریخي سیمه په یوه لرغون‌پېژندنیز عامه پارک بدله شي، چې بڼونه، رستورانتونه او موزیم هم ولري.

د مغولي ماڼۍ او بودايي صومعې د پاتې شونو موندل

د اسوشیټیډ پرېس د خبریالې د راپور له مخې، لرغون‌پوهانو د دې سیمې په پنځو بېلابېلو برخو کې لرغونې سکې، د بودايي مجسمو ټوټې، د اسلامي دورې رنګ شوې خاورینې لوښي، د تېلو څراغونه، د خاورینو لوښو ګڼې ټوټې او د ماڼیو، صومعو او استوګنیزو کورونو پاتې شوني موندلي دي.

د دغو کېندنو له مهمو موندنو څخه د مغولي دورې د یوې ماڼۍ پاتې شوني دي، چې دېوالیز انځورونه، د تخت په څېر جوړښت او د ستوري په بڼه یو حوض لري، چې د غونډۍ په سر کې د ډبرې په منځ کې توږل شوی دی. په دې سیمه کې د یوې بودايي صومعې پاتې شوني او د مغولي ماڼۍ حمامونه هم موندل شوي دي.

بابک رفیعي‌علوي، چې د دې پروژې له لرغون‌پوهانو څخه دی، اسوشیټیډ پرېس ته ویلي، لرغون‌پوهانو تمه نه درلوده چې دومره ډېر تاریخي اثار به ومومي. هغه د بالاحصار موندنې له «هغه اوبتل» سره پرتله کړې، چې د سمندر له ژورو راڅرګندېږي.

النا بکاتوروس په خپل راپور کې لیکي، چې د کېندنو یوه برخه تر اوسه ۱۱ مترو ژوروالي ته رسېدلې ده. رفیعي‌علوي ویلي، د بالاحصار په هره برخه کې تاریخي اثار موندل کېدای شي، ځکه چې دا سیمه له دوو زرو کلونو څخه زیاته موده د انسانانو د اوسېدو ځای پاتې شوې ده.

بالاحصار؛ د کابل ستراتیژیک او سیاسي مرکز

د بالاحصار کلا د کابل د زاړه ښار په سوېلي برخه کې، د شیر دروازې د غره د لړۍ پر یوه لوړه څوکه موقعیت لري. د دې کلا جغرافیایي موقعیت د بېلابېلو تاریخي دورو واکمنانو ته دا زمینه برابروله، چې پر کابل ښار او د هغه پر ورودي لارو څارنه وکړي.

د اسوشیټیډ پرېس د راپور له مخې، بالاحصار د یوې مهمې سوداګریزې لارې په اوږدو کې پروت و، چې د هند نیمه وچه یې له منځنۍ اسیا او تر هغې هاخوا سیمو سره نښلوله. دغه سیمه په بېلابېلو تاریخي دورو کې د پوځي کلا، ماڼیو د ټولګې، وسلو زېرمتون، اداري مرکز، زندان او پوځي قرارګاه په توګه کارول شوې ده.

مصطفی نوري، د آغاخان بنسټ د کلتوري خدمتونو د پروژې مشر، دغه خبري اژانس ته ویلي، چې بالاحصار د افغانستان د تاریخ بېلابېلې برخې په خپله لمن کې رانغاړي.

د نوري په وینا، دغه کلا له پېړیو راهیسې دفاعي ستراتیژیک موقعیت لري او د هغې کنټرول د کابل او شاوخوا سیمو د واکمنۍ په مانا و. د دې ټولګې ځینې ټیټې برخې لا هم د افغانستان د پوځي ځواکونو په واک کې دي.

100%

په پرله‌پسې جګړو کې د کلا ویجاړېدل

بالاحصار د پېړیو په اوږدو کې څو ځله ویجاړ شوی او بېرته رغول شوی دی. د راپور لیکواله لیکي، چې دغې کلا ته تر ټولو دروند زیان په ۱۲۵۸ لمریز کال کې واوښت؛ هغه مهال چې برېتانوي ځواکونو د سر لویس کاوناري، چې د برېتانیا استازی و، او د هغه د ملګرو د وژل کېدو په غبرګون کې د کلا لویه برخه ویجاړه کړه.

د بالاحصار د دفاعي دېوالونو ډېرې برخې په ورپسې کلونو کې هم د جګړو او نه پاملرنې له امله زیانمنې شوې دي. د شوروي د یوه زنګ وهلي ټانک بدنه لا هم د دې کلا د غونډۍ په لمن کې پرته ده او د شوروي اتحاد پر وړاندې د جګړې زړې پوځي وسلې او تجهیزات د سیمې په بېلابېلو برخو کې لیدل کېږي.

د دغو پوځي تجهیزاتو ترڅنګ درنې وسلې هم پرتې دي، چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته پاتې شوې او اوس د طالبانو د پوځي ځواکونو په واک کې دي.

رفیعي‌علوي اسوشیټیډ پرېس ته ویلي، چې امریکايي ځواکونو په ۱۳۸۷ لمریز کال کې هم د کلا د دېوالونو دننه د سیمې یوه برخه هواره کړه او په دې بهیر کې یې د لرغون‌پېژندنې ګڼې طبقې له منځه یووړې.

د بیارغونې پروژه څو لسیزې وخت ته اړتیا لري

د بالاحصار د پراخې ساتنې او بیارغونې د پروژې لپاره پلان جوړونه په ۱۳۹۶ لمریز کال کې پیل شوه او عملي چارې یې په ۱۳۹۷ کال کې پيل شوې. په لومړي پړاو کې د سیمې وضعیت وارزول شو او ثبت شو. د دې کار لپاره د ځمکې لاندې د څېړنې رادار او درې‌بعدي لیزري سکن هم وکارول شول.

له هغې وروسته، د زیانمنو برخو د ټینګښت او د دېوالونو او تاریخي برجونو د لا ډېر نړېدو د مخنیوي لپاره بېړني اقدامات پیل شول.

په افغانستان کې د فرانسې لرغون‌پېژندنې پلاوي په پیل کې د دې سیمې په کېندنو کې ونډه لرله، خو په ۱۴۰۰ لمریز کال کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته یې فعالیتونه د یوه وخت لپاره ودرېدل. دغه پلاوی بېرته پروژې ته راستون نه شو، خو د آغاخان بنسټ خپلو چارو ته دوام ورکړ او په ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې په دې سیمه کې پراخ فعالیتونه پیل کړل.

د اسوشیټیډ پرېس د راپور له مخې، د دفاعي دېوالونو د ځینو برخو د بیارغونې لپاره له سیمه‌ییزو ډبرو کار اخیستل کېږي. د تاریخي اثارو د ساتنې له نړیوالو معیارونو سره سم، د بیا رغول شویو برخو بڼه باید له اصلي برخو څخه د پېژندلو وړ وي. له همدې امله، دغه برخې د اصلي دېوالونو د سطحې په پرتله لږ څه شاته یا مخې ته جوړېږي.

همداراز، د کلا د یوه بهرني برج د ساتنې لپاره له فلزي جوړښتونو کار اخیستل شوی دی. دغه برج تر دې مخکې چاودلی و او د نړېدو له خطر سره مخ و.

د آغاخان بنسټ د کلتوري خدمتونو د پروژې مشر ویلي، چې دغه پروژه د څو لسیزو ژمنتیا ته اړتیا لري؛ ځکه چې کار یوازې د ودانیو په بیارغونه پورې محدود نه دی، بلکې دا سیمه د لرغون‌پېژندنې له پلوه هم ډېره بډایه ده. د افغان لرغون‌پېژندنې محصلانو روزنه هم د دې پروګرام یوه برخه ده.

د طالبان له لوري د تاریخي اثارو د ساتنې ژمنې

اسوشیټیډ پرېس راپور ورکړی، چې د طالبانو چارواکي اوس د افغانستان د تاریخي او کلتوري اثارو د ساتنې لپاره د خپلې ژمنتیا خبره کوي؛ داسې دریځ چې د دې ډلې د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې له کړنو سره یې توپیر لري.

طالبانو په ۱۳۸۰ لمریز کال کې د بودا دوه سترې مجسمې، چې تاریخ یې د میلادي شپږمې پېړۍ ته رسېده او د بامیانو په ډبرینو غرونو کې توږل شوې وې، په چاودېدونکو توکو ویجاړې کړې. په کابل کې د افغانستان ملي موزیم هم په هغه دوره کې لوټ شو او یو شمېر لرغوني اثار، په ځانګړې توګه هغه مجسمې چې د طالبانو له نظره غیر اسلامي ګڼل کېدې، ماتې او ویجاړې شوې.

د ټرانسپورټي لګښتونو زیاتوالي د کابل ـ هرات پر لویه لار د مساپر وړونکو اعتراضونه راوپارول

۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۴۴ GMT+۰
100%

په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د کابل ـ هرات پر لویه لاره د مساپر وړونکو موټرو مالکانو د دوشنبې په ورځ د لړم په ۱۸مه د طالبانو په پلازمېنه کابل کې د ټرانسپورتي لګښتونو د زیاتوالي پر ضد لاریون وکړ.

دوی له راټولېدو وروسته د طالبانو د ټرانسپورټ له وزیر سره د لیدنې غوښتنه وکړه، خو غوښتنه یې ونه منل شوه.

د دغو موټرو خاوندانو د طالبانو له‌خوا د ټرانسپورټي لګښتونو د زیاتوالي، د سون‌توکو د بیو لوړوالي، د لویو لارو خرابوالي او د خصوصي شرکتونو د کمېسیونونو په اړه شکایت وکړ. هغوی وايي، د دغو لګښتونو له ورکړې وروسته ورته ډېر لږ عاید پاتې کېږي.

دوی زیاته کړه، چې سبا به هم د ټرانسپورټ وزارت مخې ته راټول شي او که طالبان یې غوښتنو ته پام ونه کړي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

د مساپر وړونکو موټرو خاوندان وايي، په تېر حکومت کې د هر موټر لپاره د ټرانسپورټ د تګ‌پاڼې لګښت یو زر او ۸۰۰ افغانۍ و، خو اوس د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت د هرات ـ کابل پر لاره د تګ او بېرته راتګ لپاره شاوخوا ۱۶ زره افغانۍ او په برعکس مسیر کې شاوخوا ۱۸ زره افغانۍ اخلي. د هغوی په وینا، طالبان د سړک د محصول په نوم نږدې پنځه زره افغانۍ هم ترې اخلي.

پر دې سربېره، د سون‌توکو بیه هم له ۴۰ افغانۍ څخه ۸۵ افغانیو ته لوړه شوې، چې موټرخاوندان یې ورکړه هم ملا ماتوونکې بولي.

د موټرو مالکان هغه کسان دي چې په دې مسیر کې مساپر وړونکي موټرونه لري، خپل موټرونه چلوونکو ته سپاري او له دې لارې عاید ترلاسه کوي.

وکیل‌احمد (مستعار نوم) هغه کس دی چې مساپر وړونکي موټرې لري او شاوخوا ۲۰ کاله کېږي د هرات ـ کابل او کابل ـ مزار پر لارو خدمتونه وړاندې کوي. هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل: «په تېر حکومت کې د ټرانسپورټ د تګ‌پاڼې لګښت ډېر لږ و، خو اوس د هر مسیر لپاره ډېرې پیسې ورکوو او هر شرکت هم په جلا توګه ۱۰ زره افغانۍ کمېسیون اخلي. له دې ټولو لګښتونو سره، چې ټولټال شاوخوا ۴۰ زره افغانیو ته رسېږي، نور هېڅ عاید نه راته پاتې کېږي».

ملک‌زاده (مستعار نوم) یو بل تن دی چې مساپر وړونکي موټرونه لري او د لویو لارو له خرابوالي او د موټرو د ترمیم د لګښتونو له زیاتوالي شکایت کوي او وايي، چې هېڅوک زموږ خبرې نه اوري.

هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل: «سړکونه ډېر خراب او ویجاړ شوي دي. په وروستي سفر کې، د ټولو لګښتونو له ورکړې وروسته یوازې یو زر او ۸۰۰ افغانۍ راته پاتې شوې. د تېلو د بیې له لوړېدو او د موټرو د ترمیم د لوړ لګښت له امله نور نه شو کولای له دې کاره عاید ترلاسه کړو».

د موټرو دغه مالکان خصوصي شرکتونه هم تورنوي، چې تر ټاکل شوې کچې زیات کمېشنونه اخلي.

ملک‌زاده وايي، په قانوني اسنادو کې د شرکتونو کمېشن یوازې دوه سلنه ټاکل شوی، خو شرکتونه د موټر له مالکانو څخه له شپږو تر لسو زرو افغانیو پورې اخلي. د هغه په وینا، که موټرخاوندان دا پیسې ورنه کړي، شرکتونه یې د خپلو موټرو له نوملړ څخه نومونه وباسي.

دوه ورځې مخکې هم د موټرخاوندانو استازي د احمدشاه بابا مساپر وړونکي شرکت کې راټول شوي وو او د ثابتې کرایې د ټاکلو او د لګښتونو د راټولولو لپاره یې د یوه منظم نظام د جوړېدو غوښتنه کړې وه. هغوی همداراز د اضافي پیسو د اخیستلو د مخنیوي غوښتنه کړې وه، خو خصوصي شرکتونو د هغوی وړاندیزونه ونه منل.

د دغو موټرخاوندانو په وینا، د تېر حکومت پر مهال د هرات ـ کابل پر مسیر د هر موټر لپاره د ټرانسپورټ د تګ‌پاڼې لګښت یو زر او ۸۰۰ افغانۍ او د کابل ـ هرات پر مسیر یو زر او ۶۰۰ افغانۍ و.

په همدې وخت کې، افغانستان انټرنشنل ته یوه ویډیو هم رسېدلې، چې پکې ښکاري یو مساپر وړونکی موټرچلوونکی د سړک او ټرانسپورټ د محصول نیلي رنګه پاڼه په لاس کې نیولې او د لګښتونو له بې‌ساري زیاتوالي شکایت کوي. نوموړی په ګیله‌منه لهجه وايي، چې له کندهاره تر هراته د یوه مسیر لګښت درې زره او ۸۵۰ افغانیو ته رسېدلی او هېڅوک د دې ګرانۍ مخه نه نیسي؛ له یوې خوا د سون‌توکو بیې لوړې شوې او له بلې خوا د مسیر لګښتونه زیات شوي دي.

خو د موټرو مالکان وايي، چې په هغه وخت کې له ځینو ستونزو سره سره، لویې لارې به تر یوه بریده ترمیمېدې او د ټرانسپورټ په برخه کې فعالیت ورته عاید درلود. خو د هغوی په وینا، د طالبانو له واکمنېدو وروسته دولتي لګښتونه او د خصوصي شرکتونو کمېسیونونه زیات شوي او د سړکونو خرابوالي هم د موټرو د ترمیم او ساتنې لګښتونه لوړ کړي دي. هغوی وايي، په اوسنیو شرایطو کې دغه کاروبار نور ورته ګټه نه لري.

له دې ځایه شړل شوې او له هغه ځایه پاتې؛ د هغو بې‌سرپناه ښځو وضعیت چې له ایرانه شړل کېږي

۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۳ GMT+۰
100%

له ایرانه د افغان کډوالو د اېستلو په زیاتېدو سره، په افغانستان کې د بې‌سرپرسته او د کورنۍ له ملاتړه بې‌برخې ښځو د وضعیت په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي. دا ښځې په هرات کې د اسلام‌قلعه له پولې تر تېرېدو وروسته، له بې‌سرپناهۍ او د طالبانو د کسانو له ځورونو سره مخ کېږي.

د اړوندو نړیوالو سازمانونو ځینې سرچینې وايي، چې طالبان له دغو ښځو ځینې له ځان سره وړي او وايي چې هغوی «امن کورونو» ته لېږدوي، په داسې حال کې چې د جمهوریت له ړنګېدو وروسته، د ښځو چارو وزارت او تر څارنې لاندې امن کورونه یې هم له منځه تللي دي.

په پردي ښار کې یوازې مور او لور

۲۶ کلنه سمانه اووه میاشتې وړاندې له خپلې مور سره یوځای له ایرانه اخراج شوه؛ خو افغانستان ته بیا ننوتل د هغې لپاره کور ته د رسېدو په مانا نه و.

هغه اوس په هرات کې پرته له کاره او دایمي سرپناه ژوند کوي؛ په داسې حال کې چې ناروغ پلار یې په ایران کې له خپلې مېرمنې او لور لیرې د نورو پالنې ته اړتیا لري.

هغې او مور یې په هرات کې د خپل یوه ملګري په کور کې د لنډې مودې لپاره یوه کوټه نیولې ده.

سمانه نه پوهېږي، چې د دغه مهلت له پای ته رسېدو وروسته باید چېرته ولاړې شي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ مخکې د سمانې ژوند بل ډول و.

هغه محصله وه او مور یې په یوه موسسه کې د پخلونکې په توګه کار کاوه.

د نجونو پر مخ د پوهنتونونو په تړل کېدو او د بهرنیو موسسو د فعالیت په درېدو سره، دوی دواړو خپل کار او د زده‌کړو د دوام فرصت له لاسه ورکړ.

په ۱۴۰۱ لمریز کال کې دغې مور او لور له غزني ولایت څخه ایران ته کډوالي وکړه؛ په دې هیله چې وکولای شي د ځان او خپلې کورنۍ لپاره یو ښه ژوند جوړ کړي.

سمانه او مور یې په یوه خیاطۍ کې په کار بوختې شوې؛ خو ایراني مامورانو دواړه کارځای ته د تګ په لاره کې ونیولې او افغانستان ته یې اخراج کړې.

اخراج د سمانې لپاره یوازې په ایران کې د کار او ژوند له لاسه ورکول نه و.

پلار یې ګوزڼ وهلی دی او د کار کولو توان نه لري.

هغه په ایران کې پاتې شو او اوس د سمانې ترور د هغه پالنه کوي.

مور یې چې مخکې د کورنۍ ډوډۍ راوړونکې وه، اوس پخپله د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره د نورو مرستې ته اړتیا لري.

سمانې افغانستان انټرنشنل ته وویل: «اوس نه د اوسېدو ځای لرو او نه کار کولای شو. دا ورځې زما او د مور لپاره ډېرې سختې دي او نه پوهېږو چې راتلونکې ورځې به مو څنګه شي.»

د ایران د ویزې لوړ لګښت هم له پلار سره د هغوی قانوني یوځای کېدل ناشوني کړي دي.

سمانه وايي، چې د اخراج پر مهال او له هغه وروسته، هغه او مور یې د طالبانو د ځواکونو له خوا سپکې شوې او له لفظي تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

اوس دا مور او لور له پولې په غیرقانوني توګه د تېرېدو او بېرته ایران ته د تګ په اړه فکر کوي؛ یو خطرناک سفر چې ښايي دوی د کورنۍ تر ناروغ پلاره ورسوي.

د سمانې لپاره په افغانستان کې پاتې کېدل هم روښانه راتلونکې نه لري.

هغه نه د کار امکان لري، نه خپلواکه سرپناه او نه هم د ژوند د لګښتونو د برابرولو کومه لاره.

د هغې کیسه یوازې د هغو ښځو له روایاتو یو دی چې بې له کورنۍ له ایرانه شړل شوې دي.

د هغو کډوالو په منځ کې چې د اسلام‌قلعه له لارې هرات ته راځي، داسې ښځې هم شته چې بې له مېړه، اولاد یا د کورنۍ له نورو غړو پرته افغانستان ته شړل کېږي.

ځینې د لنډ وخت لپاره د خپلوانو او ملګرو په کورونو کې پناه اخلي؛ خو ځینې نورې بیا په خپل هېواد کې هېڅ اشنا او پناه ځای نه لري.

۲۹ کلنه زهرا چې یوه میاشت وړاندې له ایرانه شړل شوې وايي: «له پولې څخه هرات ښار ته د لېږد په لاره کې د طالبانو ځواکونو له ما سره توند چلند وکړ. کله چې مې له ځانه دفاع وکړه، هغوی زما د نیولو اراده وکړه؛ خو د نورو کډوالو په منځګړیتوب چې زما په شاوخوا کې وو، له نیول کېدو خلاصه شوم.»

دا ښځه یوازې له جبري ستنېدو له ستونزو سره نه ده مخ؛ د ښځو لپاره د کاري فرصتونو نشتوالی او د طالبانو د محدودوونکو سیاستونو له امله د هغوی د کار له حقه محرومېدل هم د هغې د ژوند او معیشت د برابرولو پر وړاندې نورې جدي ننګونې دي.

100%

هغه وايي: «د تومان د ارزښت له ټیټوالي سره سره، زما کورنۍ له ایرانه راته پیسې رالېږي او په هغو پیسو خپل لګښتونه پوره کوم او هوډ لرم بېرته ایران ته ولاړه شم.»

له خپلو اولادونو د مور بېلول

ساناز بله هغه ښځه ده چې د خپل ژوند ۲۸ کاله یې په ایران کې تېر کړي؛ خو درې اونۍ وړاندې په داسې حال کې چې له خپلو دریو اولادونو لیرې پاتې شوې وه، افغانستان ته ستنه کړای شوه.

د هغې ماشومان لا هم په ایران کې دي او پخپله اوس په هرات کې د یوه خپلوان په کور کې اوسي. هغه وايي: «زه درې ماشومان لرم چې له ۱۱ تر ۱۷ کلونو عمرونه لري او هغوی زما له مېړه سره په ایران کې دي. زه یې یوازې له پولې افغانستان ورته وشړلم. ۲۸ کاله په ایران کې وم او اوس د خپل یوه خپلوان په کور کې ژوند کوم.»

ساناز زیاتوي، چې تر شړل کېدو وروسته یې له طالبانو هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې او په هرات ښار کې څو ځله د طالبانو د ځواکونو له خوا ځورول شوې ده.

د ساناز په څېر ښځو لپاره، له اولادونو جلا کېدل د شړلو د درد یوازې یوه برخه ده.

د خپلواکې سرپناه نه شتون، د عاید نشتوالی او د طالبانو د ځواکونو له چلنده وېره، د هغوی ورځنی ژوند له ناامنۍ او نامعلوم برخلیک سره مخ کړی دی.

موقتي پناه او ناڅرګند برخلیک

افغانستان ته تر ننوتلو وروسته د یوازې ښځو ستونزې د اوسېدو د یوې سرپناه تر موندلو پورې نه محدودېږي. ځايي سرچینې او د بشردوستانه بنسټونو کارکوونکي د تاوتریخوالي او په ځینو مواردو کې د هغو نجونو او ښځو د جنسي تېري او جبري ودونو له خطر څخه خبرداری ورکوي چې د کورنۍ له ملاتړ پرته له ایرانه شړل کېږي.

ناصر د یوه ځايي کارکوونکي مستعار نوم دی چې وايي، چې هغه یوازې او زیانمنې ښځې چې د اسلام‌قلعه له پولې هرات ته راځي، د لومړنیو نغدي او غیر نغدي مرستو له ترلاسه کولو سره سره لا هم له جدي ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي: «ځینې مجردې ښځې چې له ایرانه اخراجېږي، د طالبانو له جنګیالیو سره د جبري ودونو او په ځینو مواردو کې له جنسي تاوتریخوالي سره مخ دي. همدارنګه، له پولې تر رااړولو وروسته د ځینو دغو ښځو برخلیک نامعلوم پاتې کېږي.»

د ناصر په وینا، یو شمېر ښځې د لومړنیو مرستو تر ترلاسه کولو وروسته د وضعیت د څارنې او ټولنیز ادغام لپاره اړوندو ادارو لکه د کار او ټولنیزو چارو ریاست ته معرفي کېږي؛ خو د دوامداره ملاتړ نشتوالی او اقتصادي ستونزې هغوی بیا له خطر سره مخ کوي.

دا سیمه ییز کارکوونکی زیاتوي چې اړوندو ادارو ته تر ورپېژندلو وروسته د ځینو ښځو برخلیک روښانه نه دی.

چارواکي د هغوی د ملاتړ لپاره د ځانګړو مرکزونو خبره کوي؛ خو د دغو مرکزونو ځای محلي سرچینو ته روښانه نه دی.

سمیر، چې کډوالو ته د مرستې رسوونکې یوې نړیوالې ادارې د یوه کارکوونکي مستعار نوم دی، هم وايي ځینې ښځې هرات ته تر ننوتلو وروسته لومړنۍ مرستې ترلاسه کوي؛ خو تر هغه وروسته د هغوی د وضعیت د څارنې امکان تل نه وي.

سمیر په داسې یوه اداره کې کار کوي چې وړاندې یې د یوازې ښځو ملاتړ کاوه. هغه وايي طالبان له دغو ښځو ځینې له ځان سره وړي او وايي چې امن کورونو ته یې لېږدوي، په داسې حال کې چې د جمهوریت له سقوط وروسته، لږ تر لږه په هرات کې نور کوم امن کور نشته.

سمیر وايي: «داسې ښځې وې چې زموږ د ادارې تر ملاتړ لاندې وې؛ خو طالبانو هغوی په زور هغه ځای ته بوتلې چې امن کور یې بولي. تر هغې وروسته موږ ونه شو کړای چې د هغوی وضعیت وڅارو.»

د هغه په وینا، نړیوالې ادارې د دغه مرکز د ځای او هلته د لېږدول شویو ښځو د وضعیت په اړه دقیق معلومات نه لري او د هغوی د ساتنې پر شرایطو څارنه نه شي کولای.

سمیر زیاتوي: «طالبان په پټه یو امن کور لري او هغه یوازې ښځې چې کورنۍ نه لري، هلته لېږدوي. روغتیایي خدمتونو او د اړتیا وړ توکو ته د هغوی د لاسرسي په اړه نړیوالو ادارو ته هېڅ راپور نه ورکول کېږي.»

100%

هغه وايي بشردوستانه ادارې د هرې دوسیې د وضعیت له مخې، زیانمنو مېرمنو ته لومړنۍ مرستې برابروي؛ خو له هغه وروسته، په هغو مواردو کې چې ښځې نورو ادارو ته سپارل کېږي یا نامعلومو ځایونو ته وړل کېږي، د هغوی د وضعیت د څارنې امکان محدود دی.

د طالبانو «امن» کورونه چېرته دي؟

د افغانستان د پخواني حکومت په وخت کې یو شمېر زیانمنې مېرمنې چې له ایرانه اخراجېدلې، د ملګرو ملتونو د فرعي ادارو او د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون له خوا امن کورونو ته معرفي کېدلې او هلته پناه ورکول کېده.

دا مرکزونه د هغو ښځو لپاره چې کورنۍ یا سرپناه یې نه درلوده، خوندیتوب او ملاتړ ته د لاسرسي یوه لار وه.

خو واک ته د طالبانو له بېرته راګرځېدو وروسته، له زیانمنو مېرمنو د ملاتړ جوړښت بدل شوی دی.

اوس د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ نړیوال سازمان او نورو بشردوستانه بنسټونو په څېر ادارې راستنېدونکو کډوالو ته د مرستو رسولو په بهیر کې رول لري.

اوس بشردوستانه سرچینې وايي، هغه مېرمنې چې د طالبانو د امن کور په نامه ځای ته لېږدول کېږي، وضعیت یې نړیوالو بنسټونو ته روښانه نه دی. په داسې شرایطو کې هغه ښځې چې کلونه یې په ایران کې ژوند کړی او نور په افغانستان کې کورنۍ یا ملاتړی نه لري تر اخراج وروسته له لا جدي ستونزو سره مخ کېږي.

د خوندي سرپناه نشتوالی د کاري فرصتونو محدودیت او د ژوند د لګښتونو په پوره کولو کې پاتې راتلل، د ګواښ او تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدو لپاره د لاسرسي وړ ملاتړو بنسټونو له نشتوالي سره یوځای، د دې مېرمنو زیانمنتیا دوه برابره کوي.

100%

نامعلوم برخلیک لرونکې مېرمنې

د سمانې، زهرا او ساناز کیسې د افغان کډوالو د هغې لویې څپې په منځ کې رامنځته شوې دي چې په وروستیو کلونو کې له ایران او پاکستانه افغانستان ته رالېږل شوي دي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ له سپټمبره د ۲۰۲۶ د اګسټ تر پایه پورې، شاوخوا ۶.۵ میلیونه کسان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته بېرته ستانه کړای شوي دي.

دا شمېره د ټولو ثبت شویو ستنېدنو او راتګونو ټولګه ده او دا ټول کسان خامخا په جبري ډول نه دي ایستل شوي.

په دې ډله کې داسې ښځې هم شته چې په ایران کې تر کلونو ژوند وروسته بې له مېړه اولاد او کورنۍ افغانستان ته شړل کېږي؛ هغه ښځې چې ځینې یې نه د ژوند کولو لپاره کور لري او نه هم د ملاتړ کومه شبکه چې په سختو ورځو کې پرې تکیه وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د راپور ورکوونکي غبرګون

100%

افغانستان انټرنشنل په دې راپور کې خپلې موندنې د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ سره شریکې کړې.

ښاغلی بېنټ د هغو ښځو او نجونو د شړلو په اړه اندېښنه څرګندوي چې د کورنۍ له ملاتړ او خوندي سرپناه پرته له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته لېږل کېږي.

هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې هغه ښځې چې د کورنۍ ملاتړ نه لري په افغانستان کې په ځانګړې توګه زیانمنې دي؛ ځکه طالبانو په سیستماتیک ډول د ښځو ډېری بنسټیز حقونه، لکه د زده‌کړې، کار، د تګ راتګ ازادي او عدالت ته د لاسرسي حقونه محدود کړي دي.

ښاغلي بېنټ وویل: «د کورنۍ له ملاتړه بې‌برخې ښځې په ځانګړي ډول ډېرې زیانمنې دي؛ نه یوازې د هغو شرایطو له امله چې عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري، بلکې له دې امله چې د طالبانو له خوا لګول شویو بندیزونو د هغوی د خپلواک ژوند یا ملاتړ لپاره خورا لږ غوراوي پرېښي دي.»

هغه د هغو افغانانو پر ضد د بشري حقونو د سرغړونو د مستند کولو په یادولو سره چې په ناخوښه توګه له ګاونډیو هېوادونو شړل شوي، په ځانګړي ډول د تاوتریخوالي، وختي ودونو او د انسان د قاچاق د ګواښ په اړه، د کډوالو په تېره بیا د یوازې ښځو د اخراج د لړۍ د درولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکی ټینګار کوي چې شړل شوې مېرمنې باید خوندي سرپناه، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او ملاتړ ته لاسرسی ولري او د هرې ښځې وضعیت باید په جلا توګه وڅېړل شي.

ریچارډ بېنټ دا خبرداری هم ورکوي چې د ښځو لېږل خپلو کورنیو او خپلوانو ته هم تل خوندي لاره نه ده؛ ځکه ښايي ځینې په کورني چاپیریال کې له تاوتریخوالي، ناخوښه واده ته له مجبوره کېدو یا شړل کېدو سره مخ شي.

هغه وايي: «دا مېرمنې په پوله کې له څو ورځو بېړنیو مرستو ډېر څه ته اړتیا لري. د ژوند لپاره له خوندي ځای او د ځان ساتنې له امکاناتو پرته، ښايي تر اخراج ډېر وخت وروسته هم د ناوړه ګټې اخیستنې له خطر سره مخ پاتې شي.»

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی د بشردوستانه بنسټونو د ښځینه کارکوونکو پر فعالیت د طالبانو بندیزونه هم د زیانمنو ښځو د پېژندنې او ملاتړ په لاره کې یو جدي خنډ بولي.

هغه د خپلواکې څارنې د پیاوړتیا، د تاوتریخوالي د راپور ورکولو لپاره د خوندي لارو د جوړولو او په مرستندویه ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د فعالیت د زمینې برابرولو غوښتنه کړې ده.

له مزاره تر هاروارډه؛ په طالب واکمنۍ کې د زېږېدلې افغان نجلۍ د دوکتورا بریالی مزل

۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۵۴ GMT+۰
100%

مریم حسيني په مزارشریف ښار کې د ملکي وګړو له ډله ییزې وژنې یو کال وروسته زېږېدلې، د ماشومتوب کلونه یې د نیکه د ادبي کتابونو، د مور د بې‌ساري ملاتړ او د نړۍ په اړه د پلار د علمي پوښتنو په درشل کې تېر کړل.

کلونه وروسته، همدې پوښتنو هغه د امریکا د هاروارډ پوهنتون ته ورسوله؛ هلته یې د دوکتورا د څېړنې پر مهال د کایناتو د هغې عادي مادې د یوې برخې د موندلو هڅه وکړه، چې شتون یې ساینسپوهانو ته معلوم دی، خو پېژندل او موندل یې اسانه نه دي.

هغې په دې وروستیو کې د هاروارډ پوهنتون د ستورپوهنې په څانګه کې د خپلې دوکتورا له ډېزرټېشن څخه دفاع کړې ده. د هغې څېړنه د سیارو ترمنځ په فضا کې د خپرو شویو ګازونو او د چټکو راډیويي څپو د چاودنو په کارولو سره د دغې مادې د پېژندنې او مطالعې په اړه ده.

خو د دې علمي لاسته‌راوړنې ترڅنګ، مریم بله هیله هم لري: هغه غواړي بېرته بلخ ته ستنه شي او د دغه ولایت په پوهنتون کې د ستورپوهنې څانګه جوړه کړي. د هغې د نیکه زوړ کور هم د بلخ په ام‌البلاد سیمه کې موقعیت لري او د ماشومتوب پر مهال به یې د شپې په اسمان کې ستوري شمېرل او لټول.

هغه ښار کې زېږون چې ترخې خاطرې لري

مریم حسيني په ۱۳۷۸ لمریز پر مهال د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې، په مزارشریف ښار کې زېږېدلې ده. له همدې یو کال مخکې طالبانو د ۱۳۷۷ لمریز کال په اوړي کې، د مزارشریف ښار له نیولو وروسته، پراخې وژنې وکړې. دغه پېښه د ښار د معاصر تاریخ له تر ټولو ترخو فصلونو څخه ګڼل کېږي او د خلکو ذهنونو کې یې ترخې خاطرې لا تر اوسه هم پاتې دي.

د مریم مور نفیسې او پلار یې سید سرور هماغه کال واده کړی و. مریم د کورنۍ لومړنی ماشوم و.

مریم په داسې ښار کې لویېده چې د تاوتریخوالي او ناامنۍ نښې یې لا هم د خلکو له ژوند څخه په بشپړه توګه نه وې ورکې شوې. خو هغې پرېنښودل چې د جګړې خاطرې یې د ژوند کیسه جوړه کړي؛ بلکې هغه څه چې د هغې د ژوند لوری یې وټاکه، د پلټنې لېوالتیا، د پوهې مینه او د پوښتنو کولو شوق و.

د نیکه کتابتون او د ام‌البلاد اسمان

د مریم د ماشومتوب د روښانه خاطرو یوه برخه د بلخ ولایت په ام‌البلاد سیمه کې د نیکه او نیا کور ته ورګرځي. دا داسې کور و چې لویځمکتلی یې درلود، له ګلونو ډک انګړ یې و او یوه باغچه یې لرله چې نیکه به یې ډېره مینه پالنه کوله. مریم به په دغه کور کې له خپل ماما ارشاد سره د انګړ په منځ کې د والیبال لوبه کوله، خو یو له هغو ځایونو څخه چې هغې ورسره تر ټولو ډېره مینه لرله، د نیکه کتابتون و.

د پلار کتابونه یې ډېری د ساینس او ریاضیاتو په اړه وو او د هغې لپاره چې لا ماشومه وه، دا مضمونونه چندان اسانه نه ښکارېدل. په مقابل کې، د نیکه ادبي کتابونه ورته ډېر په زړه پورې وو. یو کتاب به یې راواخیست او د لوستلو لپاره به د کور بام ته ختلې وه.

د ام‌البلاد شپې هم د دغو خاطرو یوه برخه ده. اسمان به له ستورو ډک و او مریم داسې احساس کاوه چې د کور پر بام له ستورو سره نږدې ده.

100%

یو له هغو کتابونو څخه چې هغې په هماغه کور کې ولوست، «د تاریخ د لویو شخصیتونو ماشومتوب» نومېده؛ دا د نړۍ د نومیالیو شخصیتونو د ماشومتوب په اړه د لیکنو ټولګه وه.

مریم د دغه کتاب د لوستلو پر مهال ځان د دغو شخصیتونو پر ځای تصور کاوه. هغې غوښتل یوه ورځ داسې کار وکړي چې له عادي ژوند څخه لوړ وي او په نړۍ کې ترې یو یادګار پاتې شي.

«د شپې پوښتنه»؛ د پلار او لور لوبه

په ۱۳۸۰ لمریز کال کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو وروسته، په مزارشریف کې د ژوند شرایط بدل شول. د ښوونځیو په بېرته پرانیستل کېدو سره، نجونو هم یو ځل بیا په ښوونیز نظام کې د زده‌کړو فرصت وموند.

د مریم پلار سید سرور له فزیک، ریاضیاتو او ساینس سره مینه لرله. د ملا عمر د رژیم له نسکورېدو وروسته یې د انجنیرۍ په څانګه کې خپلې پوهنتوني زده‌کړې بېرته پیل کړې او په ۱۳۸۶ کال کې یې د بلخ پوهنتون څخه د فراغت سند ترلاسه کړ.

مریم په مزارشریف کې ښوونځي ته ولاړه او د ښار په پنځمه ناحیه کې یې د یولمرب د نجونو په لومړي لېسه کې زده‌کړې وکړې.

خو په کور کې د پلار او لور ترمنځ یو ځانګړی دود و، چې ورو ورو د مریم د ماشومتوب د زده‌کړو پر یوې مهمې تجربې بدل شو.

پلار به یې هره شپه له کار څخه تر راستنېدو وروسته د نړۍ په اړه یوه پوښتنه مطرح کوله. داسې پوښتنې لکه ورېځې له څه شي جوړې شوې دي، د هندوکش غرونو لوړوالی څومره دی، ستوري څنګه رامنځته کېږي او سیارې څومره لویې دي؟

دوی دې لوبې ته د «شپې پوښتنه» نوم ورکړی و.

سید سرور هڅه کوله، د چمتو ځوابونو د ورکولو پر ځای، خپله لور پلټنې او فکر کولو ته وهڅوي. هره پوښتنه به پلمه شوه چې مریم د یوې نوې موضوع په اړه لېوالتیا پیدا کړي، مطالعه وکړي او نور څه زده کړي.

کله چې مریم اووه یا اته کلنه وه، له ستورپوهنې او فضايي سفرونو سره یې لېوالتیا لا جدي شوه.

یوه پېښه چې د دې لېوالتیا په رامنځته کېدو کې یې ونډه لرله، فضا ته د انوشه انصاري د سفر د خبر اورېدل وو.

انوشه انصاري، ایراني ـ امریکايي انجنیره او سوداګره، په ۲۰۰۶ کال کې د فضايي سیاحت د یوې برخې په توګه نړیوال فضايي تمځي ته سفر وکړ. په هغه وخت کې مریم یوازې اووه کلنه وه.

100%

د مریم لپاره د هغې ښځې کیسه چې توانېدلې وه له ځمکې ووځي او فضا ته سفر وکړي، الهام‌بښونکې وه. د یوې داسې ښځې د واقعي بېلګې په لیدلو سره چې دې سترې هیلې ته رسېدلې وه، مریم له ستورپوهنې سره لا ډېره مینه پیدا کړه.

له هماغې ورځې وروسته، د شپې اسمان یوازې یوه ښکلې منظره نه وه، بلکې داسې موضوع وه چې غوښتل یې وپېژني او په اړه یې څېړنه وکړي.

کډوالي او د پوهنتوني زده‌کړو د لارې پیل

مریم تر پنځم ټولګي پورې په دولتي ښوونځي کې زده‌کړې وکړې او وروسته یې په یوه بل ښوونځي کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړ. کورنۍ یې د څه مودې لپاره هرات ته ولاړه، خو د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې، هغه مهال چې مریم شاوخوا ۱۵ کلنه وه، د امریکا متحده ایالتونو ته کډواله شوه.

کډوالي د هغې لپاره د یوه نوي او په ورته وخت کې له ستونزو ډک پړاو د پیل په معنا وه.

هغې باید ځان له یوه بېل ښوونیز نظام، نوي کلتوري چاپېریال او داسې شرایطو سره برابر کړی وای چې له خپل پخواني ژوند سره یې ډېر توپیر درلود. د دغو بدلونونو ترڅنګ، باید پوهنتون ته د ننوتلو او خپلو زده‌کړو ته د دوام لاره یې هم موندلې وای.

مریم وايي، په هغه وخت کې یې احساس کاوه چې داسې فرصت په لاس کې لري چې ډېرې نورې نجونې ترې بې‌برخې دي. له همدې امله، د دغه فرصت کارول ورته ډېر ارزښتناک وو.

د ۲۰۱۶ کال په اګست کې، هغه په شپاړس کلنۍ کې د امریکا د ټکساس ایالت د اسټین پوهنتون په دروازه ورننوته او د ستورو د فزیک یا ستورپوهنې په څانګه کې یې زده‌کړې پیل کړې.

د مریم څېړنیز فعالیتونه هم د پوهنتون د زده‌کړو له لومړیو کلونو څخه پیل شول. هغې د ښوونځي د زده‌کړو پر مهال د یوه پوهنتوني استاد په مرسته څېړنیز کار پیل کړی و او د پوهنتون په لومړي کال کې یې هم دې بهیر ته دوام ورکړ.

هغې د پوهنتون د درسونو ترڅنګ، د څېړنو فرصتونه، بورسونه او علمي جایزې هم څارلې او د ترلاسه کولو لپاره یې هڅې کولې.

د هغې لپاره په پوهنتون کې زده‌کړې یوازې د سند ترلاسه کولو په معنا نه وې، بلکې داسې فرصت و چې د هغو پوښتنو ځوابونو ته نږدې شي چې له ماشومتوبه یې ذهن بوخت کړی و.

د هغې مادې په اړه څېړنه چې په اسانۍ نه لیدل کېږي

د لیسانس زده‌کړو له بشپړولو وروسته، مریم د خپلو لوړو زده‌کړو د دوام لپاره د هاروارډ پوهنتون ته ولاړه.

د هغې د دوکتورا څېړنه د ستورپوهنې او د کایناتو د پېژندنې له مهمو پوښتنو څخه یوې سره تړاو لري: د کایناتو د عادي مادې هغه برخه چې ساینسپوهان یې پر شتون پوهېږي، خو په اسانۍ یې نه شي لیدلای، چېرته ده؟

100%

د دې پوښتنې د ارزښت د درک لپاره باید د عادي مادې او تورې مادې ترمنځ توپیر وپېژندل شي.

عادي ماده هغه ماده ده چې ستوري، سیارې، کهکشانونه او د انسان بدن ترې جوړ شوي دي. په مقابل کې، توره ماده بېل ماهیت لري او د هغې شتون د جاذبې د اغېزو له لارې پېژندل کېږي.

د مریم څېړنه د تورې مادې په اړه نه ده، بلکې د عادي مادې یا هماغې باریوني مادې هغې برخې ته ځانګړې شوې چې پېژندل او لیدل یې ستونزمن دي.

د دغې مادې یوه برخه د خورا رقیقو او تر ډېره ایون شوې ګازونو په بڼه د کهکشانونو ترمنځ په فضا کې خپره ده. ځکه دغه ګازونه له ځانه ډېر لږ رڼا خپروي، نو د عادي څارنیزو لارو په وسیله یې پېژندل او اندازه کول ستونزمن دي.

مریم د دغو ګازونو د څېړلو لپاره له یوې پدیدې څخه ګټه اخیستې چې د «چټکو راډیويي څپو چاودنې» (FRB) په نوم یادېږي.

دا چاودنې د راډیويي څپو خورا لنډې چاودنې دي چې له کیهاني پلوه له ډېرو لرې واټنونو څخه ځمکې ته رسېږي.

کله چې دغه څپې په فضا کې د موجودو ګازونو له منځه تېرېږي، د خپرېدو ځانګړنې یې بدلېږي. ساینسپوهان د دغو بدلونونو په اندازه کولو سره کولای شي، د څپو د تېرېدو په مسیر کې د موجودو ازادو الکترونونو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

مریم له دغو معلوماتو څخه د لرې کهکشانونو اړوندو معلوماتو سره یوځای ګټه اخیستې، څو د هغوی ترمنځ په فضا کې د ګازونو وېش وڅېړي.

د هغې د څېړنې پایلې د دې موضوع په څېړلو کې مرسته کوي چې د کایناتو څومره ګازونه د کهکشانونو د جاذبې د اغېز له ساحې څخه بهر موقعیت لري؛ هغه سیمې چې ګازونه پکې د بېلابېلو بهیرونو له امله له کهکشانونو څخه بهر ته وځي او په شاوخوا فضا کې خپرېږي.

هغې د خپلې رسالې په یوه بله برخه کې د ګازونو د وېش د درې‌بعدي انځور د بېرته جوړولو لپاره د زېږنده مصنوعي ځیرکتیا له بېلګو او کیهان‌پېژندونکو شبیه‌سازیو څخه هم ګټه اخیستې ده.

د دې لارې موخه د هغې مادې یو انځور جوړول دي چې په مستقیم ډول په اسانۍ نه لیدل کېږي، خو د کهکشانونو د معلوماتو او څارنیزو شمېرو په کارولو سره یې احتمالي موقعیت اټکل کېدای شي.

د مریم د دوکتورا رساله د «د راډیويي څراغونو په مرسته د کیهاني باریونونو نقشه جوړول: چټکې راډیويي څپې، بېرته اغېز او درې‌بعدي بیارغونه» تر سرلیک لاندې بشپړه شوې ده.

دغه څېړنه د هغې د لارښود استاد لیام کانر تر څارنې لاندې ترسره شوې ده.

مریم د عقرب میاشتې په اتمه، د جمعې په ورځ، د هاروارډ پوهنتون د ستورپوهنې په څانګه کې له خپلې دوکتورا رسالې څخه دفاع وکړه.

په دې توګه، هغه پوښتنې چې یوه ورځ د پلار او لور د شپنیو لوبو په بڼه په مزارشریف کې راټوکېدلې وې، اوس د نړۍ په یوه مهم علمي مرکز کې د څېړنې پر موضوع بدلې شوې دي.

د نیکه د کور بام ته د بېرته ستنېدو هیله

سره له دې چې مریم کلونه په امریکا کې زده‌کړې او څېړنې کړې دي، د بلخ د ماشومتوب خاطرې یې لا هم په ژوند کې ځانګړی ځای لري.

هغه د ام‌البلاد د شپې اسمان رایادوي؛ هغه اسمان چې د هغې په وینا، له ستورو ډک و. په اوسنیو ښارونو کې د رڼا او هوا د ککړتیا له امله د داسې اسمان لیدل ستونزمن شوي دي او د ستورو د لیدلو لپاره کله ناکله باید له ښاره لرې ولاړ شو.

خو د مریم لپاره د نیکه د کور بام یوازې د ستورو د نندارې ځای نه و. دا هغه ځای و چې کتابونه یې پکې لوستل او هغو پوښتنو ته به یې فکر کاوه چې وروسته یې د زده‌کړو لوری وټاکه.

هغې لا هم هغه له ستورو ډک اسمان په یاد دی او د فارسي کلاسیکو شاعرانو له دیوانونو څخه دا بیتونه یادوي:

«چیست این سقف بلند سادهٔ بسیارنقش؟
هیچ دانا زین معما در جهان آگاه نیست»

حافظ

ژباړه: دا لوړ او له رنګارنګ نقشونو ډک اسمان څه شی دی؟
په نړۍ کې هېڅ پوه انسان د دې معما پر راز نه دی خبر.

د اسمان د رازونو په اړه دغه پوښتنه نن د مریم لپاره نوې معنا لري. هغه اوس په داسې یوه څانګه کې څېړنې کوي چې موخه یې د کایناتو د جوړښت او بدلونونو ښه پېژندل دي؛ که څه هم پوهېږي چې هر علمي ځواب له ځان سره نوې پوښتنې هم راولاړوي.

په بلخ کې د ستورپوهنې د پوهنځي د جوړولو خوب

د مریم له مهمو هیلو څخه یوه دا ده چې بېرته بلخ ته ستنه شي او د بلخ په پوهنتون کې د ستورپوهنې څانګه جوړه کړي.

هغې غوښتل چې یوه ورځ د ام‌البلاد سیمې د خپل نیکه او نیا زاړه کور ته بېرته ستنه شي. مریم غواړي داسې زمینه برابره کړي چې په افغانستان کې د ستورپوهنې مینه‌وال هم وکولای شي په دې څانګه کې زده‌کړې او څېړنې وکړي.

هغې د دې پلان په اړه له خپل پلار سره خبرې کړې دي. سید سرور چې د څو لسیزو په اوږدو کې یې د افغانستان سیاسي او ټولنیز بدلونونه تجربه کړي، خپلې لور ته ورپه یادوي چې د دغه هېواد تاریخ څو ځله د خلکو پر وړاندې ناڅاپي لارې او بدلونونه راوړي دي.

مریم هم هیله لري چې یوه ورځ د بېرته ستنېدو لپاره شرایط برابر شي.

هغه لا له وړاندې پوهېږي چې د نیکه د زاړه کور په زیرخانه کې کومه کوټه د هغې د کار دفتر کېدای شي.

خو د دې هیلې پوره کېدل په هغو شرایطو پورې تړلي دي چې د هغې له واک او اختیار څخه بهر دي.

نیکه یې نور ژوندی نه دی او طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بېرته رسېدو راهیسې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو پراخ محدودیتونه لګولي دي؛ په دغو محدودیتونو کې د نجونو پر منځنیو زده‌کړو او پوهنتونونو ته د ښځو پر تګ بندیز هم شامل دی.

خو د دغو ټولو بدلونونو په منځ کې یو څه لا هم پر خپل ځای پاتې دي: د پوهې لېوالتیا او د پوښتنو کولو شوق.

مریم لا هم د ام‌البلاد د خپل نیکه کور ته د بېرته ستنېدو په اړه فکر کوي؛ د نیکه کتابتون، له ګلونو ډک انګړ او هغه بام یې په یاد دی چې په صافو شپو کې به یې پر سر له ستورو ډک اسمان ځلېده.

هغه نجلۍ چې یوه ورځ به یې کتاب راواخیست او د کور بام ته به ختلې وه، اوس یې په هاروارډ پوهنتون کې د دوکتورا له رسالې څخه دفاع کړې ده.

خو د هغې خوب لا هم هماغه پخواني ځای ته ورګرځي: یوه ورځ بېرته بلخ ته ستنه شي او د علم، ستورپوهنې او پوښتنو کولو لپاره یو مرکز جوړ کړي.

ښايي په مزارشریف کې د «شپې پوښتنې» لوبه یو ځل بیا پیل شي. دا ځل نه یوازې د یوه پلار او لور ترمنځ، بلکې د نجونو او هلکانو د یوه داسې نسل ترمنځ چې وکولای شي په ازاده توګه د نړۍ په اړه پوښتنې وکړي، څېړنې وکړي، زده‌کړې وکړي او د نړۍ د پېژندلو لپاره هڅې وکړي؛ داسې نړۍ چې زده‌کړه او پوښتنې کول پکې منع نه وي.

100%

۲۵ کاله وړاندې په همدې ورځ مزار شریف د طالبانو له لاسه ووت

۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۴۴ GMT+۰
100%

پنځه ویشت کاله وړاندې د ۲۰۰۱ کال د نومبر پر نهمه د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار د طالبانو له واکه ووت. دې پېښې د افغانستان د جګړې مسیر بدل کړ او په څو اونیو کې طالبانو په پرله پسې ډول نور ولایتونه او سیمې هم له لاسه ورکړل.

طالبانو د ۱۹۹۶ کال په سپټمبر کې کابل نیولی و او په راتلونکو کلونو کې یې د افغانستان د ډېری برخو کنټرول ترلاسه کړ، خو په شمال کې د احمدشاه مسعود، عبدالرشید دوستم او نورو سیمه‌ییزو قوماندانانو په مشرۍ د متحدې جبهې مقاومت دوام درلود.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته، متحده ایالاتو د اکتوبر پر اوومه پر افغانستان هوايي بریدونه پیل کړل.

واشنګټن له طالبانو د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د سپارلو غوښتنه کړې وه، خو د طالبانو او امریکا ترمنځ کړکېچ په پوځي جګړه بدل شو.

د امریکا هوايي ځواک د طالبانو پر پوځي مرکزونو او دفاعي لیکو بریدونه کول، په داسې حال کې چې د متحدې جبهې ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو لپاره چمتووالی نیوه.

د مزارشریف د نیولو عملیات

مزارشریف د افغانستان په شمال کې د سوداګرۍ، ترانسپورټ او سیمه‌ییزو اړیکو له پلوه ستراتیژیک ارزښت درلود.

ښار له تاجکستان او ازبکستان څخه د طالبانو د مخالفو ځواکونو لپاره د اکمالاتو یوه مهمه لار پرانیسته.

د مزارشریف هوايي ډګر هم د پرله‌پسې هوايي بریدونو لپاره د امریکا په مشرۍ ځواکونو ته یو نوی عملیاتي مرکز برابر کړ او له هغه ځایه یې د طالبانو او القاعدې پر اهدافو خپلو بریدونو ته دوام ورکړ.

هممهاله امریکايي جېټ الوتکو او بي-۵۲ بم‌اچوونکو الوتکو د کابل په شمال کې او کندهار ته نږدې د طالبانو پر اهدافو څو ځله بریدونه وکړل.

د متحدې جبهې ځواکونو، چې د عبدالرشید دوستم، جنرال داود داود او عطا محمد نور تر قوماندې لاندې ډلې پکې شاملې وې، د امریکا د هوايي ملاتړ په مرسته پر ښار د بریدونو لړۍ چټکه کړه.

د امریکا ځانګړو ځواکونو هم د متحدې جبهې له قوماندانانو سره په همغږۍ کې فعالیت کاوه. د دوی دنده د هوايي بریدونو د هدفونو ټاکل، اړیکې او په ځمکنیو عملیاتو کې همغږي وه.

د نومبر په نهمه د متحدې جبهې ځواکونو د ښار جنوبي دفاعي کرښې ماتې کړې، د امام بخاري پله له سیمې یې پرمختګ وکړ او د ښار پر لور ورننوتل.

عبدالرشید دوستم هغه مهال اعلان وکړ چې مزارشریف یې نیولی دی. هوايي ډګر او ځینې نورې سیمې د عطامحمد نور ځواکونو نیولې وې.

د امریکا دفاع وزارت په لومړیو ساعتونو کې د ښار د بشپړ سقوط په اړه محتاط دریځ درلود او د راپورونو خپلواک تایید یې ستونزمن بلله.

د طالبانو شاتګ او د ښار بدلون

د ښار له نیول کېدو وروسته د طالبانو ځواکونه له مزارشریف څخه ووتل. په ښار کې خلکو د طالبانو د وتلو هرکلی کاوه، موسیقي بېرته واورېدل شوه او د متحدې جبهې بیرغونه د ښار په بېلابېلو برخو کې پورته شول.

طالبانو له ۱۹۹۸ کال راهیسې شاوخوا درې کاله پر مزارشریف واکمني کړې وه.

د ښار سقوط د طالبانو لپاره ځکه مهمه ضربه وه چې شمال ته یې د اکمالاتو او تګ راتګ مهمې لارې له لاسه ورکړې. د مزارشریف هوايي ډګر هم د راتلونکو پوځي عملیاتو لپاره ارزښت درلود.

د مزارشریف سقوط د طالبانو د نورو دفاعي لیکو پر مورال هم اغېز وکړ. په کندوز کې ددې ډلې ځواکونه محاصره شول او د تسلیمۍ خبرې اترې پیل شوې.

د نومبر په ۱۳مه متحده جبهه کابل ته ننوتله او طالبان له پلازمېنې ووتل.

په راتلونکو ورځو کې د افغانستان په نورو مهمو سیمو کې هم د طالبانو لیکې وپاشل شوې او سیمې یې له لاسه ور کړې.

خو پنځه ویشت کاله وروسته، مزارشریف یوځل بیا د طالبانو په لاس کې دی او مخالفو وسله والو ډلو یې پر وړاندې په مختلفو سیمو کې بریدونو ته زور ور کړی دی.