طالبانو له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې د جمهوري نظام او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې له لاسي جوړو شویو بوشکهيي ماینونو استفاده کوله او اوس د ماین پاکۍ موسسې تر ډېره د دغو بوشکهيي ماینونو پر شنډولو بوخت دي. ډيارسي موسسې تازه کندهار کې یو ۱۰ کیلويي بوشکهيي ماین کشف او شنډ کړی دی.
طالبانو په یاده شل کلنه دوره کې د جمهوري نظام او بهرنیو ځواکونو د تاسیساتو د ورانونو او همداراز د نظامي کاروانونو د تګ راتګ لارو د ډب کولو په موخه په لاس جوړو شویو بوشکهيي ماینونو ډېره استفاده کوله او لا هم د هېواد په هره سیمه کې دغه ماینونه پاتې دي او کله نا کله د سیمې خلک یې قربانیان وي.
د راپورونو لهمخې، د ماین پاکۍ موسسې هم په ډېرو لوړو قراردادونو سره د طالبانو دغه د ژېړو بوشکو ماینونه کشف او بیا یې شنډوي.
تازه د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې ویلي، د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې یو بوشکهيي ماین کشف او شنډ کړی دی.
د کابل ـ کندهار او کابل ـ هرات پر لویو لارو د مسافر وړونکو موټرو یو شمېر خاوندان د طالبانو د ترانسپورټ وزارت او خصوصي شرکتونو له خوا د لوړو لګښتونو او کمېشنونو له اخیستو شکایت کوي او وايي، د هر سفر ټول لګښتونه یې شاوخوا ۴۰ زره افغانیو ته رسېږي او ګټه ورته نه پاتې کېږي.
د مسافر وړونکو لویو موټرو مالکین افغانستان انترنیشنل ـ پښتو ته وایي، د کابل ـ کندهار او کابل ـ هرات پر لویو لارو د سفر پر مهال د ترانسپورټي پارچو، د سړک د حقالعبور او نورو لګښتونو ترڅنګ، خصوصي مسافر وړونکي شرکتونه هم د هر سفر په بدل کې شاوخوا ۲۰ زره افغانۍ کمېشن ترې اخلي.
دوی وایي، د دغو لګښتونو په ګډون د یوه سفر ټول مصارف نږدې ۴۰ زره افغانیو ته رسېږي، چې د تېلو د بیو او د موټرو د ترمیم او ساتنې له لګښتونو سره یوځای یې عاید تر ډېره مصرفوي او د دوی ته ګټه نه پاتې کېږي.
د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي، په تېرو پنځوسو کلونو کې د غچ اخیستنې سیاست نتیجه نهده ورکړې او په باور یې، اوس هم نتیجه نهورکوي. هغه وايي، طالبانو هم د غچ اخیستنې په کړنلارې سره په ۵ کلونو کې ونشو کولای چې ولسي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي.
شاهمحمود میاخېل د سېشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي، په افغانستان کې د غچ اخیستنې کړنلارې او سیاست نتیجه نهورکوي او په باور یې، خلقیانو د عُقدې پر بنسټ له سیاسي مخالفینو د غچ اخیستنې سیاست پایله دا شوه، چې د مشرانو عُقدوي پالیسیو تاوان یې ګوندي ملګرو او د افغانستان ملت ورکړ او همداراز مجاهدینو بیا د غچ اخیستنې سیاست ته «اسلامي مبارزه» وویله او دغه سیاست له ناکامېدو سربېره د کورنیو جګړو لپاره زمینه مساعده کړه.
د میاخېل په باور، وروستي جمهوریت کې هم یو شمېر ډلو د غچ اخیستنې قومي او ژبنی سیاست پیل کړ او په پایله کې یې جمهوریت سقوط شو، راټول شوی ملت او نظام یو ځل بیا وپاشل شو.
هغه څرګنده کړې: «طالبانو د غچ اخیستنې کړنلاره پیل کړله او په پنځو کلونو کې ونهشو کړای، چې ولسي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي. افغانستان یې د ګړنګ په سر ودراوه او د راتلونکو جګړو لپاره ورځ تر بلې زمینه مساعدوي».
د تېر جمهوري نظام د دغه چارواکي په باور، د طالبانو ځینو مخالفین چې د جنګ خبرې کوي، د هغوي تګلاره هم د غچ اخیستنې ده او څه نتیجه نهورکوي.
هغه د جګړې او غچ اخیستنې په بدل کې د لویې جرګې د رابللو او جوړېدو وړاندیز کړی او په ډاګه کړې یې ده: «لویه جرګه به په واقعي توګه د ملي پخلاینې او د راتلونکي نظام د تګلارې، اساسي قانون او ولسي مشروعیت لپاره زمینه مساعده کړي، څو افغانان په خپلو منځو کې، هم له سیمې او هم له نړۍ سره په سولهییزه توګه ژوند وکړي».
شاهمحمود میاخېل خبرداری ورکړی، که د ملي پخلاینې پروسې ته د لویې جرګې له لارې زمینه مساعده نهشي، طالبان، مخالفین او د افغانستان ملت به یو ځل بیا داسې بایلونکی ملت وي، چې په څو لسیزو کې به ونهشي کړای چې بیا د «امید غوټۍ» په افغانستان کې وغوړیږي.
د هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د راپورونو لهمخې، طالبانو د «عمومي عفوې» له اعلانولو سره سره د تېر نظام ګڼ مسوولین او په ځانګړې توګه نظامیان په مرمزو ډول وژلي او دغه بهیر همداراز دوام لري.
د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوي (یوناما) د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰مې پورې د پخواني حکومت د چارواکو او امنیتي ځواکونو پر ضد د بشري حقونو لږ تر لږه ۸۰۰ سرغړونې ثبت کړې وې، چې پهکې له محکمې پرته وژنې، خپلسرې نیونې، شکنجې او جبري ورکېدل شامل وو.