د سرحدونو وزارت طالب مرستیال: هبتالله د شپې تر ۱۲ بجو کار کوي نو ولس یې باید اطاعت وکړي

د طالبانو د سرحدونو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال عنایتالله شجاع ویلي، هبتالله د شپې تر ۱۲ بجې کار کوي، نو ولس یې باید اطاعت وکړي. هبتالله هغه کس دی، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې یې څه باندې یو کال مخکې پر افغان ولس د بشر ضد جرمونو د ترسره کولو په تړاو د نیولو حکم صادر کړی.
عنایتالله شجاع نن (سېشنبه- د لړم ۱۹مه) په پنجشیر کې له ولسونو سره د «شریعت د نفاذ او همغږۍ» غونډه کې ملا هبتالله اخوندزاده «مشفق او غمخوار» مشر بللی او له هغه یې پر اطاعت کولو ټينګار کړی دی.
هغه زیاته کړه: «ملا هبتالله اخوندزاده شپه او ورځ د ولسونو د خدمت او د هغوی د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي، ان د شپې تر ناوخته، دولس بجو پورې هم له مسوولینو سره لیدنې کوي. له همدې امله، ولسونو ته په کار ده، چې د داسې مشفق او غمخوار مشر د خدمتونو قدر وکړي او د هغه اطاعت وکړي».
تر دې مخکې ډېریو نورو طالب چارواکو هم له هبتالله اطاعت کول «واجب» بللي وو.
خو د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده هغه کس دی، چې له څه باندې پنځو کلونو راهیسې پر افغان ولس حکومت کوي، خو لا تر اوسه په عام محضر کې نهدی راښکاره شوی.
له دې سره سم، د جرمونو نړیوالې محکمې د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۱۷ د هبتالله اخوندزاده او ورسره د هغه د قاضيالقضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه صادر کړي دي.
هغه د یادې محکمې له لوري د جندر پالیسۍ پر بنسټ د ښځو، نجونو او نورو کسانو چې د هغه له پالیسیو سره مخالف دي، د سیستماتیک ظلم، بندیز او تبعیضي چلند او همداراز د هغو کسانو پر وړاندې پر ظلم تورن دی، چې د ښځو او نجونو «ملاتړي» بلل شوي او د طالبانو له پالیسیو سره مخالف دي.
