د طالبانو د سترې محکمې مرستیال: قاضیان په ۳ ډوله دي چې ۲ یې پهکې دوزخیان دي

د طالبانو د سترې محکمې اداري مرستیال د پکتيکا د محاکمو د چارو ارزونې پر مهال ویلي، قاضیان په درې ډوله دي؛ یو یې جنتي او دوه نور یې دوزخیان دي. نوموړي څرګنده کړې، هغه قاضيان چې علم لري، خو فيصلې په ناحقه کوي یا چې علم نهلري او فیصلې په جهالت کوي، نو دوی دوزخیان دي.
د طالبانو سترې محکمې د سېشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې محکمې اداري مرستیال سخاالله سعید په پکتیکا کې د محاکمو چارو د ارزونې پر مهال د یوه حدیث په استناد وویل: «نبي (عليهالسلام) فرمايي، چې قاضيان په درې ډوله دي: يو يې جنتي او دوه يې دوزخيان دي؛ هغه قاضي جنتي دی، چې هم عالم وي او هم فيصلې په حقه کوي، هغه قاضيان، چې علم لري؛ خو فيصلې په ناحقه کوي یا چې علم نهلري او فیصلې په جهالت کوي دوزخیان دي».
هغه څرګنده کړه، چې د دوی د قربانیو اصلي موخه د اسلامي نظام، چې بنسټ یې محاکم دي رامنځته کېدل وو او زیاتوي: «اسلامي نظام هغه مهال خپل حقیقي مفهوم موندلای شي، چې محاکم خپلې پرېکړې د قران او سنت په رڼا کې صادرې کړي؛ که خدای مه کړه محاکم خپلې پرېکړې د قرانکریم او نبوي سنتو په رڼا کې صادرې نهکړي؛ نو دغه نظام ته اسلامي نظام نهشو ویلای».
نوموړي همداراز د پکتیکا لپاره د خپلو محاکمو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې له مراجعینو سره ښه چلند وکړي او له هغو کړنو ځانونه وساتي، چې د محکمې د بدنامۍ او د قضیې د جانبینو د ناهیلۍ او زړه ماتوالي لامل ګرځي.
دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر هېوادوال د طالبانو په محاکمو کې د دوسیو له ډېر ځنډېدو شکایت لري او همداراز په محکمو کې د «فساد او کمېشنکارانو» له شتهوالي شکایت لري او د طالبانو سترې محکمې هم څه موده مخکې په محکمو کې د «فساد او کمېشنکارۍ» اړوند مسئله تایید کړې وه او خبرداری یې ورکړی وو، چې رشوت ورکوونکي، رشوت اخیستونکي او هغه کسان چې د دوی ترمنځ منځګړیتوب کوي ټول به مجازات شي.
