د طالبانو د معیار او کیفیت اداره: د ملا هبتالله له لوري ۴۹ کورني معیارونه منظور شول

د طالبانو د معیار او کیفیت اداره وايي، د دغې ډلې د ریاست الوزراء د اقتصادي کمېسیون تر تایید او د تخنیکي پړاوونو تر بشپړولو وروسته، د ملا هبتالله له لوري ۴۹ کورني معیارونه منظور شوي دي. خو هېوادوال لا هم په بازارونو کې د کم کیفیته او تاریخ تېر توکو له ډېرښته شکایت لري.
د معیار او کیفیت (د ستندرد ملي) ادارې د سېشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه معیارونه د هېواد د کورنیو اړتیاوو او لومړیتوبونو پر بنسټ، د معیارونو او ودانیزو رمزونو د تدوین تخنیکي پلاویو له لوري چمتو شوي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي: «په دغو معیارونو کې ودانیز توکي، الکټروټکنیک او مخابرات، خوراکي توکي او کرنیز محصولات، درمل او سینګار توکي، نساجي، څرمن او کاغذ، چاپېریال ساتنه، کیمیاوي توکي او پلاستیک، طبي تجهیزات او د کانونو مهمې برخې شاملې دي».
د دغې ادارې په باور د دې معیارونو منظور د محصولاتو او خدماتو د کیفیت په ښه والي، د بازارونو په معیاري کولو، د خوندیتوب د کچې په لوړولو او د ټولنې د روغتیا په ساتنه کې مهم رول لري او د معیارونو پر تطبیق د لا اغېزناکې څارنې لپاره زمینه برابروي.
دغه اداره د کورنیو معیارونو پراختیا او تطبیق خپل بنسټیز لومړیتوب ګڼي او وايي، هڅه کوي، چې د معیاري کولو د بهیر په پراخولو سره، په هېواد کې د باکیفیته، خوندي او معیاري محصولاتو او خدماتو د تولید او وړاندې کولو لپاره بشپړه زمینه برابره کړي.
خو هېوادوال لا هم په بازارونو کې د کم کیفیته او په ځانګړې توګه د تاریخ تېر توکو له ډېرښته شکایت لري. دوی وايي، په دې برخه کې د طالبانو څارنه ډېره کمزورې ده.
