امرالله صالح: امریکا دې طالبانو ته د پیسو لېږد او د افغانیو په چاپ کې همکاري ودروي

د افغانستان دتیر جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح له امریکا غوښتي چې طالبانو ته د نغدو پیسو لېږد ودروي، د افغانۍ د چاپ په برخه کې د دغه ډلې له ملاتړ لاس واخلي او پر طالبانو د بندیزونو په اړه له تشو ادعاوو ډډه وکړي.
امرالله صالح پر ایکس خواله رسنۍ کې نن د لړم پر ۱۹مه لیکلي هغه فرانسوی یا پولنډی شرکت چې د طالبانو لپاره افغانۍ چاپوي، امریکا باید د دغه شرکت د فعالیت لپاره خپله موافقه یا اجازه لغوه کړي او یا یې د بندیزونو له لارې د فعالیت مخه ونیسي.
د هغه په وینا، د افغانۍ د چاپ له دې بهیر سره تړلې پیسې یوازې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا درې میلیارده ډالرو ته رسېږي.
صالح همداراز له امریکا غوښتي چې بلکواټر دې د خپلې هغې ستراتیژۍ برخه نه ګرځوي چې د مسوولیت د نه منلو او د انکار د امکان ساتلو لپاره کارول کېږي.
هغه ټینګار کړی چې واشنګټن باید دا ادعا هم پای ته ورسوي چې ګواکې پر طالبانو یې بندیزونه لګولي دي.
صالح د خپلې څرګندونې په پای کې لیکلي، متحدینو او ملګرو یې ترې غوښتي وو چې د جمهوريپالانو له ماتې وروسته د امریکا د پالیسۍ په اړه یو څه متوازن او له باریکیو ډک دریځ ولیکي، خو د هغه ځواب همدا څرګندونې دي.
