اسحاق ډار: له افغان خاورې ترهګري یوه جدي امنیتي ننګونه ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير اسحاق ډار وايي، د افغانستان له خاورې څخه راپورته کیدونکې ترهګري یوه جدي امنیتي ننګونه ده. هغه ټينګار کړی، چې حکومت به يې د خپلو خلکو ساتنې ته دوام ورکړي.
ښاغلي ډار د سه شنبی په ورځ په اسلام اباد کې د «مارګله ډیالوګ ۲۰۲۶» غونډې ته په وینا کې وويل، پاکستان به د یوه سولهییز، باثباته او اقتصاد پلوه مدغم افغانستان لپاره هڅې او ملاتړ کوي.
نوموړي وويل «د دې موخې په لور پرمختګ اغیزمنو اقداماتو ته اړتیا لري ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان په وړاندې د ترهګرۍ لپاره نه کارېږي.»
مارګله ډیالوګ هر کال د حکومتي ادارې اسلام اباد د پالیسۍ څیړنیز انسټیټیوټ له خوا جوړيږي. دي کنفرانس کې نورو هيودانو څخه هم ماهرين ګډون کوي.
ډار د پاکستان د بهرنی تګلارې په يادونی سره وويل، له چین سره د پاکستان ستراتیژیکه ملګرتیا «زموږ د بهرنیو اړیکو د یو بنسټیز رکن په توګه پاتې ده».
د دي سربیره پاکستان له متحده ایالاتو سره رغنده تعامل ته دوام ورکړی او له سعودي عربستان، ترکیې، مصر، ایران، د خلیج له هېوادونو، اروپا، مرکزي اسیا او نورو شریکانو سره خپله همکاري پیاوړې کوو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر يو ځل بيا ټينګار وکړ چې له سعودي عربستان او ترکیې سره د «مکې ګډ دفاعي تړون» یوه دفاعي چوکاټ دی چې د کوم ځانګړي هېواد پر ضد نه دی، بلکې موخه یې په سیمه کې د ثبات ټینګښت سره مرسته کول دي.
