اسلاماباد د طالبانو نږدې متحد و، د هغوی حکومت یې په رسمیت پېژندلی و، د دې ډلې ملاتړ یې کړی و او په افغانستان کې یې د طالبانو پر سیاسي او پوځي مشرانو پام وړ نفوذ درلود. خو د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته، د امریکا د فشارونو په زیاتېدو سره، پاکستان اړ شو چې د خپل پخواني متحد او نوي ستراتیژیک شریک ترمنځ یو انتخاب وکړي.
د پاکستان پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف د واشنګټن غوښتنې ومنلې. هغه د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد ایتلاف ملاتړ اعلان کړ، د طالبانو خلاف د پوځي عملیاتو لپاره یې د پاکستان هوايي حریم او پوځي تاسیسات د امریکا په واک کې ورکړل او له واشنګټن سره یې د اړیکو د بیا رغولو لاره پرانیسته.
دا پرېکړه د پاکستان د بهرني سیاست د یوه نوي فصل پیل و، خو له طالبانو سره یې اړیکې په بشپړه توګه پای ته ونه رسېدې.
د امریکا له پوځي مداخلې او د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو وروسته، د دواړو لورو اړیکې د «ملاتړ او مخالفت» په یوه پېچلي بهیر بدلې شوې. شل کاله وروسته، چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د هغوی بری د «غلامۍ د ځنځیرونو ماتېدل» وبلل.
د طالبانو بیا واک ته رسېدل اسلام اباد د افغانستان په اړه د خپلو اوږدمهالو هیلو پوره کېدل ګڼل، خو پنځه کاله وروسته د پخواني ملاتړي او پخواني متحد ترمنځ اړیکې د هوايي بریدونو، نښتو او ژورې بېباورۍ تر کچې رسېدلې دي. د اړیکو ددې ترینګلتیا ترشا څه دي؟
د طالبانو راټوکېدل؛ په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ هڅې
د ۱۹۹۰مو کلونو په لومړیو کې، د شوروي اتحاد له وتلو وروسته، افغانستان د مجاهدینو د کورنیو جګړو په ډګر بدل شو. پاکستان په دغو جګړو او د افغانستان په سیاسي مسایلو کې پراخ نفوذ درلود او د طالبانو د خوځښت په رامنځته کېدو او پراختیا کې یې هم مهم رول ولوباوه.
په ۱۹۹۶ کال کې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته، پاکستان د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ترڅنګ د هغوی حکومت په رسمیت وپېژاند. اسلاماباد طالبانو ته یوازې د یوه سیاسي متحد په سترګه نه کتل، بلکې د افغانستان په اړه یې د خپلې سیمهییزې تګلارې مهمه برخه ګڼل. پاکستان په کابل کې داسې حکومت غوښت چې د هند د نفوذ د پراخېدو مخه ونیسي او د دغه هېواد امنیتي اندېښنې په پام کې ونیسي.
سره له دې چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د اسامه بن لادن او القاعدې د حضور او د طالبانو د ځینو پرېکړو له امله د دواړو لورو ترمنځ اختلافات موجود وو، پاکستان بیا هم خپلې رسمي اړیکې ورسره وساتلې.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې وروسته، د امریکا حکومت له پاکستان څخه وغوښتل چې د القاعدې او طالبانو پر وړاندې د نړیوال ایتلاف ملاتړ وکړي. مشرف د سپټمبر پر نولسمه په یوه ټلوېزیوني وینا کې له امریکا سره د همکارۍ پرېکړه اعلان کړه. پاکستان امریکايي ځواکونو ته د هوايي حریم او پوځي تاسیساتو د کارولو اجازه ورکړه، استخباراتي معلومات یې ورسره شریک کړل او د القاعدې د غړو د نیولو په عملیاتو کې یې ونډه واخیسته.
خو پاکستان له طالبانو سره اړیکې په بشپړه توګه پرې نه کړې. مشرف هڅه کوله چې د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسېدو ترڅنګ د دې ډلې د ځینو غړو لپاره د افغانستان په راتلونکي سیاسي جوړښت کې د ګډون لاره هم پرانیستې پاتې شي. د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر شپاړسمه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کولن پاول اسلاماباد ته د سفر پر مهال د طالبانو د منځلارو څېرو د سیاسي رول موضوع مطرح کړه او مشرف هم وویل چې په طالبانو کې داسې کسان شته چې په راتلونکي سیاسي جوړښت کې ونډه اخیستلای شي.
د طالبانو له نسکورېدو وروسته، د بن په کنفرانس کې د افغانستان د بېلابېلو سیاسي ډلو استازي راټول شول، خو طالبان غونډې ته ونه بلل شول. پاکستان نوی حکومت ومانه، خو په کابل کې د متحده جبهې د نفوذ او د هند د احتمالي حضور په اړه یې اندېښنې لرلې.
په دې توګه، اسلاماباد د طالبانو د حکومت د نسکورېدو مخالفت ونه کړ، خو هڅه یې کوله چې د افغانستان په راتلونکي کې د دې ډلې د سیاسي نفوذ لپاره لاره پرانیستې پاتې شي.
له رسمي ملګرتیا تر دوهګوني سیاست پورې
د طالبانو له نسکورېدو وروسته د پاکستان او امریکا اړیکې د ترهګرۍ ضد جګړې په چوکاټ کې پراخې شوې، خو د افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو اوږدمهالې موخې یو شان نه وې.
امریکا غوښتل طالبان له واکه لرې وساتي، خو په ورته وخت کې د پاکستان له لوري د طالبانو د پخوانیو شبکو د بیا تنظیمېدو او د هغوی د پناه ځایونو په اړه پوښتنې راپورته کېدې. واشنګټن پر اسلاماباد فشار راوړ، خو پاکستان ټینګار کاوه چې د افغانستان جګړه باید د پوځي حل پر ځای د سیاسي جوړجاړي له لارې پای ته ورسېږي.
پاکستان د افغانستان مسالې ته له هند سره د سیالۍ له زاویې کتل او اندېښمن و چې په کابل کې د هند نږدې متحد حکومت به د پاکستان پر اوسنیو لوېدیزو پولو ستراتیژیک فشار زیات کړي. له همدې امله، اسلاماباد له یوې خوا د افغانستان له حکومت او امریکا سره رسمي اړیکې ساتلې او له بلې خوا یې د طالبانو له خوځښت سره اړیکې نه پرې کولې.
د ۲۰۱۰مو کلونو په وروستیو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره د پاکستان رول یو ځل بیا مهم شو. اسلاماباد د طالبانو د مشرانو او امریکايي استازو ترمنځ د اړیکو په ټینګولو کې مرسته وکړه او د سولې د خبرو لپاره یې له خپلو اړیکو ګټه واخیسته.
د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر نهه ویشتمه، په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه. د هوکړې له مخې، امریکا د خپلو ځواکونو د وتلو مهالوېش ومانه او طالبانو ژمنه وکړه چې د افغانستان خاوره به د امریکا او د هغې د متحدانو پر ضد نه کارول کېږي.
خو دا هوکړه د افغانستان د جمهوري حکومت او طالبانو ترمنځ د واک د وېش یا د جګړې د پای ته رسېدو وروستۍ موافقه نه وه. د بینالافغاني خبرو ترڅنګ د جګړې په ډګر کې د طالبانو پرمختګونه روان وو او په پای کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې جمهوري نظام نسکور شو.
پاکستان د هوکړې هرکلی وکړ او د سولې په بهیر کې یې خپل رول مهم باله. اسلاماباد ادعا کوله چې پر طالبانو بشپړ واک نه لري او په افغانستان کې سیاسي حل غواړي، خو پر دې ډلې یې اغېز نه انکارېدونکی حقیقت و.
سره له دې، د طالبانو بیا واکمنېدو څرګنده کړه چې د پاکستان نفوذ د هرڅه د سمېدو په معنا نه دی. طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته خپل سیاسي او امنیتي لومړیتوبونه هم په پام کې نیول.
د «غلامۍ د ځنځیرونو ماتېدل»
د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه، چې طالبان کابل ته ننوتل، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د هغوی بری د «غلامۍ د ځنځیرونو ماتېدو» په نوم ونمانځه. نورو پاکستاني چارواکو هم ورته څرګندونې وکړې.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دریځ محتاط و. اسلاماباد د طالبانو د حکومت د سملاسي په رسمیت پېژندلو پرېکړه ونه کړه او د ټولشموله حکومت او سیاسي تعامل غوښتنه یې کوله. اسلام اباد ویرېده، چې د طالبانو د تېرې دورې په څېر د طالبانو د منزوي پاتې کېدو احتمال شته.
د پاکستان د سیاسي-پوځي مشرتابه او ډیپلوماټیکو ادارو د دریځونو توپیر د اسلاماباد د ارزونو دوه اړخونه څرګندول. له یوې خوا، د طالبانو بریا د امریکا د نفوذ د پای او په افغانستان کې د پاکستان د سیمهییز نفوذ د پراخېدو د فرصت په توګه ارزول کېده، خوله بلې خوا، پاکستان د نوي حکومت په اړه محتاط و او نه یې غوښتل چې له نړیوالو فشارونو سره مخ شي.
اسلاماباد تمه لرله چې د طالبانو بیا واکمنېدل به د هند نفوذ محدود او د پاکستان امنیتي اندېښنې راکمې کړي، خو د دې ارزونې تر شا دغه پوښتنه له پامه غورځول شوې وه، چې طالبان به د واک له ترلاسه کولو وروسته هم د پاکستان د امنیتي غوښتنو تابع پاتې شي او که د یوه خپلواک حکومت په توګه به خپلې پرېکړې د خپلو سیاسي او داخلي اړتیاوو له مخې کوي؟
له ستراتیژیکې ملګرتیا تر پوځي مخامختیا
د طالبانو بیا واکمنېدو د پاکستان لپاره د یوه پخواني متحد د بېرته واکمنېدو معنا لرله. خو پنځه کاله وروسته د اسلاماباد او کابل اړیکې له داسې کړکېچ سره مخ شوې چې د پوځي نښتو، هوايي بریدونو، د لارو د تړل کېدو او متقابلو تورونو تر کچې ورسېدې.
د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر لومړیو پورې، د دواړو لورو اړیکې د امنیتي اختلافاتو او متقابلې بېباورۍ له امله ترینګلې پاتې دي.
د اختلافونو تر ټولو مهمه موضوع د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه دي. اسلاماباد ادعا کوي چې د دې ډلې مشران او وسلهوال په افغانستان کې پناه ځایونه لري او د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه تنظیموي. پاکستان له طالبانو غواړي چې د دې ډلې د فعالیتونو مخه ونیسي او پر وړاندې یې عملي اقدامات وکړي.
د ملګرو ملتونو د څارونکو په راپورونو کې هم د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو او په افغانستان کې د دې ډلې د حضور په اړه اندېښنې ثبت شوې دي.
خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي چې دوی د پاکستان د ناامنۍ مسوول نه دي او اسلاماباد باید خپلې کورنۍ ستونزې پر افغانستان ور ونه تپي.
د اختلاف موضوع یوازې د ټي ټي پي تر مسالې محدوده نه ده. د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تکراري نښتې، پر پاکستان د داعش وسله والو او د طالبانو د مخالفانو د ملاتړ تورونه، د پاکستان هوايي بریدونه، د طالبانو ځوابي اقدامات او د تګ راتګ محدودیتونه د اړیکو د خرابېدو نور عوامل دي.
د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر پر ۲۱مه او ۲۴مه پاکستان په افغانستان کې هوايي بریدونه وکړل. د پاکستان چارواکو وویل چې بریدونه یې د وسلهوالو ډلو پر مرکزونو کړي، خو افغان طالبانو د ملکي تلفاتو راپورونه ورکړل. د اکتوبر پر لومړۍ نېټه هم پاکستان په افغانستان کې نور هوايي بریدونه وکړل او دغه بریدونه او نښتې لاهم پای ته رسېدلي نه دي اعلان شوي.
د کړکېچ یو بل بنسټیز اړخ د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ تاریخي ایډیالوژیکې، سازماني او پوځي اړیکې دي.
دواړې ډلې جلا جوړښتونه او مشرتابه لري، خو د تاریخي اړیکو او فکري نږدېوالي له امله د هغوی اړیکې د پاکستان لپاره د امنیتي اندېښنې موضوع ګرځېدلې ده.
د پاکستان تمه دا وه چې طالبان به د یوه پخواني متحد په توګه د اسلاماباد امنیتي غوښتنې په پام کې ونیسي، خو د طالبانو لپاره د ټي ټي پي کنټرولول د هغوی د ماضي اړیکو، ملاتړ، مذهبي او جهادي شعارونو او نورو عواملو ته په پام، اسانه نه دي.
په همدې ځای کې د دواړو لورو د تمو ترمنځ اساسي ټکر رامنځته کېږي. پاکستان غواړي طالبان د خپلې خاورې پر ضد د فعالیت کوونکو وسلهوالو ډلو پر وړاندې پرېکنده اقدامات وکړي، خو طالبان نه غواړي د پاکستان د کورنیو امنیتي ستونزو د حل مسوولیت پر غاړه واخلي او یا د امیرخان متقي په وینا، ځان ته په کوردننه سرخوږ پیدا کړي.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ د جوړجاړي لپاره چین، قطر او ترکیې د منځګړیتوب هڅې کړې دي، خو د امنیتي اختلافاتو او متقابلو غوښتنو له امله تر اوسه دایمي حل نه دی رامنځته شوی.
په دې توګه، د طالبانو بیا واکمنېدل پاکستان ته هغه ستراتیژیک فرصت نه شو چې اسلاماباد یې تمه لرله. دغه راز دغو تحولاتو دا هم وښوده، چې د افغانستان پر ارګ د یوه هېواد د متحد واکمنېدل په دې معنا نه دي، چې د هغه هېواد پر سیاستونو او هرڅه اغیز لرلی شي.