مکرون د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د مصنوعي ځیرکتیا پر کارولو د سختو محدودیتونو غوښتنه کړې

د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون د ماشومانو د انلاین خوندیتوب لپاره د سختو محدودیتونو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې له ۱۳ کلونو کم عمره ماشومان باید خواله رسنیو ته لاسرسی ونه لري.
مکرون د پاریس د سولې فورم په څنډه کې ویلي، چې د خواله رسنۍ او مصنوعي ځیرکتیا پراختیا د ماشومانو د ژوند او ودې پر وړاندې نوي ګواښونه رامنځته کړي او د دغه ټکنالوژیو په اړه باید پرېکړې د علمي څېړنو او شواهدو پر بنسټ وشي.
هغه زیاته کړې، د ماشومانو د خوندیتوب لپاره باید په اروپايي کچه داسې قانون جوړ شي چې له ۱۳ کلونو کم عمره ماشومان له خواله رسنیو څخه منع کړي او د ۱۳ او ۱۵ کلونو ترمنځ ماشومانو ته د دغه رسنیو لاسرسی په سختو شرایطو کې تنظیم کړي.
د فرانسې ولسمشر ټینګار کړی، چې ټکنالوژي باید د ماشومانو لپاره یو فرصت وي؛ نه دا چې د هغوی د زیان او راتلونکي په بیه پراختیا ومومي. مکرون ویلي، د علمي څېړنو پر بنسټ یې له شپږو کلونو کم عمره ماشومانو ته د سکرینونو کارول منع کړي او تر لېسې پورې یې د ځیرک مبایلونو پر کارولو بندیز لګولی دی.
هغه همداراز ټینګار کړی، چې هېڅ ډول مصنوعي ځیرکتیا باید د خپلواکو بنسټونو لهخوا تر ازموینې او ارزونې مخکې د ماشومانو په واک کې ورنه کړل شي. مکرون د ماشومانو لپاره د لا خوندي مصنوعي ځیرکتیا په موخه د ژمنتیا منشور هم مهم ګام بللی دی. دغه منشور د انتروپیک، بلیک فارېسټ لېبز، مایکروسافټ او اوپناېای شرکتونو هم تایید کړی دی.
د پاریس د سولې په فورم کې د بېلابېلو هېوادونو مشران، د مصنوعي ځیرکتیا د سترو شرکتونو استازي، څېړونکي او متخصصان راټول شوي وو.
