په یادې طرحه کې هېګسېت د ایران په جګړه کې د اساسي قانون پر سرغړونې، په نورو هېوادونو کې د پوځي عملیاتو او د ملکي وګړو د ساتنې قوانینو د نه مراعتولو په ګډون پر بېلابېلو سرغړونو تورن شوی دی.
د امریکا د استازو جرګې د ۲۱۱ موافقو او ۲۰۴ مخالفو رایو په پایله کې پرېکړه وکړه، چې دغه طرحه قضايي کمېټې ته ولېږي. یادې پرېکړې په عملي توګه د استیضاح په اړه د مستقیمې رای اچونې مخه ونیوله.
د دغې طرحې وړاندیزکوونکی توماس مسي یوازینی جمهوريپال و، چې له ډیموکراټانو سره یوځای یې د یادې پرېکړې مخالفت وکړ. دغه رای اچونه تر منځمهاله ټاکنو یوه اوونۍ وروسته ترسره شوه. په دغه ټاکنو کې جمهوريپالو د کانګرس د دواړو جرګو اکثریت له لاسه ورکړ؛ خو د نوي کانګرس د کار تر پیل پورې لاهم د دواړو جرګو اکثریت د دوی په واک کې دی.
د کینټکي ایالت جمهوريپال استازي او د جګړې نیوکه کوونکي توماس مسي د سپټمبر په میاشت کې د استیضاح دغه طرحه وړاندې کړې وه. هغه هېګسېت پر اتو سرغړونو تورن کړی، چې په هغې کې د کانګرس له اجازې پرته له ایران سره د جګړې پیلول هم شامل دي.
په طرحه کې راغلي، د امریکا دفاع وزیر د جون میاشتې هغه پرېکړهلیک هم له پامه غورځولی چې د استازو جرګې او سنا تصویب کړی و او موخه یې د جګړې پای ته رسول وو. همداراز، نوموړی د ملکي وګړو د مرګژوبلې د کمولو اړوند قوانینو پر نه مراعتولو تورن شوی دی.
په دې طرحه کې په ځانګړې توګه د ایران په میناب ښار کې پر یوه ښوونځي د امریکا برید ته اشاره شوې، چې د راپورونو له مخې له امله یې تر ۱۶۸ ډېر کسان وژل شوي دي.
د کارابین سمندرګي او د ارام سمندر په ختیځه برخه کې پر هغو کښتیو بریدونه، چې شک کېده د نشهیي توکو د لېږد لپاره کارول کېږي او له امله یې لږترلږه ۲۲۱ کسان وژل شوي، هم د دغې طرحې له نورو مواردو څخه دي. مسي دغه بریدونه «له قضايي بهیر پرته وژنې» بللې دي.
د وینزویلا د هغه مهال ولسمشر نیکولاس مادورو د نیولو لپاره پوځي عملیات، پر یمن بمبارۍ او د مارک کېلي په نوم د ډیموکراټ سناتور پر وړاندې غچ اخیستونکي اقدامات هم په دغه تورونو کې شامل دي. کېلي تر دې مخکې د هېګسېت پر کړنو نیوکې کړې وې.
هېګسېت تر رای اچونې څو ساعته مخکې د پنټاګون په خبري غونډه کې د هغه د استیضاح هڅه «سیاسي ننداره» بللې وه او ویلي یې و: «دا یوه مسخره او نمایشي هڅه ده او هر څوک په دې پوهېږي».
هغه دغه اقدام د ډونالډ ټرمپ د استیضاح له دوو پخوانیو هڅو سره پرتله کړ او ویې ویل، چې مخالفانو یې دا ځل د ولسمشر د کابینې یو غړی په نښه کړی؛ خو بیا به هم ماتې وخوري.
ټرمپ هم په وروستیو ورځو کې د هېګسېت ملاتړ کړی دی. هغه د دوشنبې په ورځ پر خواله رسنۍ د امریکا دفاع وزیر «د هېواد تر ټولو محبوب او بریالی پوځي چارواکی» بللی او ژمنه یې کړې وه، که د استازو جرګې د هغه د استیضاح لپاره رایه هم ورکړه؛ دی به یې ملاتړ ته دوام ورکړي.
د ایران له جګړې سره مخالفو یوشمېر جمهوريپال استازو هم د هېګسېت د استیضاح ملاتړ ونه کړ. وارن ډیویډسن چې مخکې یې د ټرمپ د جګړهییزو واکونو د محدودولو د پرېکړهلیکونو ملاتړ کړی و وویل، چې دغه طرحه د ولسمشر د پرېکړو او د کانګرس د نهپاملرنې مسوولیت پر دفاع وزیر ور اچوي.
هېګسېت چې پخوا د فاکس نیوز ویاند او د ملي ګارد افسر و، د ټرمپ د کابینې له جنجالي څېرو څخه دی. د لوړپوړو جنرالانو ګوښه کول، د یوشمېر افسرانو د ترفیع مخنیوی او په پنټاګون کې د خبریالانو پر فعالیتونو د نویو محدودیتونو لګول د هغه پر مدیریت پراخې نیوکې راپارولې دي.
مسي هم د خپل ګوند په مقدماتي ټاکنو کې د ټرمپ او هېګسېت د ملاتړ وړ نوماند ته له ماتې خوړلو وروسته پرېکړه کړې، چې د روان کال په پای کې له کانګرس څخه ووځي.