ورته مهال د عراق لومړي وزیر هم امر کړی، چې په دغه هېواد کې د تېلو د محصولاتو د غلا او قاچاق په اړه څېړنې وشي. عراقي رسنیو راپور ورکړی، چې د عراق د پارلمان رییس هبت الحلبوسي افغانستان ته د تېلو د احتمالي قاچاق په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته د یوې څېړنیزې کمېټې د جوړولو امر کړی دی.
د عراق د پارلمان د رسمي خبرپاڼې له مخې، دغه کمېټه به د ایران له لارې افغانستان ته د کرکوک او د کردستان له اقلیم څخه د تېلو د قاچاق د راپورونو ترڅنګ، د کردستان په اقلیم کې د «خور مور ګازي» ډګر وروستی برید هم وڅېړي.
دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې د امریکا د منځني ختیځ رسنیزې شبکې اړوند الحره خبري شبکې د عراق د کورنیو چارو وزارت د یوه ۱۹ مخیز محرمانه ارزونې راپور په اړه معلومات خپاره کړل.
دغه ارزونه چې د اکتوبر په میاشت کې چمتو شوې، د عراق د بابل ولایت په جرفالنصر سیمه کې د مېلیونونه ډالرو په ارزښت د تېلو د غلا موضوع افشا کړې ده. د دغه راپور له مخې، د عراق د پلازمېنې بغداد په ۶۰ کیلومترۍ کې سوېل لوېدیځ ته په جرفالنصر سیمه کې د تېلو غلا په ۲۰۲۱کال کې پیل شوې ده. د یادې غلا عاملانو د دولتي نل لیکو ناقانونه څانګې جوړولې او له دې لارې یې تېل ایستل.
په دې څېړنه کې د تېرو پنځو کلونو د سپوږمکۍ انځورونو او د ډیټابېسونو د معلوماتو د پرتله کولو له لارې څلور ځایونه پېژندل شوي دي. په دغه ځایونو کې غلا شوي تېل د لومړنیو او ابتدايي تصفیوي تاسیساتو له لارې تر ځمکې لاندې کندو ته لېږدول کېدل او هلته زېرمه کېدل.
د راپور له مخې، د ۳۶زره لېټرو ظرفیت لرونکو ټانکرونو تېل له درېیو لارو د بغداد او نړۍوالو لویو لارو پر لور لېږدول کېدل او له رسمي امنیتي پوستو څخه یې تېرول.
د ۲۰۲۲کال د اکتوبر میاشتې د سپوږمکۍ انځورونو په دغه ځایونو کې په یوه کې د ۲۱ ټانکرونو شتون ثبت کړی دی. خو د عراق د کورنیو چارو وزارت ارزونه ښيي، چې د تېلو د بارولو ګڼې چارې د شپې لهخوا ترسره کېدې.
د عراق د کورنیو چارو وزارت همداراز راپور ورکړی، چې په جرفالنصر سیمه کې د تېلو غلا لا هم روانه ده. دغه وزارت د دولتي نفتو لېږد رالېږد شرکت او د تېلو د محصولاتو د وېش دولتي شرکت د مسوولانو د قانوني څار غوښتنه کړې ده. د دغه وزارت په وینا، دغو مسوولانو د سرغړونو د مخنیوي په برخه کې خپله دنده سمه نه ده ترسره کړې.
د جرفالنصر سیمه د حزبالله لواګانو (کتایب حزبالله) تر کنټرول لاندې ده؛ دا یوه وسلهواله ډله ده چې د ایران ملاتړ ورسره دی. د الحره د راپور له مخې، د عراق د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي، چې دغه ډله پر ټوله سیمه بشپړ کنټرول لري.
د عراق رسمي خبري اژانس هم راپور ورکړی، چې د دغه هېواد لومړي وزیر علي الزیدي د سېشنبې په ورځ د تېلو د محصولاتو د غلا او قاچاق دوسیې د څېړلو لپاره د یوې جلا اجرایوي کمېټې د جوړولو امر کړی دی.