هغې ویلي، چې د افغانستان راتلونکی او ثبات تر ډېره د امریکا د سیاستونو پر ځای د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه د چین او روسیې پر دریځ او رول پورې تړاو لري.
مېرمن فورزایمر د افغانستان انټرنشنل خبریال طاهر قادري سره په مرکه کې ویلي: «افغانستان نور په واشنګټن کې مهمه موضوع نهده. زما په اند مهمه ده، چې خلک پر دې واقعیت پوه شي. په رښتیا نه پوهېږم، چې دا خبره څنګه بیان کړم، پرته له دې چې په ډېر صراحت او څرګند ډول یې ووایم».
هغې د یادې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به د طالبانو له مخالفانو ملاتړ وکړي وویل، چې په واشنګټن کې د هغوی د ملاتړ لپاره هېڅ لېوالتیا او ورته اراده نهشته. فورزایمر زیاته کړه: «تر کومه ځایه چې زه پوهېږم، ځواب منفي دی. په واشنګټن کې د هغوی د ملاتړ لپاره هېڅ لېوالتیا نهشته».
هغې وویل، په واشنګټن کې ډېری سیاسي جریانونه طالبان یوه داسې ډله ګڼي چې مشروعیت نهلري او نه غواړي له هغوی سره نږدې همکاري وکړي. هغې زیاته کړه: «طالبان د ګڼ شمېر امریکایانو د وژل کېدو مسوول دي او ان اوس هم د امریکا ځینې وګړي یرغمل ساتي».
د فورزایمر په وینا، افغانستان له اقتصادي پلوه هم د امریکا لپاره چندان جذابیت نهلري او د دغه هېواد د کانونو سرچینې د واشنګټن لپاره ځانګړی اهمیت نهلري؛ ځکه ورته کانونه په نورو هېوادونو کې هم شته.
خو فورزایمر له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتل «یوه لویه تېروتنه» بللې او ویلي یې دي، چې واشنګټن باید له پیله د افغانستان ثبات د رامنځته کولو د بهیر ستونزمن واقعیتونه خپلو خلکو ته روښانه کړي وای.
د هغې په وینا، امریکا باید له پیله دا روښانه کړې وای د داسې حکومت ملاتړ چې د جمهوریت او ډیموکراتیک نظام د جوړولو هڅه کوي؛ یوه اوږدمهاله پروژه ده. دغه حکومت د ځانبسیاینې او د بغاوتونو او نورو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره کلونو او ښايي لسیزو بهرني ملاتړ ته اړتیا لرله.
فورزایمر د افغانستان د پخواني حکومت پرځېدل د وړاندوینې وړ وباله. هغې وویل، د افغانستان پوځ داسې جوړ شوی و چې د لوژستیکي او نورو برخو لپاره پر بهرني ملاتړ متکي و او دا تمه چې دغه ځواک به په یوازې ځان یوه درنه جګړه روانه وساتي له حده لوړه تمه وه.
هغې وویل: «زما په اند د جمهوریت سقوط په پای کې یوه د وړاندوینې وړ پېښه وه، که څه هم د سقوط بهیر د ډېرو خلکو د تمې خلاف ډېر چټک و». فورزایمر د مرکې په بله برخه کې په افغانستان کې د حکومتونو د مشروعیت پر کړکېچ خبرې وکړې او ویې ویل، یوه تېروتنه دا وه چې ګومان کېده یوازې د ټاکنو ترسره کول کولای شي ټولو پوښتنو ته ځواب ووایي او د سیاسي مشروعیت ستونزه حل کړي.
د هغې په وینا، د افغانستان په سیاسي بدلونونو کې د خلکو لیدلوري او غوښتنو ته کافي پاملرنه نهده شوې. هغې ټینګار وکړ، تر هغې چې یوه سیاسي پروسه د یوه مشروع او باثباته حکومت د رامنځته کېدو لامل نهشي، افغانستان ښايي کلونه او ان لسیزې د یوه بېثباته هېواد په توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اجنډا کې پاتې شي.
د امریکا د سفارت پخوانۍ مرستیالې ویلي، چې د سیمې هېوادونه او ملګري ملتونه باید ان د خپلو ګټو له امله په افغانستان کې د یوې سیاسي پروسې د رامنځته کېدو لپاره هڅې وکړي. د هغې په وینا، دغه پروسه باید د افغانستان له خلکو سره پر پراخو مشورو ولاړه وي او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو غږونه پهکې واورېدل شي.
هغې زیاته کړه، ملګري ملتونه کولای شي د داسې یوې پروسې په جوړولو او پر مخ وړلو کې مرسته وکړي چې د افغانستان د خلکو د بېلابېلو قشرونو نظرونه پهکې واورېدل شي.
فورزایمر د خپلو خبرو پر دوام وویل، چې د افغانستان په راتلونکي کې به د سیمې د هېوادونو رول د واشنګټن د سیاستونو پرتله ډېر مهم وي. هغې طالبانو ته د روسیې نږدې کېدو ته په اشارې وویل، چې مسکو هم طالبان په بشپړ ډول باثباته حکومت نهګڼي.