• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: څه باندې ۷۰۰ افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد شول

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۹:۵۰ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په روانه اونۍ کې څه باندې ۷۰۰ افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت د یادو افغانانو د نیول کېدو د لامل په اړه څه نه‌دي ویلي، خو په پاکستان کې ډېری افغانان د ویزو د نه‌لرو له امله نیول کېږي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په روانه اونۍ کې د پاکستان له بندخونو ۷۰۸ افغان کډوال، چې تر مختلفو مودو پورې بندیان وو ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، له دې ډلې ۴۰۵ تنه یې د سپین بولدک او ۳۰۳ تنه یې د تورخم له لارو بېرته هېواد ته را اړول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي:«دوی په لېږد امریتونو کې ثبت او د همکارو بنسټونو د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول».

سره له دې چې دغه وزارت په پاکستان کې د یادو افغانانو د نیول کېدو د لاملونو په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو په پاکستان کې ډېری افغانان په دغه هېواد کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو او ویزو د نشتوالي له امله نیول کېږي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

پاکستان د تېر کال د اګست له میاشتې راهیسې افغانانو ته د هر ډول ویزو د تمدیدولو بهیر درولی او په دغه هېواد کې مېشت افغانان د پاکستان له حکومت څخه غواړي، چې د ویزو د تمدیدولو بهیر پیل کړي، څو دوی هم په قانوني بڼه دغه هېواد کې واوسېږي.

ډېر لیدل شوي

ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د افغانستان په ګاونډ کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې
۱

ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د افغانستان په ګاونډ کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې

۲

د مارګلا ناسته: «پاکستان نه غواړي افغانستان د هند غېږې ته ولوېږي»

۳
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د طالبانو پوهنې وزارت د لومړنیو زده‌کړو په تړاو د یونیسف او یونسکو ګډ راپور رد کړ

۴

یونیسف: له څلورو میلیونو ډېر افغان ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا لري

۵

د طالبانو له واکمنۍ تر جلاوطنۍ؛ په پاکستان کې افغان هنرمندان له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي

•
•
•

نور خبرونه

له ترکیې د راګرځېدلي طالب پلاوي په راپور کې د ۸ مړه شویو افغانانو یادونه نه‌ده شوې

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۵ GMT+۰
100%

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت یو پلاوی ۲۰ ورځې مخکې د افغان کډوالو او بندیانو د ستونزو د ارزولو په موخه ترکیې ته تللی وو او پرون یې خپل راپور وړاندې کړ. په دې راپور کې د ترکیې او ایران تر منځ په ګډه پوله کې د ۸ مړه شویو افغان کډوالو په تړاو هېڅ یادونه نه‌ده شوې.

خبري سرچینو د تېرې یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) د ایران او ترکیې په پوله د اتو کډوالو د مړو ویډیو افغانستان انټرنشنل ته راولېږله. په دې ویډیو کې د اتو نارینه‌وو مړي لیدل کېږي چې زنې یې تړل شوې دي. دغه جسدونه د ترکیې د وان ولایت «اوزالپ» اړوند د «یوکاری‌تولګالی» سیمې ته نږدې د ایران له پولې شاوخوا درې کیلومتره واټن کې موندل شوي او د ترکیې رسنیو د هغوی د مړینې لامل سخته یخني بللې، خو د مړینې اصلي لامل تر اوسه په خپلواکه توګه نه‌دی تایید شوی.

په ترکیې کې د پناه غوښتونکو ټولنې او د مړه شویو کسانو کورنیو هم له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د دغو اتو کسانو مړینه تایید کړې ده. د دوی په وینا، چې تر دې مهاله په وان ښار کې مېشتو افغانانو ته اجازه نه‌ده ورکړل شوې چې د مړو د پېژندنې یا لیدلو لپاره روغتون ته لاړ شي، خو د ډېریو دغو مړو هویت افغان بلل شوی دی.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر د رییس سعید احمد بنوري په مشرۍ یو پلاوی ۲۰ ورځې مخکې (د تلې ۳۰مه) د افغان کډوالو او بندیانو د ستونزو د ارزولو په موخه ترکیې ته تللی وو او پرون (چهارشنبه د لړم ۲۰مه) خپل راپور یې وړاندې کړ. په دې راپور کې د ترکیې او ایران تر منځ په ګډه پوله کې د ۸ مړه شویو افغان کډوالو په تړاو هېڅ یادونه نه‌ده شوې.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ترکیې ته د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د دغه وزارت د دفتر رییس سعید احمد بنوري پر مشرۍ تللي پلاوي د خپل سفر راپور د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر عبدالکبیر سره شریک کړ.

د دغه پلاوي په راپور کې راغلي، یاد طالب پلاوي په ترکیې کې د افغان کډوالو له مېشتغالو لیدنې کړي او هلته یې د مېشتو افغانانو د خوراکي توکو، روغتیایي او نورو اړینو خدمتونو ته د لاس‌رسي ارزونه شوې او له ترکي چارواکو سره یې د حل‌لارو په اړه خبرې شوې دي.

عبدالکبیر د یاد راپور له اورېدو وروسته په نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه اړینه وبلله او زیاته یې کړه، چې یاد وزارت به په بهر کې د ټولو مېشتو افغان کډوالو د وضعیت ارزونې ته دوام ورکړي او د هغوی د ستونزو حل په موخه به له کوربه هېوادونو سربېره، د ملګرو ملتونو له استازو سره هم خبرې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د یادو مړو شویو کسانو کورنۍ له ترکي، ایراني او طالب چارواکو غواړي، چې کابل ته د مړه شویو کسانو د مړو په لېږدولو کې همکاري وکړي، څو کورنۍ یې خاورو ته وسپارلی شي.

په کندهار کې د درملو پر سر شخړه؛ طالبانو د پېښې د ویډیو خپروونکي ګواښلي

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۰
100%

په کندهار کې د درملو د مارکېټونو مخې ته د طالبانو او درمل‌پلورونکو ترمنځ له نښتې وروسته، طالبانو د پېښې د ویډیوګانو خپروونکي ګواښلي، که دغه ویډیوګانې له خپلو خواله رسنیو پاکې نه‌کړي؛ نو وبه نیول شي.

د پېښې یو ویډیو خپروونکی وایي، د طالبانو له‌خوا د هغه د ځای او کور پته پوښتل شوې او دی د نیول کېدو له وېرې له کوره تښتېدلی او په یوه پټ ځای کې اوسېږي.

د چهارشنبې په ماسپښین د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند پر نوي سړک د درملو د مارکېټونو مخې ته د طالبانو او درمل پلورونکو ترمنځ له نښتې وروسته ګڼو کسانو د پېښې ویډیوګانې ثبت کړې او پر خواله رسنیو یې خپرې کړې.

د معلوماتو له مخې، د پېښې په اړه د ویډیوګانو له خپرېدو وروسته طالبانو ګڼو هغو کسانو ته خبرداری ورکړی چې د نښتې ویډیوګانې یې پر خپلو فیسبوک او نورو خواله حسابونو خپرې کړې وې. طالبانو له دغه کسانو غوښتي، چې دغه ویډیوګانې پاکې کړي، کنه د نیول کېدو له ګواښ سره به مخ شي.

د دغه ګواښونو له امله ګڼو کسانو خپلې خپرې کړې ویډیوګانې له خواله حسابونو لرې کړې دي؛ خو په ځینو مستعارو حسابونو کې لا هم د پېښې ویډیوګانې شته.

یو کس چې د پېښې ویډیو یې پر فیسبوک خپره کړې وه وایي، د یوه ملګري له لارې خبر شوی چې طالبان یې د ځای او پتې په اړه پوښتنې کوي او د نیولو پلان یې هم درلود. نوموړی وایي، له دې خبرتیا وروسته یې ویډیو له خپل فیسبوک حساب پاکه کړې او د نیول کېدو له وېرې یې کور پرېښی دی.

هغه وایي، اوس په یوه پټ ځای کې دی او د امنیتي اندېښنو له امله کور ته د تلو جرات نه‌لري.

د سیمې اوسېدونکي وایي، د پېښې ویډیوګانې ځکه ګڼو کسانو خپرې کړې وې چې د طالبانو یوشمېر وسله‌وال د غلو په څېر د درملو مارکېټونو ته ورغلي وو او غوښتل یې درمل په خپل سر ټول کړي؛ چې وروسته خلکو د همدې چلند او شخړې د ثبتولو لپاره ویډیوګانې اخیستې وې.

د دوی په باور، خلکو فکر نه کاوه چې طالبان به د دغه ویډیوګانو د خپرېدو په غبرګون پر خپروونکو فشار راوړي؛ خو د پېښې له خپرېدو وروسته د طالبانو پام د درملو راټولولو او د خلکو پر وړاندې د وسله‌والو د چلند پر ځای هغو کسانو ته واوښت، چې د پېښې ویډیوګانې یې ثبت او خپرې کړې وې.

خلک وایي، طالبانو د پېښې په اړه د خپل‌سري چلند د څېړلو پرځای عام خلک ملامت کړي چې ولې یې پر طالبانو لاس پورته کړی او د هغوی موټر یې تخریب کړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د همدې پېښې په تړاو تر دې وړاندې د ۲۲ کسانو د نیول کېدو او د نورو کسانو د نیولو د ګواښ راپورونه هم ورکړل شوي وو.

د عراق پارلمان افغانستان ته د تېلو د قاچاق موضوع څېړي

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۱۴ GMT+۰
100%

د عراق د پارلمان رییس امر کړی، چې یوه لنډمهاله کمېټه دې د ایران له لارې افغانستان ته د کرکوک د تېلو له سیمو او د کردستان له خودمختاره اقلیم څخه د تېلو د قاچاق په اړه استخباراتي راپورونه وڅېړي.

ورته مهال د عراق لومړي وزیر هم امر کړی، چې په دغه هېواد کې د تېلو د محصولاتو د غلا او قاچاق په اړه څېړنې وشي. عراقي رسنیو راپور ورکړی، چې د عراق د پارلمان رییس هبت الحلبوسي افغانستان ته د تېلو د احتمالي قاچاق په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته د یوې څېړنیزې کمېټې د جوړولو امر کړی دی.

د عراق د پارلمان د رسمي خبرپاڼې له مخې، دغه کمېټه به د ایران له لارې افغانستان ته د کرکوک او د کردستان له اقلیم څخه د تېلو د قاچاق د راپورونو ترڅنګ، د کردستان په اقلیم کې د «خور مور ګازي» ډګر وروستی برید هم وڅېړي.

دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې د امریکا د منځني ختیځ رسنیزې شبکې اړوند الحره خبري شبکې د عراق د کورنیو چارو وزارت د یوه ۱۹ مخیز محرمانه ارزونې راپور په اړه معلومات خپاره کړل.

دغه ارزونه چې د اکتوبر په میاشت کې چمتو شوې، د عراق د بابل ولایت په جرف‌النصر سیمه کې د مېلیونونه ډالرو په ارزښت د تېلو د غلا موضوع افشا کړې ده. د دغه راپور له مخې، د عراق د پلازمېنې بغداد په ۶۰ کیلومترۍ کې سوېل لوېدیځ ته په جرف‌النصر سیمه کې د تېلو غلا په ۲۰۲۱کال کې پیل شوې ده. د یادې غلا عاملانو د دولتي نل لیکو ناقانونه څانګې جوړولې او له دې لارې یې تېل ایستل.

په دې څېړنه کې د تېرو پنځو کلونو د سپوږمکۍ انځورونو او د ډیټابېسونو د معلوماتو د پرتله کولو له لارې څلور ځایونه پېژندل شوي دي. په دغه ځایونو کې غلا شوي تېل د لومړنیو او ابتدايي تصفیوي تاسیساتو له لارې تر ځمکې لاندې کندو ته لېږدول کېدل او هلته زېرمه کېدل.

د راپور له مخې، د ۳۶زره لېټرو ظرفیت لرونکو ټانکرونو تېل له درېیو لارو د بغداد او نړۍوالو لویو لارو پر لور لېږدول کېدل او له رسمي امنیتي پوستو څخه یې تېرول.

د ۲۰۲۲کال د اکتوبر میاشتې د سپوږمکۍ انځورونو په دغه ځایونو کې په یوه کې د ۲۱ ټانکرونو شتون ثبت کړی دی. خو د عراق د کورنیو چارو وزارت ارزونه ښيي، چې د تېلو د بارولو ګڼې چارې د شپې له‌خوا ترسره کېدې.

د عراق د کورنیو چارو وزارت همداراز راپور ورکړی، چې په جرف‌النصر سیمه کې د تېلو غلا لا هم روانه ده. دغه وزارت د دولتي نفتو لېږد رالېږد شرکت او د تېلو د محصولاتو د وېش دولتي شرکت د مسوولانو د قانوني څار غوښتنه کړې ده. د دغه وزارت په وینا، دغو مسوولانو د سرغړونو د مخنیوي په برخه کې خپله دنده سمه نه ده ترسره کړې.

د جرف‌النصر سیمه د حزب‌الله لواګانو (کتایب حزب‌الله) تر کنټرول لاندې ده؛ دا یوه وسله‌واله ډله ده چې د ایران ملاتړ ورسره دی. د الحره د راپور له مخې، د عراق د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي، چې دغه ډله پر ټوله سیمه بشپړ کنټرول لري.

د عراق رسمي خبري اژانس هم راپور ورکړی، چې د دغه هېواد لومړي وزیر علي الزیدي د سې‌شنبې په ورځ د تېلو د محصولاتو د غلا او قاچاق دوسیې د څېړلو لپاره د یوې جلا اجرایوي کمېټې د جوړولو امر کړی دی.

د درملو پر سر جنجال؛ طالبانو په کندهار کې ۲۲ کسان نیولي او د نورو د نیولو ګواښ هم شته

۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۹ GMT+۰
100%

د کندهار ښار په لومړۍ حوزه کې د درملو د مارکېټونو پر سر د طالبانو او خلکو ترمنځ له نښتې وروسته طالبانو ۲۲ کسان نیولي او یوشمېر نور کسان هم د نیول کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د سیمې اوسېدونکي او درمل پلورونکي وایي، طالبان د درملو راټولولو لپاره په زور بازارونو ته ورتلل او د خلکو له اعتراض سره یې په تاوتریخوالي ځواب ورکاوه.

د چهارشنبې په ماسپښین (د لړم ۲۰مه) د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند پر نوي سړک د درملو د مارکېټونو مخې ته هغه مهال شخړه رامنځته شوه، چې د طالبانو د نهمې حوزې یوشمېر وسله‌وال د درملو راټولولو لپاره سیمې ته ورغلي وو.

د عیني شاهدانو او درمل پلورونکو د معلوماتو له مخې، د نهمې حوزې وسله‌والو غوښتل د درملو مارکېټونه په خپل سر وپلټي او درمل ترې یوسي؛ خو د لومړۍ حوزې له طالبانو سره د همدې موضوع پر سر لفظي شخړه پیل شوه، چې وروسته په فزیکي نښته واوښته او عام خلک هم ورسره ښکېل شول.

سرچینې او د پېښې عیني شاهدان وايي، طالبانو د یادې پېښې په تړاو تراوسه ۲۲ کسان نیولي او د سیمې د درمل پلورونکو په وینا، د نورو کسانو د نیولو هڅې هم روانې دي. یو درمل پلورونکی وایي، په پېښه کې د لسګونه کسانو د ښکېلتیا له امله یوشمېر نور کسان هم د نیول کېدو له وېرې له سیمې تښتېدلي دي.

هغه وایي: «۲۲ تنه تراوسه نیول شوي او لا هم ځینې کسان د نیول کېدو له ګواښ سره مخ دي؛ خو اوس له سیمې وتلي دي ځکه دوی په دې شخړه کې ښکېل بلل شوي دي. په دې پېښه کې په لسګونه کسان ښکېل وو؛ خو هغه کسان چې اوس یې د نیولو ګواښ کېږي، ځینې په لاسي ډول طالبانو ته ورپېژندل شوي او یا په ویډیوګانو کې ښکاري چې د طالبانو موټر ته زیان رسوي».

د سیمې نور عیني شاهدان وایي، د طالبانو له‌خوا د درملو راټولولو تکراري هڅو خلک سخت په غوسه کړي وو او د همدې زور زیاتي پر وړاندې یې غبرګون وښود. د دوی په وینا، طالبانو تر دې وړاندې هم له یادو مارکېټونو درمل وړي دي، پرته له دې چې د یادې ډلې د عامې روغتیا وزارت اړوند مسوول کسان ورسره ملګري وي؛ خو سوداګرو د طالب وسله‌والو د زور له امله د اعتراض او مخنیوي توان نه درلود.

یو بل درمل پلورونکی وایي: «موږ خو نور خبر نه یو، چې دا څوک دي خو وسلې ورسره وې، هر وخت راتلل او پاکستاني درمل یې ټولول، دا ځل د نورو طالبانو له‌خوا په ډاګه شول چې دا کسان د غلو په شکل دلته راځي، نو ځکه خلک ډېر ورته په غوسه وو او له دوی سره یې شخړه وکړه».

د درمل پلورونکو دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو وسله‌والو له‌خوا د درملو د راټولولو، د سوداګرو د اعتراض د ځپلو او د پېښې ښکېلو کسانو د نیولو راپورونه په کندهار کې د سوداګرو او عامو خلکو ترمنځ د وېرې او اندېښنې فضا رامنځته کړې ده.

کابل کې د امریکا پخوانۍ ډیپلوماته: واشنګټن د طالبانو د مخالفانو ملاتړ ته لېوالتیا نه‌لري

۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۶ GMT+۰
100%

په کابل کې د امریکا د سفارت پخوانۍ مرستیالې اني فورزایمر ویلي، چې افغانستان نور د واشنګټن د بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې ځای نه‌لري او د دغه هېواد کړکېچ د امریکا په اجنډا کې شامل نه‌دی.

هغې ویلي، چې د افغانستان راتلونکی او ثبات تر ډېره د امریکا د سیاستونو پر ځای د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه د چین او روسیې پر دریځ او رول پورې تړاو لري.

مېرمن فورزایمر د افغانستان انټرنشنل خبریال طاهر قادري سره په مرکه کې ویلي: «افغانستان نور په واشنګټن کې مهمه موضوع نه‌ده. زما په اند مهمه ده، چې خلک پر دې واقعیت پوه شي. په رښتیا نه پوهېږم، چې دا خبره څنګه بیان کړم، پرته له دې چې په ډېر صراحت او څرګند ډول یې ووایم».

هغې د یادې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به د طالبانو له مخالفانو ملاتړ وکړي وویل، چې په واشنګټن کې د هغوی د ملاتړ لپاره هېڅ لېوالتیا او ورته اراده نه‌شته. فورزایمر زیاته کړه: «تر کومه ځایه چې زه پوهېږم، ځواب منفي دی. په واشنګټن کې د هغوی د ملاتړ لپاره هېڅ لېوالتیا نه‌شته».

هغې وویل، په واشنګټن کې ډېری سیاسي جریانونه طالبان یوه داسې ډله ګڼي چې مشروعیت نه‌لري او نه غواړي له هغوی سره نږدې همکاري وکړي. هغې زیاته کړه: «طالبان د ګڼ شمېر امریکایانو د وژل کېدو مسوول دي او ان اوس هم د امریکا ځینې وګړي یرغمل ساتي».

د فورزایمر په وینا، افغانستان له اقتصادي پلوه هم د امریکا لپاره چندان جذابیت نه‌لري او د دغه هېواد د کانونو سرچینې د واشنګټن لپاره ځانګړی اهمیت نه‌لري؛ ځکه ورته کانونه په نورو هېوادونو کې هم شته.

خو فورزایمر له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتل «یوه لویه تېروتنه» بللې او ویلي یې دي، چې واشنګټن باید له پیله د افغانستان ثبات د رامنځته کولو د بهیر ستونزمن واقعیتونه خپلو خلکو ته روښانه کړي وای.

د هغې په وینا، امریکا باید له پیله دا روښانه کړې وای د داسې حکومت ملاتړ چې د جمهوریت او ډیموکراتیک نظام د جوړولو هڅه کوي؛ یوه اوږدمهاله پروژه ده. دغه حکومت د ځان‌بسیاینې او د بغاوتونو او نورو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره کلونو او ښايي لسیزو بهرني ملاتړ ته اړتیا لرله.

فورزایمر د افغانستان د پخواني حکومت پرځېدل د وړاندوینې وړ وباله. هغې وویل، د افغانستان پوځ داسې جوړ شوی و چې د لوژستیکي او نورو برخو لپاره پر بهرني ملاتړ متکي و او دا تمه چې دغه ځواک به په یوازې ځان یوه درنه جګړه روانه وساتي له حده لوړه تمه وه.

هغې وویل: «زما په اند د جمهوریت سقوط په پای کې یوه د وړاندوینې وړ پېښه وه، که څه هم د سقوط بهیر د ډېرو خلکو د تمې خلاف ډېر چټک و». فورزایمر د مرکې په بله برخه کې په افغانستان کې د حکومتونو د مشروعیت پر کړکېچ خبرې وکړې او ویې ویل، یوه تېروتنه دا وه چې ګومان کېده یوازې د ټاکنو ترسره کول کولای شي ټولو پوښتنو ته ځواب ووایي او د سیاسي مشروعیت ستونزه حل کړي.

د هغې په وینا، د افغانستان په سیاسي بدلونونو کې د خلکو لیدلوري او غوښتنو ته کافي پاملرنه نه‌ده شوې. هغې ټینګار وکړ، تر هغې چې یوه سیاسي پروسه د یوه مشروع او باثباته حکومت د رامنځته کېدو لامل نه‌شي، افغانستان ښايي کلونه او ان لسیزې د یوه بې‌ثباته هېواد په توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اجنډا کې پاتې شي.

د امریکا د سفارت پخوانۍ مرستیالې ویلي، چې د سیمې هېوادونه او ملګري ملتونه باید ان د خپلو ګټو له امله په افغانستان کې د یوې سیاسي پروسې د رامنځته کېدو لپاره هڅې وکړي. د هغې په وینا، دغه پروسه باید د افغانستان له خلکو سره پر پراخو مشورو ولاړه وي او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو غږونه په‌کې واورېدل شي.

هغې زیاته کړه، ملګري ملتونه کولای شي د داسې یوې پروسې په جوړولو او پر مخ وړلو کې مرسته وکړي چې د افغانستان د خلکو د بېلابېلو قشرونو نظرونه په‌کې واورېدل شي.

فورزایمر د خپلو خبرو پر دوام وویل، چې د افغانستان په راتلونکي کې به د سیمې د هېوادونو رول د واشنګټن د سیاستونو پرتله ډېر مهم وي. هغې طالبانو ته د روسیې نږدې کېدو ته په اشارې وویل، چې مسکو هم طالبان په بشپړ ډول باثباته حکومت نه‌ګڼي.