کابل کې د ایران سفیر: هڅه کوو چې اړمنو ناروغانو ته د ویزو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړو

په کابل کې د ایران سفیر عليرضا بېکدلي د افغانستان د روغتیا له دویم کورني او نړیوال نندارتون څخه د لیدنې پر مهال وویل، هڅه کوي چې اړمنو ناروغانو ته د ویزو په برخه کې اسانتیاوې برابرې او د ایران باکیفیته تولیدات په مناسب قیمت د افغانستان بازار ته وړاندې کړي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۱) د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، علي رضا بېکدلي نن په نندارتون کې د بېلابېلو شرکتونو غرفې وکتلې او د هغوی د فعالیتونو، تولیداتو او روغتیايي خدمتونو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.
بیکدلي له نندارتون څخه د لیدنې پر مهال وویل: (هڅه کوي چې د افغانستان او ایران د سوداګرو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي، اړمنو ناروغانو ته د ویزو په برخه کې اسانتیاوې برابرې او د ایران باکیفیته تولیدات په مناسب قیمت د افغانستان بازار ته وړاندې کړي).
په دغه نندارتون کې چې پرون پرانېستل شوی، ګڼو روغتونونو، تولیدي او وارداتي شرکتونو د روغتیا په برخه کې خپلې وړتیاوې، تولیدات او خدمتونه نندارې ته وړاندې کړي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په وینا، دغه نندارتون د روغتیايي سکتور د وړتیاوو د معرفي کولو، د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د تجربو د تبادلې په موخه جوړ شوی دی.
