• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

دویم تعقیب:د واشنګټن ډي سي پېښه کې ۲ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۲۱ GMT+۰

د امریکا پلازمېنې واشنګټن کې د ډزو او نښتې په پېښه کې د بریدګر په ګډون لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. دا پېښه د لاګن سرکل سیمې ته نږدې په یوه اپارتمان کې شوې ده.

د واشنګټن د پولیسو او سرچینو د معلوماتو له مخې، دا پېښه د پنجشنبې په سهار د لاګن سرکل سیمې ته نږدې په یوه اپارتمان کې تر هغې وروسته رامنځته شوه چې بریدګر هلته کمین ونیوه.
د واشنګټن ښار د پولیسو سرپرست مشر، جیفري ډبلیو کیرول د پنجشنبې په سهار په یوه خبري غونډه کې وویل، کله چې پولیسو له بریدګر سره د خبرو اترو هڅه کوله، له هغې خونې چې نوموړی پکې پټ و د ډزې غږ واورېدل شو. هغه زیاته کړه، پولیسو د ډزې له غږ وروسته سمدستي دروازه ماته کړه او ویې لیدل چې شکمن کس پر ځان ډزې کړې او ټپي شوی دی.
دوه امنیتي چارواکو فوکس نیوز ته تایید کړه چې بریدګر وروسته د ترلاسه شویو ټپونو له امله ساه ورکړې ده. د پولیسو سرپرست مشر همدارنګه څرګنده کړه، دا شکمن بریدګر چې یو سپین‌پوستی سړی و، په اپارتمان کې له کمین نیولو وروسته یې د ودانۍ له دننه پر پولیسو هم ډزې کړې وې.
په دې پېښه کې لږ تر لږه څلور نور کسان ټپیان شوي چې د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي. چارواکو تر اوسه د دې نښتې او د بریدګر د اصلي انګېزې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو د پیښې د څرنګوالي په اړه پلټنې لا هم روانې دي.
د واشنګټن پولیسو تر دې وړاندې ویلي وو چې یوه نامعلوم وسله‌وال د لاګن سرکل په سیمه کې ډزې کړې دي.

په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریاله مسکا نیازۍ وايي چې د ښار ځینې سړکونه تړل شوي دي.
پولیسو دا سیمه د فعالې پېښې ځای بللی او له خلکو یې غوښتي چې د ۱۵مې شمال لوېدیځې کوڅې او پي سړک څنګ ته له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریاله وايي، چې د ډوپانټ سرکل او لوګن سرکل د سیمو په پراخو برخو کې خلکو ته په خوندي ځایونو کې د پاتې کېدو امر شوی دی.

ډېر لیدل شوي

ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د افغانستان په ګاونډ کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې
۱

ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د افغانستان په ګاونډ کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې

۲

یونیسف: له څلورو میلیونو ډېر افغان ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا لري

۳

د مارګلا ناسته: «پاکستان نه غواړي افغانستان د هند غېږې ته ولوېږي»

۴
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د طالبانو پوهنې وزارت د لومړنیو زده‌کړو په تړاو د یونیسف او یونسکو ګډ راپور رد کړ

۵

د طالبانو له واکمنۍ تر جلاوطنۍ؛ په پاکستان کې افغان هنرمندان له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي

•
•
•

نور خبرونه

فارن پالېسي: پر پاکستاني پوځ د امریکا باور د پخوانیو تېروتنو تکرار دی

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۱۶ GMT+۰
100%

فارن پالېسي اِن فوکس په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې د امریکا حکومت یو ځل بیا د پاکستان پر پوځ تکیه کوي، خو د دغې شننې له مخې، دا تګلاره د پخوانیو ناکامو تجربو تکرار دی او ښايي د واشنګټن اوږدمهالو ګټو ته زیان ورسوي.

د دغې رسنۍ د شننې پر بنسټ ، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په وروستیو کلونو کې په واشنګټن کې د مهم امنیتي شریک په توګه مطرح شوی او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم څو ځله د هغه ستاینه کړې ده. خو د لیکوال په باور، د پاکستان پوځ د هغو ستونزو برخه ده چې امریکا یې د حل هڅه کوي، نه د حل لاره.
د شننې له مخې، امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزه، مهمې معدني زېرمې او له چین سره سیالي خپلې مهمې ستراتیژیکې موخې ګڼي، خو د پاکستان پوځ په دغو برخو کې د واشنګټن له تګلارې سره متضاد رول لوبوي.
فارن پالېسي اِن فوکس لیکي، د سپټمبر له یوولسمې بریدونو وروسته پاکستاني پوځ د امریکا میلیاردونه ډالر ترلاسه کړل، څو د طالبانو او القاعده پر ضد مبارزه وکړي. خو شل کاله وروسته طالبان بېرته واک ته ورسېدل او د لیکوال په وینا، د دې وضعیت یو لامل د پاکستان له خاورې د طالبانو د ځینو ډلو ملاتړ او خوندي پناه‌ځایونه وو.
سرچینه زیاتوي ، دا یوازې د تېر وخت موضوع نه ده، بلکې اوس هم د پاکستان امنیتي تګلاره د افغانستان له موضوع سره نږدې تړاو لري.
لیکوال یادونه کوي چې اسلام‌اباد پرله‌پسې ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان له افغانستانه فعالیت کوي، خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي کړکېچ لا هم نه دی حل شوی.
د دغې رسنۍ د لیکوال په وینا، پاکستاني پوځ په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ ضد سیاست اصلي لوری ټاکي، خو د کلونو پوځي عملیاتو، بې‌پیلوټه بریدونو او زور کارونې سره سره، ناامني لا هم دوام لري.
سرچینه بلوچستان ته په اشارې وايي، دغه ایالت چې د سرو زرو او مسو په ګډون لویې معدني زېرمې لري، د ناامنۍ له امله د پراخو ستونزو سره مخ دی.
د شنونکي وینا، روان وضعیت د هغو امریکايي پانګونو لپاره هم خطر جوړوي چې د ریکوډک کان په پروژه کې پلان شوې دي.
دغه شننه زیاتوي چې واشنګټن د پاکستان له پوځ سره د اړیکو له لارې د چین د نفوذ د محدودولو هڅه کوي، خو په حقیقت کې همدا پوځ د پاکستان او چین د ستراتیژیکو اړیکو اصلي معمار بلل کېږي.
د فارن پالېسۍ د شننې له مخې، د ۲۰۲۵ کال د هند او پاکستان له جګړې وروسته د پاکستان دفاعي بودیجه شل سلنه زیاته شوې ده او چین، چې د پاکستان تر ټولو لوی پوځي تجهیزاتي شریک دی، د دې زیاتوالي له اصلي ګټه‌اخیستونکو څخه ګڼل کېږي.
فارن پالېسي لیکي، امریکا باید خپلې پوځي مرستې، د ایف-۱۶ الوتکو د ساتنې پروګرامونه، روزنیزې مرستې او ډیپلوماتیک ملاتړ له بشري حقونو سره وتړي او د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو، د جبري ورکو شویو کسانو د قضیو د څېړنې او د ملکي وګړو د پوځي محاکمو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړي.
فارن پالېسي زیاتوي، چې واشنګټن نه شي کولای د پاکستان سیاسي راتلونکی وټاکي، خو کولای شي د داسې پوځي جوړښت له ملاتړ څخه لاس واخلي چې د راپور په وینا د ولسي واکمنۍ پر ځای د پوځ واک پیاوړی کوي.
لیکوال ټینګار کوي چې د امریکا اوږدمهاله ګټې د پاکستان د پوځ له پیاوړتیا سره نه، بلکې د ولسي بنسټونو او ملکي حکومتولۍ له پیاوړتیا سره تړلې دي.

د ایران انټرنشنل د دوو خبریالانو پر ضد د جاسوسۍ قضیه کې دوه ایراني وګړي مجرم وپېژندل شول

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۴۸ GMT+۰
100%

د بریتانیا یوې محکمې مصطفی سپهوند او فرهاد جوادي‌منش د ایران انټرنشنل د دوو خبریالانو: مجتبی پورمحسن او کامبیز حسینی، په اړه د جاسوسۍ په قضیه کې د ایران له استخباراتي ادارې سره د مرستې په تور مجرمان وپېژندل.

د بریتانیا د وولیچ جزايي محکمې د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۲۱مه، مصطفی سپهوند په متفقه پرېکړه د دوو تورونو، یعنې له یوه بهرني استخباراتي سازمان سره د مرستې او د تاوتریخوالي د برید د ترسره کولو د نیت، له امله مجرم وپېژاند.

د محکمې منصفه پلاوي دغه راز فرهاد جوادي‌منش په متفقه پرېکړه له یوه بهرني استخباراتي سازمان سره د مرستې په تور مجرم وپېژاند، خو د «تاوتریخوالي د برید په پلان جوړونه کې د ګډون» له تور څخه یې برائت ورکړ.

د دې قضیې درېیم تورن، شاپور قلعه‌علي‌خاني نوري، پر ځان لګېدلي دواړه تورونه رد کړل او له زندانه خوشې شو.

ټاکل شوې ده چې د سپهوند او جوادي‌منش د مجازاتو حکم د لیندۍ په ۲۶مه، د ماسپښین په دوو بجو، د لندن په اولډ بیلي محکمه کې اعلان شي.

د بریتانیا څارنوالۍ د لیندۍ په ۱۱مه د قضیې د شواهدو د ارزونې په وروستي پړاو کې ویلي وو چې تورنو کسانو د هغو کسانو د کورونو پته موندلو ته په تګ او د عکسونو او ویډیوګانو په اخیستلو سره، په قصدي توګه د برید د چمتو کولو لپاره له سپاه پاسداران سره مرسته کړې ده.

د څارنوالۍ استازي، ویلیم املین جونز، وویل چې سپاه پاسداران په بریتانیا کې د خپلو فعالیتونو لپاره سپهوند غوره کړی و او هغه بیا جوادي‌منش او نوري د مرستې لپاره ګومارلي وو.

د نوموړي په وینا، د دوی دنده دا وه چې ورکړل شویو پتو ته لاړ شي، انځورونه او ویډیوګانې واخلي او د هغو کسانو د موندلو هڅه وکړي چې سپاه پاسداران د خپلو هدفونو په توګه ټاکلي وو.

د محکمې په غونډو کې د ۱۵۰ زره پونډو د ورکړې او په ایران کې د سپهوند د قضايي دوسیې د حل کولو په اړه د ژمنو پیغامونه هم وړاندې شول.

څارنوالۍ دغه ژمنې له سپهوند سره د همکارۍ اصلي انګېزه وبلله، خو سپهوند وویل چې د برید د ترسره کولو نیت یې نه درلود او د پیسو غوښتلو او د پتو په اړه د پلمو په جوړولو سره یې مقابل لوری ځنډولی و.

سپهوند د تلې په ۳۰مه د محکمې په غونډه کې وویل چې له ده څخه د کامبیز حسینی د لاسونو او پښو د ماتولو غوښتنه شوې شوه. دغه راز ترې غوښتل شوي وو، چې مجتبی پورمحسن ووهي، څو د ایران د حکومت پر ضد له لیکلو لاس واخلي.

خو نوموړي ټینګار وکړ چې د دغو کسانو د زیانمنولو نیت یې نه درلود او له مقابل لوري سره یې ظاهري همکاري د ده او کورنۍ ته د ګواښونو له امله وه.

نوري هم د لړم په پنځمه د محکمې په غونډه کې ومنله چې د سپهوند په غوښتنه یې ځینې عکسونه او ویډیوګانې اخیستې، هغه ته یې لېږلې او وروسته یې پاکې کړې دي. خو نوموړي وویل چې د دې کار له اصلي موخې خبر نه و او فکر یې کاوه چې دا کار د خپل ملګري له مسلکي فعالیت سره تړاو لري.

جوادي‌منش هم د ایران له استخباراتي ادارې سره د همکارۍ په اړه د معلوماتو لرل رد کړل، خو د شاهد په توګه یې د محکمې پر وړاندې شاهدي ورنه کړه.

د لړم په پنځمه د شاهدانو د څرګندونو له پای ته رسېدو سره، محاکمه د وروستۍ پرېکړې پړاو ته لاړه.

د محکمې منصفه پلاوي د دې پړاو له پای ته رسېدو وروسته د هر تورن پر وړاندې د لګېدلو تورونو په اړه پرېکړه وکړه.

جو بایډن: که د سرطان له ناروغۍ خبر وای، په ۲۰۲۴کال ټاکنو کې مې د نوماندۍ هڅه نه‌کوله

۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۲ GMT+۰
100%

د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن وايي، که د ۲۰۲۴کال د ولسمشرۍ ټاکنو تر مخه د خپل سرطان له ناروغۍ خبر وای؛ نو ځان به یې دغه ټاکنو ته نه نوماند کاوه. هغه همداراز له ډونالډ ټرمپ سره په ټاکنیزه مناظره کې خپل کمزوری فعالیت کم‌ارزښته بللی دی.

جو بایډن د «پيپل» مجلې سره په مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې ویلي، که پوه وای چې د ناروغۍ احساس یې د سرطان له امله دی؛ نو له ټاکنیزې سیالۍ به یې ځان اېستلی وای.

هغه وویل: «که پوه وای، چې د سرطان له امله مې روغتیايي وضعیت خراب دی؛ نو سیالۍ ته به مې دوام نه ورکاوه، ځکه زما په اند یو ۸۰ کلن کس چې پر سرطان اخته وي، باید د ولسمشرۍ لپاره ځان نوماند نه‌کړي».

بایډن د ۲۰۲۵کال په مئ میاشت کې له سپینې ماڼۍ څخه شاوخوا څلور میاشتې وروسته اعلان وکړ، چې د پروستات په پرمختللي سرطان اخته شوی دی. د هغه په وینا، ناروغي یې د بدن نورو برخو ته هم خپره شوې وه.

د بایډن د ناروغۍ اعلان له پراخو خواخوږیو سره مل و؛ خو په ورته وخت کې یې د سرطان د ناوخته تشخیص په اړه پوښتنې هم راپورته کړې. دغه راز دا پوښتنه هم مطرح شوه، چې ایا ناروغۍ یې د ولسمشرۍ دورې په وروستیو میاشتو کې د هغه پر فزیکي وضعیت او کاري وړتیا اغېز کړی و که نه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بایډن د ناروغۍ له اعلان وروسته ویلي و، چې د هغه د سرطان پر ناوخته تشخیص حیران شوی دی. بایډن تر دغه تشخیص مخکې وروستی ځل په ۲۰۱۴کال کې د پروستات د سرطان معاینه کړې وه.

بایډن په دې مرکه کې له ټرمپ سره د ۲۰۲۴کال د جون میاشتې په تلویزیوني مناظره کې خپل کمزوری فعالیت هم کم‌ارزښته وباله. دغې مناظرې د ډیموکراټ ګوند په منځ کې د بایډن د ټاکنیزې سیالۍ څخه د وتلو غوښتنې پراخې کړې وې.

هغه وویل، تمه یې لرله چې بله ټاکنیزه مناظره به هم ترسره شي او له همدې امله یې په لومړۍ مناظره کې خپل کمزوری فعالیت برخلیک ټاکونکی نه ګاڼه.

د ډیموکراټ ګوند د غړو او خپلو سیاسي متحدانو له لوري د فشارونو له زیاتېدو سره، بایډن له هغې مناظرې شاوخوا یوه میاشت وروسته د ولسمشرۍ له ټاکنیزې سیالۍ څخه په شا شو. د امریکا د استازو جرګې پخوانۍ مشره نانسي پلوسي هم د ډیموکراټ ګوند له هغو بانفوذه څېرو څخه وه، چې د بایډن د ګوښه کېدو ملاتړ یې کاوه.

له دې وروسته د بایډن مرستیاله کامالا هریس د ولسمشرۍ ټاکنو ته نومانده شوه؛ خو د ډونالډ ټرمپ پر وړاندې یې ماتې وخوړه. ډیموکراټان په دې باور دي، چې د بایډن کمزوري فعالیت او د هریس له‌خوا د هغه له سیاستونو څخه کافي واټن نه اخیستل، د ټرمپ پر وړاندې د ډیموکراټ نوماندې په ماتې کې اغېز درلود.

د امریکا د پخواني ولسمشر زوی هنټر بایډن تر دې مخکې ویلي و، چې د هغه په باور د پلار د سرطان ناروغۍ د ټاکنیزې مناظرې پرمهال د بایډن په کمزوري فعالیت کې رول درلود.

ټاکل شوې، د جو بایډن د خاطراتو کتاب «ما سره ژمنه وکړه، امریکا» راتلونکې اوونۍ خپور شي. بایډن ویلي، چې د سرطان ناروغي ښايي د کتاب د معرفي کولو لپاره په ډېرو رسنیزو مرکو کې د هغه د ګډون مخه ونیسي.

ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د افغانستان په ګاونډ کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې

۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۰ GMT+۰
100%

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو، دفاع وزیرانو او د امنیت شورا د منشیانو په ګډه غونډه کې د ترهګریزو فعالیتونو، د نشه‌يي توکو د قاچاق او په سیمه کې د احتمالي شخړو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه غونډه د سې‌شنبې په ورځ، د لړم په ۱۹مه، په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مشرۍ جوړه شوې وه.
په غونډه کې د سازمان غړو هېوادونو د ګډو دفاعي وړتیاوو پر پیاوړتیا او د نویو امنیتي ننګونو پر وړاندې د مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، ګډونوالو د سازمان په قلمرو او ګاونډیو سیمو کې امنیتي وضعیت ارزولی او د سایبري جرمونو، ناقانونه کډوالۍ او ترهګریزو ګواښونو د مهارولو په اړه یې د اقداماتو پر لارو چارو خبرې کړې دي.
په دې غونډه کې د سازمان د پوځي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره یو شمېر اسناد هم د تصویب په موخه د ډله‌ییز امنیت شورا ته چمتو شوي دي. په دغو اسنادو کې د ګډو هوايي ځواکونو پراختیا، د هوايي دفاعي سیسټمونو پیاوړتیا او د بیولوژیکي امنیت تأمین شامل دي.

100%


همداراز پرېکړه شوې چې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونکې غونډه به د راتلونکي کال په لومړۍ نیمایي کې د تاجکستان په کوربه‌توب جوړه شي.
تاجکستان چې د دغه سازمان غړی دی، له افغانستان سره څه باندې ۱۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري، چې ډېره برخه یې د پنج سیند په اوږدو کې په غرنیو او ستونزمنو سیمو کې پرته ده.
د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان چارواکو تر دې وړاندې هم د افغانستان په شمالي سیمو کې د ترهګرو او افراطي ډلو د حضور په اړه اندېښنې څرګندې کړې او په ځانګړي ډول یې د داعش خراسان څانګه د منځنۍ اسیا او د سازمان د غړو هېوادونو لپاره امنیتي ګواښ بللې ده.
د راپور له مخې، د سازمان غړي هېوادونه اندېښنه لري چې له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو، د نشه‌يي توکو د قاچاق او د افراطي ډلو د غړو د نفوذ خطر د دوی قلمرو ته وغځېږي. له همدې امله یې د پولو کنټرول پیاوړتیا د خپلو لومړیتوبونو په توګه ټاکلې ده.
په همدې تړاو، دغه سازمان د افغانستان او تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره پنځه کلن خپلمنځي پروګرام هم پیل کړی دی. د دغه پروګرام له مخې، روسیه، قزاقستان، بلاروس او قرغیزستان به د روان کال تر پایه تاجکستان ته وسلې، پوځي تجهیزات او د سرحدي ساتنې تخنیکي وسایل ورکړي، څو د امنیتي ګواښونو د پراختیا مخه ونیول شي.
د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان شپږ غړي هېوادونه لري: روسیه، بلاروس، ارمنستان، قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان.

روبیو: اوس‌مهال پر ایران د بیا ځلي برید اړتیا نه‌شته

۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۳۲ GMT+۰
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې پر ایران اقتصادي فشارونو پر دغه هېواد د بیا پوځي برید اړتیا له‌منځه وړې ده. د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو له زیاتېدو سره هم‌مهاله تهران له واشنګټن غوښتي، چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د ایران شرایط ومني.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، روبیو په پاریس کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو (جي۷) د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته وویل: «پر ایران د اقتصادي فشارونو کمپاین دومره ویجاړوونکی دی، چې اوس‌مهال د پراخو پوځي عملیاتو اړتیا نشته.»
هغه زیاته کړه، چې دغه پیغام یې د امریکا متحدینو ته هم رسولی دی. دغه څرګندونې څو ساعته وروسته له هغې وشوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اتو میاشتو جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې د پرمختګ خبر ورکړ.
د ایران له‌خوا د فارس خلیج د انرژۍ د لېږد د یوې مهمې لارې هرمز تنګي د تړلو هڅو د تېلو بیې لوړې کړې دي. د انرژۍ د بیو لوړوالی یو له هغو لاملونو څخه بلل کېږي، چې تېره اوونۍ یې په منځمهاله ټاکنو کې جمهوري‌پال ګوند له ماتې سره مخ کړ.
په مقابل کې، واشنګټن د ایران بندرونه کلابند کړي، د دغه هېواد پر ساحلي سیمو یې محدود بریدونه کړي او د ایران د تېلو د صادراتو مخه یې نیولې ده. د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر اېډ میلیبند په پاریس کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د پراخو ډیپلوماټیکو هڅو غوښتنه وکړه.
هغه وویل، د «نه جګړې او نه سولې» وضعیت د هېوادونو اقتصادونو ته جدي زیان رسوي او باید پای ته ورسېږي. میلیبند ټینګار وکړ، چې ډیپلوماټیکې هڅې باید د جګړې پای ته رسېدو، د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوي او د هرمز تنګي د بشپړ بېرته پرانیستل کېدو لامل شي.
په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه د تهران دوه ورځنی وړاندیز لا هم پر خپل ځای دی؛ خو په دې شرط چې د ایران شرایط ومنل شي.
په دغو شرایطو کې د جګړې په ټولو جبهو کې د نښتو پای ته رسول، د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول، د تېلو پر صادراتو د بندیزونو لغوه کول او د دغه هېواد د بندرونو د محاصرې پای ته رسول شامل دي.
عراقچي ایرنا خبري اژانس ته ویلي، چې له ایران سره جګړه د پوځي لارو چارو یا د بندیزونو د سختولو له لارې نه شي حل کېدای. هغه زیاته کړې، چې یوازینۍ حل لاره د درناوي پر بنسټ خبرې اترې او د تهران غوښتنو او شرایطو ته رسېدنه ده.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، قطر او پاکستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د منځګړیتوب هڅې رهبري کوي. جګړه د فبرورۍ په وروستیو کې د امریکا او اسراییل له بریدونو سره پیل شوه، چې د ایران مشر علي خامنه‌يي هم په دغو بریدونو کې ووژل شو.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت چارواکي ابراهیم الهاشمي په خبرو اترو کې د پرمختګ خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې منځګړي د دواړو خواوو د دریځونو د نږدې کولو لپاره کار کوي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ د قطر له لومړي وزیر سره تر لیدنې وروسته وویل، چې امریکا له پوځي پلوه چمتو ده؛ خو د نویو بریدونو احتمال «ډېر کم» دی. هغه زیاته کړه، په فارس خلیج کې د واشنګټن مهم متحدین غوره ګڼي چې اوسنی وضعیت همداسې وساتل شي.