د څړبني او ورزي سیمو استازو او قومي مشرانو په دې تړاو د طالبانو د خوست له والي مولوي عبدالرحمان حقاني سره هم کتلي، خو والي ورته ویلي، چې « کډوال په دولتي ځمکو کې میشتیږي او ټول بې ځایه شوي خلک دي».
د دغه بهیر په اړه د طالبانو ادارې تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د کډوالو د لېږد پخوانۍ تجربه
د خوست له سرحدي سیمو څخه د وزیرستاني کډوالو انتقال د طالبانو لومړنی ورته اقدام نه دی.
د ۱۴۰۳ کال په سلواغې میاشت کې هم د طالبانو ادارې د تحریک طالبان پاکستان اړوند لسګونه کورنۍ د خوست له ګلان کمپ، اسماعیلخېلو ولسوالۍ او د پکتیکا له سرحدي سیمو څخه د غزني ولایت د کډوالو کمپونو ته انتقال کړې وې.
د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، د انتقال شویو کورنیو هر غړي ته د میاشتني معاش په توګه ۴۰ ډالره ټاکل شوي وو. دا انتقال د طالبانو ادارې او د پاکستاني طالبانو د تحریک د مشر مفتي نور ولي ترمنځ د شوې هوکړې په چوکاټ کې ترسره شوی و.
په هوکړه کې دا هم شامله وه چې د اړوندو کورنیو غړي به له یایومټریک او انځور اخېستلو پرته لېږدول کیږي او د کورنیو د لېږد او د کور د لومړنیو وسایلو لګښتونه به ورکول کېږي. د دې بهیر په تنظیم کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د قومونو او قبایلو چارو وزارت او د استخباراتو ریاست ګډون درلود.
خو دغه بهیر بریالی نه و، ځکه له افغان دوبۍ او د پکتیکا له لمن او نورو سرحدي سیمو نه ځینې کورنۍ غزني ته نه لاړې او د تللیو کورنیو ډېر غړي بېرته خوست او پکتیکا ته لاړل.
د خوست له سرحدي سیمو د وروستي انتقال په اړه سرچینو د ورته هوکړې د موجودیت په اړه څه نه دي ویلي.
په خوست او پکتیکا کې سرچینې وايي، د خوست د سپېرې ولسوالۍ له پڅې مېلې او سورکاخ او د پکتیکا د برمل ولسوالۍ له لمن سیمې څخه هم د کډوالو د انتقال موضوع تر غور لاندې ده.
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال، چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې یې دوام وکړ، نجونې له زدهکړو منع شوې او ښځې له ډېرو دولتي او خصوصي دندو بېبرخې شوې.
پر ښځو د محرم له ملتیا پرته د تګ راتګ محدودیتونه ولګول شول، د جامو اغوستلو لپاره سخت مقررات وضع شول او د ښځو حضور په ټولنیز ژوند کې په پراخه کچه محدود شو.
دغو بندیزونو د افغان ښځو او نجونو پر زدهکړو، اقتصادي خپلواکۍ او راتلونکي ژور اغېز وکړ.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته، امریکا د اکتوبر په اوومه پر افغانستان پوځي عملیات پیل کړل. د امریکا په مشرۍ ځواکونو او د شمالي ټلوالې په مرسته د نومبر په ۱۳مه کابل د طالبانو له واکه وواته او د همدغه کال تر پایه د طالبانو لومړۍ واکمني عملاً پای ته ورسېده.
له هغې وروسته په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو او د ښځو د کار لپاره د نوو فرصتونو دروازې پرانیستل شوې. میلیونونه نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې، ښځو په دولتي او خصوصي ادارو، رسنیو، روغتیايي مرکزونو او نورو برخو کې کار پیل کړ.