• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران له افغانستان او تاجکستان سره د ګډې روغتیايي او علمي ټولنې د جوړولو وړاندیز کړی

۲۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۵۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۲۳ GMT+۰

ایران له تاجکستان او افغانستان سره د روغتیا، دودیزې درملنې او درملیزو بوټو په برخو کې د علمي او تخنیکي همکاریو د پراختیا لپاره د «ابوعلي سینا» په نوم د درې اړخیزې ټولنې جوړولو وړاندیز کړی دی.

د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې، د دودیزې درملنې او درملیزو بوټو د پراختیا د مرکز مشر حسین رضایي‌زاده دغه وړاندیز د نومبر په ۱۲مه په جنیوا کې د «ابوعلي سینا او د نوې علمي نړۍ‌لید په رامنځته کېدو کې د هغه ونډې» تر سرلیک لاندې نړیوال علمي کنفرانس کې وړاندې کړی دی.
رضایي‌زاده ویلي، چې ایران، تاجکستان او افغانستان ګډ علمي، کلتوري او تاریخي ظرفیتونه لري او کولای شي د ابوعلي سینا له علمي او درملیز میراث څخه په ګټې اخیستنې، په سیمه کې علمي او تخنیکي همکاري پراخه کړي.
د وړاندیز له مخې، دغه ټولنه به د درېیو هېوادونو د پوهنتونونو، څېړنیزو مرکزونو او نوښت‌محورو شرکتونو ترمنځ د ګډو څېړنو، علمي پروژو او روغتیايي پروګرامونو د پلي کولو زمینه برابره کړي.
د ګډو څېړنو پراخول، د طب او درمل جوړونې د تاریخي سرچینو ثبت او بیا ارزونه، د طبیعي محصولاتو لپاره د معیارونو جوړول او د درملیزو بوټو له ظرفیتونو ګټه اخیستل د دې نوښت له مهمو موخو بلل شوي دي.
رضایي‌زاده د وړاندیز د عملي کولو لپاره د یوې کاري ډلې د جوړولو غوښتنه هم کړې، څو د درېیو کلونو لپاره د همکاریو نقشه جوړه او لومړیتوبونه مشخص کړي.
هغه وړاندیز کړی چې د درملیزو بوټو او د درمل جوړونې د تاریخي میراث په برخه کې دې یوه ګډه مهمه پروژه هم پیل شي.
په جنیوا کې د ایران دایمي استازي علي بحریني په دغه کنفرانس کې ویلي، نړۍ اوس تر بل هر وخت ډېرې پوهې، علمي پلټنې او له تعصب څخه د خلاص فکر ته اړتیا لري.
نوموړي ابوعلي سینا د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ یو علمي پل بللی او ویلي یې دي چې د هغه ارزښت یوازې په علمي لاسته راوړنو کې نه، بلکې د حقیقت او انسانیت په خدمت کې د فکر په کارولو کې هم نغښتی دی.ابوعلي سینا، چې د ابن سینا په نوم هم پېژندل کېږي، د طب او فلسفې له نوموتو پوهانو څخه و او د هغه علمي اثار د نړۍ په بېلابېلو برخو کې پېژندل شوي دي.ایراني چارواکو په دغه کنفرانس کې د دودیزې فارسي درملنې پر تاریخ او ظرفیتونو هم خبرې کړې دي.د راپور له مخې، په ایران کې شاوخوا ۸ زره ډوله بوټي پېژندل شوي او نږدې ۵۰۰ د دودیزې فارسي درملنې متخصصان د روغتیايي خدمتونو په برخه کې فعالیت کوي.




ډېر لیدل شوي

د اقتصادي همکاریو سازمان د وزیرانو شورا ۳۰مه ۲ ورځنۍ غونډه سبا د پاکستان په کوربتوب پیلېږي
۱

د اقتصادي همکاریو سازمان د وزیرانو شورا ۳۰مه ۲ ورځنۍ غونډه سبا د پاکستان په کوربتوب پیلېږي

۲

د تېلو تور بازار؛ ایران څه ډول له طالبانو سره په همکارۍ بندیزونه ماتوي؟

۳
ځانګړی

سرچینې: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جرمني ته څلور نور ډېپلوماټان لېږي

۴

انتونیو ګوترېش: د اقلیمي بدلونونو حقیقت به د چا د خوښې لپاره بدل نه‌کړم

۵
ځانګړی

زرمینه: د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې مې مور او اوس زه او لور مې له زده‌کړو محرومې یو

•
•
•

نور خبرونه

طالبانو د خوست له سرحدي سیمو د وزیرستاني کډوالو شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ نورو سیمو ته ولېږدولې

۲۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۲۵ GMT+۰
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د خوست له ګلان کمپ څخه د وزیرستاني کډوالو شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ څړبني او ورزي سیمو ته لېږدول شوې دي. سرچینې وايي، طالبانو دغه اقدام د «امنیتي اندېښنو» او د پاکستان «د احتمالي ځمکنیو عملیاتو» له امله کړی.

په تېرو دوو اونیو کې د وزیرستاني بېځایه شویو شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ چې له کلونو راهیسې د خوست ولایت د ګوربزو ولسوالۍ په ګلان کمپ کې اوسېدې، د طالبانو د ادارې په لارښوونه نورو سیمو ته لېږدول شوې دي.

په ګلان کمپ کې څلورو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ګڼ شمېر کورنۍ د خوست د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په ورزي او یوه برخه په څړبني سیمو کې ځای پرځای شوې دي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو ادارې هرې کورنۍ ته ۵۰ زره افغانۍ او خیمې ورکړې دي، څو په نویو ځایونو کې د اوسېدو لومړني امکانات ځان ته برابر کړي.

د ګلان کمپ اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کډوالو د لېږد لپاره د طالبانو ادارې ځانګړي موټر برابر کړي وو. د دوی په وینا، ځینې کورنۍ په دغو موټرو کې انتقال شوې او هغو کورنیو ته چې خپله یې لګښت کړی او په شخصي ډول یې کډې لېږدولې، د انتقال پیسې ورکړل شوې دي.

په خوست کې یوې امنیتي سرچینې له کمپونو نه د کډوالو د انتقال د لامل په تړاو افغانستان انټرنشنل ته وویل، « طالبان ویریدل چې پاکستان ممکن په ګلان کمپ او افغان دوبۍ کې ځمکني عملیات وکړي»، خو د وزیرستاني کډوالو یو قومي مشر وویل، چې دوی یې په لامل نه پوهیږي، خو ښايي «د دواړو هېوادونو په خوښه د مصلحت له مخې دا کار شوی وي».

د سرچینې په باور، د کډوالو د لېږد له لارې ښايي طالبان هڅه کوي د دغسې عملیاتو او له پاکستاني ځواکونو سره د مخامخ جګړې مخه ونیسي.

ددغو کډوالو کم شمېر کورنۍ د کوربزو ولسوالۍ په مرکز او ځینې کورنۍ د خوست د ولایت مقام د روغتون شاوخوا سیمو کې ځای پرځای شوې دي.

خو د دې پرېکړې په تړاو ځايي خلک اندېښمن دي.

د مندوزیو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د څړبني او ورزي سیمو یو شمېر اوسېدونکو د کډوالو د کمپونو له انتقال سره مخالفت کاوه.

د هغه په وینا، ځايي خلک اندېښمن دي، چې په انتقالېدونکو کورنیو کې ښايي د پاکستاني طالبانو د تحریک د جنګیالیو د کورنۍ غړي هم وي او د هغوی مېشتېدل به په سیمه کې د امنیتي ستونزو لامل شي.

د څړبني او ورزي سیمو استازو او قومي مشرانو په دې تړاو د طالبانو د خوست له والي مولوي عبدالرحمان حقاني سره هم کتلي، خو والي ورته ویلي، چې « کډوال په دولتي ځمکو کې میشتیږي او ټول بې ځایه شوي خلک دي».

د دغه بهیر په اړه د طالبانو ادارې تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د کډوالو د لېږد پخوانۍ تجربه

د خوست له سرحدي سیمو څخه د وزیرستاني کډوالو انتقال د طالبانو لومړنی ورته اقدام نه دی.

د ۱۴۰۳ کال په سلواغې میاشت کې هم د طالبانو ادارې د تحریک طالبان پاکستان اړوند لسګونه کورنۍ د خوست له ګلان کمپ، اسماعیل‌خېلو ولسوالۍ او د پکتیکا له سرحدي سیمو څخه د غزني ولایت د کډوالو کمپونو ته انتقال کړې وې.

د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، د انتقال شویو کورنیو هر غړي ته د میاشتني معاش په توګه ۴۰ ډالره ټاکل شوي وو. دا انتقال د طالبانو ادارې او د پاکستاني طالبانو د تحریک د مشر مفتي نور ولي ترمنځ د شوې هوکړې په چوکاټ کې ترسره شوی و.

په هوکړه کې دا هم شامله وه چې د اړوندو کورنیو غړي به له یایومټریک او انځور اخېستلو پرته لېږدول کیږي او د کورنیو د لېږد او د کور د لومړنیو وسایلو لګښتونه به ورکول کېږي. د دې بهیر په تنظیم کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د قومونو او قبایلو چارو وزارت او د استخباراتو ریاست ګډون درلود.

خو دغه بهیر بریالی نه و، ځکه له افغان دوبۍ او د پکتیکا له لمن او نورو سرحدي سیمو نه ځینې کورنۍ غزني ته نه لاړې او د تللیو کورنیو ډېر غړي بېرته خوست او پکتیکا ته لاړل.

د خوست له سرحدي سیمو د وروستي انتقال په اړه سرچینو د ورته هوکړې د موجودیت په اړه څه نه دي ویلي.

په خوست او پکتیکا کې سرچینې وايي، د خوست د سپېرې ولسوالۍ له پڅې مېلې او سورکاخ او د پکتیکا د برمل ولسوالۍ له لمن سیمې څخه هم د کډوالو د انتقال موضوع تر غور لاندې ده.

تر دې وړاندې د دغو سیمو د کډوالو لپاره د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې کمپونه جوړ شوي وو.

ګلان کمپ په افغانستان کې د وزیرستاني بې ځایه شویو تر ټولو ستر کمپ دی.

په ۲۰۱۴ کال کې، چې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات پیل کړل، ګڼې کورنۍ د جګړو او ناامنۍ له امله افغانستان ته واوښتې او د خوست په ګلان کمپ او شاوخوا سیمو کې مېشتې شوې.

د دغو کورنیو ډېری غړي د جګړو له امله بې‌ځایه شوي ملکي وګړي دي چې د کلونو په تېرېدو یې په افغانستان کې د ژوند نوې بڼه خپله کړې ده. خو د کډوالو په کمپونو کې د وسله‌والو ډلو د غړو د احتمالي حضور موضوع تل د پاکستان د امنیتي اندېښنو یوه برخه پاتې شوې ده.

پاکستاني چارواکو په بېلابېلو وختونو کې ادعا کړې چې د وسله‌والو ډلو ځینې غړي په دغو کمپونو کې پټېږي، خو د کډوالو استازو دغسې ادعاوې رد کړې دي.

په وروستیو کلونو کې د ګلان کمپ او افغان دوبۍ په ګډون د خوست ځینې سرحدي سیمې د پاکستان د هوايي بریدونو هدف هم ګرځېدلې دي.

پاکستان دا ډول بریدونه د وسله‌والو ډلو پر ضد د عملیاتو په توګه توجیه کوي، خو د افغان طالبانو اداره یې د افغانستان د حاکمیت نقض بولي.

د تحلیلګرانو شبکه:د بدیل کښت نشتوالي افغان بزګران یو ځل بیا د کوکنارو کر ته اړ ایستي

۲۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۳۹ GMT+۰
100%

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په افغانستان کې د کوکنارو کر د بیا زیاتېدو خبرداری ورکړی دی. دغه شبکه وایي، بزګران د بې‌وزلۍ، پورونو، د اوبو د کمښت او د بدیلو عایداتي سرچینو د نشتوالي له امله یو ځل بیا دغه کر ته اړ وتي دي.

د یادې شبکې یو تازه راپور، چې د هلمند، بدخشان او بادغیس ولایتونو له بزګرانو سره د مرکو او د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی، ښيي چې په ۲۰۲۶ کال کې د کوکنارو تر کر لاندې ځمکه له شاوخوا ۱۰ زره هکټاره څخه ۴۳ زره هکټاره ته لوړه شوې ده.
د راپور له مخې، د افینو تولید هم د تېر کال په پرتله پنځه برابره زیات شوی او نږدې ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی.
په راپور کې راغلي چې بدخشان د کوکنارو د کر اصلي مرکز ګرځېدلی او یوازې په دغه ولایت کې د کوکنارو کر له ۶۶۳۹ هکټاره څخه څه باندې ۲۹ زره هکټاره ته لوړ شوی دی.
د بدخشان یوه بزګر ویلي، چې د حکومت، خصوصي سکټور او مرستندویه بنسټونو د کاري فرصتونو له ختمېدو وروسته د ډېرو کورنیو لپاره د کوکنارو کر یوازینۍ د عاید سرچینه پاتې شوې ده.
هغه ویلي: «طالبان یوازې دا وایي چې کوکنار حرام دي، خو بدیل نه راښيي. موږ ته یې نه کار برابر کړی او نه یې د عاید بله لاره موندلې ده.»
راپور وايي، په هلمند کې هم د کوکنارو کر د تېر کال په پرتله پنځه برابره زیات شوی، خو بزګران د طالبانو له عملیاتو د ځان ژغورلو لپاره کوکنار د غنمو، هوږې او نورو فصلونو ترمنځ کري یا یې د کورونو او دېوالونو تر شا پټوي.
د هلمند یوه بزګر ویلي، د غنمو او نورو قانوني فصلونو کر ورته پورونه زیات کړي دي.
هغه ویلي: «نور فصلونه دومره عاید نه لري چې د کال تر پایه د کورنۍ لګښتونه پرې برابر شي. کوکنار زموږ د ماشومانو د نفقې یوازینۍ لاره ده.»
راپور زیاتوي چې د طالبانو د له منځه وړلو عملیات لا هم روان دي او یوازې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۳ زره هکټاره کوکنار له منځه وړل شوي دي. خو بزګران وایي چې د عاید د بدیل نشتوالی هغوی دې ته اړ کړي چې له خطرونو سره سره د کوکنارو کر ته دوام ورکړي.
د راپور موندنې ښيي چې یو شمېر افغان بزګران د کوکنارو د کر لپاره پاکستان او ایران ته هم تللي دي. د پاکستان بلوچستان او د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې افغان بزګران د ځمکو په کرايه کولو یا بزګرۍ بوخت دي.
یوه افغان بزګر، چې د هلمند له نادعلي ولسوالۍ ایران ته تللی، ویلي د افغانستان په پرتله یې هلته د کوکنارو له کښت څخه ښه عاید ترلاسه کړی دی.
راپور وايي، د اپیمو بیه که څه هم د تېر کال په پرتله راکمه شوې، خو لا هم د بندیزونو له مخکې مودې څخه څو برابره لوړه ده، چې بزګران د کوکنارو کر ته هڅوي.
د افغانستان د چارو د شننې شبکې په باور، تر هغې چې بزګرانو ته د معیشت عملي بدیلونه برابر نه شي، د کوکنارو د کر د مخنیوي اوسنی سیاست به له جدي ننګونو سره مخ وي او ښايي په راتلونکو کلونو کې د کوکنارو کر لا پراخ شي.

د بشري حقونو بنسټونه: له امریکا څخه د افغان کډوالو ستنول پر دوی د «مرګ حکم» دی

۲۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۲۹ GMT+۰
100%

د بشري حقونو بنسټونو، امریکايي قانون جوړوونکو او د کډوالو ملاتړو ډلو د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې هغه هڅې سختې غندلي چې له مخې یې لسګونه افغان کډوال د افغانستان د شړلو له خطر سره مخ شوي دي. فعالان وايي، د دغو افغانانو بېرته ستنول به د ځینو لپاره د «مرګ حکم» وي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، له ۱۵۰ څخه ډېر افغانان د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې په توقیف کې دي. ټاکل شوې وه چې د نومبر په لومړیو کې د یوې ځانګړې الوتنې له لارې د پاکستان په مسیر افغانستان ته ولېږدول شي، خو یوې فدرالي محکمې د لنډمهالي حکم په صادرولو سره د الوتنې مخه ونیوله.
راپور لیکي ،د کډوالو ملاتړو بنسټونو اندېښنه لرله چې ښايي دغه افغانان بېرته افغانستان ته واستول شي. خو وروسته څرګنده شوه چې د ځینو افغان بندیانو د ایستلو نېټې لغوه شوې او یو شمېر یې نورو توقیف‌خونو ته لېږدول شوي دي.
د «افغان اېواک» بنسټ مشر شان وان ډایور ویلي، د امریکايي چارواکو متضادو پرېکړو افغانان له سختې رواني بې‌باورۍ سره مخ کړي دي.
هغه ویلي: «په څو ورځو کې دغو کسانو ته وویل شول چې د پاکستان له لارې افغانستان ته استول کېږي، بیا ورته وویل شول چې خوندي دي، او وروسته ورته وویل شول چې هېڅوک نه پوهېږي څه به کېږي. دا د کډوالۍ تګلاره نه، بلکې پر هغو کسانو فشار دی چې مخکې یې جګړه تجربه کړې ده.»
د راپور له مخې، د ایستلو له خطر سره مخ افغانانو کې د هغو کسانو خپلوان هم شامل دي چې له ۲۰۰۱ کال وروسته یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه. ښځې، د هزاره قوم غړي او هغه کسان هم په دې ډله کې شامل دي چې ادعا کوي د طالبانو له لوري وهل شوي، شکنجه شوي یا ګواښل شوي دي.
د بشري حقونو بنسټ «هیومن رایټس فرسټ» خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د دغو کسانو ستنول کولی شي هغوی د خپل‌سرو نیونو، اعدامونو، عامه درو وهلو او غچ‌اخیستونکو کړنو له خطر سره مخ کړي.
راپور یادونه کړې چې له ۶۰ څخه ډېرو امریکايي سناتورانو او د کانګرس غړو هم د امریکا د کورني امنیت او بهرنیو چارو وزارتونو ته په یوه لیک کې غوښتي چې افغانستان او ایران ته د شړلو ټول پلانونه لغوه کړي.
سناتورانو ټینګار کړی چې امریکا د نړیوالو قوانینو له مخې نه شي کولای داسې کسان هغو هېوادونو ته ولېږي چې هلته د شکنجې، ځورونې یا مرګ له خطر سره مخ وي.
بلخوا، د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي چې د محکمو پرېکړو ته درناوی کوي، خو د احتمالي شړلو عملیاتو په اړه جزئیات نه خپروي.
د بشري حقونو فعالان خبرداری ورکوي چې افغانستان ته د دغو افغانانو استول، په ځانګړي ډول د هغو کسانو چې له طالبانو سره د مخالفت یا له لوېدیځو بنسټونو سره د همکاریو سابقه لري، یو جدي بشري ناورین رامنځته کولی شي.

سرچینې: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جرمني ته څلور نور ډېپلوماټان لېږي

۲۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۳ GMT+۰
•
عبدالحق عمري
100%

د طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په برلین کې افغان سفارت او بن کونسلګرۍ ته څلور نور ډېپلوماټان استوي. د سرچینو په وینا، په دې ډله کې هدایت الله پکتین، محمد حکیم حکیمي، بشیر احمد افغان او اکبر رستاد شامل دي.

په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینو نن یکشنبه، د لړم پر ۲۴مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه څلور کسان د جرمني وېزو اخېستلو په موخه اوس مهال د قطر په پلازمینه دوحه کې دي.

د سرچینو په وینا، هدایت الله پکتین او محمد حکیم حکیمي د دویم سکرترانو په توګه په بن کونسلګرۍ کې ګومارل شوي دي.

سرچینې همدراز زیاتوي، چې طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جرمني په برلین ښار کې د افغانستان سفارت لپاره بشیر احمد د لومړي سکرتر او سعید اکبر رستاد د دویم سکرتر په توګه ګومارلي دي.

سرچینې دغه راز ادعا کوي، چې د جرمني حکومت یادو څلورو طالب ډېپلوماټانو ته د ویزې له ورکولو سره هوکړه کړې ده.

طالبانو لاتر اوسه په رسمي ډول د خپلو ډېپلوماټانو په اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د نویو ډیپلوماټانو په تړاو د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د رسنیو برخې ته برېښنالیک لېږلی خو تر دې دمه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

جرمني د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دې ډلې اداره په رسمیت نه ده پېژندلې، خو د افغانانو د بېرته ستنولو او د کونسلي چارو په ګډون یې د ځینو موضوعاتو په اړه له طالبانو سره تخنیکي اړیکې ساتلې دي.

د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو بهیر په ۲۰۲۵ کال کې چټک شو او د همدغه کال په سپټمبر کې په دوحه کې د جرمني د کورنیو چارو وزارت او د طالبانو د استازو ترمنځ خبرې وشوې او د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه لومړنۍ هوکړې ته ورسېدل.

د ۲۰۲۵ کال په جولای کې جرمني د طالبانو دوه غړي سید مصطفی هاشمي او نبراس‌الحق عزیز د کونسلي کارکوونکو په توګه ومنل.

برلین هغه مهال ټینګار کاوه چې دغه کسان یې د کونسلي کارکوونکو په توګه منلي، خو د افغانستان انټرنشنل د څېړنو له مخې، دغو دوو کسانو وروسته په برلین کې د افغانستان د سفارت او په بن کې د کونسلګرۍ چارې په خپل لاس کې واخیستې.

د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د جرمني د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی کابل ته ولاړ، څو له طالبانو سره د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو د بهیر پر تخنیکي جزئیاتو خبرې وکړي.

د ۲۰۲۶ کال د جون پر ۲۲مه د جرمني د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې حکومت یې په پام کې لري د طالبانو څو نورو کونسلي کارکوونکو ته هم اجازه ور کړي او دددې موخه یې د افغانانو د کونسلي خدمتونو ظرفیت لوړول او د هغو کسانو د بېرته ستنولو چارو اسانه کول په ګوته کړل، چې په جرمني کې د اوسېدو قانوني حق نه لري.

د تېرې اګست میاشتې پر ۲۶مه درې طالب استازي د یوې میاشتې لپاره له قطر نه برلین ته لاړل.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د هغوی حضور تایید کړ او ویې ویل چې د سفر موخه یې د افغان ډیپلوماټیکو استازولیو تخنیکي ظرفیت لوړول او د افغانانو د بېرته ستنولو لپاره د اړینو اسنادو او وسایلو برابرول دي.

دغه پلاوي پلان درلود چې د برلین ترڅنګ د بن او مونشن کونسلګرۍ هم وګوري. د جرمني حکومت د ۲۰۲۶ کال د اګست پر۳۱مه څرګنده کړه چې دغه درې کسان په جرمني کې د ډیپلوماټانو په توګه نه دي منل شوي، بلکې د لنډمهالي تخنیکي ملاتړ د ډلې غړي دي او له لنډ سفر وروسته به بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د جرمني چارواکو په وار وار ویلي چې د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه همکاري د طالبانو د ادارې د سیاسي یا ډیپلوماټیکې رسمیت پېژندنې معنا نه لري، خو د برلین په تقلید، اتریش، فرانسې او یو شمېر نورو هېوادونو هم له طالبانو سره تخنیکي اړیکې پیل کړې دي.

د جرمني د حکومت د معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې شاوخوا ۴۵۰ زره افغانان ژوند کوي او د هغوی د کونسلي چارو، د اسنادو د صادرولو او د بېرته ستنولو لپاره د افغانستان د ډیپلوماټیکو استازولیو فعال پاتې کېدل د برلین لپاره مهم بلل کېږي.

زرمینه: د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې مې مور او اوس زه او لور مې له زده‌کړو محرومې یو

۲۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۰
•
خاطره اسحاقزۍ
100%

د بادغیس اوسېدونکې زرمینه وايي، د طالبانو په لومړنۍ واکمنۍ کې مي د مور نسل له زده‌کړو بې‌برخې شو او دا دې اوس د طالبانو له بیا واکمنېدو سره زمونږ دوه نسله «زه او لور» مي د ورته برخلیک سره مخ یو.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار د محدودیتونو له امله، د بادغیس یو شمېر لوستې نجونې او ښځې اړې شوې چې د خپلو کورنیو د لګښتونو د برابرولو لپاره په کورونو کې واړه کاروبارونو شروع کړي.

دوی خپل تولیدات د انلاین بازارموندنې او حضوري پلور له لارې پېرودونکو ته رسوي او هڅه کوي د اقتصادي ستونزو پر وړاندې پر خپلو پښو ودرېږي.

شازیه چې د طب پوهنځي د ولادي او نسایي څانګې د درېیم کال محصله و، وايي چې د طالبانو په تېر ځل واکمنۍ کې یې دوه مشرې خویندې، چې په اتم او نهم ټولګي کې وې، له زده‌کړو پاتې او وروسته واده شوې خو نوموړې نه غواړي د خپلو خویندو په برخلیک اخته شي.

100%

شازیه وايي، د تحصیلي بهیر له ځنډېدو وروسته یې په یوه درملتون کې د پیچکارۍ او پانسمان کار پیل کړ، خو طالبانو دوه ځله خبرداری ورکړ او ورور یې د دوو ورځو لپاره بندي کړ، څو خور ته اجازه ورنه کړي چې کار وکړي.

هغه وايي، له دې محدودیتونو وروسته مجبوره شوه چې د چټنیو او ترشیو جوړولو ته مخه کړي.

100%
د چتنیو په جوړولو دیرلس لوستي میرمني بوختي دي

هغه وايي چې د ترشي جوړولو لپاره شنه روميان، تازه دڼیا، اوږه، سرکه، مالګه، چهارمغز، زردکې، ګلپي، کدو، مرچک او شلغم اړین دي.

شازیه وايي، له دې کاره دومره عاید ترلاسه کوي چې د کورنۍ د ورځنیو اړتیاوو یوه برخه پرې پوره کړي او د مرستې لپاره د نورو پر وړاندې لاس اوږدولو ته اړ نه شي.

خو د شازیې لپاره دا کار یوازې د عاید سرچینه نه ده بلکې د هغو لویو خوبونو د ځنډېدو درد هم ورسره تړلی دی چې د خپل راتلونکي لپاره یې لرل.

هغې غوښتل ډاکټره شي، خپل شخصي زېږنتون او کلینیک جوړ کړي، په اوونۍ کې دوه ورځې بې‌وزلو ناروغانو ته وړیا درملنه وکړي او نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

شازیه وايي، غوښتل یې په خپل کلینیک کې ۹۰ سلنه کارکوونکې ښځې او نجونې وي، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو سره یې دا خوبونه له منځه ولاړل.

سره له دې، هغه ټینګار کوي چې خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي او د هر ډول کار له کولو سره به د خپلواک ژوند هڅه کوي.

له شازیې سره د چټني جوړولو په برخه کې د لوستو میرمنو او نجونو یوه دیارلس کسیزه ډله هم کار کوي. هغه وايي تولید شوي توکي د پلورني لپاره ځینو هټۍوالو ته د هوکړې له مخې ورکوی او هغوی یې پلوري او یوه لویه برخه یې د انلاین بازار موندنې له لاري پلوري.

100%

زرمینه، چې د ادبیاتو پوهنځي د درېیم کال محصله وه، هم له شازیې سره د چټنیو او ترشیو په جوړولو کې ونډه لري افغانستان انترنېشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، مور یې د طالبانو په تېر ځل واکمنۍ کې د ښوونځي په لسم ټولګي کې وه، خو وروسته له زده‌کړو پاتې او واده شوه. زرمینې له ځان سره ژمنه کړې چې واده به یې د زده‌کړو خنډ نشي هغه چې د دوو لوڼو مور ده وايي لور مي سږ کال شپږم ټولګی خلاص کړ کال ته یې اندیښمنه یم.

زرمینه وايي زمونږ په کورنۍ کې دا دریم نسل دی چې د طالبانو او د هغو کسانو چې تل په جنګونو، فساد او ورانکاریو کې لاس لري قرباني کېږي.

زرمینه وايي، د افغانستان ډېرې نجونې د جبري ودونو، کورني تاوتریخوالي او کډوالۍ له امله له ستونزو سره مخ شوې دي، خو ښځې باید د نورو د کړنو سزا ونه ویني ځکه په وینا یې مونږ د هیواد په ابادۍ، شیرازۍ او پرمختګ کې ونډه درلودلې نه په جګړو او ورانکاریو کې.

هغه زیاتوي، د خپل لاس د زحمت په بدل کې د عاید ترلاسه کول او له خپلې کورنۍ سره مرسته کول ورته د خوښۍ احساس ورکوي خو ترڅنګ یې هغه خوبونه چې د یوې ښونکې او د نسلونو د روزنې په برخه کې یې درلودل ټول مړاوي شوي دي.

100%

د بادغیس د معارف ریاست پخوانۍ کارکوونکې صنم بي‌بي چې د دوو پیغلو لوڼو مور ده، افغانستان انترنېشنل - پښتو ته ویلي، د زده‌کړو او تدریس له تجربې وروسته د ښځو لپاره دې ته اړ شوې چې د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په کور په کور کې تولید شوي توکي وپلوري.

هغه وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته خپله له ښوونځي پاتې شوه او اوس یې لور هم له زده‌کړو محرومه ده.

د صنم بي‌بي هیله دا ده، چې یوه ورځ یې لوڼې بېرته ښوونځي ته ولاړې شي، زده‌کړې وکړي او خپل راتلونکی پخپله جوړ کړي.

په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار محدودول د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له مهمو ځانګړنو څخه وو. طالبان لومړی ځل په ۱۹۹۴ کال کې د ملا محمد عمر په مشرۍ د کندهار په شاوخوا کې د یوه غورځنګ په توګه راڅرګند شول. دغه غورځنګ د مجاهدینو د ډلو ترمنځ د کورنیو جګړو او سیاسي بې‌ثباتۍ په فضا کې پیاوړی شو، په ۱۹۹۶ کال کې یې کابل ونیو او د افغانستان ډېره برخه یې تر خپل واک لاندې راوسته.

100%
د طالبانو د واکمنۍ لومړۍ دوره

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال، چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې یې دوام وکړ، نجونې له زده‌کړو منع شوې او ښځې له ډېرو دولتي او خصوصي دندو بې‌برخې شوې.

پر ښځو د محرم له ملتیا پرته د تګ راتګ محدودیتونه ولګول شول، د جامو اغوستلو لپاره سخت مقررات وضع شول او د ښځو حضور په ټولنیز ژوند کې په پراخه کچه محدود شو.

100%

دغو بندیزونو د افغان ښځو او نجونو پر زده‌کړو، اقتصادي خپلواکۍ او راتلونکي ژور اغېز وکړ.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته، امریکا د اکتوبر په اوومه پر افغانستان پوځي عملیات پیل کړل. د امریکا په مشرۍ ځواکونو او د شمالي ټلوالې په مرسته د نومبر په ۱۳مه کابل د طالبانو له واکه وواته او د همدغه کال تر پایه د طالبانو لومړۍ واکمني عملاً پای ته ورسېده.

100%

له هغې وروسته په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار لپاره د نوو فرصتونو دروازې پرانیستل شوې. میلیونونه نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې، ښځو په دولتي او خصوصي ادارو، رسنیو، روغتیايي مرکزونو او نورو برخو کې کار پیل کړ.

100%
کابل پوهنتون استاداني

په دې توګه، د طالبانو د دواړو واکمنیو ترمنځ د شاوخوا دوو لسیزو واټن سره سره، د افغان نجونو د زده‌کړو او د ښځو د ټولنیز او اقتصادي ژوند پر وړاندې ورته خنډونه بیا رامنځته شول. هغه نجونې چې د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې له زده‌کړو پاتې شوې، اوس یې د لوڼو یو نسل هم له ورته وضعیت سره مخ دی.

د بادغیس د شازیې، زرمینې او صنم بي‌بي کیسې د همدې وضعیت یوه بېلګه ده هغه ښځې چې د زده‌کړو، مسلکي ژوند او اقتصادي خپلواکۍ خوبونه یې لرل، اوس د خپلو کورنیو د لګښتونو د برابرولو لپاره چټني او ترشي جوړوي. د دوی مبارزه په عین حال کې د هغو زرګونو افغان نجونو او ښځو د ناتمامو هیلو انځور دی چې لا هم د زده‌کړو د دروازو د بېرته پرانیستل کېدو او د یوه خپلواک راتلونکي په تمه دي.