یوشمېر محصلانو د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۵مه) د یادې غونډې د جوړېدو په لومړۍ ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د سمستر په وروستیو اوونیو کې د پوهنتون د تړلو ناڅاپي پرېکړې هغوی د استوګنې او زدهکړو له ستونزو سره مخ کړي دي.
دغه غونډه د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم په لارښوونه، د ریاستالوزرا دفتر او څو نورو وزارتونو په همکارۍ جوړېږي. د سرچینو په وینا، د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه شاوخوا ۴زره ملا امامان او دیني عالمان کابل ته د ګډون لپاره بلل شوي دي.
کابل پوهنتون د شنبې په ورځ (د لړم ۲۳مه) په یوه بېړنۍ خبرتیا کې اعلان وکړ، چې د لیسانس د ورځې او شپې دورو او د ماسټرۍ محصلان به د یکشنبې (د لړم له ۲۴مې، د پنجشنبې د لړم تر ۲۸مې) رخصت وي او باید لیلیې هم خالي کړي.
پوهنتون په خپله خبرتیا کې د یادې رخصتۍ د لامل په اړه څه نه دي ویلي. خو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالب چارواکو د کابل پوهنتون محصلان له لیلیو ایستلي او د هغوی پر ځای یې غونډې ته بلل شوي ملا امامان او دیني عالمان په لیلیو کې ځای پر ځای کړي دي.
د لیلیو بېړنۍ تخلیه
د کابل پوهنتون یوه محصل حمیدالله (مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د لیلیې مسوولانو د یکشنبې په ورځ د ماسپښین په دوو بجو هغوی ته خبر ورکړی چې باید د مازدیګر تر څلورو بجو پورې خپل د اوسېدو ځایونه خالي کړي.
هغه وویل، کله چې محصلانو د خپل راتلونکي استوګنځي په اړه پوښتنه وکړه، مسوولانو ورته ځواب ورکړ چې د بل ځای پیدا کول د دوی خپله دنده ده.
د دغه محصل په وینا، وروسته له هغې چې یوشمېر محصلانو اعتراض وکړ او ویې ویل چې په شخصي لیلیو کې د اوسېدو لپاره کافي پیسې نه لري، هغوی ته وړاندیز وشو چې د پوليتخنیک پوهنتون لیلیې ته ولاړ شي؛ خو هلته هم د طب پوهنځي شاوخوا ۴۰۰ محصلان ځای پر ځای شوي وو او د نورو لپاره خالي ځای نه و.
نوموړي وویل، د بدخشان یوشمېر محصلان اړ شول چې د کارتهسخي جومات ته پناه یوسي او ځینې نور بیا شخصي لیلیو ته ولاړ شي.
احمد (مستعار نوم)، چې د کابل پوهنتون له لیلیې ایستل شوی افغانستان انټرنشنل ته ویلي، یادې پرېکړې د خپل ولایت پر لور د بېرته ستنېدو پرمهال له مالي او استوګنیزو ستونزو سره مخ کړی دی.
هغه وویل، کله چې له کابل نه روانېده یوازې ۲۰۰ افغانۍ ورسره وې؛ په داسې حال کې چې د ده تر ولایت پورې د موټر کرایه شاوخوا ۴۰۰ افغانۍ وه. د دغه محصل په وینا، اړ شو چې له یوه کابل مېشتي ټولګیوال څخه پیسې پور کړي؛ خو د موټرو د حرکت وخت ته د نه رسېدو له امله یې خپل ولایت ته سفر ونه شو کړای او شپه یې په کاپیسا کې د خپلو ملګرو په یوه خونه کې تېره کړه. هغه وویل، د دوشنبې په ورځ وتوانېد خپل کور ته ستون شي.
نوموړي زیاته کړه، چې تر دې مخکې هم له لیلیې ایستل شوی و. د هغه په وینا، د طالبانو د دعوت او ارشاد ادارې کارکوونکو یو ځل د ږیرې د خریلو له امله د شپې په لسو بجو له لیلیې اېستی و.
دغه محصل په پای کې وویل: «په افغانستان کې محصل په هېڅ ډول له کوم حق، حقوقو او ارزښت څخه برخمن نه دی».
د سمستر په وروستیو اوونیو کې د پوهنتون رخصتي
د کابل پوهنتون د رخصتۍ پرېکړه داسې مهال شوې، چې محصلان د سمستر وروستیو اوونیو ته رسېدلي او یو شمېر یې د زدهکړو د دوام او په کابل کې د ژوند د لګښتونو برابرولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
نصیر (مستعار نوم)، د اقتصاد پوهنځي یوه محصل افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د پوهنتون د رخصتۍ خبرتیا د رخصتۍ له پیلېدو یوه ورځ مخکې ماښام خپره شوه او محصلانو ته د پلان جوړولو لپاره کافي وخت نه و ورکړل شوی.
د هغه په وینا، هغه محصلان چې کورنۍ یې په کابل کې ژوند کوي، خپلو کورونو ته ستانه شوي؛ خو د ولایتونو د محصلانو وضعیت توپیر لري او یو شمېر یې بېلابېلو ځایونو ته تللي دي.
دغه محصل ویلي، د سمستر په وروستیو اوونیو کې د پوهنتون یوه اوونیزه رخصتي د زدهکړو بهیر ګډوډولی شي او لا هم معلومه نه ده چې د نهتدریس شویو درسونو برخلیک به څه وي.
هغه زیاته کړې، د هوا له سړېدو سره هممهاله یو شمېر محصلان چې په کابل کې یې په کرایي خونو کې د تودوخې برابرولو امکانات نه لرل، د پوهنتون د رخصتۍ په تمه وو، څو خپلو ولایتونو ته ستانه شي؛ خو دې ناڅاپي پرېکړې د هغوی ستونزې لا زیاتې کړې دي.
دغه محصل همدارنګه ویلي، په کابل پوهنتون کې د ږیرې او خولۍ اړوند محدودیتونه د محصلانو له لویو ستونزو څخه دي. هغه زیاته کړې، د پوهنتون یوې اوونیزې رخصتۍ د محصلانو پخوانۍ ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.
په سویډن کې د پوهنې او روزنې متخصصې فریده سعید افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د سمستر په دې حساسو وروستیو پړاوونو کې د پوهنتون یوه اوونیزه رخصتي د محصلانو د زدهکړو بهیر او درسي مهالوېش ګډوډوي او د هغو محصلانو ستونزې زیاتوي چې له خپلو کورونو لرې زدهکړې کوي.
مېرمن سعید ویلي، د طالبانو دغه بېغوري د یادې ډلې له نورو پرېکړو او سیاستونو سره یوځای ښيي چې دوی د محصلانو مالي ستونزو او د هغوی د زدهکړو وضعیت ته ارزښت نه ورکوي.
هغه کارپوهان چې د یادې پرېکړې د پایلو په اړه یې له افغانستان انټرنشنل سره خبرې کړې وايي، د محصلانو اقتصادي او ښوونیز وضعیت ته نه پاملرنه، سیاسي او تبلیغاتي پروګرامونو ته لومړیتوب ورکول د دې لامل کېږي چې محصلان، په ځانګړي ډول د ټیټ عاید لرونکي کسان د داسې پرېکړو درنه بیه پرې کړي.
په نورو هېوادونو کې د لیلیو د تخلیې پرمهال د محصلانو لپاره کوم تدابیر نیول کېږي؟
پوهنتونونه ښايي د بېړنیو حالاتو، بیارغونې یا امنیتي ستونزو له امله اړ شي چې لیلیې تخلیه کړي. خو په یو شمېر هېوادونو کې داسې مقررات شته چې پوهنتونونه مکلفوي؛ څو محصلانو ته له مخکې خبر ورکړي او د هغوی د استوګنې او زدهکړو د دوام لپاره لازم تدابیر ونیسي.
د بېلګې په توګه په بریتانیا کې د لندن پوهنتون کالج (UCL) د استوګنې د مقرراتو له مخې، که د بېړنیو ترمیماتو یا نورو ستونزو له امله د یوه محصل خونه د اوسېدو وړ نه وي، پوهنتون باید هغه بدیل استوګنځي ته ولېږدوي. پوهنتون مکلف دی، چې د شرایطو تر اجازې پورې محصل له مخکې خبر کړي او د هغه د استوګنې د تړون له شرایطو سره ورته بدیل ځای برابر کړي.