• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کرملین وایي د پوتین، ټرمپ او شي جین پینګ لیدنه به پر نړیوالو چارو ستر اغېز پرېباسي

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۴۷ GMT+۰

کرملین اعلان وکړ، چې د روسیې، چین او امریکا ولسمشران به راتلونکې پنجشنبه په چین کې د ولادیمیر پوتین، شي جین پینګ او ډونالډ ټرمپ دا درې اړخیزه غونډه به پر نړیوالو چارو ژور او ستر اغېز وکړي. دغه کتنه به په شینژن ښار کې د اپیک د اقتصادي سرمشریزې تر څنګ جوړه شي.

دغه درې واړه مشران به په داسې حال کې سره کښېني، چې چین په ورته وخت کې په شینژن ښار کې د اسیا او پاسفیک اقتصادي همکارۍ سازمان د سرمشریزې کوربه‌توب کوي.

د کرملین یوه مرستیال یوري اوشاکوف خبریالانو ته ویلي، چې دغه مهمه غونډه به د چین د ولسمشر په رسمي استوګنځي کې جوړه شي.

یوري اوشاکوف ټینګار وکړ، چې د دغې تاریخي غونډې اهمیت او سمبولیک ارزښت خورا لوړ دی او دا په خپل ډول کې لومړنۍ داسې کتنه بلل کېږي.

د هغه په وینا، موافقه شوې چې دغه غونډه باید د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د دغو درېیو هېوادونو د متقابل درک او یووالي په روحیې برابره شي او د ملګرو ملتونو په جوړېدو کې د دوی پر همکارۍ ټینګار وشي.

د کرملین دغه مرستیال زیاته کړه، ټول لوري چمتو دي چې پر دغو مثبتو او رغنده اړخونو تکیه وکړي او یو ګټور او بنسټیز بحث پر مخ یوسي.

مسکو باوري دی، چې د دغو خبرو پایلې به د نړیوال وضعیت پر عمومي پراختیا او پرمختګ ژور اغېز وکړي.

تر دې وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې وه، چې ولسمشر شي جین پینګ به د پنجشنبې په ورځ د لړم پر ۲۸مه په شینژن ښار کې د ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین کوربه وي.

دا لومړی ځل دی چې د چین په سوېل کې د دې درېیو زبرځواکو هېوادونو مشران په یوه درې اړخیزه غونډه کې سره راټولېږي.

ډېر لیدل شوي

سرچینې: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جرمني ته څلور نور ډېپلوماټان لېږي
۱
ځانګړی

سرچینې: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جرمني ته څلور نور ډېپلوماټان لېږي

۲

انتونیو ګوترېش: د اقلیمي بدلونونو حقیقت به د چا د خوښې لپاره بدل نه‌کړم

۳
ځانګړی

طالبانو د خوست له سرحدي سیمو د وزیرستاني کډوالو شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ نورو سیمو ته ولېږدولې

۴

هبت الله اخوندزاده ته د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای ورکړل شوی

۵

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان ښځینه وکیلانې له سختو حقوقي خنډونو سره مخ دي

•
•
•

نور خبرونه

هبت الله اخوندزاده ته د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای ورکړل شوی

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۲۸ GMT+۰
100%

د طالبانو مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده، چې دغه ډله یې «امیرالمؤمنین» بولي، د ۲۰۲۷ کال د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای خپل کړی دی. دغه کلنی نوملړ د اردن د شاهي اسلامي ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز خپور کړی دی.

د ۲۰۲۷ کال د نوملړ په سر کې د درېیو هېوادونو پنځو کسانو په ګډه لومړی ځای خپل کړی دی. په دوی کې د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز، د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان، د پاکستان لومړی وزیر محمد شهباز شریف، د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر مارشال عاصم منیر او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان شامل دي.

له دوی وروسته، د ایران د اسلامي جمهوریت مذهبي مشر مجتبی خامنه‌يي دویم، د اردن پاچا عبدالله دویم درېیم، د قطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني څلورم، پاکستاني دیني عالم محمد تقي عثماني پنځم، یمني دیني عالم حبیب عمر بن حفیظ شپږم، د مصر د الازهر جومات مشر احمد الطیب اووم او د موریتانیا دیني عالم عبدالله بن بیه اتم ځای لري.

په دې نوملړ کې د سیاسي او مذهبي مشرانو ترڅنګ د ورزش او کلتور د نړۍ د یو شمېر مشهورو کسانو نومونه هم شامل دي.

په دغو کسانو کې د مصر د فوټبال لوبغاړی محمد صلاح، د فرانسې د فوټبال پخوانی ستوری زین‌الدین زیدان، د سینیګال لوبغاړی سادیو ماني، امریکايي باسکټبالر کریم عبدالجبار، د فرانسې او هسپانیې فوټبالران عثمان دمبله او لامین یامال، او د روسیې د رزمي لوبو پخوانی لوبغاړی حبیب نورمحمدوف شامل دي.

هبت‌الله اخوندزاده په دې ۵۰۰ کسیز نوملړ کې ۴۳م ځای لري. د راپور له مخې، په دې نوملړ کې د کسانو سیاسي، مذهبي، ټولنیز او کلتوري نفوذ په پام کې نیول شوی دی.

اخندزاده په ۲۰۱۶ کال کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو وروسته د دې ډلې مشر شو. ملا اختر محمد منصور د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و.

په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، اخندزاده د دې ډلې مهم فرمانونه صادر کړي او د سیاسي او ټولنیزو چارو لویې پرېکړې د هغه تر مشرۍ لاندې کېږي.

د «نړۍ ۵۰۰ بانفوذه مسلمانان» په نوم راپور د هبت‌الله اخوندزاده د پېژندنې په برخه کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو د طالبانو محدودیتونو ته هم اشاره کړې ده. په دغو محدودیتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو او پوهنتونونو ته د ښځو پر تګ بندیزونه شامل دي.

هبت‌الله اخوندزاده د ۲۰۲۶ کال په نوملړ کې ۴۴م ځای درلود، خو د ۲۰۲۷ کال په نوملړ کې یوه درجه پورته شوی او ۴۳م ځای ته رسېدلی دی.

د اردن شاهي اسلامي ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هر کال دا راپور خپروي. په دې ارزونه کې د کسانو سیاسي، مذهبي، ټولنیز او کلتوري نفوذ ته پام کېږي. په نوملړ کې د یوه کس شاملېدل د هغه د کړنو یا نظرونو د تایید په معنا نه دي.

په پنځو هېوادونو کې د داعش د غړیتوب په تور اته کسان نیول شوي یا تورن شوي دي

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۱ GMT+۰
100%

د امریکا د دفاعي چارو څېړنیزې خپرونې «لانګ وار ژورنال» راپور ورکړی، چې د اکټوبر له ۹مې د نومبر تر ۱۰مې پورې په هسپانیا، کاناډا، اېټالیا، اسراییل او سویډن کې اته کسان د داعش له فعالیتونو سره د تړاو په تور نیول شوي یا پرې قضايي تورونه لګول شوي دي.

د راپور له مخې، په دغه قضیو کې د داعش انلاین تبلیغاتو خپرول، د یادې ډلې د غړیتوب لپاره د کسانو هڅول، له پلویانو سره اړیکې او د احتمالي بریدونو پلانول شامل دي. راپور کاږي، دغه پېښې د داعش د وړتیا ښکارندويي کوي چې د خپلې ځمکنۍ واکمنۍ له لاسه ورکولو سره، سره د انلاین فعالیتونو له لارې د نویو کسانو افراطي کولو او جذبولو ته دوام ورکوي.

هسپانیا

د راپور له مخې، د اکټوبر په ۲۰مه د هسپانیا پولیسو د بارسلونا او تاراګونا په ولایتونو کې دوه کسان د «ترهګریزو» افکارو د خپرولو او روزنې په تور نیولي دي. ویل کېږي، چې دغه کسانو په وار، وار د جهادي ډلو اړوند وېب‌پاڼې کتلې او د داعش تبلیغاتي مطالب یې لوستي وو.

د امریکا فدرالي څېړنیزې ادارې (FBI) هسپانوي پولیسو ته د تاراګونا د یوه اوسېدونکي د افراطي کېدو په اړه معلومات ورکړي وو. د څېړنو پرمهال پولیس وتوانېدل، نوموړی له یوه بل کس سره چې په بارسلونا کې اوسېده ونیسي. د شکمنو کسانو ځینې انلاین فعالیتونه منځني ختیځ ته د سفر او په جهادي فعالیتونو کې د ګډون پر احتمال راڅرخېدل.

همدارنګه، د نومبر په درېیمه پولیسو د بارسلونا په راوال سیمه کې یو بل کس د ترهګریزو افکارو د خپرولو په تور نیولی دی. نوموړی تر دې مخکې په ۲۰۱۸کال کې هم د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی و؛ خو په ۲۰۲۱کال کې د څار تر شرایطو لاندې خوشې شوی و.

کاناډا

د کاناډا پولیسو د اکټوبر په ۲۶مه د البرټا ایالت یو ۱۷ کلن ځوان د «ترهګرۍ» اړوند جرم په تور نیولی دی. د راپور له مخې، د پولیسو د ملي امنیت څېړنیزې ډلې د روان کال په فبرورۍ کې وروسته له هغې څېړنې پیل کړې چې د شکمن ځوان او داعش پورې تړلو کسانو ترمنځ انلاین اړیکې وموندل شوې.

دغه ځوان د کاناډا د قوانینو له مخې، د هویت د خوندي پاتې کېدو په موخه نه‌دی پېژندل شوی او ټاکل شوې وه د نومبر په درېیمه محکمې ته حاضر شي.

اېټالیا

د راپور له مخې، د نومبر په څلورمه د اېټالیا د کارابینیري پولیسو د وارېزه ولایت په یوه عملیات کې د تونس اصله ۲۷ کلن کس نیولی دی. نوموړی د داعش د غړیتوب د هڅونې او د «ترهګریزو» مطالبو د ساتلو په تور نیول شوی دی.

د هغه په اړه څېړنې وروسته له هغې پیل شوې، چې په مارچ میاشت کې یې د خپل کور ترڅنګ یوه بڼ ته د کراسبو (غشي ویشتونکې وسلې) څو غشي ویشتي وو. پولیسو د کور د پلټنې پر مهال وسله او مهمات ترلاسه کړي وو. وروسته د شکمن کس د خواله رسنیو په حسابونو کې د داعش تبلیغاتي مطالب وموندل شول. د راپور له مخې، د هغه په ټیلیګرام حساب کې د داعش د بېرغ انځور هم خپور شوی و.

اسراییل

د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، د اکټوبر په ۱۳مه د دغه هېواد په شمال کې د ام‌الفحم ښار یو ۱۸ کلن اوسېدونکی د اسراییلي سرتېرو پر ضد د برید د پلانولو په تور نیول شوی و. ویل کېږي، چې نوموړي له داعش سره بیعت کړی و او د پولیسو د یو میاشتني څېړنیز بهیر په ترڅ کې یې د برید د پلانولو شواهد موندل شوي دي.

همدارنګه، د نومبر په دویمه اسراییلي رسنیو راپور ورکړ چې د شفارم ښار ۲۱ کلن محمد سویطات د سپټمبر په ۲۸مه د پولیسو او شین‌بت امنیتي ادارې په ګډو عملیاتو کې نیول شوی و.

د راپور له مخې، د سویطات له نیول کېدو وروسته په پلټنو کې څرګنده شوې، چې نوموړي له داعش سره بیعت کړی، د یادې ډلې تبلیغاتي مطالب یې انلاین خپاره کړي، له پلویانو سره یې اړیکې ساتلې او هڅه یې کړې چې خپل ملګري هم یادې ډلې ته جذب کړي.

راپور زیاتوي، چې دغه دوه نیونې په اسراییل کې د روان کال له اګست میاشتې راهیسې د داعش اړوند اوومه پېښه ده.

سویډن

د سویډن چارواکو د نومبر په شپږمه اعلان وکړ، چې یو ۱۹ کلن ځوان یې د ترهګریز برید د چمتو کولو، په ترهګریز سازمان کې د جدي ګډون او د ترهګرۍ د عامه هڅونې په تور محاکمې ته معرفي کړی دی.

د څېړونکو په وینا، شکمن کس د مارچ له لومړۍ څخه د اپرېل تر ۱۳مې پورې د دغه هېواد په لوېدیځ کې د هالمستاد ښار پر یوه لېسه د چړې برید پلان کړی و. نوموړي له داعش سره د بیعت ترڅنګ د یادې ډلې تبلیغاتي مطالب هم خپرول.

د راپور له مخې، دغه ځوان د اپرېل په میاشت کې د نیول کېدو پر مهال ۱۸ کلن و.

داعش خراسان او په افغانستان کې یې فعالیتونه

داعش خراسان د داعش سیمه‌ییزه څانګه ده، چې په ۲۰۱۵کال کې یې په افغانستان او شاوخوا سیمه کې فعالیت پیل کړ. یادې ډلې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته هم خپل فعالیتونه او د کسانو د جذب هڅې روانې ساتلې دي.

د اروپایي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې (EUAA) د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د څار ډلې په ۲۰۲۵کال کې د داعش خراسان د جنګیالیو شمېر شاوخوا دوه زره اټکل کړی و. د راپور له مخې، د یادې ډلې شبکې په ځانګړي ډول د افغانستان په شمالي او شمال‌ختیځو ولایتونو کې خواره واره فعالیت کوي او په بدخشان او کندوز کې یې د پلویانو او ملاتړو د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د اروپایي ټولنې د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د داعش خراسان بریدونه د ۲۰۲۲کال له لوړې کچې وروسته کم شوي؛ خو یادې ډلې لاهم په ځینو ولایتونو کې بریدونه کړي او د طالبانو پر امنیتي ځواکونو او مذهبي لږکیو یې بریدونو دوام موندلی دی.

ورته مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۶کال د اګست په میاشت کې د داعش په اړه په یوه راپور کې ویلي، داعش خراسان له هغو ضربو سره، سره چې د طالبانو او پاکستان د عملیاتو له امله وررسېدلې؛ د افغانستان له خاورې بهر د بریدونو اراده لري او د پراخو مرګ‌ژوبلو د بریدونو لپاره د خپلو وړتیاوو د بېرته پیاوړتیا هڅې کوي.

انتونیو ګوترېش: د اقلیمي بدلونونو حقیقت به د چا د خوښې لپاره بدل نه‌کړم

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۴۵ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د اقلیمي بدلونونو په اړه د علمي حقایقو پر بیانولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دغه حقیقتونو د ناخوښۍ له امله به چوپ پاتې نه‌شي. ورته مهال د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، افغانستان د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزمنو هېوادونو څخه دی.

ګوترېش د شنبې په ورځ (د لړم ۲۳مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه یې په تېرو لسو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو په اړه د حقیقت ویلو هڅه کړې ده.

نوموړي ویلي: «کله ناکله دا حقیقت ناارامه کوونکی و او کله ناکله یې هرکلی نه دی شوی؛ خو زما مسوولیت هېڅکله دا نه و چې حقایق د خلکو د خوښې وړ وګرځوم؛ بلکې مسوولیت مې دا و، چې د علمي شواهدو پر بنسټ حقیقت بیان کړم او په ځانګړې توګه هغه مهال روښانه خبرې وکړم چې حقیقت ویل ستونزمن وي».

ګوترېش زیاته کړې: «زه به د حقیقت ویلو ته دوام ورکړم او د هغه لپاره به مبارزه هم ونه دروم».

بل خوا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ۲۰۲۶کال د جون په څلورمه په یوه راپور کې ویلي، چې د ۱۹۵۰کال راهیسې په افغانستان کې د تودوخې منځنۍ کچه شاوخوا ۱،۸ درجې سانتي‌ګراد لوړه شوې او اقلیمي بدلونونه د سېلابونو، وچکالۍ، واورې ښویېدنې او سختو واورینو توپانونو د زیاتوالي لامل شوي دي.

د دغه پروګرام د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې هر کال تر ۲۰۰زرو ډېر کسان د اقلیمي پېښو له امله اغېزمنېږي او د ۲۰۲۵کال له فبرورۍ څخه تر جولای پورې سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو په بېلابېلو ولایتونو کې مرګ‌ژوبله اړولې، زرګونه کسان یې بې‌ځایه کړي او کورونو، کرنیزو ځمکو او بنسټیزو تاسیساتو ته یې زیانونه اړولي دي.

همداراز د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ۲۰۲۶کال د جون په پنځمه ویلي، چې وچکالي او د اوبو کمښت په افغانستان کې تر ټولو پراخ اقلیمي ګواښونه دي او د دغه هېواد له نیمایي ډېر وګړي ورسره مخ دي.

د یوناما په وینا، په ننګرهار کې بزګران د کرنیزو حاصلاتو له پرله‌پسې زیانونو سره مخ دي او په کندهار، هلمند، نیمروز، زابل او روزګان کې د وچکالۍ، د ورښتونو کمښت او د ځمکې لاندې اوبو د بې‌کچې اېستلو له امله د اوبو سرچینې له جدي ګواښ سره مخ شوې دي.

یوناما زیاته کړې، چې په ځینو ولایتونو کې سېلابونه کورونه، کرنیزې ځمکې او بنسټیزې اسانتیاوې ویجاړوي؛ په داسې حال کې چې نورې سیمې د اوبو له کمښت سره لاس او ګرېوان دي.

د ملګرو ملتونو د دغه معلوماتو له مخې، د اقلیمي بدلونونو اغېزې په افغانستان کې د کرنې، خوراکي خوندیتوب، د څښاک اوبو او د خلکو پر معیشت مستقیمې اغېزې لري.

د اقتصادي همکاریو سازمان د وزیرانو شورا ۳۰مه ۲ ورځنۍ غونډه سبا د پاکستان په کوربتوب پیلېږي

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۵۸ GMT+۰
100%

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د اقتصادي همکاریو سازمان(ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو شورا ۳۰مه دوه ورځنۍ غونډه د محمد اسحاق ډار په مشرۍ سبا (یکشنبه) په اسلام‌اباد کې پیلېږي. تر دې مخکې د دغه وزارت ویاند افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې دغې غونډې ته یې طالبان نه‌دي بللي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د لړم ۲۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو ۳۰مه دوه ورځنۍ غونډه سبا (یکشنبه - دوشنبه) د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په مشرۍ په اسلام‌اباد کې پیلېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ایکو د وزیرانو له غونډې مخکې به د دغه سازمان د غړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو غونډه وشي او په‌کې به د یاد سازمان فعالیتونه او پروګرامونه وڅېړل شي او بیا به د وزیرانو شورا په غونډه کې پرې بحث وشي.

پاکستان چې د ۲۰۲۶- ۲۰۲۷ کلونو لپاره د ایکو سازمان دوره‌يي مشري پر غاړه لري ویلي، چې د «یوه پیاوړي ایکو لپاره د سیمه‌ییزپالنې بیا راژوندي کول» تر شعار لاندې د دغه سازمان موخې پر مخ وړي او زیاته کړې یې ده: «د پاکستان مشري به د سیمه‌ییزو مشارکتونو د پیاوړتیا لپاره د سیمه‌ییز اتصال پر پیاوړي کولو او د سیمه‌ییزې یووالي پر ژورولو متمرکزه وي او د لا زیاتې هوساینې، دوامدارې پراختیا او یوې لا ډېرې یو موټي او پیاوړې ایکو سیمې په لور به ګډې هڅې وهڅوي».

سره له دې چې افغانستان د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) غړی هېواد دی، خو پاکستان د ایکو سازمان د مشر په توګه طالبانو ته په یاده غونډه کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړې، مګر د یادې غونډې لپاره په تابیاوو او په ځانګړې توګه په بنرونو کې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال درې رنګه بیرغ لیدل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان د تېرې یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل: «موږ د ایکو سازمان د کړنلارې له‌مخې افغانستان ته بلنه نه‌ده ورکړې».

خو د ایکو سازمان په غونډو کې د طالبانو د استازو ګډون یو شان نه‌دی پاتې شوی. تر دې مخکې یادې ډلې د ایکو سازمان په ځینو غونډو کې ګډون کړی او ځینو نورو ته نه‌ده بلل شوې.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ایکو سازمان د مشرانو په اوولسمه غونډه کې ګډون او وینا کړې وه.

د پاکستان له‌خوا د ایکو سازمان غونډې ته د طالبانو د نه‌بللو په غبرګون د طالبان اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظر ویلي، چې سیاسي اختلافونه باید په دغې غونډه کې د دوی د ګډون مخه ونه‌نیسي او زیاته کړې یې وه: «د ایکو غونډه چې اقتصادي بڼه لري او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړیږي، افغانستان باید په‌کې ګډون ولري. ان که د سیاسي موضوعاتو په اړه د نظر اختلاف هم موجود وي، د ګډون او حضور لاره باید تړلې پاتې نه‌شي».

د یادونې وړ ده، چې افغانستان د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) غړی هېواد دی. ایران، پاکستان، ترکیه، اذربایجان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هم د دغه سازمان نور غړي هېوادونه دي.

له څلورو ساعتونو وروسته؛ په امریکا کې د الوتنو د سراسري ځنډولو امر لغو شو

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۳۲ GMT+۰
100%

د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې د الوتکو د الوتنو د سراسري ځنډولو امر له څه باندې څلورو ساعتونو ځنډ وروسته لغو شوی دی. په دې سره الوتکو یو ځل بیا د الوتنو اجازه ترلاسه کړې، خو داسې نه‌ده، چې ټولې الوتنې به سمدستي خپل عادي مهال‌وېش ته راوګرځي.

د امریکا د ترانسپورټ وزیر شان ډافي ویلي، د جمعې ورځې له پېښو وروسته عادي حالت ته د بېرته ګرځېدو بهیر به وخت ونیسي.

هغه زیاته کړې، چې لسګونه زره مسافر بند پاتې شوي او ښايي ډېری یې اړ شي چې شپه په هوايي ډګرونو کې تېره کړي.

د مخابراتي اړیکو ګډوډۍ او د الوتنو ځنډولو له امله په امریکا کې زرګونه الوتنې له ځنډ او لغو کېدو سره مخ شوې.

فاکس‌نیوز د «فلایټ اېر» په نوم د الوتنو د څارنې وېب‌پاڼې په حواله لیکلي، چې د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې د سراسري ځنډولو د امر له امله د جمعې په ورځ د دغه هېواد دننه، دغه هېواد ته د راتلونکو او ترې تلونکو الوتنو له ډلې څه باندې څلور زره او ۴۰۰ الوتنې لغو شوې دي.

د فلایټ اېر د وروستیو شمېرو له مخې، څه باندې ۱۰ زره نورې الوتنې هم له ځنډ سره مخ شوې دي.

په نړیواله کچه هم دې وېب‌پاڼې د څه باندې پنځه زره او ۱۰۰ الوتنو لغوه کېدل او د څه باندې ۲۶ زره نورو الوتنو ځنډ یې ثبت کړی دی.

فاکس‌نیوز ویلي، دغه شمېرې د الوتنو ګډوډۍ ښيي او په دې معنا نه‌ده، چې ټولې لغو شوې یا ځنډېدلې الوتنې د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې د مخابراتي ستونزې له امله وې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د الوتنو د ګډوډۍ په اړه ویلي، چې داسې نه‌ښکاري چې دا ستونزه د سایبري برید یا مصنوعي ځیرکتیا له امله رامنځته شوې وي.

هغه زیاته کړې، ښايي دا ستونزه له داسې یوه سیسټم سره تړاو ولري چې پر ځینو زړو او خرابو تجهیزاتو تکیه لري؛ هغه تجهیزات چې ده یې د نوي کولو هڅه کړې ده.

د امریکا د کورني امنیت وزیر مارک‌وین مولین هم د الوتنو د ځنډولو د پرېکړې په اړه ویلي: «هېڅ سایبري برید نه‌دی شوی».

هغه زیاته کړې، چې دغه ستونزه له مایکروسافټ سره هم هېڅ تړاو نه‌لري او څرګنده کړې یې ده: «اوس مهال داسې ښکاري چې وضعیت د سمېدو پر لور روان دی».

هغه زیاته کړې: «موږ د ستونزې د حل لپاره هڅې کوو».

د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې د جمعې په ورځ په یوه بې‌ساري اقدام کې، د «غیرعادي وضعیت» او «خوندیتوب ته د پاملرنې» له امله په ټول هېواد کې الوتنې وځنډولې.

د دې ادارې په وینا، دغه پرېکړه د هوايي ټرافیک د کنټرول په سیسټم کې د پراخې ګډوډۍ له امله شوې ده.

د امریکا د ترانسپورټ وزیر شان ډافي په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې د دې ستونزې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې «د مخابراتو یوې ستونزې د الوتنو په مسیرونو کې د هوايي ټرافیک د کنټرول ټول مرکزونه اغېزمن کړي دي».

هغه زیاته کړې، چې د فډرالي هوايي چلند ادارې تخنیکي کارپوهان د دې ستونزې د ارزونې په حال کې دي.

د جمعې ورځې د الوتنو ځنډول د امریکا په معاصر تاریخ کې د دې ډول درېیمه سراسري پېښه بلل کېږي.

د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې تر دې وړاندې هم دوه ځله په ټول هېواد کې الوتنې ځنډولې وې؛ لومړی ځل د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه، د نیویارک د سوداګرۍ پر نړیوال مرکز له ترهګریزو بریدونو وروسته او دویم ځل د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۱۱مه، د دې ادارې په هغه سیسټم کې د ستونزې له امله چې پیلوټانو ته یې د خوندیتوب خبرتیاوې لېږلې.