هبتالله اخوندزاده ته د منسوبو ویناوو او ناستو په اړه د افغانستان انټرنشنل څېړنه ښيي چې د طالبانو مشر د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د دې ډلې له بېرته راستنېدو راهیسې تر دې دمه لږ تر لږه ۴۰ ویناوې کړې دي.
هغه په خپلو ویناګانو کې چې عموما په پښتو ژبه دي، د قران له ایتونو، د اسلام د پیغمبر له لارښوونو او کله ناکله له پښتو متلونو ګټه اخلي.
د هغه د وینا بڼه هدایتي، لارښوونکې او ټینګار کوونکې ده.
د طالبانو په اداره کې د هبتالله اخوند زاده حکومتداري پر دوو بنسټونو ولاړه ده؛ فرمان او وینا.
د هغه فرمانونه د طالبانو لپاره د قانون حیثیت لري او د دې ډلې ډېری جنجالي سیاستونه، له ټولنیزو محدودیتونو نیولې د شرعي حدودو تر پلي کولو پورې د همدې فرمانونو پر بنسټ توجیه کېږي.
د دې تر څنګ د طالبانو د مشر ویناګانې د دې ډلې د حکومتي ادارو، جنګیالیو، علماوو او چارواکو د لارښوونې بله وسیله ګڼل کېږي.
د دغو ۴۰ ویناګانو څېړنه ښيي چې هغه له عقیدتي او جنګي مسایلو نیولې تر مالیاتو، استخباراتو، لوړو زدهکړو، د حج چارو، سیمهییزې حکومتدارۍ او بهرنیو اړیکو پورې نږدې د حکومت د ټولو برخو په هکله څرګندونې کړې دي.
د هبتالله اخوند زاده اړوند د ۴۰ ثبت شویو ویناګانو د افغانستان انټرنشنل ارزونه ښيي، چې د طالبانو مشر د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې څخه د دې ډلې د بیا واکمنېدو له مهاله د ۲۰۲۶ کال تر اکتوبر پورې د طالبانو په کورنیو ناستو کې ګام په ګام ډېر حضور موندلی دی.
په ۲۰۲۱ کال کې له هغه څخه یوازې یوه وینا ثبت شوې وه، خو دا شمېره په ۲۰۲۲ کال کې پنځو، په ۲۰۲۳ کال کې درېیو، په ۲۰۲۴ کال کې اوو، په ۲۰۲۵ کال کې ۱۶ او په ۲۰۲۶ کال کې تراوسه اتو مواردو ته رسېدلې ده.
د دغو ویناګانو ډېره برخه په کندهار کې او د طالبانو د چارواکو، علماوو، قاضیانو او اداري مسوولینو په غونډو کې شوې ده.
د دغو ویناګانو د ترسره کېدو ځای ته کتنه ښيي، چې د طالبانو د واک اصلي مرکز لاهم په کندهار کې دی.
د دغو ۴۰ ویناګانو لویه برخه په کندهار کې ترسره شوې ده؛ له قاضیانو او وزیرانو سره له لیدنو نیولې د والیانو، ولسوالانو، استخباراتي مسوولینو، د پوهنتون استادانو، د دیني مدرسو طالبانو او پوځي قوماندانانو تر ناستو پورې.
دا په داسې حال کې ده چې کابل د افغانستان د پلازمېنې په توګه د وزارتونو، بهرنیو سفارتونو او حکومتي بنسټونو کوربه دی.
له دې سره سره، د طالبانو مشر د هېواد اداره تر ډېره له کندهار څخه مخته وړې ده.
په کابل کې لومړنی سفر او وینا
د دغو ۴۰ ویناګانو په منځ کې د ۲۰۲۲ کال د جولای پر لومړۍ نېټه په کابل کې د افغانستان د علماوو په لویه غونډه کې د هغه وینا ځانګړی ځای لري.
دا د جمهوریت له نسکورېدو وروسته لومړی ځل و چې هبتالله اخوند زاده کابل ته لاړ او د زرګونو دیني عالمانو په وړاندې یې خبرې وکړې.
په هغې ناسته کې هغه د «اسلامي امارت» پر مشروعیت، د طالبانو له مشرۍ څخه پر اطاعت او د نړیوالې ټولنې له فشارونو سره پر مخالفت ټینګار وکړ.
د دې حضور له اهمیت سره سره طالبانو د هغه ژوندی انځور خپور نه کړ او یوازې د وینا غږیز فایل د رسنیو په واک کې ورکړل شو.
د طالبانو د مشر د ویناوو بل مهم پړاو د ۲۰۲۲ کال په نوامبر کې رامنځته شو؛ هغه مهال چې د طالبانو د قاضیانو په غونډه کې یې د حدودو، قصاص او د شریعت د احکامو پر پلي کولو ټینګار وکړ.
ډېری کتونکي دا وینا د طالبانو د نظام په جوړښت کې د هغه یو له خورا اغېزناکو مستقیمو لاسوهنو بولي؛ هغه ګام چې د دې ډلې د قضايي سیاست لوری یې لا ډېر روښانه کړ.
اخترونه د وینا لپاره پلمه
دیني مناسبتونه هم د طالبانو د مشر تر ټولو مهم تریبونونه پاتې شوي دي. په دغو پنځو کلونو کې د کوچني اختر او لوی اختر پیغامونه او ویناوې د هغه تر ټولو اوږده او خورا سیاسي دریځونه ګڼل کېږي.
په دغو پیغامونو کې هغه په وار وار د طالبانو پر بریا، د «کفارو» پر ماتې، د نظام پر ساتنې، له امیر څخه پر اطاعت، داخلي یووالي او د اسلامي امارت د واکمنۍ پر دوام ټینګار کړی دی.
د ۲۰۲۳ کال د لوی اختر په پیغام کې یې هم د ښځو په وړاندې د طالبانو له تګلارو دفاع وکړه؛ هغه موضوع چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.
د طالبانو واک ته د بېرته راستنېدو د کلیزې ویناګانې هم د هبتالله په سیاسي روایت کې ځانګړی ځای لري.
هغه د ۲۰۲۴ کال په اګسټ کې، په کندهار کې د طالبانو د واکمنۍ د درېیمې کلیزې په مراسمو کې یو ځل بیا د دې ډلې بریا د «جهاد او قربانۍ» پایله وبلله او له خلکو یې وغوښتل چې د واکمن نظام ملاتړ وکړي.
یوه ورځ وروسته یې هم د زمري د ۲۴مې په مناسبت د کندهار په هوايي ډګر کې وینا وکړه او خبرداری یې ورکړ چې هېڅوک باید د طالبانو د نظام د ساتنې په اړه بېپروا پاتې نه شي.
شمال ته لومړنی سفر او وینا
د افغانستان شمال ته د هغه سفر هم د ډېرو پام ځان ته واړاوه.
دغه سفر چې د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په اتمه ثبت شوی، له کندهاره بهر د طالبانو د مشر له ډېرو کمو تحرکاتو څخه ګڼل کېږي.
هغه په دې سفر کې په شمال کې د دې ډلې د والیانو په شتون سره وینا وکړه او د دې ډلې د لاسته راوړنو پر ساتلو یې ټینګار وکړ.
ځینو کتونکو دا د طالبانو د مرکزي واک د ښودلو او د دې ډلې د داخلي یووالي د ساتلو لپاره د یوې هڅې په توګه تعبیر کړه.
په کندهار کې د وزیرانو ناسته او د وزارتونو له مسوولینو ته وینا
د ویناګانو د نوملړ ارزونه ښيي چې په وروستیو کلونو کې د طالبانو د مشر د څرګندونو د پام وړ برخه حکومتي چارواکو ته متوجه وه.
هغه په کندهار کې د وزیرانو شورا په غونډه کې د ۳۴ ولایتونو د والیانو په راټولېدو کې د مالیې د مسوولینو، د استخباراتو د مسوولینو، ښاروالیو او بېلابېلو حکومتي ادارو په ځانګړو ناستو کې ویناوې کړې دي او په ډېری مواردو کې یې د مشرتابه پر اطاعت، له فساد سره پر مبارزې، د شریعت پر پلي کولو او ددې ډلې دننه پر همغږۍ ټینګار کړی دی.
د هغه ډېرې ویناګانې په کوم کال کې وشوې؟
په ۲۰۲۵ کال کې د هغه د ویناګانو لمن نوره هم پراخه شوه.
هغه د وزیرانو، والیانو او د استخباراتو له مسوولانو سره پر لیدنو سربېره، د کندهار په پوهنتون کې د دیني او عصري زدهکړو په اړه خبرې وکړې، د جهادي مدرسو له استادانو سره یې ناسته وکړه، قاضیانو ته یې وینا وکړه او د دیني عالمانو په څو ځانګړو سیمینارونو او فقهي مجلسونو کې حاضر شو.
دا موضوع ښيي چې د طالبانو مشر د امنیتي او سیاسي موضوعاتو ترڅنګ د خپل نظر وړ دیني او ښوونیزو جوړښتونو بیارغونې ته ځانګړې پاملرنه درلودلې ده.
د ۲۰۲۶ کال د ویناګانو نوملړ هم همدا بهیر جاري ساتي.
د کندهار د ولسوالیو له عالمانو سره لیدنه، د مالیې وزارت مسوولانو ته وینا، له درنو عالمانو سره ناسته د پوځي او ملکي مسوولانو ځانګړې غونډه په دیني مدرسو کې شتون او بالاخره د ۲۰۵ البدر قول اردو جنګیالیو ته وینا دا ټول ښيي چې د هبتالله اخندزاده اصلي مخاطبان لاهم د طالبانو حکومتي، امنیتي او مذهبي کړۍ دي.
هبتالله له دې ویناوو سره د څه په لټه کې دی؟
د هبتالله اخندزاده د ۴۰ ثبت شویو ویناوو او پیغامونو کتنه ښيي چې د طالبانو مشر له عامه ډګر څخه د نږدې بشپړ غیبت سره سره، د هدفمندو فرمانونو او ویناوو له لارې د دې ډلې په لارښوونه کې محوري رول لوبوي.
هغه د طالبانو د څه باندې پنځه کلنې واکمنۍ په اوږدو کې نه کومه مرکه کړې، نه په خبري ناسته کې حاضر شوی او نه د عامه افکارو لپاره په یوه د لاسرسي وړ څېره بدل شوی دی؛ له دې سره سره ویناوې یې ښيي چې د طالبانو په خورا مهمو سیاسي، دیني، قضايي، امنیتي او اداري مسایلو کې مستقیمه لاسوهنه لري او له کندهار څخه د دې ډلې د قدرت پر جوړښت څارنه کوي.
د دغو ویناوو د منځپانکې څېړنه همدارنګه ښيي چې د هبتالله اخوند زاده اصلي مخاطبان عام خلک نه بلکې وزیران، والیان، قاضیان، دیني عالمان، د مدرسو طالبان، امنیتي مسوولین او د طالبانو جنګیالي وو.
په کابل کې د علماوو له لویې غونډې او د وزیرانو شورا له ناستو نیولې تر قاضیانو، د مالیې له مسوولینو، استخباراتو او پوځي قوماندانانو سره تر لیدنو پورې، هغه تل درې ثابت پیغامونه تکرار کړي دي: د «اسلامي امارت» ساتنه او پیاوړتیا، د طالبانو له مشرتابه څخه اطاعت او د شریعت په اړه د دې ډلې د تعبیر پلي کول.
په پایله کې د طالبانو د مشر ویناوې د دې ډلې د ادارې د اصلي لومړیتوبونو او تګلارو هنداره بلل کېدای شي؛ هغه خبرې چې که څه هم ډېر لږ د ولس په وړاندې کېږي، خو په عمل کې د طالبانو پر لویو سیاستونو او پرېکړو مستقیم اغېز لري.
د طالبانو مشر هبتالله اخوند زاده د ویناوو نوملړ:
۱. ۹ لړم ۱۴۰۰ — د جمهوریت له سقوط وروسته د کندهار په حکیمیه مدرسه کې لومړنی علني حضور؛ واک ته د طالبانو د رسېدو په مناسبت مبارکي.
۲. ۱۱ غويي ۱۴۰۱ — د کندهار په لوی جامع جومات کې د کوچني اختر د لمانځه په خطبه کې وینا؛ د طالبانو بریا او د اسلامي نظام ټینګښت.
۳. ۱۰ جنګاښ ۱۴۰۱ — په کابل کې د افغانستان د عالمانو په لویه غونډه کې وینا؛ په دې غونډه کې لومړی ګډون او د طالبانو پر دریځونو، له هغې ډلې د نړیوالې ټولنې په وړاندې ټینګار.
۴. ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۱ — د لوی اختر په مناسبت وینا؛ له بهرنۍ لاسوهنې سره مخالفت او د طالبانو د حکومت د نړیوال رسمیت پېژندنې غوښتنه.
۵. ۹ لیندۍ ۱۴۰۱ — د طالبانو د قاضیانو په ناسته کې وینا؛ د حدودو، قصاص او شریعت تطبیق.
۶. ۱ غويي ۱۴۰۲ — په کندهار کې د کوچني اختر په مناسبت وینا؛ یووالی او د مشرتابه اطاعت.
۷. ۷ چنګاښ ۱۴۰۲ — د لوی اختر په مناسبت وینا؛ د ښځو په اړه د طالبانو له تګلارو دفاع.
۸. ۱ لیدنۍ ۱۴۰۲ — په کندهار کې د وزیرانو شورا په غونډه کې وینا.
۹. ۲۸ مرغومي ۱۴۰۲ — د طالبانو د فرمانونو پر علني نیوکې د بندیز په اړه وینا.
۱۰. ۲۲ وري ۱۴۰۳ — په کندهار کې د کوچني اختر په لمانځه کې وینا؛ د امیر د فرمانونو اطاعت.
۱۱. ۱۱ زمري ۱۴۰۳ — د طالبانو د اردو له ۶۰۰ څخه زیاتو مسوولانو لپاره په اصلاحي ناسته کې وینا
۱۲. ۲۵ زمري ۱۴۰۳ — د طالبانو د رسنیو له لارې د طالبانو د واکمنۍ د درېیمې کلیزې په مراسمو کې د وینا نشرول
۱۳. ۲۶ زمري ۱۴۰۳ — د زمري ۲۴مې په مناسبت د کندهار په هوايي ډګر کې وینا.
۱۴. ۳۰ زمري ۱۴۰۳ — په کندهار کې د ټولو ولایتونو د والیانو په ناسته کې وینا.
۱۵. ۱۸ وږي ۱۴۰۳ — د افغانستان شمال ته سفر او د شمالي ولایتونو له مسوولانو سره د ناستو جوړول او د وینا وړاندې کول
۱۶. ۲۵ سلواغې ۱۴۰۳ — د کندهار په پوهنتون کې د دیني او عصري زدهکړو په اړه وینا.
۱۷. ۱۰ وري ۱۴۰۴ — د کوچني اختر په مناسبت وینا؛ فرایض، شرعي احکام او له بېوزلو سره مرسته.
۱۸. ۲۴ وري ۱۴۰۴ — په کندهار کې د حاجیانو د ښوونکو په سیمینار کې وینا.
۱۹. ۱۲ غويي ۱۴۰۴ — د کابل ولایت د مسؤلانو په روزنیز سیمینار کې وینا. ۲۰. ۲۱ ثور ۱۴۰۴ — د استخباراتو د مسؤلانو په سیمینار کې وینا.
۲۱. ۳۱ غويي ۱۴۰۴ — په کندهار کې د ښاروالیو د مسوولانو په سیمینار کې وینا.
۲۲. ۹ غبرګولي ۱۴۰۴ — د پکتیکا ولایت د مسولانو په سیمینار کې وینا.
۲۳. ۲۵ غبرګولي ۱۴۰۴ — د جهادي مدرسو د استادانو او مسؤلانو په سیمینار کې وینا.
۲۴. ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ — په کندهار کې د قاضیانو په درې ورځني روزنیز سیمینار کې وینا.
۲۵. ۱۶ زمري ۱۴۰۴ — د کندهار ښار د ۱۵ ناحیو له عالمانو او خطیبانو سره په ناسته کې وینا.
۲۶. ۱۵ تلې ۱۴۰۴ — د ۳۴ ولایتونو د والیانو او ولسوالانو په سیمینار کې وینا.
۲۷. ۱۰ لړم ۱۴۰۴ — د افغانستان د فقهي مجالسو په روزنیز سیمینار کې وینا.
۲۸. ۱۵ لړم۱۴۰۴ — د قضا او افتا برخې د مسؤلانو او فاضلانو په غونډه کې وینا.
۲۹. ۲۴ لړم ۱۴۰۴ — د «اسلامي ثقافت مضامینو د تدریس ارزښت او اغېزې» په کنفرانس کې وینا.
۳۰. ۲۸ لړم ۱۴۰۴ — د افغانستان د فقهي مجالسو د عالمانو په دوه ورځني سیمینار کې وینا.
۳۱. ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ — د وزارتونو او ادارو د مسؤلانو په اصلاحي او روزنیز سیمینار کې وینا.
۳۲. ۲۸ سلواغې ۱۴۰۴ — د کندهار ولایت د ولسوالیو د عالمانو په ناسته کې وینا.
۳۳. ۲۹ سلواغې ۱۴۰۴ — د کندهار ولایت د ولسوالیو د عالمانو په ناسته کې بیا وینا.
۳۴. ۱۷ وريې ۱۴۰۵ — د جنوب زون د حاجیانو د ښوونکو او غړو په سیمینار کې وینا.
۳۵. ۹ غويي ۱۴۰۵ — د مالیې وزارت په اصلاحي او روزنیز سیمینار کې وینا.
۳۶. ۱۱ وږي ۱۴۰۵ — په کندهار کې د دیني عالمانو په سیمینار کې وینا.
۳۷. ۲۶ وږي ۱۴۰۵ — د کندهار د پوځي او ملکي مسوولانو په سیمینار کې وینا.
۳۸. ۲۴ تلې ۱۴۰۵ — د کندهار په دیني مدرسو کې وینا؛ د شرعي دندې په توګه زدهکړه.
۳۹. ۳۰ تلې ۱۴۰۵ — د ۲۰۵ البدر قول اردو جنګیالیو ته وینا.