• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له ایران سره د کلتوري او علمي همکاریو په تړاو خبرې کړې دي

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۱۰ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې د ایران په مشهد ښار کې د دغه وزارت اتشې د فردوسي پوهنتون له مشرتابه او چارواکو سره د علمي او کلتوري اړیکو د پراختیا په موخه کتلي دي.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو د بهرنیو اړیکو او فرهنګي اتشې ریاست اړوند په مشهد کې د کلتوري مرکز مسوول مفتي عبدالمنان ثاقب په دې لیدنه کې د افغان محصلینو د ستونزو د څېړلو او د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلوماتو له مخې، د فردوسي پوهنتون چارواکو په دې کتنه کې ومنله چې افغان زده‌کړیالانو ته به په تحصیلي فیس کې ۵۰ سلنه تخفیف ورکړي.

خبرپانه زیاتوي، دواړو لورو په دغه غونډه کې د دواړو هېوادونو پر ګډو تاریخي او کلتوري ارزښتونو رڼا واچوله او د ګډو همکاريو د پراخېدو غوښتنه یې وکړه. په دې لیدنه کې پرېکړه وشوه چې په نږدې راتلونکي کې به یوه ګډه کلتوري غونډه هم جوړه شي، چې په‌کې به د افغانستان او ایران لیکوالان، شاعران او کلتوري څېرې برخه واخلي.

یاد وزارت ویلي، په دې غونډه کې نورو افغان محصلینو ته د نوو تحصیلي بورسیو د ورکړې او د دوی پر وړاندې د پرتو علمي خنډونو د له منځه وړلو په اړه هم مفصلې خبرې وشوې. خبرپانه کې وړاندې لیکل شوي، دواړو غاړو ټینګار وکړ چې د فرهنګي او اکاډمیکو پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره به د دوه اړخیزو غونډو او همکاریو لړۍ جاري وساتي.

ډېر لیدل شوي

هبت الله اخوندزاده ته د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای ورکړل شوی
۱

هبت الله اخوندزاده ته د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای ورکړل شوی

۲
ځانګړی

سرچینې: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جرمني ته څلور نور ډېپلوماټان لېږي

۳

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان ښځینه وکیلانې له سختو حقوقي خنډونو سره مخ دي

۴
ځانګړی

طالبانو د خوست له سرحدي سیمو د وزیرستاني کډوالو شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ نورو سیمو ته ولېږدولې

۵

انتوني بلینکن: امریکا د افغانستان د جګړې له امله له پاکستان سره مصلحتي سیاست خپل کړی و

•
•
•

نور خبرونه

بایډن د خاطرو کتاب کې: د افغان حکومت د نه ړنګېدو ډاډ راکړل شوی و

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۰ GMT+۰
100%

د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن وايي، ډاډ ورکړل شوی و چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان حکومت په خپلواکه توګه خپلو چارو ته دوام ورکړي او کابل به لږ تر لږه تر شپږو میاشتو پورې د طالبانو لاس ته نه لوېږي.

بایډن ویلي، چې دا ارزونه د امریکايي ځواکونو له وتلو یوازې څو ورځې وروسته ناسمه ثابته شوه او د ځواکونو د وتلو پر بهیر یې ژوره اغېزه وکړه.

هغه دا موضوع په خپل نوي خاطراتي کتاب کې، چې «Promise Me, America» نومېږي، بیان کړې ده.

وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې، چې د کتاب له رسمي خپرېدو مخکې یې ځینې برخې ترلاسه کړې وې، د یکشنبې په ورځ د لړم په ۲۴مه، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د بایډن د خاطرو ځینې برخې خپرې کړې دي. ټاکل شوې چې دغه کتاب د سې‌شنبې په ورځ د لړم په ۲۶مه، خپور شي.

بایډن په خپل کتاب کې لیکلي: «هغه شپږ میاشتې چې ژمنه یې راسره شوې وه، په څو ورځو کې پای ته ورسېدې. دې موضوع د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي ژوره اغېزه وکړه».

نوموړي لیکلي چې د امریکايي ځواکونو له افغانستانه د ایستلو تر پرېکړې مخکې ډاډ ورکړل شوی و چې افغان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد د دفاع توان لري او د هغه وخت حکومت کولای شي د امریکايي ځواکونو له پوځي ملاتړ پرته خپلو چارو ته دوام ورکړي.

خو په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو د وتلو له پیل سره سم، طالبانو په لنډ وخت کې د افغانستان پراخې سیمې ونیولې او د همدغه کال د اګست په ۱۵مه کابل ته ننوتل. د افغانستان د هغه وخت ولسمشر محمد اشرف غني هم له هېواده ووت او د افغانستان اسلامي جمهوریت ړنګ شو.

بایډن په خپل کتاب کې یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د پرېکړې دفاع کړې ده. هغه ویلي چې لا هم باور لري، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل سمه پرېکړه وه او که یو ځل بیا له همدې حالت سره مخ شي، همدا پرېکړه به وکړي.

نوموړي ټینګار کړی: «په افغانستان کې د جګړې پای ته رسول سمه پرېکړه وه».

د امریکا پخواني ولسمشر دا هم لیکلي چې د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړې ته د هغه د حکومت دننه هم مخالفتونه موجود وو. د بایډن په وینا، د هغه وخت د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټین او د پوځ لوی درستیز مارک مېلي دواړو د دې پرېکړې د پایلو په اړه اندېښنه لرله.

امریکايي ځواکونو په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو لومړی حکومت یې ړنګ کړ.

دغه ځواکونه له شاوخوا ۲۰ کلن پوځي حضور وروسته، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه ووتل. د دوی وتل د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت له ړنګېدو، واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو او د میلیونونو افغانانو له بې‌ځایه کېدو سره مل وو.

بایډن په داسې حال کې لا هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د پرېکړې دفاع کوي چې د وتلو د بهیر څرنګوالی او د کابل چټک سقوط د هغه د حکومت پر بهرني سیاست د نیوکو له مهمو موضوعاتو څخه دي.

سلام حنفي: هېڅ حکومت له ظلم او بې‌عدالتۍ سره دوام نه‌شي کولای

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۴۰ GMT+۰
100%

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، هېڅ حکومت په ظلم او بې‌عدالتۍ خپل واک نه شي ساتلی. هغه ادعا کړې چې بندیان، ان هغه کسان چې د طالبانو پر ضد یې جګړه هم کړې، د دې ډلې تر واک لاندې د حقونو خاوندان دي او باید حقونه یې ورکړل شي.

حنفي د دوشنبې په ورځ د لړم په ۲۵مه کابل پوهنتون کې د ملا هبت الله ملاتړ غونډې ته د طالبانو د مشر د فرمانونو د اغېزو په اړه خبرې وکړې.

هغه وویل: «که خدای مه کړه، د افغانستان په یوه سیمه کې ظلم وشي، ناشونې ده چې یو نظام دې له ظلم سره دوام وکړي».

د طالبانو دغه چارواکي زیاته کړه چې د خلکو حقونه باید په دولتي ادارو او محکمو کې خوندي وي. د هغه په وینا، دیني عالمان باید هغه مسوولان نصیحت او ورټي چې له سمې لارې واوړي.

حنفي په خپلو خبرو کې وویل چې هبت‌الله اخوندزاده د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون ته دنده سپارلې چې د زندانونو او بندیانو وضعیت وڅېړي.

د هغه په وینا، یوه پلاوي د کابل، څرخي‌پله، بګرام، د ماشومانو د روزنې مرکز او د ولایتونو له زندانونو لیدنه کړې او له بندیانو سره یې خبرې کړې دي. حنفي وویل چې بندیان، ان هغه کسان چې د طالبانو پر ضد یې جګړه کړې، هم حقونه لري او باید دغه حقونه یې مراعات شي.

هغه همدارنګه وویل چې هبت‌الله اخوندزاده د بندیانو د وضعیت د ښه کولو لپاره یو میلیارد افغانۍ ځانګړې کړې دي. د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د جګړې د دواړو لورو د وژل شویو کسانو د کورنیو د حقونو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې دغه کورنۍ تر پاملرنې لاندې نیول شوې دي.

د حنفي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې نړیوال بنسټونه په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو، په ځانګړي ډول د پخواني حکومت د چارواکو او د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو پر وړاندې د چلند په اړه راپورونه خپروي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) په خپل تازه درې میاشتني راپور کې، چې د تلې په ۲۳مه خپور شوی، ویلي چې د ۱۴۰۵ کال د سرطان له لومړۍ نېټې د سنبلې تر پایه یې د پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړو د خپل‌سرو نیونو او بندي کولو لږ تر لږه ۱۴ پېښې او د هغوی د وژل کېدو څلور پېښې ثبت کړې دي.

یوناما وایي، د طالبانو له خوا د ټول‌بښنې له اعلان سره سره، د پخواني حکومت چارواکي او د پخوانیو امنیتي ځواکونو غړي افغانستان ته تر ستنېدو وروسته هم د بشري حقونو له سرغړونو سره مخ دي.

په ځینو پېښو کې د وژنو عاملان ناپېژندل شوي وسله‌وال بلل شوي او د کره شواهدو له نشتوالي پرته د دغو پېښو مسوولیت کوم لوري ته نه شي منسوبېدای.

د ملګرو ملتونو د یوه ځانګړي راپور ورکوونکي د ۱۴۰۵ کال په راپور کې هم راغلي چې یوناما د ۱۴۰۴ کال له میزان څخه د ۱۴۰۵کال تر جوزا پورې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو د وژل کېدو لږ تر لږه ۲۷ پېښې ثبت کړې دي.

هبت الله اخوندزاده ته د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای ورکړل شوی

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۲۸ GMT+۰
100%

د طالبانو مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده، چې دغه ډله یې «امیرالمؤمنین» بولي، د ۲۰۲۷ کال د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای خپل کړی دی. دغه کلنی نوملړ د اردن د شاهي اسلامي ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز خپور کړی دی.

د ۲۰۲۷ کال د نوملړ په سر کې د درېیو هېوادونو پنځو کسانو په ګډه لومړی ځای خپل کړی دی. په دوی کې د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز، د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان، د پاکستان لومړی وزیر محمد شهباز شریف، د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر مارشال عاصم منیر او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان شامل دي.

له دوی وروسته، د ایران د اسلامي جمهوریت مذهبي مشر مجتبی خامنه‌يي دویم، د اردن پاچا عبدالله دویم درېیم، د قطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني څلورم، پاکستاني دیني عالم محمد تقي عثماني پنځم، یمني دیني عالم حبیب عمر بن حفیظ شپږم، د مصر د الازهر جومات مشر احمد الطیب اووم او د موریتانیا دیني عالم عبدالله بن بیه اتم ځای لري.

په دې نوملړ کې د سیاسي او مذهبي مشرانو ترڅنګ د ورزش او کلتور د نړۍ د یو شمېر مشهورو کسانو نومونه هم شامل دي.

په دغو کسانو کې د مصر د فوټبال لوبغاړی محمد صلاح، د فرانسې د فوټبال پخوانی ستوری زین‌الدین زیدان، د سینیګال لوبغاړی سادیو ماني، امریکايي باسکټبالر کریم عبدالجبار، د فرانسې او هسپانیې فوټبالران عثمان دمبله او لامین یامال، او د روسیې د رزمي لوبو پخوانی لوبغاړی حبیب نورمحمدوف شامل دي.

هبت‌الله اخوندزاده په دې ۵۰۰ کسیز نوملړ کې ۴۳م ځای لري. د راپور له مخې، په دې نوملړ کې د کسانو سیاسي، مذهبي، ټولنیز او کلتوري نفوذ په پام کې نیول شوی دی.

اخندزاده په ۲۰۱۶ کال کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو وروسته د دې ډلې مشر شو. ملا اختر محمد منصور د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و.

په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، اخندزاده د دې ډلې مهم فرمانونه صادر کړي او د سیاسي او ټولنیزو چارو لویې پرېکړې د هغه تر مشرۍ لاندې کېږي.

د «نړۍ ۵۰۰ بانفوذه مسلمانان» په نوم راپور د هبت‌الله اخوندزاده د پېژندنې په برخه کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو د طالبانو محدودیتونو ته هم اشاره کړې ده. په دغو محدودیتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو او پوهنتونونو ته د ښځو پر تګ بندیزونه شامل دي.

هبت‌الله اخوندزاده د ۲۰۲۶ کال په نوملړ کې ۴۴م ځای درلود، خو د ۲۰۲۷ کال په نوملړ کې یوه درجه پورته شوی او ۴۳م ځای ته رسېدلی دی.

د اردن شاهي اسلامي ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هر کال دا راپور خپروي. په دې ارزونه کې د کسانو سیاسي، مذهبي، ټولنیز او کلتوري نفوذ ته پام کېږي. په نوملړ کې د یوه کس شاملېدل د هغه د کړنو یا نظرونو د تایید په معنا نه دي.

ته ینج: که ایران، روسیه یا بل هېواد مو مرسته وکړي دوی ته هم په افغانستان کې اډې ورکوو

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۱۵ GMT+۰
100%

د ملي جنبش ګوند لوړپوړي غړي او د کار او ټولنیزو چارو پخواني وزیر بشیر احمد ته ینج په یوه نوې مرکه کې ویلي، چې که ایران، روسیه یا بل هېواد د دوی غوښتنې ومني، له واک ته رسېدو سره به په افغانستان کې اډې ورکړي.

د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند دغه لوړپوړي غړي او ویاند له یوه ایراني خبریال سره په مرکه کې پر طالبانو توندې نیوکې وکړې او د افغانانو د اساسي حقونو په تروړلو یې تورن کړل.

نوموړی ټینګار وکړ، چې دوی د طالبانو له منګولو د افغانستان خلاصون او هلته یو ولسواک نظام جوړول غواړي، چې د ده په وینا، دا کار د نړیوالو په همغږۍ او همکارۍ ترسره کېدای شي.

د ده په وینا، دوی هڅه کوي چې د امریکا، چین، روسیې، منځنۍ اسیا، ګاونډیو هېوادونو، ترکیې او نورو ترمنځ ګډ ټکي پيدا کړي او د دې موخې لپاره یې همکاري ترلاسه کړي.

د طالبانو دغه مخالف سیاستوال، چې له خپل مشر عبدالرشید دوستم سره په ترکیه کې ژوند کوي او «د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا» تر چتر لاندې فعالیت کوي، ادعا وکړه چې دغه شورا د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو سره سم د افغانستان د نوي حکومت د «منل شوي بدیل» په توګه مطرح ده.

د هغه په ادعا، ګڼو افغان لوریو عبدالرشید دوستم په خپلې مشرۍ منلی او چمتو دي، چې له طالبانو وروسته حالت کې د نوموړي تر «ولسمشرۍ لاندې نظام» ولري.

هغه ټینګار وکړ، چې افغانان نور نه باید کډوالۍ ته اړ وځي، سپکاوی یې وشي او یا د یونان او بلوچستان په دښتو او اوبو کې مړه شي.

ته‌ینج د امریکا او ایران تاوتریخوالي ته په اشارې سره وویل، چې د دغه تاوتریخوالي پراخېدل به د ایران تر څنګ افغانان هم اغېزمن کړي.

نوموړي د ایران او طالبانو نږدې اړیکو ته په پام وویل، چې که په سیمه کې جګړه سخته شي، طالبان به له ایران سره ودرېږي ځکه دا ډله په ښکاره د امریکا خلاف دریځ لري.

هغه همدارنګه د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ وکړ چې طالبان د دوحې د هوکړې بشپړ تطبیق ته اړ کړي.

د فاطمیون ډلې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وویل چې دا ډله په ایران کې جوړه شوې او په منځني ختیځ کې جنګېدلې، خو دوی تر اوسه په افغانستان کې د هغې هېڅ ډول فعالیت نه دی لیدلی. ته‌ینج روښانه کړه چې هر څوک که د دوی د دښمن پر وړاندې ودرېږي، د دوی دوست بلل کېږي، نو دده په وینا، که فاطمیون د طالبانو پر ضد وي، د دوی ملګری دی او که له طالبانو سره وي، د دوی دښمن به وګڼل شي.

د ملي جنبش ګوند دغه مخکښ غړي تر دې مخکې د بګرام پوځي اډې د بېرته نیولو په اړه د امریکایي ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي وو، چې دا کار د دوستم له همکارۍ پرته نه شي کېدای.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان ښځینه وکیلانې له سختو حقوقي خنډونو سره مخ دي

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۴۹ GMT+۰
100%

د فرانسې «لو موند» ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې قضايي نظام بدل شوی او ښځینه وکیلانې د خپلو مسلکي فعالیتونو د دوام او په محکمو کې د مراجعینو د دفاع لپاره له سختو محدودیتونو سره مخ شوې دي.

د راپور له مخې، طالبانو د ۲۰۲۱کال په اګست کې واک ته تر رسېدو وروسته د ښځو د جنسیت له امله د هغوی د وکالت پخواني جوازونه لغوه کړي او ښځینه وکیلانې اړې شوې چې د محکمې له قاضیانو څخه د وکالت د فعالیت لپاره ځانګړي تصدیقونه ترلاسه کړي. په راپور کې راغلي، چې د طالبانو قضايي نظام کې ښځینه وکیلانې له سپکاوي او سختو محدودیتونو سره مخ دي.

طالبانو د افغانستان قضايي نظام بدل کړی، د جمهوري نظام پرمهال د ښځینه وکیلانو کاري جوازونه لغوه شوي او هغوی په محکمو کې د خپلو مراجعینو د دفاع لپاره له ګڼو خنډونو سره مخ دي. راپور کاږي، د طالبانو تر واک لاندې په قضايي نظام کې د ښځو پر وړاندې تبعیض بنسټیز شوی او د عدالت د ټینګښت ګڼې پخوانۍ حقوقي او مسلکي لارې چارې له‌منځه تللې دي.

د راپور له مخې، شکېبا چې د امنیتي اندېښنو له امله یې مستعار نوم کارول شوی، یوه افغانه وکیله ده چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې د وکالت د دوام لپاره نږدې شپږ میاشتې له هڅو او پرله‌پسې ردولو سره مخ شوې ده. هغې غوښتل د یوې بهرنۍ مېرمنې په قضیه کې د رسمي اسنادو د جعل په تړاو له هغې دفاع وکړي؛ خو د طالبانو قاضیانو ورته د وکالت اجازه نه ورکوله.

شکېبا د دغه بهیر په اړه ویلي، د محکمې چارواکو به ورته ویل: «له کله راهیسې ښځې وکیلانې شوې دي؟ ته وایې چې وکیله یې، خو نورې وکیلانې چېرې دي؟ ایا زموږ په هېواد کې نارینه وکیلان کم دي؟»

د راپور له مخې، نوموړې بالاخره هغه مهال د وکالت اجازه ترلاسه کړه چې مراجعه کوونکې یې قاضي ته وویل، پخواني نارینه وکیل یې دوکه کړې او پیسې یې ترې اخیستې دي او اوس یوازې پر ښځینه وکیلانو باور لري. شکېبا د خپل مېړه او دوو نارینه همکارانو په ملتیا محکمې ته ولاړه او د دوو شاهدانو په معرفي کولو سره یې د وکالت اجازه ترلاسه کړه.

د قضايي نظام بدل شوی جوړښت

راپور کې راغلي ، طالبانو د جمهوري نظام پرمهال نافذ قوانین ځنډولي، پخواني قاضیان یې له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې دیني زده‌کړې لرونکي کسان ګومارلي دي. همداراز، د څارنوالۍ اداره او د څارنوال دنده له‌منځه تللې او اوس قاضي په یوه وخت کې د تور لګولو او د قضیې د پرېکړې صلاحیتونه پر غاړه لري.

د راپور له مخې، طالبانو د روان کال په فبرورۍ کې د جزا نوی قانون هم خپور کړی چې د قران، سنتو او حنفي فقهې پر بنسټ جوړ شوی دی. د افغانستان د چارو د څېړونکې ډلې (AAN) څېړونکې کېټ کلارک ویلي، دغه قانون تر ډېره د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د واک د پیاوړتیا لپاره جوړ شوی دی.

هغې زیاته کړې، د نوي قانون له مخې د امیر د امرونو نه منل، د دیني عالمانو سپکاوی او د هغوی د پرېکړو تر پوښتنې لاندې راوستل هم د جزايي سزا وړ ګرځېدلي دي.

د علمي څېړنې او حقوقي تضمینونو کمزورتیا

په راپور کې د سمیع په مستعار نوم د یوه افغان وکیل په حواله راغلي، چې د طالبانو په قضايي نظام کې د وکیلانو کار ډېر پېچلی شوی او د نویو قوانینو او کړنلارو په اړه پراخ ابهام شته.

نوموړي ویلي: «زموږ لپاره د وکیلانو په توګه هر څه ډېر مغشوش دي. زه یوازې هڅه کوم، لارې لټوم او تجربه کوم. زموږ کار ډېر ستونزمن شوی او دغه نوي نظام زه څو کاله زوړ کړی یم».

د هغه په وینا، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د عدلي طب، طبي او کمپیوټري تخنیکي څېړنو بهیر هم په پراخه کچه درېدلی او په قضیو کې د علمي او فزیکي شواهدو پر ځای د شاهدانو، د تورنو کسانو د شهرت او د کورنیو ترمنځ جوړجاړي ته پام کېږي.

دغه وکیل د یوه قتل قضیې ته په اشارې ویلي، د یوه تورن د خوشې کېدو لپاره قاضي ترې د شاوخوا ۲۰ کسانو د شاهدۍ غوښتنه کړې وه؛ څو د هغه د ښه شهرت او د قتل د ترسره کولو د نه وړتیا په اړه ګواهي ورکړي. نوموړي ویلي، د جمهوري نظام پرمهال به په ورته قضیه کې د ګوتو نښې، ډي‌اېن‌اې او د ټیلیفونونو تخنیکي څېړنې ترسره کېدې.

د ښځو د طلاق قضیې

په راپور کې راغلي، چې د طالبانو د نوي جزایي قانون له مخې د ښځو پر وړاندې تبعیض زیات شوی او د کورني تاوتریخوالي ځینې بڼې یې هم په مشخصو حدودو کې منلې دي. د راپور له مخې، که یو مېړه خپله مېرمن سخته ټپي کړي، د نوي قانون له مخې یوازې د ۱۵ ورځو بند سزا ورته ټاکل شوې ده. همداراز، هغه ښځې هم له جزايي سزا سره مخ کېدای شي چې د مېړه له اجازې پرته په پرله‌پسې توګه له کوره ووځي.

شکېبا ویلي: «اوس هغه ښځه چې د خپل مېړه د وهلو او ټکولو شکایت کوي، ان د عدلي طب ډاکټر ته هم نه شي رسېدای؛ څو د ټپونو معاینه یې وکړي».

هغې د یوې بلې قضیې یادونه کړې، چې په‌کې یوې ښځې غوښتل له خپل مېړه طلاق واخلي؛ هغه مېړه چې کاناډا ته تللی و او د واده له لومړیو لسو ورځو وروسته یې له مېرمنې سره اړیکه پرې کړې وه. د راپور له مخې، ښځې له نږدې یوه کال حقوقي هڅو وروسته هم طلاق ترلاسه نه‌کړ.

د پخوانیو قاضیانو برخلیک

راپور د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پخوانیو قاضیانو وضعیت ته هم اشاره کړې او د همایون په مستعار نوم د یوه پخواني قاضي له قوله یې لیکلي، چې نوموړی د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ګواښونو له امله څو میاشتې پټ و او اوس په کابل کې د ټکسي چلوونکی دی.

هغه ویلي، د ده ځینې پخواني همکاران د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته وژل شوي او که څه هم طالبان پخوانیو قاضیانو ته د وکالت د جوازونو د ترلاسه کولو او بېرته کار ته د ستنېدو بلنه ورکوي؛ خو دی پرې باور نه‌لري.

هغه زیاته کړې: «زه نه پوهېږم چې که ورشم، څه به راباندې وشي».