طالبان وايي تهران چمتو دی چې افغانستان ته برېښنا ورکړي

د طالبانو د مالیې وزیر محمد ناصر اخوند تهران ته د سفر پر مهال د ایران د انرژۍ له وزیر عباس علي ابادي سره په لیدنه کې افغانستان ته د دوه زره میګاواټه برېښنا د لېږد خبرې کړي. طالبان وایي، ایراني لوري ژمنه ورکړې چې د دوی د چمتووالي په صورت کې به ژر دغه برېښنا ولېږدوي.
د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، په دې لیدنه کې په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې پر شته فرصتونو، افغانستان ته د برېښنا پر لېږد، د مسلکي ظرفیت پر لوړولو او اړوندو مسایلو بحث شوی دی.
د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي ابادي ویلي، چې که د افغانستان د برېښنا شبکه چمتو وي ، هېواد به یې چې سمدستي دوه زره مېګاواټه برېښنا افغانستان ته ولېږدوي.
د طالبانو په وینا، هغه دغه راز ژمنه کړې چې د پانګونې ترڅنګ به د نورو هېوادونو د برېښنا د ټرانزیټ په برخه کې هم بشپړه همکاري وکړي.
د ایران د انرژۍ وزیر زیاته کړې، تهران چمتو دی چې د انرژۍ او مسلکي برخو کې د افغان محصلانو د روزنې زمینه هم برابره کړي.
د طالبانو د مالیې وزیر د تخنیکي او مسلکي کمېټې له جوړېدو هرکلی کړی او ویلي، چې دا کمېټه به د اقتصادي کمېسیون له اساسي څانګو څخه وشمېرل شي.
هغه همداراز ټینګار کړی چې د دا ډول ګډو هڅو له لارې به د انرژۍ په سکتور کې اړینې اسانتیاوې او همکارۍ لا پیاوړې شي.
